د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د انسان او حیوان تر منځ توپیرونه څشی دي

اور- بل
24.11.2007

انسان له حیوان څخه هم بیل او هم ډیر کسان د هغوی ترمنځ ګډو اړخونو ته ګوته نیسي . په دې وروستیو کې ځینو لیکونکو د بیزود DNA سره د انسان د DNA په سلو کې ۹۷،۵ کټ مټوالي په ګوته کړی . بیا هم انسان له بیزو څخه په سلو کې ۵۰۰ درجې لوړ دی .نو ځکه دا پوښتنه را پورته کیږي ، هغه ستر کیفي تو پیرونه چې د انسان اوحیوان ترمنځ شتون لري او ستاسو په اند انسان پرې تعریف کیدای شي هغه څشي دي ؟


مازدیګر
24.11.2007

پښتو متل دی وایې ترکاڼی دبیزو کار نه ده
نو یو تو پیر خو دا شه چه بیزو ترکاڼی نه شی کولی


Ghairat
24.11.2007

مازدیګر صیب سکالو د انسان او حیوان تر منځ توپیر دی، زه به یو حیوان درته په ګوته کړم چې داسې کور جوړوي چې انسان یې نشي جوړولی .تا ته مالومه ده چې کور جوړول د خټګر او ترکاڼ کار دي، یعنې هغه حیوان هم خټګري او هم ترکاڼي کوي : دغه حیوان د شاتو مچۍ ده او کور یې د شاتو د مچیو چک دی چې عجیب او غریب پیچلی جوړښت لري . لوستونکي په دې کې څه وایی ؟


منلی
24.11.2007

وروڼو اوخویندو سلامونه !
زماپه اند انسان یوجاندار ده ددی تعلق دحیواناتو له ډلی څخه ده. دانسان او حیواناتو ډیر خواص مشترک دی لیکن په انسان کې یو عجیب خاصیت داسی هم لیدل کیږی چې له ټولو حیواناتو څخه یی ممتاز او بیله وی

بل هر ځناور چې څه رنګه وی په هغه حالت پاتی کیږی کوم خاص ګړبړ نه په کې راځی اوکه را هم شي نومعمولی شان . مونږ هیڅکله په پیشو د سپی خيال نه کوو او نه داغلطی کوو چې اوښ ته پسه او يا بل څه واويو

خو دانسان په باره کې داسی څه ویل مشکل دی ، په انسان کې خدای خبر څه و څه پټ دی هیڅ نه معلومیږی چې انسان دی او که . په عملی ډول انسان هرڅه کیدی شی

سپی خوسپی وی خو له انسان څخه سپی هم برآمد کیږی , خر هم
مونږ همدغه الفاظ عموماًدکنځلو په شکل استعمالوو لیکن ددغه شاه ته یو ژور فکر کارکوی

دځناورو هرنسل یوڅه خواص لری په دوی د یوه اویا څوو خصلتونو غلبه وی . دځناورو لپاره دغه ټول خصلتونه ښه دی ولی چی د طبيعى جوړښت او مزاج تعین یی کیږی خوکه دغه خصلتونه په انسان کې پيدا شی د ده لپاره ښه هم کیدی شی اوبد هم

سپی وفادارده که دغه صفت په انسان کې نموو وکړی ډیره ښه خبره ده خوپه سپیانو کې حرص ،غارت ګری اوخباثت ترډیره حده هم لیدل کیږی . که څوک چا ته سپی وایی اوکنځل ورته کوی په دغه لمحه کې دهغه په ذهن کې دغه بدطینتی ګرځی

په انسانانو کې خدای پرست هم پیدا کيږي او دانسانانو دوینو تږی هم په دوی کې امتیاز کول ناممکن وی .

اوهمداسی که سپی .زمری یا بل وحشی ځناور سره مخامخ شوو مونږ پوهیږو چې اوس څه کیږی اوڅه باید وکړو اوکه معامله دبن آدم وی هیڅ نه شوو ویلی .

اوس دا پوښتنه پیداکیږ چي اخر انسان څه شی ده؟ اوپه انسانانو اونورو حیواناتو کی بنیادی فرق په کومو شیانو کی پیدا کیږی ؟



ع کريم حليمي
24.11.2007

 مکرمي او پتمني غوټۍ وربل،او او د بحث ټول ګډونوالو 
زما سلامونه او ښې هيلي ومنۍ !

د انسان او حيوان تر مينځ يو غټ فرق سته 

هغه دادی چه ; نور مخلوقات ښه او انسان بد دی 

که داسي يو ځوان او يا ځوانه پيداسي چه ثابته ئې کړي چه انسان ښه مخلوق دی زه جايزه ورکوم ، او که مکرمي غوټۍ وربل،او مکرم غيرت ئې
ثابته کړي نو کل په طاقت د دوو به جايزه ورکوم 

د ساينس له نظره هم انسان بد دی او د مذهب له نظره هم بد دی 
بل هيڅ فرق  نسته د حيوان او انسان تر منځ 
په درنښت 


مازدیګر
25.11.2007

سلام

حلیمي صیب که ټوکی کوۍ نو ښه ده
او که نه نو ډیر وبخښۍ کم تر کمه زه پری پوه نشوم
دا نو کومه خبره شوه چه انسان بد شو او څلوربول ښه
الله رب العزت (ج) انسان اشرف المخلوقات ګڼی او تاسی........؟؟؟؟؟؟؟



ع کريم حليمي
25.11.2007

درنو وړونو 
منطق ثوري; و انسان ته د حيوان ناطق لقب ور کړی 
اما داسي نه ده ، ولي چه ټول ژوندي مخلوق خبري کوي ،  د شاتو مچۍ
خبري کوي ، که څوک وايي چه نه  مچموچۍ خبري نه کړي 
نو زه دا پوښته کوم ، ايا داسي کور جوړول بېله خبرو او افهام او تفهم 
څخه امکان لري ، زما جواب دی چه نه !

