د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د Ip ادرس معلومول ورسره موقیعت معلومول

Shafiq
23.04.2007

په ایم ایس این کښی د چټ کولو په دوران کښی د نفر دIP ادرس معلومول او یا په یاهو. هوټ میل یا اوټ لوک کښی چی کوم ایمیلونه راځی د دی ټولو د IP ادرس معلومول .ـ
د ټولودمخه باید په دی پوه شو چی د IP ادرس څه شی دی؟
IP ادرس ( انټرنیټ پروټوکول) ستاسو پیژندنه ده کوم وخت چی تاسو دخپل ټیلیفون لاین په زریعه انترنیټ سره د نښلولو له پاره د ISP سره کنیکټ کیږي په دی وخت کښی ISP ستاسو د پیژندلو له پاره تاسوته یو ادرس خلاصوی چی په دی قسم 202.168.128.15 وی چی د آیی ایس پی والاوو سره یو لاګ فایل جوړیکی چی په دی فایل کښی ستاسو دکور ادرس ټیلیفون نمبر ساتل شوی وی ـ
IP ادرس په دوه قسمه وی . ـ ۱ . ډاینیمک او ۲ . اسټیټکس
داینیمک IP ادرس هر وخت چی تاسو د ISP والاوو سره کنیکټ کیږی ستاسو د ای پی ادرس تغیر خوری مکر اسټیټکس IP ثابته وی اودا د ویب هاسټنک یا FTP له پاره استعمالیږی.
د MSN چټ په دوران کښی تاسی چی د کوم شخص IP ادرس معلومول غواړی هغه ته د میسینجر له لاری یو فایل Send کړی له دی سره اوس Dos Propmt ته لاړ شی او دا کلیمه ولیکی netstat په دی قسم ( C:\netstat ) او د انټر بټن کیکا کی مکر په دی دوران کښی باید فایل په MSN میسینجر باندی د لیږلوپه حالت کښی وی د انټر په وهلو سره په Dos Prompt باندی یولیست راځی په دی لیست کښی د هغه شخص IP ادرس موجود وی وس IP ادرس له ځانه سره نوټ کړی.
په یاهو ایمیل کښی د آی پی ادرس معلومول.ـ
په یاهو کښی په ایمیل آپشن باندی کلیک کړی ورسته Personalization ته ورشی په General Preferences کښی Messages بیا Headers او اوس په Show All Headers باندی کلیک کړی . Save یی کړی اوس په Index کښی ایمیلونه چیک کړه د آی پی ادرس به ورسره وی.
په هاټ میل کښی هم د ساین ان نه بعد Opption باندی کلیک کړی اوس په Mails Display باندی کلیک کړی او په دی کښی په Message Headers فول باندی کلیک کړی او Ok کړی اوس د ایمیل د چیک کولوسره کولی شی د آی پی ادرس هم وکوری.
په آوټ لوک کښی چی ایمیل موترلاسه کړی په ایمیل باندی د Mous ښی بټن کلیک کولوسره په پراپرټی کښی General او Details آپشن موجود دی تاسو Details ته ورشی هلته د آی پی ادرس موجود وی .
د IP ادرس د تر لاسه کولونه بعد غواړی چی د شخص موقیعت پیداکړی دمثال په ډول د ملک نوم د ښارنوم ددی له پاره تاسو دی ویب پاڼی ته لاړشی [url]http://www.dnsstuff.com [/url]لته تاسو د IPWHOIS Lookup په آپشن کښی د آی پی ادرس ولیکی او انټر کړی اوس د IP ادرس ټول تفصیل ستاسومخ کښی دی دی نه بعد کچیر تاسو غواړی د شخص په باره کښی نور معلومات حاصل کړی (دشخص نوم د ټیلیفون نمبر) نو بیا تاسو کولی شی چی د ISP والاوو ته ټیلیفون وکړی کوم ISP چی شخص یی استعمالوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more