د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وخت څۀ شی دی؟

salam
10.01.2008

وخت څۀ شی دی؟

د مکان او زمان تصور د زرګونو کلونو نه پۀ انساني فکر غالب دے . پۀ اول نظر خو دا بيښې يوه سرسرې خبره ښکاري خو چې کله مونږ لګ سوچ اوکړوچې دا وخت اخر څۀ شے دے نو بيا دا دومره اسانه خبره نۀ ده .

يو فلسفي وائئ کۀ زما نه څوک پوښتنه وکړي چې وڅت څۀ شے دے نو زۀ پوهيږم . خو کۀ زمانه وضاحت اوغواړى نو بيا نۀ پو هيږم . پۀ قاموسونو کښې د
وخت تعريف وقفه شوى ده او د وقفى معنا وخت خودلے کييږى خو پۀ دى مو نږ هيڅ سر بر نۀ شو معلومولے .
وخت د مادے د د بدليدونکې حالت معروضى اظهار دے . وخت او حرکت د يو بل نه نۀ بيليدونکې تصورات د‌ى . د تمامى زندګۍ او تمامو علومو او هر فکرى او تصوراتې اظهار دپاره وخت لازمې عنصر دے . فن هم د وخت او حرکت تا ثر ورکوى . د رقص او موسيقۍ بنياد پۀ وخت دے.

د زمان او مکان پۀ مينځ کښې فرق دا دے چې پۀ مکان کښې دمادې حرکت بيا واپس کيدے شې خو پۀ زمان کښې حرکت پۀ شا نشې تلے . چې پۀ حقيقت کښې دواړه دمادے بنيا دې خا صيت (حرکت) پۀ ګوته کوى ( خو دواړه متضاد طريقى دى .
د هيګل پۀ اصطلاح کښې مکان د مادے دويم حيثيت دے او زمان هغه عمل دے د څۀ پۀ ذريعه چې ماده او توا نا ئي ( چې پۀ حقيقت کښې يو شے دے) چې ځان پخپله د يو شکل نه بل شکل ته اړوى .
هر اقليطوس وائي : هر شے شته هم او نشته هم ځکه چې هر شے لمحه پۀ لمحه بدليدونکے دے.
د بدهه ازم د نروان خيال پۀ اصل کښې د وخت د ختميدو خيال دے . هم دغه رنګے پۀ جديدو مذاهبو کښې هم د وخت د وجود ختميدل ديو اهم زيرى پۀ شکل کښې موجود دے .
ارسطو د وخت پۀ باره کښې وا يي: دوه څيزونه نۀ ختمسدونکې دى يو وخت او يو تبديلې.
د نيوټن پۀ خيال : وخت د خط مستقيم پۀ څير روان دے.
دآئين سټائن پۀ نظرزمان او مکان ديو بل سره تړلى څيزونه دى . او دوخت انحصار ديو نظام پۀ حرکت پورے تړلے دے.

تاسى پۀ دى حواله څۀ نظر لرۍ
؟ی



10.01.2008

حرکت (تغیر او بدلون) د مادې د [color=white:2a1ee14dfd] موجودیت [/color:2a1ee14dfd]بنسټیزه توګه او ځایتون ( مکان) یې بنسټیز ه بڼه ( شکل) ، خو وختون (زمان) د مادې د [color=yellow:2a1ee14dfd]حرکت[/color:2a1ee14dfd] بنسټیزه بڼه ده!
هو ، د مادې په موجوديت او حرکت کې له يوې خوا او په توګه او بڼه کې له بلې خوا توپير بايد له پام څخه ونۀ غورځول شي ، ځکه د بنسټيزو کاتېګوريو ترمنځ تو پرونه هم بنسټيز وي ٠
[color=yellow:2a1ee14dfd]وخت یو Contenium یا بهیر دی چې له راتلیزې (ایندې) څخه پر اوسیز ې (حال) باندی تیریزې (ماضي ) ته اوړي . وخت یا وختون د حرکت له چټکتیا سره ،په عیني توګه ـ او د سستیا سره یې په ذهني توګه معکوس تناسب لري .‍ د حرکت په دوه بیلابیلو نسبي سیستمونو کې د دوه اجسامو حرکت په هیڅ یوه نقطه کې هم جوخت وخته یا همزمانه نه وي ،ددې نسبیت په اړه به له استاد پتنګ څخه هیله وکړو چې لومړی د آینشټاین د نسبیت ټولګړې تیوري ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړي ! په بیلګړې هغې دې خیر دی بیا وروسته وغږیږي[/color:2a1ee14dfd]


pattang
10.01.2008

انډيواله دقدر وړ ده چې داسې يوه علمي موضع دې را منځ ته کړې ده ٠
پر دې موضع باندې بحث ډېر وخت او حوصله غواړي :
د Albert Einstein د خاصې او عامې نسبتي تيوري
(theory of relativity) د تطبيق په هکله درنو بحث کونکوته موفقيت
غواړم اوبريا لي اوسۍ !!
کاشکې دکابل دسيانس پو هنځی په پښتو ژبه او هېواد ازاد او ارام وی ٠



