د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دعلامه اقبال فلسفه

خاټول
26.08.2004

وروڼو او خوندو سلام
هيله منه يم چي دعلامه اقبال دفلسفي په اړه راته مفصل معلومات راكړۍ
مننه



ع کريم حليمي
26.08.2004

ګراني ترلې سلامونه مي ومنه
داسي اسانه نده چه د علامه اقبال په باره کي څوک په پښتو پوره معلومات درته وليکي ٠
وليچه علامه اقبال ﻻهور يو فيلسوف دئ ٠ دا خو ډيره اسانه خبره ده چه تاسو ته ئې لنډه تاريخچه وليکم ٠
بيله کوم ترديد څه علامه محمداقبال لاهور يو د لوی ترين دانشمندانو دعصرحسابيږي او د اسلام په تاريخ کي
ډېر لوړ مقام لري٠ او دعلامه اقبال شخصيت څو ابعاد لري ٠ څوکنسي کولای چه د علامه اقبال په يوه يا دوو
بابو تشرح کړي ٠ علامه اقبال يو برجسته شاعر،يو فيلسوف،يو متفکر، يو مصلح اجتماع،يو قانوندان ، جامعه
شناس ،اوپه اسلامي تاريخ کي د نرو لوړو شخصيتوسره يو ځای معرفي کيږي
يو ايات الله داسي خطابه ور کوي د اقبال په باره کي ٠ يعني معرفي کوي
[color=red:f6b92f8269].((مثل كسى كه سالها مريد اقبال بوده ود ر ذهن خود با اقبال زيسته است حرف مى‏زنم تا قدرى حق عظيم او را بر خود در اين مجمع بزرگ و در نهايت در ذهنيت مردم عزيز كشورمان ادا كنم. اقبال از شخصيتهاى برجسته تاريخ اسلام است و چندان عميق و متعالى كه نمى‏توان تنها بر يكى از خصوصيتهاى زندگى‏اش تكيه كرد. اگر ما فقط اكتفا كنيم به اينكه اقبال يك فيلسوف و يك عالم است حق او را ادا نكرده‏ايم... اقبال يك شاعر برزگ است... اقبال مصلح و آزاديخواه بزرگى است. اقبال طرح يك فلسفه را ريخت: خودى... يك مفهوم انسانى - اجتماعى كه در پوشش تعبيرات فلسفى بيان شده... بى‏شك ستاره بلند اقبال شرق است و جا دارد كه ما اقبال را به معناى حقيقى كلمه ستاره بلند شرق بناميم... )) [/color:f6b92f8269]
او دغه ئې دشعر نمونه
چون چراغ لاله سوزم در خيابان شما

اى جوانان عجم جان من و جان شما

غوطه‏ها زد در خمير زندگى انديشه‏ام

تا به دست آورده‏ام افكار پنهان شما

مهر و مه ديدم نگاهم برتر از پروين گذشت
ريختم طرح حرم در كافرستان شما

فكر رنگينم كند نذر تهى دستان شرق

پاره لعلى كه دارم از بدخشان شما

مى‏رسد مردى كه زنجير غلامان بشكند

ديده‏ام از روزن ديوار زندان شما

حلقه گرد من زنيد اى پيكران آب و گل

آتشى در سينه دارم از نياكان شما
ډاکتر علامه اقبال ٠ په دريمه د ذيقعده 1294 هجرى قمرى /9 نوامبر 1877 ميلادي ٠ په سيالکوټ کي زېږېدلۍ دۍ اوپه 20 صفر 1351 کي له دنيا څه سترګي پټي کړې ٠ د لاهور په ولايت پاکستان
او علامه اقبال داسي يو فيلسوف او عارف شاعر چه متعلق په زمانه، خاص ځای پوري نه دۍ ٠ په بشريت پوري
اړه لري ٠
او علامه اقبال خپل شعر او اندېښه همېښه د مسلمانانو د ازادۍ او اتحاد ملل اسلامي ده پاره وه او وو
او د ژوند تر اخرين کړيه يوه لحظه د ازادۍ د مقدس هدفه بېغمه نوو
.کليات د اقبال په فارسي او اوردو په حدود د 6 زره بيته دي (اوردو) او په فارسي کي تقريبأ 9 زره بيته لري
او جالبه دا ده چه د فارسي اشعار ئې د نوعيت له لحاظه کلمات،ترکيب،وزن،قافيه و رديف و اوردو ته نزدې دي

