tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د انسان او حیوان تر منځ توپیرونه څشی دي
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
زده كړيال



دغړيتوب نېټه: 16 اګست   2004
ليکنې: 39
ځای: دوبى

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   26, 2007 12:47 pm    عنوان   : Reply with quote

نو دا نتیجه اخيسلی شو چې دین جګړې نه غواړي خو داچې دیني عالمان همغه متخاصم انسانان دي چې په قرآن کې ورته ګوته نیول شوې ده، له ادیانو څخه جګړه اییز کارونه اخلي .
له پیغمبرانو او راشیدینو خلفاو وروسته دین د قدرت له پاره کارول تل دغسې ناوړه پایلې زیږولي، خو دا د ادیانو ګناه نه بلکې د طالبانو ده !


وربل خوري
زماهم له ډيرو علماوو زړه شين دى، همدغه تش په نامه علماء دي چي د افغانستان د څو كلونو جګړه يي روانه كړيده.
همدا اوس داسي علما شته چي د حكومت په څنګ كي ولاړ دي او د جنوب څپه باغي بولي، او هغه د هيواد دښمنان بولي، د جنوب د څپې اړونده ملان بيا دا ټول اشغالګر او د هغوى مزدوران بولي، دغه ټول بايد مردار شي، څوك چي دوى ښه بولي هغه هم بايد ورسره له منځه لاړ شي. (دواړه لوريه شرعي دليلونه راوړي) او په دي نامه دوى خپلې شخصي ګټي كوي. او ملت دي ورته ګوري.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
Ghairat
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 11 جولاي   2003
ليکنې: 763

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   26, 2007 2:32 pm    عنوان   : Reply with quote

ښاغلو زدکړیال او کوشان !
د فرعون د قام یعنې ټولو قبطیانو اولبار اولاد نه، بلکې فرعون ته یې د هغه کورنۍ ښودلې وه چې ستاسو مشر نارینه ماشومان به ووژنم که اسراییل خوشې نکړې او بردګۍ ته یې دوام ورکړې ! مطلب ترې د فرعون مشر نارینه ماشوم و، چې ده ته ډیر ګران او خپل ځایناستۍ ته یې هم په پام کې نیولی و. الله تعالی فرعون ته د اولاد درد ښوده ځکه : کله چې فرعون د موسی د زیږندنې څخه د نجومیانو پواسطه خبر شو چې دوښمن یې پیدا کیږي او هغه به د خدای تعالی پیغمبر وي نو د اسراییلو نوي زیږیدونکي نارینه ماشومان يې په زر ګونو ووژل ، اوس الله تعالی فرعون ته وښودل چې ته خدايي دعوا هم کوې، د لمر او مړو پرستش هم کوې نو د خپلو باطلو معبودانو په مرسته خپل ځوی له هغه مرګه وژغوره چې ما ورته ټاکلی دی .
فرعون هیڅ نشو کولای او خڼاپس ځوی یې الله تعالی ورمردار کړ . فرعون له همدې سخت غم او درد څخه وروسته اسراییلو ته د وتلو اجازه اعلام کړه خو کله چې هغوی روان شول، لښکرو ته یې په کوچیدونکو اسراییلو د برید امر وکړ، نو الله سبحانه وتعالی یې ټول لښکر په قلزم سیند کې ورته ډوب کړل .
نو کوشانه د یو دوه یا درې ماشومانو له وژلو څخه د ټولو قبطیانو د ماشومانو د وژلو پروپاګند یوه کږه تګلاره ده !
که د ماشومانو وژل ظلم بولې نو دا ظلم عرعون کړی و چې د ټولو اسراییلو نوزاد بچیان یې له زانګو ګانو څخه ټولول او وژل یې !