14.01.2008

یوه ً کيسه ً؟
ــــــــــــــــــــــــ

په پخواني شوروی یوه ورځ وه چې دوه غبرګوني ورونه چې ۲۵ پنځه ویشت کلن وو یوځای دفضايي ډګر په لوري روان شول، شاوخوا یې ګڼ شمیر نور خلک هم ددوی په درګه تلل . ددوه ورونو څخه یو یې پوځي مامور او پوځي دریشي یې په غاړه وه ، کله چې ډګر ته ورسیدل فضايي توغندی ولاړ و چې د پاس سر برخه یې فضايي بیړۍ وه. صاحب منصب یو کیهان نورد و ، د ټولو حاضرینو سره یې خدای پاماني وکړه او بیا خپل ورور ته چې یو ملکي مامور و ورغی په غیږ کې ونیوه او اوږده خدایپاماتي یې ورسره وکړه .
نوموړی بیړۍ ته وخوت یوځل بیایې لاسونه و پړقول او اړونده کړکۍ یې وتړله . څو دقیقې وروسته د توغندي له بیخ څخه داور لمبې په راوتلو پیل وکړ او په بای فضا ته والوت . تر ډیره وخته ورته په خمکه ولاړ خلکو کتل تر څو چې له نظره پناه شو.
کله چې د ځمکې له جاذبې څخه ووت فضايي بیړۍ ترې بیله او د رڼا (نور) سرعت ته په یونږدې سرعت حرکت یې پیل کړ . د شوروي د پلان له مخې دغه بیړۍ د څلویښت (۴۰ ) کالو له پاره استول شوې وه . کله چې بیرته ځمکې ته راستنه شوه د هغو خلکو په جمله کې چې خدای پامانۍ ته یې ورغلي وو پنخه شپېته ۶۵ کلن غبرګونی ورور یې هم ورسره و.
له اوږده انتظار وروسته فضايي بیړۍ راڅرګنده شوه او ورور ځمکې ته راورسیده او په فضايي ډګر کې ښکته شوه .
نیم ساعت وروسته ترې یو ځوان پیلوټ سر راپورته کړ او په دوربیني عینکو کې یې ټولوراغلو سیلانیانو ته وکتل ډیر حیران پاتې شو خو څه یې ونه ویل او راښکته شو. راغلي کسان ټول زاړه او پیلوټ صرف دیرش کلن ځوان بریښیده، پیلوټ هر چاته په ځیر ځیر کتل تر څو په کې څوک وپیژنی ، بالاخره یې یو سپینږیری ولید چې ډیر نږدې ورغی او ورته یې وویل : ما پیژنې ؟ پیلوټ ورته وویل : نه ، خو ته ما پیژنې ؟ ده ورته وویل چې دا ټول خلک تا پیژني خوتاته څوک پیژندګلو ښکاري ؟ پیلوټ وویل چې دا سپیږیري کسان او سپین سرې ښځې خو ما یو هم کله نه و لیدلي دوی ما څنګه پیژني ؟
ده ورته وویل دوی هغه کسان دي چې ۴۰ څلوېښت کاله مخکې یې همدلته له تاسره په مخه ښه وکړه او زه هم ستا هغه غبرګونی ورور یم چې همدلته مې دزسره په مخه ښه کړې وه!
کیهان نورد په تعجب سره وویل : څلویښت کاله ؟ په ما خو ټول پنځه کاله تیر شوي
او ایله په بیله دیرش کلن یم ، خو تاسو (؟) ، ایا ته په رښتیا زما هغه غبرګونی رور یې ؟ تاسوولې داسې سپین ږیري شوي یاست ؟
ده ورته وویل ، وګوره همدا ددې ثبوت دی چې پر مونږ څلویښت کاله وخت تیر شوی، خو داچې په تا پاس صرف پنځه کاله تیر شوي دابه د سرعت په تړاو د
آین شټاین دنسبیت تیوری راته ثابته کاندي !
دا کیسه دتیوري له مخې سمه ده، تاسې پرې څه اندګور لرئ ؟


