د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

هارديسک فارتيشن څنګه کيژي ؟

M Musa Pakteen
23.01.2007

ګرانو وروڼو او کمپوترپوهانو
سلامونه او نيکي هيلي درته وړاندي کوم

د هارديسک فارتيشن په اړه مي اوريدلي وو چي داد د کمپيوتر د نصبولو يعني انسټال کولو لپاره ضروري او ابتدائي کار دئ چي بايد ترسره شي يو ملګري مي راته وويل چئ دا اسانه دئ او زه به ئي چل درته زده کړم او چل يئ هم راوښود
خو خدای خبر چي ما سم ونه کړلو او که د هغه لارښووني نيمګړي وي چي اوس مي په کمپيوتر کي نه اکس پي او نه ٩٨ انسټال کيژي او له خپله لاسه مي له پښو وغورځولو !
لطفا که چاته ددې ستونزي حل او چل ورځي راته ودي ليکي چې کمپيوتر مي انستال کړم

او بله دا چي هارديسک فارټيشن څنګه کيژي که دا هم را ته ووايئ مهرباني به مو وي
په درناوې او نيکو هيلو


Re: هارديسک فارتيشن څنګه کيژي ؟

M Musa Pakteen
23.01.2007

[quote:830b46a52c="M Musa Pakteen"]ګرانو وروڼو او کمپوترپوهانو
سلامونه او نيکي هيلي درته وړاندي کوم

د هارديسک فارتيشن په اړه مي اوريدلي وو چي داد د کمپيوتر د نصبولو يعني انسټال کولو لپاره ضروري او ابتدائي کار دئ چي بايد ترسره شي يو ملګري مي راته وويل چئ دا اسانه دئ او زه به ئي چل درته زده کړم او چل يئ هم راوښود
خو خدای خبر چي ما سم ونه کړلو او که د هغه لارښووني نيمګړي وي چي اوس مي په کمپيوتر کي نه اکس پي او نه ٩٨ انسټال کيژي او له خپله لاسه مي له پښو وغورځولو !
لطفا که چاته ددې ستونزي حل او چل ورځي راته ودي ليکي چې کمپيوتر مي انستال کړم

او بله دا چي هارديسک فارټيشن څنګه کيژي که دا هم را ته ووايئ مهرباني به مو وي
په درناوې او نيکو هيلو[/quote:830b46a52c]


smakhkash
24.01.2007

ګرانه وروره سلامونه،
هیله ده ته له پښو ونه غورځې کمپیوټر اسانه ده جوړ به شي هیله ده زما دا خبره دې بده ونه ایسیږي.
ته ماته داووایه چې ته کومه وینډوز غواړی نصب کړی او بله داچې ویندوز نوې انسټالوی او دپارټیشن لاره غواړی او که وینډوز دې انسټا ل کړی له هغه وروسته د پا رتیشن کولو لاره غواړي زما موخه داده چې دوه ډوله پارټیشن کیدای شي
۱- د کاري سستم (ویندوز) له انسټا لولو مخکې
۲-او دوینډوز له انسټا لولو وروسته
هیله ده پوښتنه دې ډاګیزه کړي.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ


M Musa Pakteen
25.01.2007

ښاغلی ډاکټر صيب
سلامونه نيکي هلي او د روغتيا دوعاوې
نه خفه کيژم به په څه؟
ډاکټر صيب ! ماته خو څه پته نشته چي کوم يو ئې ښه د کاري سيسټم لپاره ګټور دئ داخو تاسو ويلی شي
خو که په ابتداي چارو مو خبر کړئ يعني داچي تر وينډو انسټالولو مخکي څنګه کيژي ؟ او بيا ويندو ته څنګه چمتو کيژي؟

خو که وخت مو وموند نو د خپلو لوستونکو لپاره که ئې داد دويم ډول يعني له وينډو پس ته په اړه هم وليکئ کيدائ شي ډير خلک تري ډير ضروري او ابتدائې شيان زده کړي چي تراوسه موږ ترې ناخبره يو
ستاسي د لاښوونو په هيله


ګلامخان
26.01.2007

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
[quote:2670f9cc5b]خو که وخت مو وموند نو د خپلو لوستونکو لپاره که ئې داد دويم ډول يعني له وينډو پس ته په اړه هم وليکئ کيدائ شي ډير خلک تري ډير ضروري او ابتدائې شيان زده کړي چي تراوسه موږ ترې ناخبره يو [/quote:2670f9cc5b]
پکتین صاحب ډیره ښکلی پوښتنه !
ډیرمحترم ورورډاکټرثواب الدین مخکښ صاحب هیله ده همدې پوښتنی په اړه
که وخت درسره یاری کوله معلومات راکړی ځکه چی خپله زه پری خبرهم نه یم
مننه
ستاسوورورګلام خان


