د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له وتلي ليکوال صالح محمدصالح سره خواخوږي

salou
27.06.2004

له وتلي ليکوال صالح محمدصالح سره خواخوږي:
دټول افغان درنولوستونکو،
سهار له لمانځه وروسته pc چالانوم اوسملاسي ټول افغان پاڼې ته ننوزم.
کله چې مې نن دهېواد ددرانه اوپتمن ليکوال اوفرهنګيال ښاغلي
صالح محمدصالح دسترګوليدلۍ حال دټول افغان په لومړي مخ کې
ولؤست،ويښتان مې ځيږ اودسهارچائي مې په ستوني کې بند شوې.
ديوه ستمي هغه خبره راپه يادشوه چې ويل به يي:
" که زه واکمنۍ ته ورسېږم نودپښتنوژبې به ورپرېکړم "
داطلاعاتواوکلتوروزيرچې داکارئي له نېکه مرغه ندۍ له وسه ،نولږترلږه
ئي دپښتو ځيني رواج شوو توريواواصطلاحاتو پر له منځه وړلو اوپه کابل
کې دپښتودلوحو پرکښته کولوخپله تنده ماته کړه خوزړه ئي ﻻ ندۍ سوړ.
لوي څټۍ فهيم بيا پخپل وارپدې ﻻره کې نورهم مخکې ﻻړ او له خپل
صلاحيت څخه ئي په ملکي ساحه کې هم کارواخيست ترڅودپښتنو منلۍ
اوروڼ انده شخصيت اسمعيل يون ئي له خپلې ورسپارل شوې دندې څخه
ګوښه کړ.
وائي چې " دسپو کورپه کوربدي ده خوفقيرته ئي يوه دې."
پښتواوپښتوندښمنه مذهبي اوغيرمذهبي مافيائي بانډونه،ډلې اوټپلې
که څه هم پخپلوکې يوه اوبل ته نه شي سره کتلۍ خودپښتواوپښتنوپرضد
ټول په يوه کارتل کې سره راټول شوي اوپدې ټکي کې هيڅډول د نظر
اختلاف نه سره لري.
که ؤوايم چې پرپښتنوباندې هره ټکه پخپله دپښتنولخوارا لويږي بده به
نه وي.
که نه ياست راسره موافق نولږترلږه راڅخه خوابدي کيږۍ هم مه.
نن هېواد ددغسې يوه مافيائي کارتل لخوا اداره کيږي.
پدغه کارتل کې ځيني بي صلاحيته پښتانه جمهوررئيسان اووزيران هم شته.
سره لدې چې ددوي ساتنه بانديني ساتونکي کوي،بياهم دوي له ډاره خپله
خوله نشي خلاصولۍ.
اوکه ئي خلاصه کړي،بياخو نودمافيأ قوانين تاسوته پخپله معلوم دي.
که ؤغواړي اوکه ؤنه غواړي دعبدالرحمن اوحاجي قدير په سرنوشت به
اخته کيږي.
پداسي حال کي چې زمونږژورنالستانو،ورځپاڼه ليکونکو،ليکوالانو او
حتا عادي افغانانوته ډول ډول ګواښونه کيږي ،
وهل کيږي اوددوي پرانساني کرامت باندي تيرۍ کيږي،
له کوچيانوڅخه باجونه اخيستل کيږي،
اودشمال پښتانه چې پرکورونو،مالونواوجايدادونوئي دشمالي ټلوالې
وحشی ټوپکيانو خپلې خېټې اچولي دي، پخپل هېوادکې کډوال اوياهم
دبولدک اوکوټي ترمنځ په سروډاګونوکې له غمه ډکي شپې اوورځي
تيروي اوخپل کور،کلي اووطن ته دراتګ خوبونه ويني،
زمونږپورتني جنابان کراراوأرام پرچوکيوناست دي اونړيوالوته اعلان کوي چې
ګواکي دلته خير اوخيريت دې، 5 ميليونه زده کوونکي ښوونځيوته ځي......
له بلېخوا دافغاني ټولنې دپارسيزه کولولړۍ ښه په درب پرمخ روانه دې او
دروان کال ترپايه پورې به په أمريکا کې مېشت يو پاړسي ٢٤ ساعته
تلويزيوني چېنل هم ورباندې علاوه شي.
ددغې لړۍ په ترڅ کې نن زمونږخوږليکوال پدې جرم چې په ورځپاڼه کې
ئي پاړسي نه وه ونيول شو،سپکې سپورې ورته ؤويل شوې،ؤوهل شو
اوګواښونه ئي ورته وکړل.
په داسې حال کې چې دپښتودسترليکوال صالح محمدصالح نه ستړي
کيدونکې هڅې ستايم ،دټول افغان ددې پاڼې له ﻻرې له نوموړي سره
دزړه له کومي خواخوږي څرګندوم.
اوپداسې حال کې چې قدرمن استاد ته ﻻبرياليتوبونه اواوږدژوند له
لوي خداي (ج )څخه غواړم،ذکرشوو وحشي اوکرغيړنو مجرمانوته کرکه
اونفرين ورليږم.
په درناوي
سالوخان