دوهمه خبره داده چه ;
ټول ژوندي مخلوق  مفيد او ګټور تماميږي ونورو مخلوقاتوته ، اما يوازي 
انسان دی چه صدمه او ضرر پېښوي ، او هر څه ته چه ئې لاس ور وړئ 
هغه ئې خراب کړی 

هر څه بنا پر ضرورت او  يو کار ته پيدا دی ، انسان هيڅ کار ته ندی پيدا 
که سبا د انسان نسل کوره سي ، هيڅ به نوي پېښه ، ټول نظام به تر 
پرون نن ښه وي 

ټول مخلوق چه د کوم غرض له پاره پيدا دي ، سر لغړونه نه کوي 
دئ دغه انسان درياده وم ، خالق امر ورته کړي چه حمد وايه بد مه کوه 
نه حمد وايي او نه له بدو لاس اخلي دومره احمق لاهم دی 

بااخير ; دا هم ويلی سم چه ، حيوانات د درختو په څنګله کښي اوسيږي 
انسان د کانکريټو په څنګله کښي ، که دا د نن ورځ عصري ښارونو ته وګورۍ څنګلونه دي د کانکريټو او بس 

[quote:f6cd9843d6]هغه ستر کیفي تو پیرونه چې د انسان اوحیوان ترمنځ شتون لري او ستاسو په اند انسان پرې تعریف کیدای شي هغه څشي دي ؟[/quote:f6cd9843d6]
ويران کاره او پر دوو پښو روان حيوان 



ع کريم حليمي
25.11.2007

قدرمن مازدیګره وروره 
سلام !ستا خبره دي په ګل بدله وي
[quote:51109f0a6e]الله رب العزت (ج) انسان اشرف المخلوقات ګڼی او تاسی........؟؟؟؟؟؟؟[/quote:51109f0a6e]
نه ! په خدای پوري دروغ مه تړه ، دابه د شاعرانو خبري وي 
دا د اشرف المخلوقات خبره د صوفی ابوالمعانی عبدالقادر بیدل خبره ده .
برادر قندم !
 


Nazar
25.11.2007

سلام تولو درنو خویندو او ورڼوته
انسان
  دا نوم حیوانانو موږ ته ندی راکړي 
حیوان
دا نوم موږ حیوانانو ته ورکړي
انسانان په خپله یوتربل دومره زیات توفیرلری چی حیوانان هم راته په سوچ کی دي
په هر انسان کی دی یوه نه یوه حیوان عادت شته
په چا کی دی سپی خاسیت وی او په چا کی دی خره او په چا کی دی زمری
او دا ګیدړ او ګیدړه خو انسانانو ته هیرانه او پریشانه دي


خیریوسی
25.11.2007

محترمو ورڼو او خوندو السلام علیکم ورحمة الله
اقتباس : په دې وروستیو کې ځینو لیکونکو د بیزود DNA سره د انسان د DNA په سلو کې ۹۷،۵ کټ مټوالي په ګوته کړی . بیا هم انسان له بیزو څخه په سلو کې ۵۰۰ درجې لوړ دی .نو ځکه دا پوښتنه را پورته کیږي ، هغه ستر کیفي تو پیرونه چې د انسان اوحیوان ترمنځ شتون لري او ستاسو په اند انسان پرې تعریف کیدای شي هغه څشي دي ؟

هغه ستر کیفي تو پیر چې د انسان اوحیوان ترمنځ شتون لري هغه عقل دی

په درناوی


مازدیګر
25.11.2007

سلام

محترم حلیمي صیب چه تاسی وایاست نو دغسی به وی
خو خدای خبر زموږ کمبختانو پری ولی سر نه خلاصیږی
یوی خواته ستاسو دا دلیل چه څلوربول په طبیعی ځنګله کی
اوسیږی او بنی ادم په مصنوعی ځنګله کی نو دواړه یو دی
او بلی خواته ستاسو دالله (ج) دا امر رانقلول چه الله (ج) انسان ته
دنیکۍ او حمد حکم فرمایی نو تر ورور جار شم که الله (ج) انسان
تر حیوان بهتر نه ګڼی بیا ولی تری حمد او نیکی غواړی؟

اوکه کوم انسان یا دانسانانو ډله دالله (ج) له امر نه سر غړونه کوی
او دحمد په ځای نافرمانی کوی یا د نیکو په ځای بد کوی دا خو نو هغوی
په ځان ظلم کوی نور انسانان خو د هغو له مسولیت نه خلاص دی
نو د بدو انسانانو له امله ټول بشر یت په حیواناتو ورګډول ؟؟؟؟؟؟؟؟؟


