د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

اوږده ښکرې وينډوز( Longhorn)

شمشاد شينواری
18.04.2004

...................................................اوږده ښکرې وينډوز( Longhorn)
تاسو به ډول ډول وينډوز پروګرامونو کارولي وي. د وينډوز ٣ نه تر XP پوري ښايي د بيلا بيلو ستونزو سره به مخامخ شوي ياست که په کمپيوټر له څو کلونو راهيسې کار کوی نوډول ډول وينډوز پروګرامونه به مو ليدلي وي د يو وينډوز د ستونزو په ليدو سره به ستړي او د بلې وينډوز را تګ ته به سترګې په لاره پاتې شوي ياست چې دا ستونزې مو ليرې شي بيا د نوې وينډوز په راتګ به ستاسو ځينې ستونزې پوره شوي وي د مايکروسافټ ورستنې وينډوز XP نوميږي، که څه هم يوه بريالۍ وينډوز ده، امنيت (Security) يې هم ښه دي خو بيا هم ځنې نيمګړتياوې لري سمه ده چې د نورو وينډوز پروګرامونو په پرتله لږ crash کيږي، خو ځنې وختونه تاسې دې اړ کيږئ چې وينډوز له سره پيل (Restart) کړي د ځينو پوستکياليو (Software) او کلکاليو ( Hardware) د نصبولو سره هم ستونزې را منځته کيږي. له همدې کبله په تمه يو چې راتلوونکې وينډوز چې راتګ به يې په ٢٠٠٥ ع کال کې وي او دا اوږده ښکرې وينډوز په نوم به ياديږي وګورو.
د XP وينډوز نه وروسته مايکرو سافټ غواړي داسي يوه جوړه کړي چې د نورو وينډوز پروګرامونو سره خوراتوپير او ډيرې ښيګڼې ولري، لکه څرنګه چې د وينډوز ٩٥ په جوړلو سره په وينډوز کې يو ستر بدلون راغئ.
د مايکروسافټ نوې وينډوز چې لانګ هارن نوميږيب په نيوا اورليان کې د مايکروسافټ وينډوز د کلکاليو په وروستی کنفرانس کې وپيژندل شوه.
د مايکروسافټ د وينډوز د څانګې مرستيال ويل پول (Will Poole) په دې کنفرانس کې اعلان و کړ چې دا وينډوز به په ٢٠٠٥ کال کې بازار ته وړاندې شي، نومړې دا هم وويل چې انګ هان د مايکروسافټ د ډيرو ارزښنا کو پروګرامونو د ډلې څخه دې چې دا به يو لري نوښت رامنځته کړي. دا وينډوز به د نورو وينډوز پروګرامونو سره څخه توپير ولري چې مايکروسافټ يې په ستايلو نه مړيږي؟مايکروسافټ وايې چې لانګ هارن ډيري ښيګنې او اسانتياوې لري لانګ هران به د وينډوز د کارونکې په خوښه وي چې ځينې برخې لرې او يا ورزياتې کړي، د بلې خوا به مسلکې وينډوز د کورنې وينډوز ټول لاس بري ولري او ځينې پروګرامونه او سرويسونه به ورزيات کړای شي همدارنګه مايکروسافټ وايې چې د دې وينډوز نصبلو به د ١٥ دقيقو نه لږ وخت نيسې که څه هم وينيوز XP د ٤٥ نه تر ٦٠ دقيقې وخت نيسي، په ريښتيا به هم دا يو ستر بدلون وي.
د مايکروسافټ دا نوې وينډوز به په ريښتيا هم يو نړيوال حيثيت ولري او ډيرې نوري ژبې به ولري چې په نورو وينډوز پروګرامونو کې نه موندل. کيدې څومره چې زه پوهيږم زموږ ملې ژبه ( پښتو ) به هم د دې نوې وينډوز سره مل وي.
مايکروسافټ خپل د دېنوې وينډوز سر٨ه ګرافيکي لاس بري ور زيات کړي چې د ٢٠٠٥ کال ګرافيک کارډونو او مونيټورونو جوړونکو کمپينيو هم ورته ځانونه برابر کړي دا کار مايکروسافټ دې ته اړ کړې چې دا وينډوز لږ تر لږه ښکارونکې کارډ ٧٦٨ * ١٠٢٤ او ويديوي کارډ ٦٤ ميګا بايټه وي.
په دې وينډوز کې په د هرې کړکۍ ( وينډوز ) محتويات د هغې د اندازې په بدلولو سره بدليږي خو اوس که موږ د يوې کړکۍ اندازه بدله کړو په محتوياتو کې يې توپير نه راځي. همدارنګه په دې وينډوز کې تاسو په ډيره اسانۍ سره په يو پروګرام د کار کولو تر څنګ يو فلم هم کتلی شې ې دا به پ فلم او پروګرام کې کوم ذنډ او يا خني نه راولي خو دا کار کومه ځانګړې ښيګنه نه لري او يواځې د ساعتيرۍ له پاره په نظر کې نيول شوې ده.
د لانګ هران فايل سيستم WinFS چې د NTFS پورې به تړلی وي خو FAT او FAT32 سره به هم سم کار کوي.
نور پر دې وينډوز خبرې نه کوو او صبر به وکړو چې دا وينډوز به موږ ته څه ښي؛نې او ستونزې راوړي، خو يوه ښيګڼه يې زه له اوس نه ګورم او هغه د پښتو ژبې لرل دي خو راځې چې د ښيګڼو هيلهيې ولرو.
---------------------------------------------------------------------------------
عبدالحليم يوسفزي ---- halim_yousofzai@hotmail.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more