زرکه
28.06.2004

ټول افغان ته اوعزتمند ورور سالو خان ته سلامونه او ښې هيلې .
ګرانه وروره ! د قدرمند او پښتو ژبې ته د نه هيريدونکي چوپړ کونکي
ښاغلي ليکوال صالح محمد صالح ليکنه ما هم ولوستله .
هغه کرکه او نفرت چې تاجک يې په دا ډول زمونږ په زړونو کې اچوي
او بياد تعصب نوم ورکوي دا به يوازې د تاجکو پلان نوي بلکه د هغوۍ
واکداره امريکا به هم ورسره ګډه وي . زما په خام اند خو نن چې کومې
هلې ځلې د پښتو او پښتنو د له منځه وړلو دپاره روانې دي زمونږ په
تاريخ کې کله نوې شوې خو دافسو س خبره داده چې نن سبا په ځنګلونو
کې ميشتو انسانانو ته هم ددې حق ورکول کيږي چې پخپله ژبه خبرې او
ليک لوست وکړي مګر پښتانه که غواړي چې په خپل هيواد کې پاتې
شي بايد دخپلې ژبې نه واوړي او که ليکل لوستل پې کوي نو بيا خو به
کفن په سر تړي ځکه چې دا خو د هغه جرمونو نه لوي جرم دی لکه
ګلم جمو دوستميانو او ددوۍ په شان نورو چې په افغانستان کې وکړل
اولا کوي يې او د نړۍ ړوند قانون همدا جرمونه د پښتنو پسې ليکي
زه پداسې حال کې چې د خوږ ژبي اومنلي ليکوال ښاغلي صالح محمد
صالح د فرهنګي هلو ځلو نه ډيره مننه او درناوی کوم او نوموړي ته د
ډيرو برياليتوبونو د خدای (ج) په لوي در کې غوښتونکې يم
شر اچونکي او د اسلام او افغان دښمنان په کلکه غندم خدای (ج) دې وکړي
چې دوۍ ډير زر د خپلو عمالو په سزا ورسيږي .
هيله ده چې د غفلت په خوب ويده پښتانه مخکې لدينه چې خدای (ج) مکړه
د مرګ په خوب ويده شي يو ځل راويښ شي او د خپل زوريدلي ملت حال
وپښتي .

په درنښت ستاسو کشره خور زرکه


Azad Nazer
28.06.2004

زه پخپل اند دقدرمن ورور صالح محمد صالح دسپکاوي په خبر دومره غوسه يم چې دلته يې په څو جملو کی نه شم انځورولای ٠ زه ديو پښتون ورور په توګه ستا سو کوښښونو ته چې دپښتو ن فرهنګ د پرمختګ لپاره يې کوۍ ، کورودانې وايم اوستاسو غوندې د صالح پښتون په څېر دنورو پښتنو ليکوالو دراټوکېدو اوزرغونېدو دعاکووم ٠
ګرانه وروره !

