د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

څنګه کولای سم د MS Word File په PDF File وا ړوم؟

شیوانی
17.12.2006

زړه ته را تیرو خویندو او وروڼو!
نیکي هیلی او پیرزویني مي ومنی.

غواړم د Word, Excell and so on او داسي فارمټونه په PDF File وا ړوم، ایا کومه لار، پروګرام او یا...... تاسو ښاغلو ته معلومه ده؟؟؟

په پوره پښتنه مینه
ستاسو کشرۍ ورور
محمد اسحاق شیوانی
hemat_shiwani@yahoo.com
0799556770


مؤمن
17.12.2006

قدرمنه وروره
د دی کار لپاره تاسی ځانګړی سافت ویر ته ضرورت لرﺉ تر څو ستاسی فایلونه PDF ته واړوی. دا لاندی پروګرام کولای شی چی په وړیا توګه خپل کمپیوټر ته ښکته کړي.
http://www.pdf995.com/download.html
کله چې مو په خپل کمپیوټر کې دا پروګرام انسټال کړ، دا به یو پرنټ ډرایور ستاسو په کمپیوټر کی اضافه کړي، او هر کله چې غواړی خپل کوم فایل PDF ته واړوی، فایل خلاص کړی او او د File .....Print له انتخاب نه وروسته ، همدا نوی انسټال شوی پرنټر خوښ کړي. البته دا به ستاسو فایل چاپ نکړی بلکه یواځی ستاسو د فایل PDF کاپی به تاسو ته په لاس درکړی.

نور مالومات په خپل همدی سایټ کی شته او که چیری کومه ستونزه ولری، نو پوښتنه کولی شی.

په درنښت
مومن


شیوانی
20.12.2006

ټولو وروڼو او خویندو ته سلامونه!

ګران وروکیه ډیره ډیره ډیره ممممممممممممممممننننننننننننننننننننننننننننه!

لکه څنګه چه می غوښتل هم هغه سی پروګرام می تر لاسه کړ.

په پښتنه مینه
ستاسو کشرۍ ورو
محمد اسحاق شیوانی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more