د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

سائنس او بشري ټولنه

محمدداؤدهمدرد
10.07.2004

دا يو څرګند حقيقت ده چې په نړۍ کي ډيرپرمختګونه وشول دا انسانانو شمير زيات او ډيري دښتي غرونه پري اباد شول خو دافسوس خبره داده چي بشر د روحانيت په اړود هيڅ ترقي او ورانيوالی ونکړ سائنس او ټکنالوږي خو دا سيارو فضا او وبو پړاونه ووهل ولي انسان ته ورڅېمه زاويو څخه ناخبره څه چې په ادراک کي يې هم داسي معطل پاتي شوي چي ده څومره والي او څرنګوالي اړخ يې هم څرګند نه کړ ښائ سائنس پوهان په دي فکر کوي وي چي د بشر ترقي همدغه نسلي او ماذي ترقي ده ولي دائ يوه لويه تيروتنه ده ځکه اسان يوازي دا حيوان ناطق په پيږنګلوئ نه بلکي هغه دخپل مفهوم سره داسي ډير اوصاف او قيودات لري چي دسترو عواملوپه توګه دانسان ظاهري او باطني ارزښتونه په ګوته کوي که يې له بيلګو نه عقيده او کردار راوسپړو نو دابه جوته شي چي دا انسان د ډاډ خوښي او سوکالي متضمنه ترقي په همدي څيزونو کي نغښتي ده دا ښکاره ده چي عقيده که دبشر په کړنلاره ولکه ونلري نو د انسان بدبختي له همهغه ځايه پيليږي موږ وينو چي کله يوه ارده_ ده يوه ناوړه او فاسد عمل په لور خوڅښت کوي نو هلته که وړانديني عوامل عقيده نوي نوهرومرو به يې په کړنه اوسرته رسولو لاس پوري کوي ځکه چي پوهيږي چي ولي او څه دي کارته أماده دي ولي دي له مثبت او منفي اغيزي نه تجربه او پوهه نلري او که يوتن له داسي عقيدو او اخلاقو نه متاثره وي نو په داسي مهال چي په يوه ناروا اقدامي عزم لاس پوري کوي هغه احساسات او کيفيات چي دهغه عقيده او اخلاقو زيږنده دي را وړاندي کيږي او کونکی يې په پريښودو مجبوره وي نوهم دلته دبشري ټولني عروج لوړتيا او زوال مرتبه څرګنديږي که موږ ليږ وړاندي نظر وکړو نو د روحانيت او فلسفي په تاريخ به هم هغه ټکئ ښکاره شي دا بشر ټولني دا زوال يا پرمختګ اصلي عوامل او سببونه و ځکه چي کله به چا دبشريت له پولونه تيری وکړ دفطرت نه به باغي شو پائله به يې دمعبود جوړيدو هڅه وه.. او څوک چي به دخپلو ايرادو په لوړتيا ولاړ وو نو ځان به يې يوه حيواني بهير ته لاهوکړ او پدي لاره کي به يې خپل شخسيت او هويت له لاسه ورکړ هلته ددي دواړد مسيرونو هدف دڅو محدودو خواهيشاتو سرته رسول و چې په حقيقت داده همهغي نړۍ دا بدمرغئ بي نظمئ او جرمونو لوئ سرچيني وي خو ووس چي دانوئ سائنس تمدون همهغي لاري هدفونه تعقيبوي نو ځکه به يې په ټولنه کي هم هغه پايلي او اغيزي تکراريږي داخو يواځي اسلام ده چي بشري ترقي ته يې پاملرنه کړي ده د انسان دبيکاره او پټ سمون لپاره يې هر راز لارښوونې کړي هغه ته يې يوه داس لانحه وړاني کړي چي خپلکي کي انسان دا يوه داسي شرافت عزت بيلګه جوړول دي چي ده خوښئ سوکالۍ او تلپاتي ژوند مسير وي سره لدي چي دا په بشري ټولنه باندي يو تحميلي نه بلکي توصيفي او تکميلي لانحه ده موږ په دي هم ښه پوهيږو چي داکائناتو خالق انسانانو ته يواځي معده, نفس .... نه بلکي عقل ورکړئ چي په دي وجه په أساني سره کولي شي داسم او ناسم تر مينځ توپير وکړي خو دتعجب خبره داده چي سائنس پوهان انسانانو ته رنګ رنګ اسانتاوي او عذابونه کشف او ايجاد کړو ولي د خپل عقل او فکر په بنسټ يې هغه څه چي دبشريت ترقي ډاډګيرنه سکون او خوشحالي وي پکي ونه موندل بلکي نور يې هم لدي څخه انسان دومره بېل او پردۍ کړ چي خپل ځان او هويت يې ځني ورکړ دا ځکه چي ددوئ د زده کړو علومو او فنونو مقصد يواځي دهوس او خواهيشاتو سرته رسول دي دهغوي ترټولو لوی مذهب او فلسفه دا نفس عبادت دی دتنظيم او حکومتونو لومړی هدف يې هم دغه ده نورکه پدي لاره کي قومونه تباه شي يا ملکونه بس هم دلته بشر خپل ارزښت شرافت له لاسه ورکوي چي دا بيا دسترو مصيبتو او لويو بشري فاجعو سبب ګرځي که په نړۍ کي دجرمونو او فسادونو جاج واخيستل شي نو دابه ښه واضحه شي چي ددي ټولو بدبختيو اصلي لامل هم دادماياتو حرص او نفسي غوښتنو سرته رسول دي ... اسلام چي ده بشر لپاره له ټولو ديني غوره او منتخب شوی دهغو ټولو ترقيو او پرمختګونو ضامن او متکاده چي انسان ته ريښتنئ ژوند امن او خوښي وربخښي د حق او باطل په توپير سره موږ دې نتيجي ته رسيږو چي انسان ته ديوي سالمي او حاکمي قوي اړتيا شته او هغه ده اسلام دسپيڅلي دين په عقيدي ځان سنبالول دي دا عقيده هغه د ژوند قانون دي لوی خدای(ج) په خپله دانسانانو لپاره غوره کړئ.. خو ووس دا تصميم چي په انسانانو څرنګه پلي شوی وای هغوئ ته چاوړاندي کړی وای! داهم دغي پوښتني او احساس په خاطر دهغو ننګيالو پاڅون و چي دژوند ډيره برخه يې ددې مقصد لپاره تېريده. داغورځنګ پيل اوايرادي يې پلي شوي دعقيدي دي لارويو په درنو قربانيو انسانانو ته دامن سوکالي اوخوښيو پيغام وړاندي کړ دبشر عظمت کرامت پرځاي کړ خو ووس افسوس چي زيني نادانان قومونه دنفس او هوس غلامانو ته يواځي داچي دهغوي پاکي ارادي يې تائيد نه کړي بلکي دا هغوی دمخنيوي لپاره هر راز قوت نه کار اخلي او پدي فکرکي دي چي بشر دخپل حق او امتيازڅخه نور هم بي برخي او دفطرت او انسانيت څخه ياغي وي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more