منلی
15.01.2008

ددی کیسی څخه معلومه شوه چې داسی کائنات نشته چې دټولو لیدونکو لپاره مشترک وی یعنی هر لیدونکی په خپل ذات کې مطلق اوکائنات یی بېل بېل دی .
که داسی نه ده ؟


saleehzai
16.01.2008

قدرمن پتوال صاحب
کيسه په زړه پوري کيسه ده خو دا د عدد يادکلونوشميروپته يی نه لګيږي ، ځکه زماکمپيوټرکښي خودکلونو
عددياشميرکوټې کوټې يارمزپه ډول ښي چي نه پوهيږم داعمومي ستونځه ده اوکه يواځي زماکمپيوټرهمدا ستونځه لري ؟
نوکه تاسودکلونوورکړل شوي شميري په عبارتي ډول پنځوس ، ديرش اوڅلويښت وليکی نومونږبه پوهه شو
چي څومره کلونه ورڅخه مراد دي ٠
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
[color=white:361ddf7736]قدرمن شالیزی صاحب په سلامونو مو نمانځم !
ستاسو غوښتنه ما در پوره کړه ، پتوال ته اړتیا پاتې نشوه، تاسو یې لیکنه بیا وګورئ
په درنښت[/color:361ddf7736][color=blue:361ddf7736]
وطنمل[/color:361ddf7736]


salam
20.01.2008

Special theory of relativity يا نظريه اضافيت دسائنس د عظيمو کارنامونه يوه کارنا مه ده. ددى حقيقت پۀ بنياد ډير پر مخ تک وشو او د اضافيت پۀ وجه دپيمائش طريقي پۀ ډيره صحت منده طريقه رواج وموندو. خو د ائنسټائن د نظريه اضافيت پۀ وحه د وخت پۀ اړوند فلسفيانه سوال ختم نۀ شو . او کۀ پۀ دى حواله څۀ شوى دى نو هغه دا چې دى سوال نور شدت موندلے دے. سوال دادے چې آيا دفطرت قوانين پۀ شمول دوخت د ټولو د پاره يوشان دى قطع نظر ددى نه چې هغه پۀ کوم مقام موجود دى او پۀ څومره رفتار سفر کوى . پۀ دى حواله آين سټائن دتذب ذب ښکار وو ځنى وخت کښې به دا سى بريښيده چې هغه ددى خپرى سره متفق دې او پۀ ځنى وخت کښې به بيا دا سى وه چې هغه ددى نه انکار کوى .
د فطرت د معروضىعواملو د تعين انحصار پۀ دى نۀ دے چې مونږ د هغي مشاهده کوو يا نه . هغه پۀ خپل ذات کښې ځان له وجود لرى .کائنات مو جود وو پۀ دى وجه وخت هم د هغه وخت نه مو جود دے کله چې انسان د هغه د مشاهدى دپاره موجود نۀ وو. کائنات پۀ لا متنا هى او مسلسل طور تغير پذير دے. خو بيا هم دا پۀ دى وجه پۀ محدود صورت کښې ليدل ضرورى دى چې د انسا نى ذهن پۀ ګرفت کښې دا لا متناهې کا ينات را شى او تجزيه ئ و کړے شې. زمونږ د مشاهدے د طريقى سره کائنات بدليږى نه تر څو چې پۀ دى کښې هغه عوامل شامل نۀ وى چې پۀ مشاهده کيدونکى شى کښې دخل اندا زى ونۀ کړى . زمونږ پۀ نظر زمکه سا کنه محسوسيږى خو يو خلا باز چې زمونږ د سيا رى پۀ خوا کښې تيريږى نو هغۀ ته دا پۀ انتهائي تيز رفتار کښې تيريدو نکى معلو ميږى .
آئن سټائن د فزکس قوانين سر دوباره پۀ دى ترتيب مرتب کول غوښتل چې هره پيش ګوئي رښتيا ثا بته شې قطع نظر ددى نه چې دمختلفو اجسامو حرکات څۀ دى او دهغى نه څۀ نقطه نظر ولا ړيږى . د اضافيت د نقطه نظره پۀ خط مستقيم کښې پۀ يو رفتار حرکت کول او ساکن کيدل يو برا بر دى . کۀ چرته دوه اجسا م پۀ مستقل رفتار ديو بل خواته تيريږى نو دا وئيل هم ممکن دى چې الف جسم د ب جسم خوا ته تيريږى يا ب د الف خواته تيريږى . پۀ دى وجه مو نږ ته دا تضاد مخى ته را ځى جې زمکه پۀ يو وخت سا کنه هم ده او متحرکه هم .

اګر چې دا بيخى اسانه خبره ښکارى خو بيا هم د وخت پيما يش يوه مسله ده ځکه چې پۀ وخت کښې دتبديلۍ دشرحى موازنه به لا زما ً د يو بل شى سره کول غواړى . کۀ چرته زمان مطلق مو جود وى نو هغه به هم روان وى او د هغه موا زنه به د بل وخت سره کول غوا ړى او هم دغسى دا سلسله د لا متنا هى حده پورى چليږى . خو بيا هم ددى خبرى ادرا ک ضرورى دے چې دا مسله صرف د زمان د پيما ئش پۀ اړه مو جو ده ده . د زمان د څۀ رنګ وا لى پۀ باره کښې فلسفيانه سوال پۀ خپله ددى متعلق نۀ دے .د حساب کتاب او پيما ئش د عملى مقا صدو د پا ره دا ضرو رى ده چې دحوا لى يو يو مخصوص چو کاټ مقرر شى . دا ضرورى ده چې مونږ ته د مشا هده کيدو نکى شى پۀ نسبت سره د مشا هده کو نکى د پو زيشن پۀ باره کښې هم علم وى . نظريه ا ضا فيت ثا بتوى چې (هم پۀ يو ځائ) يا ( هم پۀ يو وخت کښې) قسم بيا نات پۀ حقيقت کښې بے معنى دى .