د کمونسزم خبره بیله ده، دهغه طبقاتي جنګ جګړه شعار او ښکاره لاره وه، چې له مرګ ژوبلې او انسان وژنې پرته یې نور څه نه شول وړاندې کولای !
اوس به د زدکړیال صیب خبرې ته راشو چې په دواړو خواو کې پر ملایانو پړه غورځوي . خو زه وایم دا نور څه ډیر ښه خلک دي ؟ هر څوک تر خپلې وسې او ګټ پورې جنایاتو ته لاس اچوي. یواځې د ولس د بیسوادۍ له امله ملایان د هغوی ترمنځ ډیر قدرت لري نو ناوړه ګټه یې هم ولس، ملت او وطن ته ډیر زیان رسوي !
او بس
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Nazar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 09 سپتمبر   2007
ليکنې: 187
ځای: AFG

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   26, 2007 2:45 pm    عنوان   : Reply with quote

سلام تاسو ټولو ته
بحث دي انسان او حیوان په مورد کی ووه
مګر ولاړ دي سیاست په لور
هغه لوی کمال چې دتحول او تکامل په لاره کښې دژوند يو شيانو په برخه رسـيدلی دی قلبي عواطف دي چې په انسان کښې ليده شي . که څوک غواړي چې له حيواناتو نه لرې وي بايد دغه عواطف چې رحم ، مروت، کرم ، شجاعت او نوعه پرسـتي ده په ځان کښې وروزي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
ډوکتر څپاند
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 07 سپتمبر   2007
ليکنې: 247
ځای: Australia

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   29, 2007 10:40 pm    عنوان   : Reply with quote

د احترام وړ دوستانو!
په تخنيکي لحاظ انسان هغه حيوان دی چه دکارونو د کړون لپاره شيان جوړولی
او پکار اچولی شی.دمثال په ډول د تبر،لور،چړی او اټومی بم جوړونه٠
مګر په عملی لحاظ انسان تر ټولو حيواناتو وحشی موجود دی٠ددی خبری د
ثبوت لپاره په همدی بحث کی ډير مثالونه ذکر شوی چه زه یی نه تکراروم٠
ښه به داوی چه دانسان نوم  په "وحشیخان" بدل شی٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
ارمان



دغړيتوب نېټه: 19 نومبر   2007
ليکنې: 21

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   دسمبر   01, 2007 5:18 pm    عنوان   : د انسانانو او حیواناتو ترمنځ توپيرونه څه شی دي؟ Reply with quote

ګرانو ورونو!
ددې پورته سرليک لاندې يو څه، چې ليکل شوي، نو د جوړخت يا فزيکي لورې به د بيالوژي پوهانو څخه هيله وکړو، چې روښانه یې کړي او په فلسفي اړخ کې به بيا دا د فيلوسوفانو دنده وي. ددې لپاره، چې له تاسو سره مې په دې خبرو کې ونډه اخستې وي، ماته هم اجازه راکړۍ، چې خپل اند تاسو ته وړاندې کړم او لنډ:
انسان ته لوي څښتن انساني حرمت ورکړی،چې دا يو ستر مقام دۍ. د د انسانانو له خوا هم بايد دانسان حرمت ته درانه وکتل شي، خو ګورو، چې ځنې خلک حتی ځنې دولتونه هم د انسان حرمت او کرامت تر پښو لاندې کوي.. که د انسانانو تر منځ اخ او ډب ته پام وکړوـ ددې لباره به لرې نه ځو ، همدا خپل هېواد به راواخلو-، نو د انسان حرمت، چې انسان تر پښو لاندې کوي، حتی دا کار هغه طبيعی ورانيو دومره انسان نه دۍ تبا کړی او نه بل حيوان هغه د خپل نسل حيوان او يا بل حيوان ته دومره تاوان رسولی، خو دا هم بايد همدلته غبرګ په ګوته شي، چې دا انسانان دي، چې د انسنانو سره مينه لري، يو د بل مرستې ته سره رسيږي او همدا ډول د نړۍ په وده کې همدا انسان دۍ، چې ونډه اخستلی شي . دا زموږ او ستاسو ترمنځ خبرو ته که ځېر شو، نو دا هم هغه انساني مينه ده، چې يو د بل سره خپل اندونه شريکوو او يو له بل زده کړه کوو او يو بل ته څه سره ښايو.
سرلوړي مو غواړم په انساني مينه
ستاسو ارمان
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
اور- بل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 06 سپتمبر   2006
ليکنې: 129