M Musa Pakteen
28.01.2007

ښاغلئ ګلان خان صيب او ډاکټر صيب ثواب الدين مخکښ
سلامونه او نيکي هيلي درته وړاندې کوم

ګلان خان صيب خدای دو کړي چي دډاکټر زموږ پوښتنه هيره نه وي
ستاسي د ټولو د ښه ژوند په هيله
پکتين


ګلامخان
29.01.2007

وعلیکم سلام ښاغلی پکتین صاحب!
یاره بلکل بیغمه اوسه په محترم ورورمخکښ صاحب می دومره باور ده چی
تاسوته ځواب نشم لیکلی ځکه چی زماترځواب مخکی به همدامهال
مخکښ صاحب ځواب لیکلی وی
خوخیرکه زمالیکنه دمحترم وروردځواب شاته راغله هم فرق نکوی
مننه
ستاسوورورګلام خان


smakhkash
29.01.2007

سلامونه،
وروڼو هرو مرو به درته ولیکم خو ما ته لږ وخت راکړی ځکه زه ددفتر له کارو سره ډیر بوخت یم.
هیله ده دصبر کاسه مو په څنډو وانه وړي.
په سپیڅلې کلیواله مینه.


ګلامخان
29.01.2007

وعلیکم سلام !
ډیره مننه مخکښ صاحب !
یاره اوس به نودمؤمن خان هم یقین راغلی وی .


کټوازی
29.01.2007

ګرو وروڼو محمد موسی پکتين ، ګلام خان او ښاغلی ډاکټر صيب ثواب الدن مخکښ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ!
د ډاکټر صيب پۀ اجازت غواړم چې د Disk Partition پۀ تړاو د لوستونکو پوښتنې او غوښتنې ته جواب ووايم.
ګرانو لوستونکو ډيسک پارټيشن پۀ واقعيت کې Disk Managementدی خو داچې موږ يې د ډيسک پارټيشن پۀ نوم پېژنو ،ځکه به يي پر همدې نامۀ ستاسې له غوښتنې سره سم پر زاړۀ او ستونزمن مېتود وږغېږو او دويم يې چې زۀ يي پرمختللی او اېډوانسډ Disk Management بولم پۀ GUI کې کېږي او د Environment برابروونکی يې هم WinNT ټکنالوجي ياني ونيډوز اکس پي دی هغه به که خدای کول که مې وخت پيدا کړ پۀ GUI کې وګورو کنه ډاکټر صيب دې خدای ژوندی لري، هغوئ ته به يي ورپرېږدو.

خو پۀ هرصورت خبرې به ډېرې ځکه نه اوږدوو چې له يوې خوا دلته پۀ پاکستان کې د واپډا له مهرباني بيا د لوډشېډينګ پرعذاب اخته يو او هره ګړۍ د برېښنا د بندېدا ستونزه موجوده وي.
نوټ: [color=blue:c1f5692efa]موږ به پر يوۀ هغۀ 4GB هارډ ډيسک باندې چې تر دې پخوا يي پارټيشن شوی دی ، نوی پارټيشن وکړو ياني لومړنی Logical Structure به يي Delete کړو او بيا پرې له سره پارټيشن وکړو او پۀ دې توګه به د پارټيشن جوړولو ترڅنګ د پارټيشن ړنګول هم زده کړو! ( که خدای کول )[/color:c1f5692efa]


[color=white:c1f5692efa].............ډيسک پارټيشن ړنګول [/color:c1f5692efa]

لومړی : خپل کمپيوټر مو له Floppy / CD ROM څخه بوټ ياني چالان کړئ، کله چې مو سيسټم له Removable Merdia څخه بوټ کړ نو ستاسې موقعيت به A ډراېيو وي او هورې به Fdisk وليکئ او د انټر کيلي به ووهئ .
دويم :کله چې مو د انټر کيلي ووهله، اوس به له کيبورډ څخه د Y کيلي ووهئ او بيا به يي انټر کړئ.
درېيم : اوس به تاسو ته د غوراوي لپاره څلور Option درکړي او تاسو به درېم ياني (Delete Partition or Logical Dos Drive) له کيبورډ څخه د ٣ د کيلي پر پريس کولو انتخاب کړئ او بيا به يي انټر کړئ.