د انسټا ئن د تضادا تو پۀ باره کښې به پيا سره و غږيږو



ع کريم حليمي
25.01.2008

ډېر محترم او قدرمن پتوال صاحب ، او د بحث ګډون والو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !

[quote:fd41bbc237]ایا ته په رښتیا زما هغه غبرګونی رور یې ؟ تاسوولې داسې سپین ږیري شوي یاست ؟
ده ورته وویل ، وګوره همدا ددې ثبوت دی چې پر مونږ څلویښت کاله وخت تیر شوی، خو داچې په تا پاس صرف پنځه کاله تیر شوي دابه د سرعت په تړاو د
آین شټاین دنسبیت تیوری راته ثابته کاندي ! [/quote:fd41bbc237]

مکرما ! بحث مي زړه درسره غواړي ، چه زده کړه وکړم !

تاسو ډير ښه کړي تيوري موبللې ده ، او داسي ويلی سم چه دا تيوري به د 
کاغذ پر مخ صحيح وي او بس 

که موږ دوې دانې مڼې له يوې درختي را واخلو او د کابل د رود اوبو ته 
ولاړ سو ، او يوه دانه مڼه ياسېب و اوبو ته وغورځؤ ، او يو ځوان د اټک
پر غاړه په انتظار ورته ولاړ وي چه مڼه تر لاسه کړي 
او دوهمه مڼه د الوتکي له لاري و هغه ځوان ته ور واستوو 

د الوتکي مڼه به يوه ورځ ورسته تر لاسه کړي ، او دوهمه دانه مڼه به
  څلور ورځي ورسته د اوبو له لاري ترلاسه کړي 


د طيارې د لاري مڼه ٧٠٠ مايله فاصله په يوه ساعت کي طی کړه 
اما لمړۍ مڼې عيني فاصله په څلور ورځو طی کړه ، 

که موږ مڼې په دوشنبې له وني شکولي وي ، او په پنجشنبې به بيا هم دواړي 
مڼې د څلورو ورځو زړې وي ، داسي نه ده ؟ 
 
نو دلته خو  دغه velocity يا سرعت خو کوم تاثير ونه کړه د مڼو پر عمر 
باندي ؟ يعني د پنجشنبې په ورځ دواړي مڼې د څلورو ورځو عمر لري 

په عيني شکل که زه مريخ ته په يوه ورځ ولاړم او په دغه درځ بيرته راسم 
پر تاسو هم يوه ورځ تېره سوه او پر ما هم يوه ورځ !

له دې څه خو دا نه ثابتيږي  چه سرعت وخت لنډوي او يا زياته وي 
ايا څو وختونه سته او که وخت يو ثابت شئ دی ؟؟ 

په درنښت 


salam
31.01.2008

کريمى صيب پۀ لنډو ټکوکښې :د نسبیت د تيورۍ تر مخه وخت نسبي دیے او انحصار ئ په ما ده دی . يعنى وخت د ما دې نه بهر وجود نۀ لرى د ائنسټا ئن نه يو ځل چا تپوس او کړو چې نظريه اټا فيت را ته پۀ لنډو ټکو کښې تشريح کړه نو هغۀ او ووئل يو سړی يوه ګنټه کار کوى او بل سړی يوه گنټه د محبو بى انتظار کوې ددې دواړو د وخت پۀ ويليو کې فرق دی .



