د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

چلي څه ته وايي؟

عبدالله
19.10.2008

سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ،
ګرانو وروڼو او خويندو، لكه چې پوښتنه مې په سرليك كښې ليكلې ده غواړم چې د "چلي" د اصطلاح په معنى پوه شم. آيا چلي (نه پوهېږم چې همداسې ليكل كيږي او كه نه؟) پښتو كلمه ده كه درى يا اردو؟ چلي څه ته يا چا ته خطاب كيږي؟ آيا دغه ټكى د غير اصلي يا جعلي/نقلي په معنى دى؟ ولې دا اصطلاح د ملايانو په باب كارول كيږي؟

ستاسو له ځوابونو نه مننه او كور مو ودان
په درناوي
عبدالله


عبد السلام
21.10.2008

عبدالله جانه وروره!د سلام او درناوي روسته تود هرکلی درته وایم.
وروره! ډیره په زړه پورې پوښتنه موکړي ،
دنورو په شان زمونږ په اوسني کلتور کې هم د ډیر دځینو رواجو اودودونو ريښې داسلامه مخکې تمدنو ته رسی چې تر اوسه هم په همغه نوم اوکیفیت زمونږ په ټولنه کې پاتی دي .
دهغو دجملی څخه په پښتوکې (چړی) په پاړسی کې(چلی) او په انګریزۍ ګې ( Chela) چې دبوډایی مذهب ددینی عالم مرید اویا شاګرد ته ویل کیږی رسي.چې زمونږ په هیواد کې داسلامه روسته او ترننه هم دا اصطلاح مروجه او دامام شاګرد ته کارول کیږي.

بله موضوع دچړیانو دوظیفې او خیر ټولولو ده چې داهم په اصل کې بوډایی ریښې لري، په دې توکه چې بوډایی رهاب یادینی کسان باید دخیټې دپاره کجکول په غاړه کړي اوخیر وغواړي ، چون رهاب تل په ذکر او عبادت بوخت وي دکجکول ګرځول د چړي په غاړه وي . ولې ددوی په نزد ښه بوډایی باید خپل کجکول په خپله غاړه کړي.


ډاکتر څپاند
22.10.2008

٠٠٠٠٠اوهم چړ د خیر يا خيرات ټولولو او ګدائی په مفهوم استعماليږی،په نږدی 
تيری زمانه کې يعنی دنن نه ٣٠،٤٠،٠٠٠٠،١٠٠ کاله دمخه ،دنن په په خلاف 
ملاصاحبان دټولنې ډیر بيوزله قشر وه٠(دافغانستان د جهاد له برکته ،نن ټول په لنډاوروکی چکر وهی)
همدې چړيانو به کجکول په غاړه او ماښام به دچړ د ټولولو لپاره ،د کلې د سپو
سره لاس او ګرېوان وه٠
په دي ځای کی لازمه ګڼم چه خسبه هم در وپيژنم٠دژمي په سړو کې به د پکتيا
نه ځاځي او احمدزي ختيځو سيمو ته ورتله او هلته يي د نورو کارونو تر څنګ
مساجدو ته دسوخت لرګي بربرول،ددوی ماشومان به هم تقريبا په يوه وخت کی
دچړی سره د کوڅی په در وازه کې نارې کړې"خس به راوړې"،چړي به غږ کړ
"وظيفه" راوړی.


عبدالله
22.10.2008

ګرانو وروڼو عبدالسلام خانه او ساپند خانه سلامونه او ښې چارې،
له داسې مفصل او په زړه پورې توضيح نه مو ډېره ډېره مننه. خو زه يوه شي ته حيران يم چې ولې چړي يا چلي يوه منفي بڼه ځان ته غوړه كړې ده يا خلكو ورته وركړېده؟ ما چې دغه كلمه اورېدلې ده، تل د ملايانو د توهين او تحقير يا د هغوى د شاګردانو يا طالبانو د سپكاوي په معنى مې اورېدلې ده. هېڅكله مې نه دي اورېدلي چې كوم طالب يا د ملا يا مولوي شاګرد ويلى وي چې زه چړي يا چلي يم.

په درناوي
عبدالله
نوټ: وروره بخښنه غواړم خو زه ستاسو په نامه سم پوه نه شوم، Sapand په پښتو كښې څنګه ليكل كيږي او معنى يې څه ده؟


ډاکتر څپاند
23.10.2008

عبدالله جانه وروره زما سلامونه هم ومنی٠

راوړي یې دي چه یوه سړي په بازار کې نارې وهلې چه مڼې وخلۍ مڼې،
چا تري و پوښتل چه کاکاجانه، دا خو انګور دي،سړي ورته کړه چپ شه چه
غومبسۍ راخبری نشي٠

نو ګرانه وروره ما هم دغومبسو دنيش له ويرې خپل نوم  څپاند ليکلی ،په پښتو
ژبه کی څپه ددری ژبی د موج په معني دی٠

رابه شو د چړيانو ژوند ته :
اول داچه چړی په مسجد کی تر ټولو ټيټه درجه يا مقام درلود،لکه چه د خورد
ضابت کلمه دچا نه خوښيده، دغه راز دچړي کلمه هم چندان محترم لقب نه وه٠

دويم داچه چړی به معمولا د يوی ډیری فقيری کورنۍ ماشوم وه او د ملا صاحب
نوکری او خدمت به یی کاوه،او دملا صاحب په پاتی شونو به یي خيټه مړوله٠

دريم داچه د افغانستان نه بغير په ځينو نورو هيوادو کی د ملا او چړي تر منځ
د ځينو نا مشروع روابطو ګنګسی هم خپریدي،(والله اعلم).


عبدالله
24.10.2008

څاپند خانه وروره سلامونه،
له په زړه پورې ليكنې دې نه ډېره مننه. دا د ووړ ضابط يا خورد ضابط مثال دې او نورو خبرو دې موضوع راته ښه جوته كړه، ايله چې اوس مې سر پې خلاص شو :idea:

په مخه دې ښه،
د الله په امان
عبدالله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more