څلورم : اوس به يوا ورې بيا له کيبورډ څخه د ٣ کيلي ووهئ اود ( Delete Logical Partion In The Extended Dos Partion) به غوره او د انټر کيلي به ووهئ.
پنځم : اوس به له تاسو څخه د هغه ډراېيو نوم او لېبل وغواړئ چې تاسو يي ړنګول غواړئ:
Drive Name () او Valume Label به که ورکړی وو ور کړئ
بيا به يي انټر کړئ
د Y پۀ نيولو سره به يي Yes او بيا انټر کړئ.
چې له دې سره به ستاسې Extended Partion ډيليټ شي
او بيا د دې لپاره چې Primary Partiion هم ړنګ کړئ له کيبورډ څخه به يي Escape کړئ يو ځلې به يي بيا Escape کړئ

شپږم : اوس به يو وارې بيا له کيبورډ څخه د ٣ د کيلي پۀ پريس کولو د ( Delete Partition Or Logical Dos Drive ) غوره کړئ او د انټر کيلي به ووهئ.

اووم : چې دا کار مو وکړ او س به له کيبورډ څخه د ٢ د کيلي پر کېکېښلو سره د ( Delete Extended Dos Partition ) غوره کړئ او انټر ، بيا به د Y پۀ کېکيښلو سره yes او بيا Escape کړئ.

اتم: يو وارې به بيا له کيبورډ نه د ٣ کيلي ووهئ او ( Delete Partition Or Logical Dos Drive ) به غوره او انټر کړئ.
بيا به له کيبورډ څخه د١ کيلي ووهئ او ( Delete primary Dos partition ) باندې به يي نټر کړئ
ورپسې به يي yes / yes او بيا Escape کړئ .
له دې سره به ستاسې ډيسک پارټيشن ړنګ شي او که غواړئ چې ويي ګورئ چې رښتيا هم ستاسو د ډيسک پارټيشن ړنګ شوی او که يه؟ نو تر Escape کولو وروسته به له کيبورډ څخه د 4 کيلي ووهئ او ( Display Partition information ) به غوره کړئ.

[color=blue:c1f5692efa]............د ډيسک پارټيشن جوړول [/color:c1f5692efa]
Be Continued


کټوازی
29.01.2007

[color=blue:3da3fb54c0]پۀ تېر پسې:[/color:3da3fb54c0]

ګرانو لوستونکو اوس چې موږ د ډيسک پارټيشن زده کړل اود يوۀ هارډ ډيسک پارټيش مو هم پۀ برياليتوب سره Delete کړ، اوس به ډېر اسانه وي چې پر ړنګ شوي يا نوي ډيسک باندې نوی پارټيشن وکړو.
که مو سيسټم ريسټارټ کړی نۀ وي نو له همدې ځايه به د Fdisk کمانډ وليکئ او انټر به يي کړئ ، کنه بېرته به يي له فلاپي يا سي ډي روم څخه چالان کړئ او د Fdisk فرمان به وليکئ او انټر او بيا به د Y پۀ کېکيښلو سره yes او انټر به يي کړئ.

دويم:اوس به له کيبورډ نه د ١ کيلي کېاږئ او ( Create Ms Dos Partition or Logical Dos Drive ) به خوښ او انټر کړئ.

درېيم : يو وارې به بياله کيبورډ نه د ١ کيلي کېاږئ او( Create Primary Dos partion ) به خوښ او انټر کړئ
چې له دې سره به تر ١٠٠ پورې د پارټيشن جوړولو پروسه بشپړ شي.

څلورم : کله چې دا پاس پروسېس تر ١٠٠ پورې بشپړ شو نو دا پېغام درکوي :
Create primary Dos Partition [color=blue:3da3fb54c0]( size [/color:3da3fb54c0])
د سايز پۀ رنګه سوي ځای کې به د ډراېيو لپاره سايز وليکئ ، د ساري پۀ توګه که غواړئ چې هر يو ډراېيو مو 2GB وي نو بيا 2000 وليکئ او انټر کيلي ووهئ.
له دې سره به Primary Dos partition جوړ شي اود Extended partion لپاره به له کيبورډ څخه د Escape کيلي کښېکاږئ.