اور- بل
25.11.2007

دروند ، محترم.مکرم او معظم استا‌ ذ مولینا حلیمي صاحب السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
ډیره مننه چې ځواب مو ولیکۀ او په بحث کې نوښت او خوځښت رامنځ ته کړ . تاسو لیکلي :
[quote:c5f67c3b9d]مکرمي او پتمني غوټۍ وربل،او او د بحث ټول ګډونوالو زما سلامونه او ښې هيلي ومنۍ ! د انسان او حيوان تر مينځ يو غټ فرق سته هغه دادی چه ; نور مخلوقات ښه او انسان بد دی .که داسي يو ځوان او يا ځوانه پيداسي چه ثابته ئې کړي چه انسان ښه مخلوق دی زه جايزه ورکوم ، او که مکرمي غوټۍ وربل،او مکرم غيرت ئې ثابته کړي نو کل په طاقت د دوو به جايزه ورکوم .د ساينس له نظره هم انسان بد دی او د مذهب له نظره هم بد دی بل هيڅ فرق نسته د حيوان او انسان تر منځ .په درنښت [/quote:c5f67c3b9d]
لومړی زیار باسم چې ستاسو اند درک کړم :
د اسماني ادیانو له زور او برکت پرته انسان تر حیوان بدتر دی، ځکه د طبیعي ژپوند په چوکاټ کې د حیوان ژوند بشپړ دی او خپله دنده او ً مسولیتً سرته رسوي . نو له ګناه، جرم او عذاب څخه خلاص دی . انسان کولی شي د دین او تقوا په زور پر حیواناتو لوړ او د بی دینۍ او بدعملونو له کبله تر حیوان هم بدتر شي او اسفل السفلین یې ځای شي . انسان د عقلي قوې په زور د حیوانيت او طبیعت له چوکاټ څخه ځان راباسي او طبیعي نظام د خپلو غریضو د بسیا کولو له پاره تباه کوي او د نفس په دې هلو ځلوکې یو پر بل تیری، مرګ ژوبله اود یوبل تباهي منځته راوړي، دوه نړیوالې جګړې او روان جنګونه د سولې هغه کچه هم وختي له منځه وړې چې د حیواناتوپه خپل منخ کې تل درلودله او تل یې ساتلې ده !انسان حیوانات وخړل تباه یې کړل، په پنجرو ، ژوبڼونو، قصابخانو، مسلخونو او نورو تع‌یبي ځایونو کې ښکیل کړأ او اوس لګیا دی په خپلو منځو کې هم یوبل سره خوري، وژني یې او تباه کوي یې .
یواځې هغه انسانان چې د الله سبحانه وتعالی هدایت یې د اهدنا صراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم غیرالمغضوب علیهم ولاضالین سره سم په برخه شوی وي د الله تعالی په دربار کې تر حیواناتو ډیر لوړ مقام لري .
او که دا نه وي نه په عامه توګه د بد عمل له کبله انسان تر حیوان بدتر دی او د حلیمي صاحب اند ګور تاییدوو او په دې توګه ځینې انسانان تر حیواناتو ډیر ښه او
ډیر یې ترې بدتر دي .
خو که د ښه او بد ، عذاب اوثٍواب له پلوه انسان د حیوان سره په تول او ترازو نکړو ، بلکې په دنیاوي ژوند کې یې توپیرونه تر پام او پرتلې لاندې ونیسو، نو بیا درنو لوستونکو کوم عیني معیار شته چې انسان تر حیوان لوړ یا ټیټ وښودلی شي ؟
که وي هغه معیار به په عمل کې څه وي؟

یادونه : داچې انسان اشرف المخلوقات نه دی، له دې نه هم مالومیږي چې په مخلوقاتو کې ملایک او مقدس روح هم شامل دی .



ع کريم حليمي
25.11.2007

مکرمي او پتمني مېرمن غوټۍ وربل
ستا سو وسلام ته وعليک سلام ورحمه الله وايم او الله دي ،تاسو په هغو 
انسانانو کښي حساب کړي نعمتونه ئې ورکړي وه او الله ج دي تاسو 
وساتي له هغو انسانانو له جملې څه چه مغضوبين او  ولاضالین دي او وه 

هو ! 
[quote:23852ee4f2]که د ښه او بد ، عذاب اوثٍواب له پلوه انسان د حیوان سره په تول او ترازو نکړو ،[/quote:23852ee4f2]
نوبه ډير ښه وي او ازاد بحث اجازه پيداکړي 
[quote:23852ee4f2]بلکې په دنیاوي ژوند کې یې توپیرونه تر پام او پرتلې لاندې ونیسو، [/quote:23852ee4f2]
هغه معیار چې انسان تر حیوان لوړ یا ټیټ وښودلی شي ، هغه اتفاق او 
رهبري ده، يعني چه مشروع سياسي نظام ولري  
که متفرق او پاشلي وي تر حيوان به بدتر وي ، او ضعيفه خو د لويه سره دي 
او که متفق او راټول سي (سياسي رهبري)، لکه د لاس ګوتي ،نو سوک به سي او د دښمن 
خوله به ماته کړي ، او په تسخير به شروع وکړي ، نو بيا به تر حيوان 
لوړ سي ، او د حيوانانو له ډلي به راجلا سي ، او خير به پر بنا سي 
او لوړ مقام به تر لاسه کړي ، که نفسي او مادي تسخير ونه کړي 
نو ترحيوان به همېشه ټټ وي ،  


