د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د کارن نوم (Username) جوړښت

smakhkash
14.12.2006

د کارن نوم (Username) جوړښت
ډیر به Domainاو Workgroup پیژني او کیدای شي ډیرو تا دا ویوکي نا اشنا وي. خو بیا هم زه ددې په هکله اوس هیڅ هم ویل نه غواړم مګر کیدای شي په راتلونکې کې پرې څه نا څه، خدای وس ولیکو.
اړینه ده چې که چیری تا سو کمپیوټر کاروی نو یا خو به ستا سو کمپیوټر دDomain او یا خوبه دیوه Workgroup برخه وي. شونې ده ستا سو کمپیوټر له څو نورو کمپیوټرو سره د Domain یا Workgroup په بڼه نښتی وي یانې دیوې وړوکې شبکې په دود او یا خو هم کیدای شي داوړ نه وې، کیدای شي تا سو په ځا نګړې توګه همدا خپل کمپیوټر وکاروی موخه داده چې له بل هیڅ کمپیوټر سره نه وي نښلیدلی. په دغو دریو واړو بڼو کې تا سو اړیا ست تر څو یو کا رن نوم (Username) او یو پټ نوم(Password) ولری تر څو له خپل کمپیوټر څخه ګټه واخلی اړینه نه ده چې پټ نوم به حتمي ولری مګر کا رن نوم اړین دی.
کله هم چې تا سو کمپیوټر لمړی چا لان کړی نو له تا سو څخه کارن نوم غواړي اوس د کارن نوم د ټا یپ کولو لارې درپه ګوته کوم په دې ما نا که تا سو کمپیوټر ته ننوتل غواړی نو خپل کارن نوم په کومو بڼو ټا یپ کولی شۍ تر څو د منلو وړوي او کمپیوټر ته پرې ننوزۍ. اوس نو داخبره له څو لارو څیړو:
۱- که تا سو د یوه Domain برخه وال یا ست کولای شې ځپل کارن نوم په لاندې ډول ټا یپ کړې:
الف – username@domain
نمونه: smakhkash@smakhkash.com
په دغه مثا ل کې smakhkash کارن نوم دی او smakhkash.com دومین دی.
ب – domain\username
نمونه: smakhkash.com\smakhkash
دلته smakhkash.com دومین او smakhkash کا رن نوم دی.
۲- که چیری تا سو د یوه workgroup برخه وال یا ست کولای شی خپل کارن نوم په لاندې ډول ټا یپ کړی:
الف – username@workgroup
نمونه: smakhkash@icthelpdesk
دلته smakhkash کارن نوم اوicthelpdesk عبا رت له workgroup څخه دی.
ب – workgroup\username
نمونه: icthelpdesk\smakhkash
دلته icthelpdesk عبا رت له workgroup څخه دی او smakhkash کارن نوم دی.
۳- که چېری تا سو یوا ځې یو کمپیوټر چلوی یا نې نوموړی کمپیوټر له نورو کمپیوټرونو سره نه وې نښتۍ نو تا سو کولای شۍ خپل کا رن نوم په لاندې ډول ټا یپ کړی:
الف- username@computer name
نمونه: smakhkash@MCSETRAINING0001
دلته smakhkash کا رن نوم او MCSETRAINING0001 د کمپیوټر نوم دی.
ب – computer name\username
نمونه: MCSETRAINING0001\smakhkash
دلته MCSETRAINING0001 د کمپیوټر نوم او smakhkash کا رن نوم دی.
که چیرې ستا سو کمپیوټر له نورو کمپیوټرونو سره نه وې نښتې بیا هم په Workgroup کې یا ست مګر په دغه صورت کې له دریم غوراوي کا رواخلۍ .
په سپیڅلې کلیواله مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more