نام اين شخصيت بزرگ براى جهان اسلام نامى آشناست. دانشگاه آزاد علامه اقبال (اوپن يونيورسيتى) در پاكستان به اين منظور تأسيس شده است كه افكار و انديشه‏هاى او را گسترش دهد، گرچه آكادمى اقبال در عمل تنها مؤسسه‏اى است كه افكار و پيام اقبال را در سطح جهان منتشر مى‏نمايد. اين مؤسسه با كشورهاى همجوار و با شخصيتهاى علمى - فرهنگى جهان همكارى و ارتباط مستقيم دارد.
او علامه اقبال يو اکاډمي لري
هغه وخت چه کراچي د پاکستان مرکز وو ٠ 1951 ملادي په دې خاطر چه د اقبال افکار ژوندي پاته سي
يويه مؤسسه نيمه رسمي په کراچي کي تأسيس کړه ٠ او په کال 1962 يو لايحه تصويب سوه ٠ په شورا کي
نو ورسته د اقبال اکاډمۍ رسمي سوه ٠ او رسمي د پاکستان په وزات تعلم پوري وتړل سوه
نن هم دغه اکاډومي فعاله ده
.او د اکاډومۍ رئيس د خلګو څخه انتخابيږي ٠ چه د هر لحاظه لياقت ولري ٠ چه اقبال شناس وي او د قلم خاوند وي ٠ او phd هم ولري ٠ او د اکاډومۍ يو هيئت لري چه ټوله امور د دغه ترنظر لاندي اداره کيږي ٠
او علامه اقبال د زوی نوم دئ اغلی ډاکتر جاويد اقبال چه نايب د اکاډومۍ دۍ او ښاغلی پرفسور محمد منور مدير د اکاډومۍ دۍ ٠ اوواقبال شناسۍ هم معروف دۍ ٠ (منلۍ)

په اکاډومۍ کي ئې زمزمې د ابشار رواني دي جنبش اوچوش لري ٠ د غه حرکت يوه لويه هستي ده
او زمزمې ئې پرهيجانه او پر فغانه دي ٠ او شعرو کي تور ،سپين ،سور، زړ ، افغان ،پاکستانې،ايرانې ، شرق ، غرب تفات نه ورته لري ٠ دده خبري دانسان سره دي ٠ او د استثمار ځنځير شلوي ٠
او يو له مقاصدو د اکاډومۍ دا دي چه د اقبال افکار نشر کړي ٠ او د اقبال اندېښنې ، ترويج د مسلمانانو دۍ
حليمي ٠


خاټول
29.08.2004

ښاغلی استاد حليمي صيب السلام عليكم
له مفصلو معلوماتو راكولو مو يوجهان مننه
استاده كه مو دعلامه دفلسفي په اړه ، په ځانگړي ډول دعلامه وفلسفي په يو اهم جز "خودي" باندي څه راته وليكل، تنده به مو پري ماته شي.
په درنښت
وريره دي خاټول عفت "كاكړ"



ع کريم حليمي
29.08.2004

قدرمني ،پاک دامني غاټول (دخپل کور نور ) سلام !

مرحوم امير شكيب ارسلان، يو لوړ نويسنده ،دانشمند چه معروف (منلۍ) عرب دي د اقبال په باره کي داسي ليکي
اقبال يولوی متفکر دي ٠ چه اسلامي جهان د زرو کالو په طول کښي پيدا کۍ ٠

اقبال داسي فکر کوي ٠
تصوف بايد انسان بيداره کړي ٠ چاره جويه سي ٠ او اعماق شخصيت کي ازادي نهايي پيدا کړي ٠ او ازادانه د حل لار پيداکړي ٠ [color=red:efd35024c2]خودي [/color:efd35024c2] فقط ازادي نه ده ٠ بلکه فناناپذيره او همېشه وي ٠
عمل دۍ جه انسان ته الهام راوړي ٠ انسانکولای سي چه داخلېدل د همېشه ځای ته (جنت )درک کړي
او حق مسلم ئي نه دۍ ٠ او فقط په کوښښ او فعاليت شخصي ئي تحصيل کړي
که پورته مطلب ملاحظه سي ٠ چه [color=darkred:efd35024c2]خودی[/color:efd35024c2] په اوله مرحله کي بايد په موجوده شرايطو
مبارزه شروع سي ٠ چه بد(شيطاني استثمار ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ ) مغلوب سي
په تيجه کي دغه کاميابي ازادۍ ته رسيږي ٠ او وخدای ته نيژدې کيږي ٠ تقرب کوي ٠ چه خدای ازاد ترين موجود دۍ ٠

په دوهمه مرحله کي [color=red:efd35024c2]خودي[/color:efd35024c2] بايد وساتل سي ٠ جلوګيري وسي ٠ له شهواني مقاصدو څخه
او ثابت قدمۍ اوسي ٠ هر فشار او محروميت تحمل کړي ٠ تر څو هغه مقام ته ورسيږي چه همېشه پکښي .وي (جنت) ٠
بنا د دې فلسفې ايمان قوي غواړي ٠ او دوهم ئې تکامل او ترقي ده ٠ او جهه ئې عبارت ده ٠ ازادي شخصي او همېشه توب په ازادي کښي ٠
اوس نو سير تکامل بايد څرنګه تحصل کړي ؟
د شخصت د تقويه کېدو له لاري ٠ !!!