pattang
25.11.2007

زه چې ځينې ليکونه لونم نو دخپلې انۍ نکلونه مې را په يادشي:
سيف الملوک چې په بد رۍ جماله پسې سفرکاوه نود بيزوګانو شاه زادګۍ
پرده مينه شوې وه او يوکال يې له ځان سره ساتلی وو٠
انسان دخپل ځان دضرورياتو څخه هغې خواته نور ډېر،د توليدي موادو، تجربې ، فرضيې ، سبوت ... او تخنيک قدرت لري خو بزوګان يوازې دعشق په زانګوکې
ټالونه ووهي ٠ چې موضع سخته نشي د اهتمال (احتمال) او د تکراري امکاناتو له تيوري به يې تير شم خو دغه غيرې مساوات هميشه صدق کوي :

{| دحيوان خواص|} < {| دانسان خواص |}
< : دلووالي نشه نه بلکې يوه کمه برخه ګډ عنا صر او خواص شېيې٠


اور- بل
25.11.2007

ښاغلی کوشان !
د موسی او عیسی (ع) دې کوم لښکر او کومه جګړه لیدلې چې د چا یو نوک هم په کې ضایع شوی وي، عیسی (ع) خو به لا ویل چې . چا پر یو مخ سپیړه درکړه نو ته ورته دا بل مخ هم ونیسه! او د محمد (ص) جهاد هم تل دفاعي جګړې تیرې شوي، پخپله د مکې فتح د سوله ییز عمل یو څرګند مٍثال دی چې یوه تیږه پر بله وانه وښتله !
پاتې شوې د ادیانو له پیغمبرانو وروسته چې نورو جګړه ییزو علمیاتو څخه کار اخیستی دا دانسانانو خپل عمل دی دیني اوامر خو ختم شوي و او ورته نشول راتلای. دا همدا معنی لري چې انسانان د خپل قدرت د خبرولو له پاره له ادیانو څخه هم کار اخیستی او اخلي یې ،چې دا ددین پړه نه په ګوته کوي! نو د قدرت جګړې ، مرګ او ژوبلې که ددین په پلمه هم وې،پر ادیانو حسابول صرف یوه کمونستي پروپاګند ه وه، لومړظ او دوهمه نړیواله جګړه دې یوه هم دیني نه وه، ٌلیبي جګړې هم د عیسوي دین حکم نه و او دفرعون په وخت کې د ماشومانو وژل هم فرعون کړي او د خپل قدرت له پاره یې تر سره کړي، د موسی (ع) او موسوي دین کار نه و .
داچې د ادیانو د خبریدا په نتیجه کې فیوډالي واکمنیو، اقتصاد او کلتور په کې وده موندلې د اوږده وخت له پاره یې ٍثبات رامنځته کړی او د برده دارۍ په پرتله يي یوه مترقي ټولنه ممکنه کړې وه .
د طالب اسلامي جګړې هم د قدرت له پاره تر سره کیږي نه د اسلام له پاره، وژل کیږي په کې د غریبو زامن، نۀ هغه طالبان چې د هغوی سیاسي رهبري یې په لاس کې ده ، دا خو لا پریږده چې سیاسي رهبري یې ښايي آن د آی .اس .آی . په لاس کې وي .
نو دا نتیجه اخيسلی شو چې دین جګړې نه غواړي خو داچې دیني عالمان همغه متخاصم انسانان دي چې په قرآن کې ورته ګوته نیول شوې ده، له ادیانو څخه جګړه اییز کارونه اخلي .
له پیغمبرانو او راشیدینو خلفاو وروسته دین د قدرت له پاره کارول تل دغسې ناوړه پایلې زیږولي، خو دا د ادیانو ګناه نه بلکې د طالبانو ده !


زده كړيال
26.11.2007

[color=red:e7c98fcac9]نو دا نتیجه اخيسلی شو چې دین جګړې نه غواړي خو داچې دیني عالمان همغه متخاصم انسانان دي چې په قرآن کې ورته ګوته نیول شوې ده، له ادیانو څخه جګړه اییز کارونه اخلي .
له پیغمبرانو او راشیدینو خلفاو وروسته دین د قدرت له پاره کارول تل دغسې ناوړه پایلې زیږولي، خو دا د ادیانو ګناه نه بلکې د طالبانو ده ![/color:e7c98fcac9]

وربل خوري
زماهم له ډيرو علماوو زړه شين دى، همدغه تش په نامه علماء دي چي د افغانستان د څو كلونو جګړه يي روانه كړيده.
همدا اوس داسي علما شته چي د حكومت په څنګ كي ولاړ دي او د جنوب څپه باغي بولي، او هغه د هيواد دښمنان بولي، د جنوب د څپې اړونده ملان بيا دا ټول اشغالګر او د هغوى مزدوران بولي، دغه ټول بايد مردار شي، څوك چي دوى ښه بولي هغه هم بايد ورسره له منځه لاړ شي. (دواړه لوريه شرعي دليلونه راوړي) او په دي نامه دوى خپلې شخصي ګټي كوي. او ملت دي ورته ګوري.