حق اوازادي تر اوسه هيڅ چا د ((تحفې )) په شکل نه دي ترلاسه کړي بلکه د قربانۍ او مبارزې په زور تر لاسه شوي او په دغه لاره چې څوک تلل غواړي ، هغه دهررنګه خنډونو سره مخ کيږي ٠

زه ډاډه يم چې ستاسو عزم يو څو بې فرهنګه سيتميان نه شي ماتولای ځکه چې ستاسو اوستاسو غوندی نورو پښتنو په ملاتړ اولس دريږي ٠ داسې بې فرهنګه ټوپکچيان چې شمېر يې هم د اندېښنې وړ نه دې ، په افغاني ټولنه کې هيڅ ځای نه لري ٠
دخپلې مورنۍ ژبې او کلتور لپا ره کارکول که ګناه وي نو دغه ګناه مونږ کوو او که دبل هرملت غوندې پښتانه هم حق لري چې دځان لپاره کاروکړي نو بيا د دغو سيتميانو هيڅ حق نه شته چې له پښتونه پخپل کور کی پوښتنه وکړي ٠

په درناوي

ازادنظر


salou
29.06.2004

پتمنې خور زرکې ،پښتون زلمي ازاد نظراوهمدارنګه ټول افغان ته
خپل دزړه له کومي سلامونه له نېکو هيلوسره يوځاي وړاندي کوم.
بي له شکه چې هرافغان اوهر وجدان لرونکۍانسان به خا مخا د دغه
وحشي ځناورو پر کړنو خواشينۍ کيږي،خوغم مکوۍ .
داد cannibalism پاتيشوني به چې اوس په يوويشته پيړۍ کې هم
" انسانان خام خوري " له خپلو بادارانوسره يوځاي که وړاندي وي او
که وروسته ، د عدالت منګولو ته لويږي. انشاالله بيابه لوي خداي(ج)
هم پر دوي باندې رحم ونکړي.
ديوې داسې ښکلې اوروښانه ورځې په هيله.
ستاسوورورسالوخان


وتلي ليكوال او ژورناليست صالح محمد صالح ته سر خلاصي ليك


Shponkay
29.06.2004

[color=darkblue:f3baabbd92]راځه چې وژاړو په چيغو چيغو
دلته خو نور څه د خندا لپاره پاتې نه دي
دلته په شونډو اوس يوازې د ټوپك كيسه ده
د الفبې،خوږې نغمې له خونړي ناتاره پاتې نه دي [/color:f3baabbd92]
..................................................................[color=darkblue:f3baabbd92]كاوون[/color:f3baabbd92]

[color=indigo:f3baabbd92]ګرانه وروه صالح جانه سلامونه!
ستا د سترګو ليدلی حال ،هغه چې تا په خپل رنځورقلم ښکلی انځور كړي وه ما هم ،ولوسته او كه رښتيا درته ووايم يو ځل نه بلكي په كراتو مې ولوسته هر جمله مې چې لوستله نو سترګو ته به مې ته ودريده او داسي تصور به مې كاوه چې ته خپله را سره تر څنګ ناست يې او په سلګو سلګو راته خپله كيسه كوي او زه هم ستا له غبرګو سلګو سره غبرګې ،غبرګې اوښكي تويوم.
رښتيا چې ډير د خواشينې ځاى دي چې نن مونږ ته خپله خاوره يو زندان ګرځيدلي دي او كه د هوا د تنفس قدرت له چا سره وي نو د هغي څخه به يې هم محروم كړي وي خود نيكمرغه چې د هغې واك او اختيار له چا سره نشته، كنې اوس به ټول لكه د مچانو غوندې ډپ او ډيرې په شاړو او دښتو كې پراته وي.
زه د خپل هيواده ډير لرې پروت يم دلته د مسافري ترخې شپې ورځي سبا كوم زه دلته ځان پردی احساسوم هرڅه راته بې خونده او پيكه ښكاريږي او كله كله د ځان په ادرس د كوربه هيواد د وګړو سپكې ،سپورې هم اورم خو بيا هم خپل زړه ته تسل وركوم او وايم خير دي دا د دوې ملك دي، پريږده چې هر څه واي وايی دې ،خو كله مې چې ستا په وړاندې د سپکو ټوپکيانو او بې فرهنګه بې هويتانو كيسه ولوستله نو دنيا راته سرچپه وبريښيده او زه يې په بل مخ واړولم او هغه هيله مې وركه شوه چې هميشه راسره ملګرې وه: چې زه به يو ورځ له تل لپاره ددې مسافر ژوند سره مخه ښه كوم او د خپل ګران وطن غيږ ته به پناه ور وړم .
نن چې ستا غوندي يو تكړه ليكوال ،ژورناليست ،شاعر او يو پښتون زلمي په دې جرم وهل او ټكول كيږي چې ولې يې په مجله او يا ورځپاڼه كې د نورو په ژبه ليكنې نشته دا خو زما به اند د بشريت دهيڅ ډول قانون سره سمون نه لري اوزه يې په زغرده سره د هغوي دغه ناوړه عمل غندم او لعنت په وايم . زه كله كله حيران پاتي شم چې دا د پښتون سالاري په دوران كې مونږه كومه غټه ګناه كړي ده چې ددې بې همته او بي ننګه ستميانو او د ماورالنهر د مهاجرانو زړونه له كينې او وحشت نه ډك دي؟ ،نه مو ژبه، ژبه شوه او نه خو مو كورونه د سرو اوسپينو ډګ شوو.
ګرانه صالح جانه! دا هرڅه چې نن په تا شوي دا يوازې تاسره نه دې شوي :
ستاوهل زموږ وهل دي،
ستاترټل زموږ ترټل دي،
ستاد ژبې توهين زموږ د ټولو توهين دي،
ستا قام ته په بدو سترګو كتل ،مونږ ټولو ته په بدو سترګو كتل دي،
ستا دګلالۍ هوسۍ ښكاريان زموږ د ټول ملت ښكاريان دي .
مونږ ټول له تاسره يو،
مونږ ټول ستا د لاري ملګري يوو .
ګرانه وروره صالح جانه !زه هيڅكله د خپل اوږد مسافر ژوند په بهير كې دومره نه وم خفه شوي ،خو كله مې چې ستا د قلم سوې چيغې واوريدي نو باور وكړه ډير ډيريي مايوسه كړم .زه ستا توهين ستا وهل ستا ترټل د خپل ځان او دخپل ملت توهين ګنم،تاسو ته د زړه له كومي خواخوږي څرګنده وم اود الله پاك څخه درته، د ژوند په ټولو چارو كې ستر برياليتبونه غواړم.
ستاسو خواخوږي ورور شپونكى [/color:f3baabbd92]