.


salam
15.03.2007

محترمی خاټول; علامه اقبال دفکری تضاداتومجموعه ده لکه څرنګه دپاکستان وجود
بنیادونه نۀ لری هم دغه شان اقبال کوم فکری بنیادونه نۀ لری کۀ چرته پاکستان نۀ وے نو اقبال به هم نۀ وے ٠ داقبال سره یو خیال هم دخپل تخیل نشته بلکه د تن اسانۍ ے دا حال دے چې ټوله شا عرې ۍ دفلسفے پۀ خرچه کړی او هغه فلسفیا نه خیالات ې هم مستعا ر اخستی .
کۀ نۀوی وی نو پۀ مختلفو ژبو کې ی ترجمې شته پخپله ئ لګ په جور نظر وګورۍ پۀ ځائ ددې چې دخلکو پۀ راے انحصار وکړۍ.
مننه سلام


Ajab
25.03.2007

اقبال لاهوري خو دومره مهم شاعر نه دى هسې پاکستان ځنې د خپل بېرغ لپاره يو لوى شى جوړ کړى دى


رښتینی
19.04.2007

له سيد جمال الدين افغاني سره داقبال خيالي ليدنه

اقبال دخپل پير مولانا رومي په ملتيا دنړۍ له وتليو سياسي او ادبي څيروسره خيالي ليدني کتني کړي دي
او داد هند يوه ستر عالم او وتلي ليکوال ابوالحسن علي ندوي په خپل کتاب : نقوش اقبال کي را يوځاي کړي
دي چي يوه لنډه برخه يي له تاسو سره شريکوم :

اقبال له خپل پير مولانا رومي سره په يوه داسي دره کي په خيالي سياحت بوخت دي چي هوري دانسان ګام نه دي رسيدلي هلته فطرت په خپله اصلي ښکلاکي پروت دي غرونه او بيدياوي ګلبڼونه او کړونګي دانسان زړه ځان ته را کاږي

په داسي حال کي اقبال خپل پير ته مخ اړوي او ورته وايي: زما غوږونه خو به دروغ نه راته وايي ؟
زه خو دلته د اذان غږ اورم !! رومي ورته وايي نه نه دا خو دنيکانو او دالله د پاکو بندګانو دره ده او
له دي دري سره مونږهم ټينکي اړيکي لرو ځکه کلچيحضرت ادم له جنت نه راووت نو څو شپي دلته
پاته شو دي حمکي دده د شومه دم اهونه او دنيمي شپي ژړا اوريدلي ده او دلته دده د پښيماني اوښکي
جذب شوي دي دي لوړي او له روحانيته ډکي دري ته هرڅوک نه شي را تلاي يواځي ستر او لوړ پوړي
اولياکولي شي دلته زړونه راښه کړي راځه دلته د ميني او شوق څو رکاته لمونځ وکړو

رومي او اقبال دواړه مخ په وړاندي روان شول او څه وړاندي يي دووه تنه وليدل چي په لمانځه ولاړ دي
داد واړه يو يي ترک او بل افغان دي افغان يي د امام په توګه مخته ولاړ دي او تر ک دمقتدي په حيث له
شا ورپسي ولاړ دي افغان سيد جمال الدين افغان دي او ترک سعيد حليم پا چا دي رومي اقبال ته وايي :

لويديځوالو ميندو ددوي دواړو په څير زامن نه دي راوړي

دوي په بر ياليتوب سره د لويديځوال سياست لار ښوونه کړي ده او په ځانګړي توګه افغان
خو هغه څوک دي چي په لويديځوال ناروغه انسان کي يي د بيداري ساه پوکړه او په ټول ختيځ
کي يي دبيداري څپي را پورته کړي (نور بيا )


ghareebdost
10.01.2009

اقبال يوازي يوشخص نه و،اقبال يوه ايډيالوژي وه،هغه يوازي دپاکستان نه و،هغه دټول مسلمه امت موذ ن و،دهغه شخصيت دسطحي پوهي خاوندان نشي درک کولی،اونه په ننيو هنداروکي هغه پيژندل کيداي شي٠

هغه پخپله ځان له وطنيت اوقوميت نه لوړ ګڼي،

قوم تو ازرنګ وخون بالاتر است
قيمت يک اسودش صد احمر است

اصل ملت در وطن ديد ن که چه
بادو اب و ګل پرستيدن که چه

نيست ازروم وعرب پيوند ما
نيست پابند درنسب پيوند ما


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more