د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

yahoo ID or email Address څنګه په آوټ لوک کي کارکوي؟؟؟

شیوانی
13.12.2006

زړه ته راتیرو وروڼواو خویندو!
نیکي هیلي او پیرزویني مي ومنی.

غواړم چه خپل یاهو ID په آوټ لوک کي په کار واچوم، ترڅو د بریښنالیک په راکړه ورکړه کي مي کار آسان شي. خو کم وخت چي په آوټ لوک کي خپل اکاونټ جوړوم هغه POP را څخه غواړي.
دغه پاپ که چاته معلوم نو د مهربانی له مخي ماته را وښه یي، او یا کومه بله طریقه چه خپل ایمیل ادرس په آوټ لوک کي په کار واچوم؟

په پښتنه مینه
ستاسو کشر ورور
محمد اسحاق شیوانی
hemat_shiwani@yahoo.com
Mob: +93 (0) 799 556 770


smakhkash
14.12.2006

ګرانه وروره سلاموه او نیکې هیلې مې ومنه.
ستا دستونزې د حل لپاره لاندې ویب پاڼې ته سر ورښکاره کړه ځواب به تر لاسه کړي.
http://benawa.com/Culture&Information/computer/Teach/
په دغه برخه کې د( د Yahoo بریښنا لیکونه په Outlook2003کې) تر سرلیک لاندې لیکنه ولوله ستونزه به دې هواره شي.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ


شیوانی
14.12.2006

ګران ورورکیه سلامونه او پریرزوینې ومنه!

ستاڅخه ډیره مننه، خو!!!!!!!!!!!!!!!

زه د yahoo plus ادرس نه لرم، ساده یاهو ادرس مي دي .

((مابه په کال کښي دوه ځله شل ډالره ورکولاي، خو چي لاس رسي مي درلودلاي ...................))

که کومه بله چاره چاته معلومه وي ، نو مهرباني ماته يي را زده کړي.


smakhkash
14.12.2006

ګرانه وروره ،
لیدلې به دې وي چې ځینې خلک د یا هو مختلف ادرسونه کاروي . یعنې ځینې داسې ادرسونه دې چې د Yahoo.com کې نه جوړیږي .ځینې داسې اکاونتونه دې چې په ملکونو پورې اړوند دی په هغو کې ته کولای شې د اکا رتر سره کړی په دې ماناچې په لاندې ویب پاڼه کې ځانته اکاونټ جوړ کړه شا ید کار وکړی:
www.yahoo.co.uk
بیا هغه چاری تر سره کړه کوم چې ما په هغه لیکنه کې درپه ګوته کړي دي.
په سپیڅلې کلیواله مینه.


شیوانی
24.12.2006

سلامونه او پیرزوینې!

د UK Zip Code څه شی دي؟

په پښتنه مینه
ستاسو کشرۍ ورور
محمد اسحاق شیوانی


شیوانی
27.12.2006

زړه ته راتیر ملګري
نیکی هیلی او پیرزوینی می ومنه!

وروره که دا کار خو می هم وکړ، خو....... نه پوهیږم هلته یی څنګه ولیکم (pop.mail.yahoo.com او که pop.mail.yahoo.co.uk)؟؟؟

دواړه قسم می ولیکل خو بیا هم کار نه کوي نه پوهیږم کم بل کار لری که څنګه؟؟؟

په مینه او درنښت
محمد اسحاق شیوانی


حمزة
08.06.2007

محترمه وروره
په اوټ لوك كي چه د پاپ3 كوم ادرس غواړي دا هغه ادرس دي كوم چه اي اس پي والا په ايميل سروركيpop3 ته ور كړي وي نو ددي ادرس پوشتنه له خپل اي اس پي والا نه وكړه .


داځل به دې ستونزه حل شي که خدای کول

smakhkash
17.06.2007

ډیره ګرانه شیوانې وروره،
خدای دې روغ اوجوړ لره په دغه لاندې لینک کلیک وکړه که خدای کول ستونزه به دې حل شي دغه لیکنه ماتاته یو ځل مخکې هم کړی وه مګر اوس مې نورې نوي زیاتونې پرې کړی دې چې ستونزه دې هوارولی شي.
http://www.pohandost.com/forum/showthread.php?t=218
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more