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   دسمبر   03, 2007 9:01 pm    عنوان   : Reply with quote

محترمو لیکونکو او ګرانو لوستونکو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم او بیا له ښاغلي پتوال څخه مننه کوم چې علمي او مفصل ځواب یې وړاندې کړی دی .
البته یو لړ پوښتنې ترې لرم چې ښايي د یوې مطبوعاتي مرکې یا سوال ځواب په ډول یې ورته وړاندې کړم او ټوله مرکه بیا په پای کې دلته نشر ته وسپارو.
خو لومړۍ پوښتنه به اوس مطرح کړم :
ښاغلی پتوال ، تاسې د حیوان او انسان تر منځ ستر توپیر د انسانانو کار او مادي فعالیت وباله ، او هغه مو د نورو توپیرونو لکه ژبه ، شعور، ټولنیزتیا او نورو بیلګڼنو بنسټ وباله ! آیا ویلی شئ چې کار او تولیدي فعالیت څرنګه د دغو ټولو بیلګڼنو بنسټ جوړوي او لږ یې مونږ ته روښانه کړئ ؟
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Mohammad Hassan
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 اګست   2006
ليکنې: 181

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   دسمبر   04, 2007 10:42 am    عنوان   : Reply with quote

غوټۍ وربل خو له ښاغلی پتوال څخه ډيره ښه پوښتنه کړې. پتوال هم له هغې ورځې څخه چې په همدې نامه يې ليکنې شروع کړې، ښې ليکنې کوی او موږ او تاسې به يې په همدې اړه هم ليکنې ولولو.

خو ما چې د ښاغلی ارمان ليکنه ولوسته ، هم راته په زړه پورې ښکاره شوه. نوموړی ښه ليکلی دی :
اقتباس:
انسان ته لوي څښتن انساني حرمت ورکړی،چې دا يو ستر مقام دۍ. د د انسانانو له خوا هم بايد دانسان حرمت ته درانه وکتل شي، خو ګورو، چې ځنې خلک حتی ځنې دولتونه هم د انسان حرمت او کرامت تر پښو لاندې کوي.. که د انسانانو تر منځ اخ او ډب ته پام وکړوـ ددې لباره به لرې نه ځو ، همدا خپل هېواد به راواخلو-، نو د انسان حرمت، چې انسان تر پښو لاندې کوي، حتی دا کار هغه طبيعی ورانيو دومره انسان نه دۍ تبا کړی او نه بل حيوان هغه د خپل نسل حيوان او يا بل حيوان ته دومره تاوان رسولی


دلته له سړی سره دا سوال مطرح کيږی چې د انسان «حرمت» او « کرامت»څه شی دی؟ یعنی انسانی «حرمت» او «انسانی کرامت» څنګه معنا او تعريفولی شو؟ د تاريخ په اوږدو کې ورته کومو پوهانو څنګه تعريفونه ورکړی دی؟ د مختلفو اديانو نظريات په دې هکله څه ؤ او څه دی؟

آيا له انسان پرته نور شيونه مثلا حيوانات هم حيوانی حرمت او کرامت لری او که نه؟
او که يې لری نو انسانی کرامت او هم انسانی حرمت له حيوانی همدا نه په کومو مميزاتو، علامو او سرحدو بيليږی؟

خدای د وکړی چې وروڼه به په دې اړه خپل معلومات له نوروڅخه و نه سپمو ی. دا حتمی هم نه ده چې يو نفر د د ټولو پوښتنو په اړه معلومات وړاندې کړی. کيدای شی چې يوازې يوې پوشتنې ته ځواب يا لږ او ډير معلومات يې په اړه وړاندې شی!
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ارمان



دغړيتوب نېټه: 19 نومبر   2007
ليکنې: 21

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   دسمبر   06, 2007 12:50 pm    عنوان   : د انسان حرمت ...... Reply with quote

ډیرې درنې خور و غوټۍ وبل او ګران ورور محمد حسن ته نېکې هيلې او سلامونه.