31.01.2008

دروند منلی او ښاغلی محترم او مکرم استاد حلیمي صاحب السلام علیکم ورحمت الله و برکاته !
وخت د المان د ۱۸ پیړۍ د ذهني ایدیالیزم د ستر استازي اېمانویل کانټ په اند د حرکت د حسي کتنې تر ټولو بسټیز فورمال شکل دی .ددې ‌ذهني بڼې سره په توپیر
البرټ آیــنــشټاین ( نۀ ٍانیشټاین) ثٍابته کړه چې وخت عیني (اُبجکتیف) شکل لري ، نه ذهني، خوهم عیني دی او هم نِسبي . داچې په ذهن هم اغیز لري د اصلي عینی نسبیت سره تړاو نه لري لکه ښاغلي سلام چې یې مٍثال راوړی دی . هسې خو د حلزون روحي وخت یو مومینټ د انسان تر هغه ۵ با ۶ چنده اوږود دی او ټوله ۲۴ ساعته شپه او ورځ پرې ۶ ساعته (۳ ساعته ورځ او ۳ ساعته شپه) تیریږي. خو دا ذهني اړخ بالکل بیله خبره ده .
خو کیهاني فضا ته د کیهان نورد فرضي مٍثال دوه بیلابیل حرکي سیستمونه په ګوته کوي ، چې هر یو یې خپل خپل وخت ځان ته لري ، په دوه بیابیلو ستر حرکي سیستمونو کې سره جوخت ، غبرګ یا دعین وخت پیښه نشته .
کیهان نورد پیلوټ له ځمکني حرکي سیستم څخه یو بل ډیر لوړ سرعته سیستم ته ور داخل شوی و، د سرعت له ډیریدو سره د حرکت لرونکی جسم وزن زیاتیږي او وخت یې رالنډیږي . ددې حقیقت په رڼا کې باید ښاغلی پتنګ د نسبیت په تیوری رڼا غورځولی وای ،
مونږ یې د : ً انرژی = کتله ×( وزن × فاصله تقسیم پر وخت ) په طاقت د ۲ ً په فارمول کې یو څه تصدیق وینو چې که انرژی د مساوات په ښی اړخ کې د سرعت د زیاتولو له پاره ور زیاته کړو ، او په کيڼ اړخ کې کتله او فاصله فرضا ً ثابته ونیسو، نو هلته په څه شی تغیر وکړي ، طبعا ً وخت به تغیر وخوری ، او څنګه چې وخت په مخرج کې پروت یعنې د ټولو نورو پیمانو سره معکوس تناسب لری نو بدلون یې هم معکوس او د ډیریدو پرځای کمیږي ! نو کله چې عین فاصله په لا لږ وخت کې وهل کیږی، حاصل یې داچې : سرعت زیات شوی دی .
همدغه شان د وزن په زیاتیدو هم سرعت زیاتیږی که نورې مستقیم متناسبې پیمانې ثابتې پاتې شي. دا نتیجه په لاس راکوی چې د سرعت له زیاتیدو سره هم وزن ډیریږی او هم برعکس وخت کمیږی .
تاسو د ځمکني په واحد حرکي سیستم کې دوه مڼې سره پرتله کړي دي :
[quote:29b29d3bbe]که موږ مڼې په دوشنبې له وني شکولي وي ، په بلې دوشنبې به بيا هم دواړي مڼې ۸ ورځې زړې وي ، داسي نه ده ؟ [/quote:29b29d3bbe]
ټیک همداسې ده ، خو که یو ه یې له شکولو وروسته ۶ ورځې له درې شنبې نه تر یوشنبې پورې په کیهان کې د نوموړي بیلوټ سره پانې شوې وای او بیا ځمکې ته د دوهمې ۲شنبې په ورځ راوړل شوې وای، نو ټول ټال به درې ورځې ځوانه او لا تازه و وه، حال داچې د ځمکې هغه بّه په ۸اتمه ورځ نور زړه څه چې کابو خوسا وه !
د هستوي فزیک په لابراتوري تجربو کې دفوټون زرو ته چې نه لیدل کیږي یا یې د وجود تثبیت سخت وي، سرعت ورکوي ، د زیات سرعت په نتیجه کې د ثانیې د اجزاو په قدر وخت لیدل کیدای شي یعنې په اصطلاح راژوندۍ او تثبیت شي ، چې داپیښه د وزن د زیاتیدو په نتیجه لیدل کیږي .

زما په خیال هغه ۸ دقیقې وخت هم چې د لمر رڼا فوټونونه یې د لمرڅخه ځمکې ته د رارسیدو پورې اخلی هغه د ځمکې پر مخ اته ۸ دقیقې دي نه پخپله د رڼا د سرعت په خپل سیستم کې، هلته ښایی ډیر کم وخت وی چې آن صفر یې ګڼلی شو او یا صفر ته به تقرب کوي . هیله ده ښاغلی پتنګ په روښانه ټکو سره دآین شټاین د نسبیت بیلګړې او ټولګړې تیورۍ دواړه تشریح کړي او د تیروتنو مخه ، که مې کړې وی ، د راتلیېزې له پاره ونیسي .
زمونو د کیهانوردۍ په مثال کې پیلوټ په کیهان کې ۵ کاله تیر کړي و، د ساعت د ساعتونو اودقیقو په حساب ، نه زیات، خو پر ځمکه ۶۵ کاله یا زيات ترې جوړ شوي وو . داچې جنتیان د سترګو په رپ کې ډیر لیرو برخو ته ځی لکه پیریان چې هم په یوه ثانیه کې په امریکا او په بله کې په افغانستان کې وي، ښايي د همدې لوړ سرعت له کبله په ژوند (دخت ) نه پوهیږي او د جنتیانو یوه دقیقه وخت پر دوزخ کې ۷۰ رزه کاله پر دوزخیانو تیریږي .
همدا اوس مونږ نه پوهیږو چې د ملایکو عادي سرعت کومې درجې ته رسیږي ، کیدای شي چې زمونږ ۷۰ کاله عبادت د هغوی په حرکي سیستم کې یوه دقیه وخت
نیسي . والله اعلم !

