د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ومړ که مړ شو ، کوم یو سم دی ؟

نقاد
24.12.2006

مړ شو او ژوندی شو که ومړ او ژوندی ؟
دمړکیدلو او ژوندی کیدلو له مصدر څخه ددې ګردان چې : زه مرم ، ته مرې ، هغه مري او مونږ مرو ، تاسې مرئ هغوی مري ،هغه به ومري ، هغوی به ومري یا مونږ مړه کیږو تاسو مړه کیږئ اوهغوی مړه کیږی یا مونږ تاسو اوهغوی مړه شول یاهغه سړی مړ شو اشتقاق مومي . خو مړېدل د مړ کیدلو دمصدر پر ځای او یا د ومړ کلمه دمړ شو د حالت پرځای کارول یوه خیټوره اختراع بریښي. ځکه د (و) ټکی په دوه حالتوکې ورزیاتېږي :
د حال له استمرار سره د راتلیز حالت له پاره او د استمراري ماضي سره دمطلقې ماضي د جوړولو له پاره :

سپوږمۍ خط لیکه او رادیویې هم اورېدله = سپوږمۍ خط ولیکه او رادیو یې هم واوریدله . یا سپوږمۍ خط لیکي او رادیو هم اوري= سپوږمۍ به خط ولیکي او رادیوبه هم واوري .
یا هغه مري= هغه به ومري سم دی،خو که مړیدل د مصدر په توګه ومنو ، نو استمراري ماضي به یې د مړېده ، مړېدې ، مړېدل مړیدئ اومړیدو شکل ولری چې نشته او مطلقه ماضي به هم ترې داسې جوړېدای چې نشته :
ومړېد، ومړ ېدې ، ومړېدل اوومړېدو ، چې نه شته اونه په کې د قاعدې له مخې د ومړ ټکی رامنځته شو . تاسو څه نظر لرئ ؟


Ghairat
25.12.2006

نقاد صیب ، غوټۍ خور او نورو لوستونکو ته سلام او درناوی !
ومړ هم په پورته ډول ، خو محدود ، منطقی (ګرامري ) بنسټ لري :
مثلاً : خوړل ــــــــــــــــ وخوړ ــــــــــــــــ وبه خوري . او کټ مټ په همدې
ډول : مړ ېدل ـــــــــــــــــ ومړ ــــــــــــــــــــــ وبه مري .

تاسو په دې کې څه وایاست ؟


نقاد
28.12.2006

[quote:c750528818="Ghairat"]نقاد صیب ، غوټۍ خور او نورو لوستونکو ته سلام او درناوی !
ومړ هم په پورته ډول ، خو محدود ، منطقی (ګرامري ) بنسټ لري :
مثلاً : خوړل ــــــــــــــــ وخوړ ــــــــــــــــ وبه خوري . او کټ مټ په همدې
ډول : مړ ېدل ـــــــــــــــــ ومړ ــــــــــــــــــــــ وبه مري .

تاسو په دې کې څه وایاست ؟[/quote:c750528818]
غيرت صیب ، غوټۍ خور او نورو لوستونکو ته سلام او درناوی !
زه همدومره وايم چې د (م) په سکون [color=white:c750528818] مړېدل [/color:c750528818]مصدر نشته ، مړه کيدل يامړکيدل مصدر دی او دکيدل نو ر حالتونه لکه شو، شوو، کيږي يا وبه شي ـــ هرچاته څرګند دي او د مړ کیږی، مړ شو ، مړه شوو ، مړه شول او مړه به شي په بڼه کاریږی .


M Musa Pakteen
04.01.2007

نقاد صيب
مړېدل د مړښت مصدر دی لکه چې وايو پۀ مينه مړېدل نسته
ورور مو


نقاد
05.01.2007

[quote:ed3270a4f0="M Musa Pakteen"]نقاد صيب
مړېدل د مړښت مصدر دی لکه چې وايو پۀ مينه مړېدل نسته
ورور مو[/quote:ed3270a4f0]
پکتین صیب له پام څخه مو مننه :
خو مړېدل د (م) په سکون مطلب و، چې د موضوع (مړینې) سره تړاو لري ، نه د (م) په فتحه !
درناوی اوسلامونه !


M Musa Pakteen
06.01.2007

نقاد صيب له تاسو نه هم مننه چې خپل مطلب مو روښانه کړ ،زه هم درسره موافق يم


نقاد
17.01.2007

درنو ګډونوالو خویندو ورونو ته سلام او درناوی !
داچې د مړینې مصدر مْړېدل نه ، بلکې  مړ کېدل يا مړه کيدل دی یو څه نوره مناقشه او څیړنه هم غواړی :
که مړکیدل یا مړه کیدل لازمی مصدر دی نو متعدی مصدر هم لری چې مړکول یا مړه کول دی او ( وژلو) ته وایی لکه :
۱ ـ رحیمه په ځوانۍ کې کنتون کوي ، هغه خپل پلار په زوره یوه ایجړا ته واده کړې وه ، خو هغې د واده په لومړۍ شپه ایجړا ته زندۍ واچوله او هغه یې[color=yellow:170d63f0b0] مړ کړ [/color:170d63f0b0]. ځینی د زور او زندۍ خبره ردوی خو دایجړا وژل حقیقت بولي ځکه : رحیمی د واده په شپه ایجړا په لوی لاس تر هغه و خته پورې بی له ځنډه تښنولو تر څو چې په شنه خندا [color=white:170d63f0b0]مړ شو [/color:170d63f0b0].
اوس نو که مړېدل د لازمی مصدر اوومړ یې د یو فعلی حالت په توګه ومنو، نو متعدی مصدر به یې مړول وی چې نشته اود متعدی فعل نوموړی حالت ( مړ کړ)به یې هم [color=white:170d63f0b0]ومړ[/color:170d63f0b0] وی چې له سره نشته . ځکه ومړ د مړ شو پر ځای راغلی او د ( مړکه یا مړ کړ) له پاره نشی کارېدلی .
نو د مړیدلو او مړ کیدلو د لازمی مصدرونو له دې پرتلې څخه دا نتیجه اخلو چې :
مړېدل که څه هم په یو څه بدلون منلو سره یو دوه کاریدونکی مشتقات لری لکه د (ومره ، ومري ، ومرې ) حالتونه په دې جملو کې :

[color=yellow:170d63f0b0]چې په غږ مې رقیبان مري و دې مري . یا دا متل چې : سل دې ومره یو دې مه مره ![/color:170d63f0b0]

بیاهم مړېدل او ومړ یو نامانوسه شکل دی او متعدی (مړول) نه لری خو مړه کیدل او مشتقات یې مړ شو ،مړه شول اومړه به شی ټول ښه مأنوس شکلونه دي اوهم سم متعدی حالتونه لري .
نوکه د چا پر کولمو وچ  او دردناک قبضیت نه لګوي ، ښه داده چې د معیاری ( ملی) پښتو له پاره د سیمه ییزې لهجې د[color=white:170d63f0b0]ومړ[/color:170d63f0b0] له تحریری کارولو او له سیمې بهر یې د نورو سره له ویلو څخه ډډه وکړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more