ډېره خوښنه، چې زه مو
دې ته راوهڅولم، چې په دې اړخ کې لږ سوچ وکړم او څه د نورو ليکنو را وباسم.
انسان لوی څښتن اشراف المخلوقات پيدا کړی، دا په دې چې انسان د نورو پيدايښتونو ( موجوداتو) څخه ځانګړۍ دۍ يا زياتې ځانګړتياوې لری. د انسان فزيکي جوړخت ډیر لوړ دۍ او هغه څه چې انساني حرمت په کې ډېر روښانه رامنځ ته کيږي هغه دادۍ، چې انسان ته لوی څښتن فکر ورکړی، انسان خبرې کولی شي، پوهېدلی شي او پوهولی شی، د ستونځوبيو (ستونځو حل) لپاره لارې چارې سنجولی شي. په دې ټولو څه وو کې انسان له نورو ژويو څخه روښانه توپير لري هغه دادۍ، چې که نور هر څه پيدايښت دۍ هغه لوی څښتن د انسان لپاره پیداکړي، چې انسان تر ې کټه واخلي او دې پيداېښت څخه په اړونده توګه ګټه واخلي. انسان ته لوی څښټن فکر ورکړی چې هر څه و سنجوي او ژبه یې ورکړې،چې هر څه ، چې فکر ورته اجازه ورکوي ووایې، خو په همدې ځای کې بايد دې ته هم ګوته ونيسم، چې د هر انسان حرمت، چې خوندي وي ، نو ددې درنښت هم هرانسان بايد وکړي، په هيڅ ډول بايد يو انسان د بل انسان حرمت ته په سپکاوي ونه ګوري.
د نورو پيدایښتونو په هکله بايد دومره ووايم ، چې درنښت یې ځکه په کار دۍ، چې ټول د انسان دګټو لپاره لوی څښتن شته کړي دي. د هر څه ورانښت د نورو انسانانو د حرمت ساتني په بنسټ ناروا دۍ دا نه يواځې دا چې نور حیوانات وساتل شي، بلکې چاپېريال هم بايد وساتل شي، چې تخريب یې ټولو انسانانو ته زيان رسوي..
د انسان د حرمت په هکله ټول اسماني اديان ، لکه د اسلام مبارک دين نزدې يو ډول لارښودنې لري، چې په اسلام پوره شوي دي.
،، د انساني حرمت کليمې د فکر يا تصور يا خيال او يا تجربو ویېنه ( افاده) ده، داسې چې هر انسان د خپل شتون يا پيدايښت په بنسټ د ساتن ازښتۍ ارزښت لري ( د موجوديت حق او ازښت) ،،

،، ټيک هلته، چېرته چې بې قيد او شرطه د انسان حرمت خوندي دۍ، کېدی شي د برابرو حقوقو او ازاد ټولنيز موجوديت يا شتون څخه وغږيږو. ،،
دا ډېرې تاريخي ريښې لري او د ا د انسان د ودې سره وده کوي، چې زه یې نوره نه څېړم ، خو دا داسې رالنډوم:
انسان د حرمت يا د ټولو انساني حقوقو ترڅنګ مکلفيتونه هم لري، چې د هغې ساتنه هم زما په اند همدومره اړیېنه دي. که انسان ته په ټولنه کې د کار پيداکولوحق ورکړ لري، نو د کار کولو دنده هم لري( دا د يوې منظمې ټولنې په څلور ديوالي کې شوونې کېدی شي). که د انسان درنښت ته په درنښت کتل کيږي ،نو د انسان دنده هم ده، چې نورو ته په درنښت وګوري. که انسان خپل حق غواړي، نو دبل د حق خوړلو اجازه هم نه لري. که انسان د نورو سره مرستې ته را بللشوی وي- چې دا یې اخلاقي دنده ده ، نو ددې اجازه نه لري، چې د بل انسان حقوق تر پښو لاندې کړي، يانې د انسان حقوق يا که غواړۍ خرمت د هر بل انسان په مخامخ هم خوندي دي.
دا موضوع پېچلې اوږده او په زړه پورې ده. هيله ده،چې زموږ فیلوسوفان ، دين پوهان او حقوقپوهان به ورته په پراخه بڼه خپل پام واړوي.
که څه هم ما په خپل مسلک کې بايد فلسفه ویېلي وي، خو د اسي د مسلک په توګه نه يانې مسلک مې نه دۍ، خو داسې لږ بايد ورسره بلدووم