والسلام علیکم ورحمت الله !



ع کريم حليمي
03.02.2008

ډير مکرم او دانشمند پتوال صاحب او درنو لوستونکو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
 
دانشمند پتوال صاحب !
وخت يو طبيعي  فوق العاده شئ، او مقياس دي او فهميدني نه دی ،
که د وخت مقياس وه نه لرو ، نو داسي معنی  ورکوي لکه توره اينرجي 
چه په فضا کي نه وي ، که توره اينرجي نه وي نو ټول سماوي حرکتونه 
به هم ورسره نوي او نه ده ممکنه چه مځکه دي داسي حرکت ولري لکه 
دا نن چه څرخي ، توره اينرجي سته اما  نه سوو کولی چه احساس ئې کړو
او يائې ووينو ، نو وخت هم نه ليدل کيږي او نه احساس کيږي ، کوم څه چه 
په فکر احساس کوو هغه د اميد او انتظار  درد دي ،نه وخت !

وخت د رياضي يو مفهوم دي ، که د وخت مفهوم نه وي نو موږ ته د RPM
او د بل هر مغلق او پيچيده حرکت کيفيت نه رامعلوميږي 
اما د ساده  ژوند له پاره سهار، ماپښين، ماځيګر ،ماښام ، ماخوستن ، 
نيمه شپه ، سهاروختي ، پوره کفايت کوي ٠ 

کله چه انسان ساده او اسانه ژوند درلود نو ثانيه او دقيقه ئې نه پېږندل 
اما غټ غټ وختونه ئې پېږندل 

او همدارنګه ئې غټ غټ ياساده حساب پوهېدل ،اما مغلقه او پيچيده رياضي 
ئې نه پېژندل څرنګه چه ضرورت ئې و پوهېدلو ته نه درلود 

او هم دارنګه ئې يوازي ئې فرسخ د فاصلې له پاره پېژندلي
نو ملي متر ،سانتي متر ،ډيسي متر ئې نه پيژندل 

نو خبره داده چه پر طبيعي شيانو او طبيعت باندي اکثره وخت او په اکثره 
خلقت ئې موږ نه شو پوهېدلې ٠ 

خو دومره پوهېدلی يم چه توره اينرجي ده چه دغه د کهکشان حرکت ئې 
ساتلی او دومره پوه هېدلی يم چه وخت او حرکت سره تړلي دي ، که حرکت
نه وو وخت هم نسته او که توره اينرجي نه وه نو  دغه شمسي حرکت به 
هم برهم او درهم وي 

[quote:9addbc30cf]پیریان چې هم په یوه ثانیه کې په امریکا او په بله کې په افغانستان کې وي، ښايي د همدې لوړ سرعت له کبله په ژوند (دخت ) نه پوهیږي[/quote:9addbc30cf]

هو ! دومره ويلی سم چه د انساني جهان ، او فکر يوازي دغه 
three dimension ماده ليدلی سي ، او ممکن ده چه هغه جهان او پېرې 
املائکې ئې څلور ابعاده او يا پنڅه ابعاده وي ، چه نه ئې ليدلی سو او نه 
ئې احساسه ولی سو ، لکه توره اينرجي 

په درنښت 


salam
05.02.2008

پتوال صيب سلامونه
ما چې کوم مثال ورکړے هغه ډير پۀ سطحى انداز کښې دې نۀ چې فار موله ده .بلکه يوه مفروضه ده او
دغه مثال ما دframe of reference پۀ طور ورکړے وو نۀ چې دوخت دمشاهده کونکى سره دتعلق پۀ بنا ځکه چې دوخت تصور دحوالے دمطابقت سره بدليږى .پۀ مشترى يو کال دزمکے ديو کال برابر نۀ دے اونۀ دانسان دپاره د مکان اوزمان تصور دا سي کيدے شې مکه څنګه چې ددماشى دپاره چې دټول عمر طوالت ئئ څو ورځى دے يا دجوهري ذراتو چې دعمر طوالت دسکنډ دکهرب ومى حصى هومره دى (کۀ چرته مونږ دا فرض کړو چې داسى شيونه تصور لرى) . کۀ چرته مونږ دغهframe of reference .قبول کړو نو معلومه به شى چې پۀ هره طريقه چې مونږ وخت ته ګورو نو هغه به مختلف وى.د مثال پۀطور د پيمائش عامى طريقى مونږ دوړو جوهرى زراتو دطوالت عمرى يا د جيو ليجيکل ټائم (ارضياتى وخت) دپاره نۀشو استعمالولے .
پۀ دى نقطه نظر مو نږ وخت ته اضافى وئئلے شو. پۀ پيمائش کښ پۀ يقينى توګه تعلقات شامل وى . پۀ انسانى ذهن کښې داسى ډير تصورات شته چې هغه ا ضافى دى مثلاً اصافى مقدارونه لکه٫ وړو کې، ٫اوغټ ،انسان داوښ پۀ نسبت وړوکے دے او دما شى پۀ نسبت غټ خو غټ والے او وړوک والے پۀ خپل ذات کښې هيڅ معنى نۀ لرى .

