د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان بايد له پاکستان سره څه وکړي!

Ajab
27.05.2006

وايي کله چې د ٢٠٠٢ کال د اکتوبر په مياشت کې پاکستان کې ټولټاکنې وشوې او د پاکستان د پوځي خېټورو په مهربانۍ مليانو زيات سيټونه وګټل نو ورسره داسې اوازې هم پېل شوې چې مولانا فضل الرحمن به د پاکستان صدراعظم جوړېږي. همدغه وخت يو تن د پاکستان تر ټولو لويې انګليسي ورځپاڼې DAWN ته په يو خط کې وليکل:
((پخپله د پاکستان جوړېدل زمونږ لپاره يوه د ناخوښۍ خبره وه خو زه په هغه وخت کې ماشوم وم او په دې خبرو نۀ پوهېدم. بيا د لومړي ځل لپاره پخپله جناح ټاکل شوې اسمبلي ماته کړه نو مونږ له زغم څخه کار واخيست. ورپسې نور ډېر ناروا کارونه وشول لکه د لياقت علي خان وژل کېدل، د فاطمه جناح سره دوکې کېدل او داسې نور. بيا بنګال د پاکستان څخه بېل کړاى شو او بنګله دېش جوړ شو. دغه هم مونږ وزغمل. بيا د ضياء الحق په نوم يو تن د امريکا تلعمري ايجنټ بوټو اعدام کړ او په پاکستان کې يې د مذهبي کرکې، کلاشنکوف، هيروين او بې غيرتۍ بازار ګرم کړ خو دغه هم مونږ برداشت کړ. په اخر کې مو مشرف او د هغه حرام خواره وزيران هم وزغمل. ولې اوس چې مولانا فضل الرحمن د پاکستان صدراعظم جوړېږي نو دا نوره د زغم خبره نده. لهذا په کومه ورځ چې فضل الرحمن صدراعظم جوړ شي هغه به زما په پاکستان کې اخري ورځ وي)).
دغه پوره خبره مې په دې وکړه چې پاکستان له ډېرې مودې څخه په افغانستان کې نۀ يواځې لاس وهي بلکې د سر د ويښتو نه نيولې د پښو د نوکانو پورې يې د افغانستان په تباهۍ، ورانۍ او در په درۍ کې ځان لړلى دى. کله يې د جهاد په نوم جهادي غلو ته وسلې او مهمات ورکړي دي او کله يې د شريعت په نوم د طالبانو په لاس زمونږ مکتبونه، زمونږ کتابتونونه، زمونږ ملي شتمنۍ او زمونږ وطن راوران کړى او زمونږ تنکي ځوانان يې وژلي دي. وژلي نۀ بلکې د پوخ فصل پشان يې رېبلي دي.
خو دا هغه وختونه وو چې په افغانستان کې يو داسې حکومت نۀ و چې د پاکستان څخه د دې پوښتنه وکړي ځکه چې که جهاديان وه او که طالبان، جوړ شوي خو په اسلام اباد کې وه. ولې اوس چې په افغانستان کې يو داسې حکومت دى چې د افغان ولس لخوا ټاکل شوى دى او افغانان ورته خوشبين دي او افغانان چې نور د جګړو څخه تر پوزې راغلي دي نۀ غواړي چې دا يو څه نا څه په پښو ودرولى ژوند هم له لاسه ورکړي. نو په داسې حال کې د پاکستان لخوا د طالبانو له لارې په ډېره بې شرمۍ سره د افغانستان د ورانولو لړۍ ته دوام ورکول نوره د زغم خبره بالکل نۀ ده. د افغانستان ولسمشر جناب حامد کرزي په دې لړ کې په تېرو څو ورځو کې په ډېره جراتمندانه توګه پاکستان ته وويل چې (نور دې زمونږ خلک زمونږ په وژلو پسې نۀ رالېږي او نور دې دا خيال له سره وباسي چې ګنې د افغانستان حکومت به په اسلام اباد کې جوړېږي).
خو د پاکستان حکومت ډېر په بې شرمۍ سره وايي چې مونږ د طالبانو مرسته نۀ کوو. ولې کله کله د دوى د خولو نه يوه داسې خبره هم راوځي چې د طالبانو د ملاتړ ښکاره ثبوت وي. لکه د پاکستاني جنرالانو پوخ وظيفه خور مولانا فضل الرحمان چې کله کله ووايي (طالبان رښتيني مجاهدين دي او مونږ غواړو چې په افغانستان کې د هغوى شريعت راشي). دغسې مشرف هم يو ځل ويلي وه (مونږ چې وغوښتل چې په افغانستان کې ټاکنې بې له کومې ګډوډۍ وشي نو همداسې وشول).
د افغانستان حکومت بايد نور د پاکستان د لاسوهنې د مخنيوي لپاره د سوال او زارۍ نه کار وانخلي او د "وسپنه په وسپنه غوڅېږي" په اصطلاح هر هغه اقدام وکړي چې کولاى يې شي. لکه:
د افغانستان حکومت دې لومړى پاکستان ته يوه مياشت وخت ورکړي چې خپل طالبان او خپل ترهه ګر په خپله ختم کړي او په افغانستان کې د لاسوهنې څخه نور لاس واخلي. که پاکستان په يوه مياشت کې داسې ونکړي نو بيا دې په افغانستان کې اعلان وکړي چې که هر چا طالبانو ته پناه ورکړه نو هغوى به بمباري کولاى شي. له يوې مياشتې وروسته دې حکومت د خپلو او بهرنيو ټولو وسايلو څخه کار واخلي او هر چرته چې د طالب نښه ليدل کېږي هغه ځايونه دې بمباري کړي. ورسره دې د امريکا او هندوستان په ملګرتيا په پاکستان نېغ په نېغه بريد هم وکړي. ځکه چې کږه خوله په سُوک سمېږي. که د افغانستان حکومت په پاکستان د بريد توان نلري نو بيا دې په بلوچستان، سندهـ او پښتونخوا کې هغو خلکو ته مرستې ورکړي چې د پاکستان په ضد پاڅون کول غواړي او ورسره دې په پاکستان، په ځانګړې توګه په پنجاب کې ځان مرګي بريدونه او چاودنې هم پېل کړي.په مدرسو، مکتبونو، پوهنتونونو او دولتي ادارو کې دې چاودنې، بريدونه او ځان مرګې حملې وشي نو لدې لارې به پاکستان ته پته ولګي چې د سېره څو پخېږي.


salam
16.08.2007

هلکه عجبه خبره دی عجبه کړی تۀ خو دطالبانو نه هم ذیات ئ کۀ پۀ پاکستا ن کښې دهماکی کيږی نو چرته کیږی اخو تاته معلومه ده اوڅوک پکښې مری نو هعه څوک دی ٠زما دی پۀ خبره سر خلاص نۀ شو ٠جنګ خو پښتانۀ ددیوال سره وجنګول ايا ستا پۀ نیز دترهه ګرۍ سیاسی حل نشته؟ تاچې کوم تجویز وړاندي کړے داخو محفل ګرمیدے ضرور شی خو ددی نتائج به دطالبانائزیشن پۀ شکل کښې را وځې او امپرلزم او دهغو چاپلو سانو ه یوه نادره 
موقع پۀ لاس ورکول دی چې دلته تر ډیرې مودی دلته دیره واچوی 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more