انځورګر
30.06.2004

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


زرکه
02.07.2004

ډيرو ګرانو او قدرمنو ورونو هر يو سالو خان ، ازاد نظر صيب ، شپونکي ، خالد جان
او ټول افغان ته ډير ډير سلامونه ښې هيلې او درناوی .
ګرانه وروره خالد جانه ! خدای (ج) دې د ډير عزت سره ډير عمر درکړي دټولو ورونو سره .
ورورکيه ! ډيره مننه چې ستا د هلو ځلو دبرکته مو دخوږ ژبي شاعر او تکړه ليکوال
صالح محمد (صالح ) د پښتنو او ملي هيلو نه ډک اواز واوريدو .
که څه هم چې ستاسو دخبرې چې په هيواد کې دننه لا د ټو پکيانو واک دی او مونږ لا
دومره وس نلرو چې دخپلو ليکوالانو او فرهنګيانو نه په عملي توګه دفاع ( ساتنه ) وکړو
خو بياهم د خوښۍ ځای دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه شته او د خپلې ژبې او
ملت سره مينه او خواخوږي لري . چې دا د هغه هيلې څرک دی چې پدې اوسنيو تيارو
کې له ډير لرې نه ښکاري کومه چې ستر احمدشاه بابا ، ميرويس نيکه ، افغان سيد جماالدين
ايوب خان ، پيغلې ملا لې او نورو سترو شخصيتونو د پښتنو دپاره لرله .
ورورکيه ! زما په اند خو

[color=blue:cdc7677658]
پوره کيدو ته که د خپلو هيلو لار وګورو
ډير زر دښمن به د افغان ملت په دار وګورو[/color:cdc7677658]
[color=darkred:cdc7677658]
په ټوله پښتنه مينه او درنښت
ستاسو خور زرکه [/color:cdc7677658]