Ghairat
26.11.2007

ښاغلو زدکړیال او کوشان !
د فرعون د قام یعنې ټولو قبطیانو اولبار اولاد نه، بلکې فرعون ته یې د هغه کورنۍ ښودلې وه چې ستاسو مشر نارینه ماشومان به ووژنم که اسراییل خوشې نکړې او بردګۍ ته یې دوام ورکړې ! مطلب ترې د فرعون مشر نارینه ماشوم و، چې ده ته ډیر ګران او خپل ځایناستۍ ته یې هم په پام کې نیولی و. الله تعالی فرعون ته د اولاد درد ښوده ځکه : کله چې فرعون د موسی د زیږندنې څخه د نجومیانو پواسطه خبر شو چې دوښمن یې پیدا کیږي او هغه به د خدای تعالی پیغمبر وي نو د اسراییلو نوي زیږیدونکي نارینه ماشومان يې په زر ګونو ووژل ، اوس الله تعالی فرعون ته وښودل چې ته خدايي دعوا هم کوې، د لمر او مړو پرستش هم کوې نو د خپلو باطلو معبودانو په مرسته خپل ځوی له هغه مرګه وژغوره چې ما ورته ټاکلی دی .
فرعون هیڅ نشو کولای او خڼاپس ځوی یې الله تعالی ورمردار کړ . فرعون له همدې سخت غم او درد څخه وروسته اسراییلو ته د وتلو اجازه اعلام کړه خو کله چې هغوی روان شول، لښکرو ته یې په کوچیدونکو اسراییلو د برید امر وکړ، نو الله سبحانه وتعالی یې ټول لښکر په قلزم سیند کې ورته ډوب کړل .
نو کوشانه د یو دوه یا درې ماشومانو له وژلو څخه د ټولو قبطیانو د ماشومانو د وژلو پروپاګند یوه کږه تګلاره ده !
که د ماشومانو وژل ظلم بولې نو دا ظلم عرعون کړی و چې د ټولو اسراییلو نوزاد بچیان یې له زانګو ګانو څخه ټولول او وژل یې !

د کمونسزم خبره بیله ده، دهغه طبقاتي جنګ جګړه شعار او ښکاره لاره وه، چې له مرګ ژوبلې او انسان وژنې پرته یې نور څه نه شول وړاندې کولای !
اوس به د زدکړیال صیب خبرې ته راشو چې په دواړو خواو کې پر ملایانو پړه غورځوي . خو زه وایم دا نور څه ډیر ښه خلک دي ؟ هر څوک تر خپلې وسې او ګټ پورې جنایاتو ته لاس اچوي. یواځې د ولس د بیسوادۍ له امله ملایان د هغوی ترمنځ ډیر قدرت لري نو ناوړه ګټه یې هم ولس، ملت او وطن ته ډیر زیان رسوي !
او بس


Nazar
26.11.2007

سلام تاسو ټولو ته
بحث دي انسان او حیوان په مورد کی ووه
مګر ولاړ دي سیاست په لور
هغه لوی کمال چې دتحول او تکامل په لاره کښې دژوند يو شيانو په برخه رسـيدلی دی قلبي عواطف دي چې په انسان کښې ليده شي . که څوک غواړي چې له حيواناتو نه لرې وي بايد دغه عواطف چې رحم ، مروت، کرم ، شجاعت او نوعه پرسـتي ده په ځان کښې وروزي



26.11.2007

پتمنې خور پيغلې غوټۍ وربل ا و درنو لوستونکو ته سلامونه!

له نظرصيب نه مننه چې بحث يې خپلې سکالو يا د انسان او حيوان تو پير ته راوګرځاوۀ :
[color=yellow:4f30ea2444]سړي کولي شي انسان د شعور، عقيدې ، مذهب ، اخلاقو او داسې نور ډيرو بيلګو په وسيله له حيوان څخه توپير کاندي ، خو انسان پخپله له هغه وخت راهيسې عملأ په دې پيل کوي چې ځان له حيوان څخه بيل اوتوپير کاندي له کومه راهيسې يې چې د خپل ژوند د وسايلو توليدول پيل کړي دي !
هو ! کله چې انسان د خپل ژوند ، يعنې د خپل ژوندد شرايطو او وسايلو توليد پيلوي، په همدې توګه ا و وسيله ځا ن هم له حيوان څخه توپيروي ، ځکه انسان يواځيني شتونوال دي چې خپل ژوند توليدوي په دې پوهيزه چې دخپل ژوند وسايل او شرايط توليدوي ، او دا کار دحيوان پلار هم نشي کولي .[/color:4f30ea2444]
يوه غڼه چې کوم جال جوړوي يوماهر جولا وته ګوته په غاښ پاتې کيږي او د شاتو مچۍ داسې ګبين يا د شاتود مچيو چک جوړوي ډير ماهر معماران د ځانه پورې
شرموي ، ځکه تکه اوبدونکی جولا د غڼې د جال او معمار د ګبين له جوړولو څخه عاجز دي ، خو هغه څه چې انسان ته پر هغوي تفوق ورکو ي پتمنې خور پيغلې غوټۍ وربل ا و درنو لوستونکو ته سلامونه!