دمستقبل نه ما ضى ته دسفر تصور غلط بريښى مکان خو پۀ درى جهتو نو مشتمل دے ولى زمان يک جهتى دے . نۀ داسى لکه دهالى ووډ پۀ ځنى احمقانه فلمونو کښې چې کوم ښودلے کيږ ى پۀ زمان کښې صرف پۀ يو سمت کښې سفر کيدلے شې ٫دماضې نه مستقبل ته ، وخت يا زمان محض د مادے د تغير پزير حالت اود حرکت د معلو مولو يوه طريقه ده . ماده ،حرکت، مکان او زمان نۀ بيليدونکى دى .
دنيوټن د نظرئي کمزورى هم دا وه هغۀ مکان او زمان بيل بيل خوا پۀ خوا او دمادے او حرکت نه بيل تصور کول .دشلمى پيړۍ پورى سائنسدانانو مکان دخلا (نيست) پۀ طور شناخت کوو چې مطلق تصور وو . او پۀ هر ځائ او هر وخت کښې يو شان نا قابل تغير ٫شے ، وو. خو جديد فزکس دغه تجريدات نا قص وبلل اود حرکت ، مادے او زمان و مکان پۀ مينځ کښې ئي نۀ بيليدونکے تعلق ثابت کړو . دآئنسټائن نظريه اضافيت دى خيال ته مظبوط بنياد فراهم کوى چې زمان او مکان د ما دىنه بيل وجود نۀ لرى بلکه ديو آفاقى ربط دمظهر حصه ده .
دلته بيا خبره د آئنسټائن د عمومى نطريه اضافيت راځى چې پۀ نظرى طور خو دا امکان مو جود دے چې انسان پۀمستقبل کښ پۀ زرګو نو کاله ژوندے پاتى کيدے شې ددى سوال انحصار پۀ دى دے چې آيه پۀ ايټمى ګهړو کښې د رفتار دتتبديلۍ شرح پۀ ژوند نافذ کيدے شې؟ د شديد کشش ثقل دوجى ايټمى ګهړۍ د خالىخلا پۀ نسبت سستى چليږى . سوال دادے چې آ يه دهغه پيچيده سالماتو دکومونه چې ژوند تشکيليږى ،عکس العمل به هم دغه رنګى وى لکه څرنګه چې د ايټمى ګهړو وى.
لکه کوم مثالونه چې پتوال صيب ور کړى دى . ددى خبرى دليل دا دې چې د زندګۍ دعواملو د شرحى تعين د جوهرى عمل پۀ شرح کيږى. پۀ دى وجه به د دزړۀ حرکت کم شى او د دما غو حر کت به هم کم شې .پۀ حقيقت کښې دکشش ثقل پۀ وجه توا نائي انتهائئ کمه وى . کۀ چرته عوامل سست شې نو نو دهغى پۀ تکميل کښې به وخت هم زيات تيريږى. کۀ چرته يو خلائئ جهاز تقريباً درڼا پۀ رفتار سفر وکړى نو کائنات به پۀانتهائئى تيز رفتارۍ سره ددى خواته تيريدونکى محسوسيږ ى خو پۀ جهاز کښې دناستو خلکو دپاره به وخت نارمل وى .يعنى سست رفتاره به وى خيال به دا کيږى چې بهر وخت تيز شوے دے . آيا داسى به سمه وى؟
آيه دغه خلک به پۀ زمکه داوسيدونکو پۀ نسبت حقيقتاً پۀ مستقبل کښې او سيدلى وى کۀ نه؟. آئن سټائن پۀ ظاهره ددى خبري جواب پۀ اثبات کښې ورکوى .
ددى قسم قياسونو سره هر قسم پر اسراريت پيدا کيږى . لکه د بليک هولBlake hole پۀ حقله مختلف قياسونه .
پۀ وخت کښې دسفر تصور د تضاداتو نه ډک دے او نو عيت ئ جدلياتى نۀ بلکه مهمل دے .
راځۍ مو نږ به دا تسليم کړو چې د زمکى پۀ نسبت پۀ اوچتوالى کښې د ګهړۍ رفتار تيزيږى ځکه چې کشش ثقل اثر انداز کيږى . مو نږ به دا هم تسليم کړو چې کله دغه ګهړۍ زمکى ته را شى نو د نورو ګهړو پۀ نسبت به ديو سيکنډ د پنځوس کهربومى حصى برابر زيات وخت ښائي . آيه ددى نه دا نتيجه اخذ کيدے شى چې پۀ دغه جهاز کښې سفر کونکې سړى به هم پۀدغه مناسبت بوډا شوې وى ؟ د مڼو پۀ مثال کښې حليمى صيب هم دى طرف ته اشاره کړى وه .
پۀ عمر کښ داضافى د عمل انحصار د انسانى اعضاؤ د کارکرد ګۍ پۀ شرح باندى دے .پۀ دى باندى څۀ اثرات د کشش ثقل ضرور وى مګر پۀ دى کښې نور عوامل هم شامل وى. دا يو پيچيده حياتياتى عمل د‌ے او پۀ دى پوهيدل اسان کار نۀ دے چې رفتار يا کشش ثقل پۀ دى بنيادى طور تر کومه حده اثر انداز کيږى ، پرته لۀ دى نه چې دى دواړو کښې زياتےهم ذى روحو ته په مادى طورنقصان رسولے شې .
کۀ چرته د ميټا بولزم شرحه پۀ بيان شوى طريقه د سست رفتاره کيدو امکان موجود وى مثلاً هر شل مينټه کښې د زړۀ د دحرکت يو پوائنټ کميدل وى نو پۀ بيان شوى طريقه به عمر تيريدو رفتار پۀ دغه شرح کم وى. خو د metabolism شرح رفتار کمول د انجماد د عمل پۀ ذريعه ممکن دى. او پۀ دى امرکښې شک شته د ذى روحو د ختمولونه بغير به دغه تيز رفتارونه خپله اغيزه ښکاره کړى.
دتجرباتو نه دا ثابته شوى چې دا سى واړۀ جوهرى ذرات چې د رڼا د رفتار٩٩.٩٤ پۀ سلو کښې حساب سره سفر کوى دهغى پۀعمرونو کښې ديرش ګونه اضافه کيږى . خو بيا هم دا خبره پۀ خپل ځائ مو جوده ده چې دغه اخذ شوى نتايج به د مادې پۀ لويو مقدارونو يا روح لرونکو هم نا فذ کيدلے شې يا نه .
ديوى شعبى نه ا خستے شوى نتائج بيخى پۀ مختلفه شعبه کښې دنا فذ کولو نه اکثره ډيرى خطا ګا نى کيږى.
پۀ مستقبل کښې کيدے شې چې انسان د رڼا پۀ رفتار سفر وکړى اګر چې ددى امکانات ډير کم پۀ نظر را ځى خو دا مثال هم زمونږ مخى ته مو جود دې چې سل کاله مخکښې چې پۀ تا ريخ کښې محض يوه لمحه ده . د سپوږمۍ د سفر تصور پۀ ديو ما لائي دا ستا نونو کښې ملا ويدو .