انځورګر
05.07.2004

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


م ن غروال
18.07.2004

........................................................... [color=cyan:844ce8ebbf]دلوی خداي ج په نامه[/color:844ce8ebbf]
[color=yellow:844ce8ebbf]داڅوک دي چه ښاغلي صالح محمد ( صالح ) ته يي په سپکه کتلي دي؟[/color:844ce8ebbf]دا هغوي دي کوم چې د جهاد په دوران کي يي له روسي يلغرګرو سره د سولې تړونونه وکړل٠ دا هغوئ دي چه د جهاد په جامه کي د جهاد او مجاهدينو پر ضد هر هغه څه چې يي وسله وال د لاسه شوي دي درېغ کړي يي ندي٠ دا هغوئ دي چه د دوي لخوا روسانو ته د راپور په ورکولو سره په زرګونو مجاهدين شهيدان شول٠ دا هغه قسم خواره دي چه وروسته له څو ساعتو يي د مکې مکرمې سوګند هېر او د کابل ښار په ويشتلو چور او چپاول اود افغان مظلوم په شهادت يي ټټرونه يخ کړل٠ دا هغه خلک دي چه څه د اسلام له نقطی نظره او څه د افغانيت له نقطی له نظره، نه شرم لري او نه هم حيا! دوئ چه په خپلو افغاني پتمنو نواميسو متجاوز شول او د زرګنو بې ګناه افغان مسلمان ولس هم قاطلين، دوئ چه د وطن په خرڅلاو هيڅ ډول ترحم ونکړ،د زرګنو قورمې ته کورمې ويونکو سرونه يي د شهادت په وينو ورسره کړل، هغوي چه په خوله مسلمان او په باطن کي ددين خرڅوونکي شول، هغوي چه د مسلمان بې ګناه هموطن د قطل مجاز د ځان اخلاقي او سياسي تګلارې وبللې نو څنګه به سړۍ وکولائ شي له دغه ډول نامسلمان او نا انسان څخه کومه اخلاقي انساني برخورد توقع وکړي٠
[color=yellow:844ce8ebbf]وروري چه ستا همدا شوه بې حيأ نه افغان يي نه مسلم چې په ولاٌ[/color:844ce8ebbf]دا دهغوئ ګناه نده چه د ښاغلي صالح محمد ( صالح ) غوندې وطنپال ليکوال ته يي په سپکه ليدلي دي٠ دا ددوي د انساني اخلاقو او د کلتور ګناه ده چه د کلو کلو راهيسې په دغه ناوړه جامه د سمتنو ژبنيو په کرکېجنو اخلاقو د اسلام مقدس نوم ( مجاهد ) په نامه د ګرن هېواد افغانستان د قهرمان مجاهد ملت په شهادت يي د روسانو په بادارۍ تورې خاورې وپاشلې٠ چه ګران هېواد يي په سره اور کي وسوځوۍ ٠ او له بده مرغه چې د اسلام په نوم پروفيسوران په مشرۍ کي لري چې نه ورته ګناه شته او نه هم پېغور، او نه ورته مسئوليت ښکاري او نه مؤمنيت!!!
له لوی ساتندوي الله ج څخه ډير شکرګذاره يم چه ښاغلۍ ( صالح ) بيا هم د هغه ج په پوره ساتندويې مرستې د متجاوزينو له منګولو سر ژوندۍ راايستۍ دی٠
زه وړانديز کوم چې رسما بايد د هېواد کورنيو چارو وزارت ته پدې هکله خبر ورکړل شي او دا ذليلانو ته د خپلو شومو اعمالو سزا ورکړي٠ له نيکه مرغه د کورنيو چارو وزير هم د هغوئ له ډلو ټپلو له جملې څخه نه دي يقين دا دي چې د جريان به هرومرو پوښتنه وشي٠
خوښ يم چې په پوره اندازه د ښاغلي ( صالح ) سره وطنپالو افغانانو خپلې خواخوږې څرګندې کړې٠ هيلمن يم د بنده دا وړه قلمي دوې کرښې عزتمن او وطنپال افغان ورور ښاغلئ صالح محمد ( صالح ) پخپل درانه حضور کي د منلو وړ وبولي چې زه به پرې وياړلۍ وم٠او پدې وسيله له ښاغلي خالدحيدري هم مننه کوم چه ماته يي د برېښنا ليک په ذريعه له جريانه خبر راکړۍ دی٠
په درناوې ــــ غــــــــــروال

[color=#444444:844ce8ebbf][/color:844ce8ebbf][color=#444444:844ce8ebbf][/color:844ce8ebbf]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more