پنځم : يو وارې به بيا له کيبورډ څخه د ١ کيلي پۀ پريس کولو د ( Create Partition Or Logical Dos Drive ) غوراوی وکړئ او د انټر کيلي به ووهئ .............. او بيا به له کيبورډ نه د ٢ کيلي پريس کړئ او د ( Create Extended Dos Partition ) انتخاب به و کړې او انټر به ووهې چې له دې سره به يو وارې بيا د پارټيشن جوړولو پروسېس پيل او تر ١٠٠ پورې به بشپړ شي.
شپږم :: کله چې دا پاس پروسه مکمل شوه نو بيا د ډراېيو لپاره د سايز پوښتنه کوي چې تاسو به پرې د انټر کيلي ووهئ او دويم پارټيشن به پخپله جوړ شي
د ډيسک پر پاته ځای / ظرف به هم د انټر کيلي ووهې او بيا به يي Escape کړې.
او پۀ دې توګه به تاسو وکولای شئ چې پر يو ډيسک باندې پارټيشن وکړئ !
اوس ددې لپاره چې له خپل کار څخه ان ډاډمن کړئ ،تر Escape کولو وروسته له کيبورډ خه د ٤ کيلي پريس کړئ او Display Partition Information وګورئ او C ,D دواړه ډراېيوز به ووينئ
بيا Escape کړئ ي وارې بيا Escape او درېيم وار هم له کبورډ څخه دEscape کيلي کېکاږئ!

اوس ستاسو ډيسک د کاري سيسټم / Windows انسټالېشن ته چمتو دی او کولای شئ چې Setup پرې Run کړئ!

[color=white:3da3fb54c0] يادښت[/color:3da3fb54c0]:
[color=white:3da3fb54c0]ما تر خپله وسه پورې پۀ بشپړ وضاحت او صراحت سره پۀ دې ليکنه کې د ډيسک پارټيشن د ستوزمنې طريقې د ړنګولو او جوړولو لارې چارې د ټول افغان درنو لوستونکو ته ور وښوولې ، له ټولو لوستونکو څخه پۀ خورا ژور درناوي هيله کېږي چې وار له وار دې يي د خپل PC پر ډيسک باندې نه ازمويي او يو جلا هارډ ډيسک دې پيدا کړي او پر هغه باندې دې يي تجربه کړي ، ځکه چې دا د يو وار کار نه دی او پۀ بيا بيا به يي ترسره کوي ترڅو يي مکمل تسلط ورباندې نۀ وي پيدا کړی د خپل کمپيوټر له ډيسک سره دې لوبې نه کوي!
که کوم لوستونکی له تلېوارې او تادۍ څخه کار واخلئ او له خپل ډيسک سره پخپله لوبې وکړئ ، پړه بايد وار له مخه پرخپله غاړه واخلي.
ځکه چې د همدې موضوع پۀ سرکې زموږ يوۀ هيوادوال ګيله کړې چې د يو ملګري نيمګړې لارښوونې يي کمپيوټر له پښو واچوۀ :oops:
هسې نه چې سباتاسو هم واياست د صميم کټوازي پۀ نوم د يو هيوادوال نيمګړې لارښوونې مې کمپيوټر او ټوله ډېټا راته خرابه کړه
پۀ ټوله افغاني مينه اوبې کچه صميميت[/color:3da3fb54c0]
اسدالله صميم


مؤمن
29.01.2007

السلام علیکم وروڼو ....
د صمیم ورور د خبرو په تایید ، غواړم دا یادونه وکړم چی هر کله تاسی په کوم هارد ډیسک باندی د پارټیشن عمیله اجرا کړی ، ټول هغه څه چی مخکی په ډیسک کی موجود وه له منځه ځی.

بله خبره دا چی له پارټیشن نه وروسته تاسو د ډیسک فارمت کولو ته هم اړتیا لری ، تر څو مو ډیسک د څه پری لیکو لپاره تیار شی.

په درنښت،
مومن


M Musa Pakteen
31.01.2007

ګرانو وروڼو او کمپيوټر پوهانو
سلامونه او نيکي هيلي هر يو ته په جداګانه ډول!
ستاسي د ټولو له زيار او معلوماتو څخه يو ه دنيا مننه
په تيره بيا اسدالله صميم کټوازي ورور له تاسو څخه ډير مننه چې زموږ د پوښتني د جواب لپاره مو زيار ويستلی او ډير هغه شيان مو ليکلي چي ډير لوستونکي ورڅخه ناخبره دئ او زموږ سره به ډير لوستونکي او کمپيوتر کارونکي ورنه ګټه واخلي
او دا هم بايد ووايم چې ماته چې چا دا پارتيشن ښودلئ وو بس په کاغذ ئې څو شيان راته وليکل او اوس زه ښه په ډاډ ويلئ شم چي د هغه ملګري مي ماته سم او پوره معلومات نه ؤ راکړي !
په درناوې او نيکو هيلو پکتين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more