له نظرصيب نه مننه چې بحث يې خپلې سکالو يا د انسان او حيوان تو پير ته راوګرځاوۀ :
[color=yellow:4f30ea2444]سړي کولي شي انسان د شعور، عقيدې ، مذهب ، اخلاقو او داسې نور ډيرو بيلګو په وسيله له حيوان څخه توپير کاندي ، خو انسان پخپله له هغه وخت راهيسې عملأ په دې پيل کوي چې ځان له حيوان څخه بيل اوتوپير کاندي له کومه راهيسې يې چې د خپل ژوند د وسايلو توليدول پيل کړي دي !
هو ! کله چې انسان د خپل ژوند ، يعنې د خپل ژوندد شرايطو او وسايلو توليد پيلوي، په همدې توګه ا و وسيله ځا ن هم له حيوان څخه توپيروي ، ځکه انسان يواځيني شتونوال دي چې خپل ژوند توليدوي په دې پوهيزه چې دخپل ژوند وسايل او شرايط توليدوي ، او دا کار دحيوان پلار هم نشي کولي .[/color:4f30ea2444]
يوه غڼه چې کوم جال جوړوي يوماهر جولا وته ګوته په غاښ پاتې کيږي او د شاتو مچۍ داسې ګبين يا د شاتود مچيو چک جوړوي ډير ماهر معماران د ځانه پورې
شرموي ، ځکه تکه اوبدونکی جولا د غڼې د جال او معمار د ګبين له جوړولو څخه عاجز دي ، [color=blue:4f30ea2444]خو هغه څه چې انسان ته پر هغوي تفوق ورکو ي دا حقيقت دي چې انسان مخکې له دې نه چې یوه څه (ودانۍ یا بل شی) جوړوي د هغې بشپړ تصور یې یې په سر کې وي او هدف سره دکار موادو، الاتو، وسایلو، طریقې او خپلو حرکتونو ته د پلان سره سم اړوند ورکوي ، خو غڼه ، دشاتو مچۍ او نور حیوانات ټول دغه یو هم نه پیژني او یواځې په Instinktiv ډول ( بی فکره او بی تصوره )حرکت کوي، چې طبیعي ښېګڼې او مقصد لري، خو د Instinkt له پولو نۀ اوړي .
له دې کبله که یو حرکت یې هر څومره د خنډ او ماتې سرهړ مخ کیږي، سل ځله یې په کټ مټ شکل تکراروي، نتیجه نه ورکوي خو بدلون او اصلاح پکې نشي راوستلای . تصادفي بریا د ځینو حیواناتو لکه شمپانزې په مغزو کې لږ څه ځای نیسي، خو هغه هم د Instinkt سره یو موقتي تړاو وي اوداسې کومه زدکړه نه وي چې بل نسل ته یې ور زده او انتقال کړي !
د انسان ټول مادي او معنوي لاسته راوړنې(کلتور) په همدغه تفوق چې پر حیوان یې لري، ولاړ ې دي ! [/color:4f30ea2444]
پیغلې غوټۍ وربل او درنو لوستونکو! هیله ده ستاسې دروانې موضوع اصلي پوښتنه مې د قناعت تر پولو پورې ځواب کړې وي،که تاسو د دې ځواب په اړه پوښتنې لري مطرح یې کړئ !
په درنښت او سلامونو ! ستاسې پتوال


ډوکتر څپاند
29.11.2007

د احترام وړ دوستانو!
په تخنيکي لحاظ انسان هغه حيوان دی چه دکارونو د کړون لپاره شيان جوړولی
او پکار اچولی شی.دمثال په ډول د تبر،لور،چړی او اټومی بم جوړونه٠
مګر په عملی لحاظ انسان تر ټولو حيواناتو وحشی موجود دی٠ددی خبری د
ثبوت لپاره په همدی بحث کی ډير مثالونه ذکر شوی چه زه یی نه تکراروم٠
ښه به داوی چه دانسان نوم  په "وحشیخان" بدل شی٠



01.12.2007

ښاغلی کوشان !
هغه څه چې تاسو ورته ګوته نیولې ژوي یې د احساس او Instinkt په چوکاټ کې په اصطلاح «زده »کوي، یوه پسشو چې په کوم ترتیب د یوې مرغۍ یا موږک نیولو ته لارې او کودرونه څاري او کوم حرکتونه تر سره کوي تر زمرې هغو لا مکارانه دي، هو په بیزو ګانو کې دتصور تر نورو حیواناتو لوړه خو د انسان په پرتله ډیره ډیره ټیټه ده چې مقایسه کیدای نشي . اند دمفاهیمو تړاو او خوځښت دی چې حیوانات یې نه لري او پر انسان محدود دی . بیا هم د انسان په DNA کې د فکري فعالیت په کروموزوم کې د فیلو جنېتیکي تکامل په نتیجه کې د اړونده پروتین اندازې دغه فعالیت تر متکاملترینې بیزو څخه [color=red:950c043cc7]پنځه چنده [/color:950c043cc7]زیات کړی،د کوم پر اساس چې تیر ۵۰۰۰۰ کاله تاریخي ژوند د انسان او بیزو توپیر زرګونو چندو ته رسولی دی او د کمپوتر ساینس عصر به یې میلونو چندو ته ورسوي ! نو د د بیزو ګانو سره د انسان د DNA تر ۹۷،۵ فیصدو پورې کټمټوالی باید ددوی تر منځ له فکري او [color=white:950c043cc7]تاریخي توپیرونو [/color:950c043cc7]څخه د سترګو پټولو سبب ونه کرځي . تاریخي توپیر خورا مهم دی، خدای مکړه که همدا نن ټول مادي او معنوي کلتور او انسانان له منځه لاړ شي او یواځې نوزاد ماشومان ژوندي پاتې شي او هغه بیا رالوی هم شي ښايي دڅمڅو او مغارو له کچې څخه ژوند له سره پیل کړي .