05.02.2008

دروند ورور سلام ته سلامونه !
له اوږدو څرګند ونو څخه مو ډیره مننه، دا چې څومره به پر څوک پوه شوی وي ، یوه بیله خبره ده.
په هر صورت ښایی یو ټکی بل ډول انګیرل شوی وي . د وخت د بهیر تصور ځکه له راتلیزې څخه اوسیزې او له اوسیزې څخه د تېریزې په لور کیږي چې هره راتلیزه په اوسیزه بدلیږي او هغه بیا په تېریزه ! برعکس تیریزه په حال نه اوړي یعنې تیر وخت نه راګرځي خو راتلیزه حال یا اوسیزې ته رارسیږي .هو راتلیزه حال ته له رارسېدو د مخه ژوندی اوټاکلی شکل نه لري او د چا خبره په اوسیزه کې په عملي ژوندۍ او ټاکلي شکل اوړي او بیرټه د تیریزې په لږ ژوانده یا بې ژونده ساختار اوړي . نو د وخت ژوندۍ بڼه یواځې پر اوسیزه محدودیږي . داسمه ده چې اوسیزه تیریزه او راتلیزه سره تړي خو تیریزه په اوسیزه او هغه بیا په راتلیزه نه بدلیږي، بلکې هغه څه له تیریزې څخه اوسیزې او له اوسیزې څخه بیا راتلیزې ته اوړي چې د وخت له بهیر سره مخامخ کیږي .او که نه راتلیزه به هیڅ امکان ونه لري . تیر وخت به له لاسه نللی وي ، راتلیزه په نه راځی او اوسیزه به تل وي .
په درنښت .


feroz afridi
08.06.2016

ما شاالله والله ستر پوهان په دي پاڼه موجود دي نه يوازي په سائيينسي علومو پوهه دي بلکه د ژبي او لغت هم ښه قدرت لري ،،،ډير وخت پس د زمان او مکان په لټون کي ئي دغۀ درني پاڼې ته راسم کړم او ښکلي مطالب او مفاهيم مي تري واخيست۔۔يو جهان مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more