د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دپښتو دوروسته پاتي لاملونه څه دي ؟؟

انځورګر
12.07.2004

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


د پښتو كمزوري


Kliwal
13.07.2004

[color=brown:2eb8766542]۲) نالوستي او بې علمي: [/color:2eb8766542]
له بده مرغه ټول پښتانه آميان دي ژبه يې هم همداسې صحرايي پاتې شوې، هره ژبه چې د علم ژبه وګرځي د هغې لفْْْظي قاموس پياوړى كېږي، هغه نوې كلېمې واردوي، په هغه كې نوي علمي مصطلحات را ټوكېږي، په هغې كې كتابونه ليكل كېږي اوبالآخره د هغې دانتشار او بقا ضمانت هم كېږي. خو متاسفانه مونږ خپله لس پنځلس كاله خپل ماشومان مسجد ته لېږو خو هلته د پښتويو حرف هم نه ورښايو ټول عمرونه يې په پنج كتاب، ګلستان او بوستان كې خاورې كړو او په پاى كې هېڅ لاس ته نه راځي دا خو لا څه چې د ژوند په نورو مهمو مسالو هم خبر نه وي :cry: .
[color=brown:2eb8766542]۳- د پښتو پر مخ ددفتر دروازې تړل:[/color:2eb8766542]
پښتو ژبې دفتر ته لاره نه ده پيداكړي، اګر كه پښتو ژبه ډېره پخوانۍ ده خو لا تر اوسه همداسې ځنګلي پاتې ده، لكه څنګه چې يو آس نوى سواري نه كړي په سپرلۍ يې آموخته نه كړې همداسې سريله يې پرېږدې، اويا د مڼو يا بل شي ونې وكرې بيا يې تربيت ونه كړې، يا يو څه وكرې (خوي) خېشاوه يې ونه كړې، نو پايله به يې د صفر برابره وي، نو ژبه همداسې ده تربيت او پاملرنې ته اړتيا لري، هره ژبه په ډېر استعمال سره ښايسته كېږي، صيقل كېږي، غني كېږي، عامه او خوږه كېږي. د بېلګې په ډول له ښه مرغه په پښتو كې لنډۍ د ډېر پخوا راهيسې ډېرې ويل شوې، ډېرې تكرار شوې، زياتې هسكې او ټيټې شوې، بدلې را بدلې شوې، آوښتل را آوښتل شوې.....نو تاسې وګورئ چې څومره خوندور، په زړه پورې او خواږه شي ترې جوړ شوي او په (تحدي) سره ويلاى شو په نړۍ كې كومه ژبه ده چې داسې خواږه او مزېداره نمونه وړاندې كړي.
[color=brown:2eb8766542]۴- د پښتو د خدمت مخه نيول:[/color:2eb8766542]
په ډېر افسوس بايد ووايو چې د پښتو او پدې سره د لسګونو ميليونو مسلمانانو خدمت كول د ډېرو په آند لوى جرم دى هغه داچې څوك د پښتو زده كولو نيت وكړي، څوك په پښتو ليكل وكوي، په پښتو تاليف وكړي،په پښتو شعر او شاعري وكړي او يا پښتو ته ښه ووايې بس د قوم پرست اونېشنلېست او...او ټاپه پرې ولګېږي. بيا نو هغه سړى په خپله په پښتنو كې ځاى نه لري نور خو له سره پرېږده. :cry: :cry: :cry:
[color=red:2eb8766542]{5} د يوې واحدې تګلارې نه شتون [/color:2eb8766542]
د پښتو ژبې د خدمت ګارانو ترمينځ نه هماهنګي،نه پيوستون، نه ګډ پلان،نه ګډ متفق عليه ارګان، نه يووالى او نه سمونتيا، متاسفانه پښتو د خدمت او چوپړ ټول دعوى داران په خپل فكر،آند او ځانګرې تګلاره كار كوي.
پښتو ژبې ته د سم خدمت ابعاد او اړخونه نه دي په ګوته شوي، چې كومې ټكي مهم او په كومو بايد كار وشي. يو د پښتو ژبې د خپلې خزانې څخه د نويو كلمو جوړول اړين بولي، بل يې د نورو ژبو نه ورته را ورېدول غواړي دريم بيا دغه دواړې ناسمې بولي او په بله لټه كې وي.
د بېلګې په ډول د امريكا غږ راديو ويندويان چې د پښتو په اړه څه كوي ډېرو ته ناسم ښكاري خو د بي بي سي خبريالان په كلكه تاييدوي او نور بيا بر عكس رايه لري.
په كمپيو ټر كې چې د پښتو لپاره كوم كار شوى په هغه كې هم يوالى نشته.
اوس مونږ څو رنګه (كيبوردونه) لرو په يوه چې كار وكړې په بل كې هغه ټول سرچپه دي. هر پښتو (support) ځانګرى كيبورد لري.
نو تر څه نه مخكې بايد پښتو ته خدمت كوونكي بايد يوه واحده تګلاره ولري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more