ستاسو ارمان، چې ارمان مې خپله او د خپلو افغانانو هراړخيزه پوهه ده.
په پښتني مينه او درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
salam



دغړيتوب نېټه: 13 جنوري   2007
ليکنې: 75

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   جنوري   05, 2008 7:42 pm    عنوان   : Reply with quote

پۀ دې اړه به زۀ صرف دومره اوائم چې دټولونه لوئ
فرق پۀ انسان او حيوان کښې دا دے چې انسان تخليقې قوت لري
او حيوان تخليقي قوت نۀ لرې ( تخليقي قوت دي د توليد پۀ معنو کښې وا نۀ خستل شې) . لۀ دي نه پرته نور ټول خصلتونه
د انسان او حيوان يو دې . ملګرو چې کوم خصلتونه بيان کړې هغه هم
ددغه تخليقي قوت جزيات دى .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
stanizy



دغړيتوب نېټه: 30 اګست   2007
ليکنې: 42

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جنوري   07, 2008 7:52 pm    عنوان   : Reply with quote

بسم الله الرحمن الرحیم
{يا ايها الناس انا خلقناكم من ذكر وانثى وجعلناكم شعوبا وقبائل لتعارفوا ان اكرمكم عند الله اتقاكم ان الله عليم خبير}سوره حجرات ایه 13

ددی ایه مبارکه ترجمه داسی ده
ای انسانانو بیشکه موزبیداکری تاسی له نر اوشزی چخه اوتاسی می وگرزولی ملتونه اوقبیلی ددی له باره سی یوبل سره وبیزنی بیشکه مکرم اومعززدخدای به وراندی له تاسی چخه فرهیزکاران دی نیشک الله عالم اوخبرداردی
قدرمنو لوستونکو انسان ترحیوان بد اوترملایکو شه اوغوره دی تفسیریی داسی دی سی داسلام دمقدس دین له نظره هغه انسان سی به خدای ج یی ایمان راوری وی اونیک عمل کوی نوروانسانانوته گـته وراروی دادول انسان ترملایکو لوراوغوره دی اوددی مثال جناب محمد رسول الله صل الله علیه واله وسلم دی سی نه تنها بر ملایکو لوردی بلکی ترتولو مخلوقاتوغوره دی اوبردی باندی دلایل دیرزیات دی خودایی زای ندی.
دوهم داسی انسان تر حیواناتو بداوناوره دی معنای داده سی کوم انسان سی دخدای ج فه وحدانیت اویووالی ایمان رانه وری او ناببره قتلونه یی وکرل رشوتونه یی وخواره دزنا لیواتت غلا اوداسی نور بد بد کارونه یی وکرل نو دا انسان ترحیوان نه هم لاندی اوبیکاره دی اوخدای ج به قرانکریم کی داسی توصیف کری دی ؛
{ اولئك كالانعام بل هم اضل اولئك هم الغافلون .
سوره اعراف ایه179}
یعنی دادول انسانان دحیواناتو به شان دی بلکی ترهغوهم زیات گمراه دی.
موز به مطلق انسان باندی نه دشه حکم کولی شواونه دبد اونه يي به دی صورت کی له حیوان سره برابره ولی شو بلکی هرومروبایدبه بورته دوه دولونو وویشل شی.
نوربیا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ AIM Address Yahoo Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2
پاڼه   2  ټولې پاڼې  2

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.