د انسانانو او حیواناتو ترمنځ توپيرونه څه شی دي؟

ارمان
01.12.2007

ګرانو ورونو!
ددې پورته سرليک لاندې يو څه، چې ليکل شوي، نو د جوړخت يا فزيکي لورې به د بيالوژي پوهانو څخه هيله وکړو، چې روښانه یې کړي او په فلسفي اړخ کې به بيا دا د فيلوسوفانو دنده وي. ددې لپاره، چې له تاسو سره مې په دې خبرو کې ونډه اخستې وي، ماته هم اجازه راکړۍ، چې خپل اند تاسو ته وړاندې کړم او لنډ:
انسان ته لوي څښتن انساني حرمت ورکړی،چې دا يو ستر مقام دۍ. د د انسانانو له خوا هم بايد دانسان حرمت ته درانه وکتل شي، خو ګورو، چې ځنې خلک حتی ځنې دولتونه هم د انسان حرمت او کرامت تر پښو لاندې کوي.. که د انسانانو تر منځ اخ او ډب ته پام وکړوـ ددې لباره به لرې نه ځو ، همدا خپل هېواد به راواخلو-، نو د انسان حرمت، چې انسان تر پښو لاندې کوي، حتی دا کار هغه طبيعی ورانيو دومره انسان نه دۍ تبا کړی او نه بل حيوان هغه د خپل نسل حيوان او يا بل حيوان ته دومره تاوان رسولی، خو دا هم بايد همدلته غبرګ په ګوته شي، چې دا انسانان دي، چې د انسنانو سره مينه لري، يو د بل مرستې ته سره رسيږي او همدا ډول د نړۍ په وده کې همدا انسان دۍ، چې ونډه اخستلی شي . دا زموږ او ستاسو ترمنځ خبرو ته که ځېر شو، نو دا هم هغه انساني مينه ده، چې يو د بل سره خپل اندونه شريکوو او يو له بل زده کړه کوو او يو بل ته څه سره ښايو.
سرلوړي مو غواړم په انساني مينه
ستاسو ارمان


اور- بل
03.12.2007

محترمو لیکونکو او ګرانو لوستونکو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم او بیا له ښاغلي پتوال څخه مننه کوم چې علمي او مفصل ځواب یې وړاندې کړی دی .
البته یو لړ پوښتنې ترې لرم چې ښايي د یوې مطبوعاتي مرکې یا سوال ځواب په ډول یې ورته وړاندې کړم او ټوله مرکه بیا په پای کې دلته نشر ته وسپارو.
خو لومړۍ پوښتنه به اوس مطرح کړم :
ښاغلی پتوال ، تاسې د حیوان او انسان تر منځ ستر توپیر د انسانانو کار او مادي فعالیت وباله ، او هغه مو د نورو توپیرونو لکه ژبه ، شعور، ټولنیزتیا او نورو بیلګڼنو بنسټ وباله ! آیا ویلی شئ چې کار او تولیدي فعالیت څرنګه د دغو ټولو بیلګڼنو بنسټ جوړوي او لږ یې مونږ ته روښانه کړئ ؟


Mohammad Hassan
04.12.2007

غوټۍ وربل خو له ښاغلی پتوال څخه ډيره ښه پوښتنه کړې. پتوال هم له هغې ورځې څخه چې په همدې نامه يې ليکنې شروع کړې، ښې ليکنې کوی او موږ او تاسې به يې په همدې اړه هم ليکنې ولولو.

خو ما چې د ښاغلی ارمان ليکنه ولوسته ، هم راته په زړه پورې ښکاره شوه. نوموړی ښه ليکلی دی :
[quote:7b371853a7]انسان ته لوي څښتن انساني حرمت ورکړی،چې دا يو ستر مقام دۍ. د د انسانانو له خوا هم بايد دانسان حرمت ته درانه وکتل شي، خو ګورو، چې ځنې خلک حتی ځنې دولتونه هم د انسان حرمت او کرامت تر پښو لاندې کوي.. که د انسانانو تر منځ اخ او ډب ته پام وکړوـ ددې لباره به لرې نه ځو ، همدا خپل هېواد به راواخلو-، نو د انسان حرمت، چې انسان تر پښو لاندې کوي، حتی دا کار هغه طبيعی ورانيو دومره انسان نه دۍ تبا کړی او نه بل حيوان هغه د خپل نسل حيوان او يا بل حيوان ته دومره تاوان رسولی[/quote:7b371853a7]

دلته له سړی سره دا سوال مطرح کيږی چې د انسان «حرمت» او « کرامت»څه شی دی؟ یعنی انسانی «حرمت» او «انسانی کرامت» څنګه معنا او تعريفولی شو؟ د تاريخ په اوږدو کې ورته کومو پوهانو څنګه تعريفونه ورکړی دی؟ د مختلفو اديانو نظريات په دې هکله څه ؤ او څه دی؟

آيا له انسان پرته نور شيونه مثلا حيوانات هم حيوانی حرمت او کرامت لری او که نه؟
او که يې لری نو انسانی کرامت او هم انسانی حرمت له حيوانی همدا نه په کومو مميزاتو، علامو او سرحدو بيليږی؟

خدای د وکړی چې وروڼه به په دې اړه خپل معلومات له نوروڅخه و نه سپمو ی. دا حتمی هم نه ده چې يو نفر د د ټولو پوښتنو په اړه معلومات وړاندې کړی. کيدای شی چې يوازې يوې پوشتنې ته ځواب يا لږ او ډير معلومات يې په اړه وړاندې شی!


د انسان حرمت ......

ارمان
06.12.2007

ډیرې درنې خور و غوټۍ وبل او ګران ورور محمد حسن ته نېکې هيلې او سلامونه.

ډېره خوښنه، چې زه مو
دې ته راوهڅولم، چې په دې اړخ کې لږ سوچ وکړم او څه د نورو ليکنو را وباسم.
انسان لوی څښتن اشراف المخلوقات پيدا کړی، دا په دې چې انسان د نورو پيدايښتونو ( موجوداتو) څخه ځانګړۍ دۍ يا زياتې ځانګړتياوې لری. د انسان فزيکي جوړخت ډیر لوړ دۍ او هغه څه چې انساني حرمت په کې ډېر روښانه رامنځ ته کيږي هغه دادۍ، چې انسان ته لوی څښتن فکر ورکړی، انسان خبرې کولی شي، پوهېدلی شي او پوهولی شی، د ستونځوبيو (ستونځو حل) لپاره لارې چارې سنجولی شي. په دې ټولو څه وو کې انسان له نورو ژويو څخه روښانه توپير لري هغه دادۍ، چې که نور هر څه پيدايښت دۍ هغه لوی څښتن د انسان لپاره پیداکړي، چې انسان تر ې کټه واخلي او دې پيداېښت څخه په اړونده توګه ګټه واخلي. انسان ته لوی څښټن فکر ورکړی چې هر څه و سنجوي او ژبه یې ورکړې،چې هر څه ، چې فکر ورته اجازه ورکوي ووایې، خو په همدې ځای کې بايد دې ته هم ګوته ونيسم، چې د هر انسان حرمت، چې خوندي وي ، نو ددې درنښت هم هرانسان بايد وکړي، په هيڅ ډول بايد يو انسان د بل انسان حرمت ته په سپکاوي ونه ګوري.
د نورو پيدایښتونو په هکله بايد دومره ووايم ، چې درنښت یې ځکه په کار دۍ، چې ټول د انسان دګټو لپاره لوی څښتن شته کړي دي. د هر څه ورانښت د نورو انسانانو د حرمت ساتني په بنسټ ناروا دۍ دا نه يواځې دا چې نور حیوانات وساتل شي، بلکې چاپېريال هم بايد وساتل شي، چې تخريب یې ټولو انسانانو ته زيان رسوي..
د انسان د حرمت په هکله ټول اسماني اديان ، لکه د اسلام مبارک دين نزدې يو ډول لارښودنې لري، چې په اسلام پوره شوي دي.
،، د انساني حرمت کليمې د فکر يا تصور يا خيال او يا تجربو ویېنه ( افاده) ده، داسې چې هر انسان د خپل شتون يا پيدايښت په بنسټ د ساتن ازښتۍ ارزښت لري ( د موجوديت حق او ازښت) ،،

،، ټيک هلته، چېرته چې بې قيد او شرطه د انسان حرمت خوندي دۍ، کېدی شي د برابرو حقوقو او ازاد ټولنيز موجوديت يا شتون څخه وغږيږو. ،،
دا ډېرې تاريخي ريښې لري او د ا د انسان د ودې سره وده کوي، چې زه یې نوره نه څېړم ، خو دا داسې رالنډوم:
انسان د حرمت يا د ټولو انساني حقوقو ترڅنګ مکلفيتونه هم لري، چې د هغې ساتنه هم زما په اند همدومره اړیېنه دي. که انسان ته په ټولنه کې د کار پيداکولوحق ورکړ لري، نو د کار کولو دنده هم لري( دا د يوې منظمې ټولنې په څلور ديوالي کې شوونې کېدی شي). که د انسان درنښت ته په درنښت کتل کيږي ،نو د انسان دنده هم ده، چې نورو ته په درنښت وګوري. که انسان خپل حق غواړي، نو دبل د حق خوړلو اجازه هم نه لري. که انسان د نورو سره مرستې ته را بللشوی وي- چې دا یې اخلاقي دنده ده ، نو ددې اجازه نه لري، چې د بل انسان حقوق تر پښو لاندې کړي، يانې د انسان حقوق يا که غواړۍ خرمت د هر بل انسان په مخامخ هم خوندي دي.
دا موضوع پېچلې اوږده او په زړه پورې ده. هيله ده،چې زموږ فیلوسوفان ، دين پوهان او حقوقپوهان به ورته په پراخه بڼه خپل پام واړوي.
که څه هم ما په خپل مسلک کې بايد فلسفه ویېلي وي، خو د اسي د مسلک په توګه نه يانې مسلک مې نه دۍ، خو داسې لږ بايد ورسره بلدووم

ستاسو ارمان، چې ارمان مې خپله او د خپلو افغانانو هراړخيزه پوهه ده.
په پښتني مينه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more