د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

چیټینګ

بهاول خان
18.07.2006

ګرانو پښتنو ورڼواوخویندوسلامونه!
محترمینو:- که چیرته وخت لري اولاندی دوه پوښتنې راته ځواب کړي مهربانې به
مووې
۱ داچه څرنګه خپل انترنیت ته ویب کام کیمره لګولي شم
۲ که په yahoo او hotmail دواړوکې راته دچیټنګ طریقه وښایاست
مهربانې به مووې
مننه
ستاسو دځواب په هیله بهاول خان


په ياهو كې چيټنګ كول

Rahmat spesalai
01.08.2006

ګرانه وروره بهاول خانه سلامونه مې ومنه :
په ياهو كې دچيټنګ كولو دپاره لومړى بايد تاسو په خپل كمپيوټركې Yahoo Messenger انسټال كړي او وروسته په Yahoo Messenger باندي كليك وكړي يوه كړكۍ به راخلاصه شي په هغه كې ستاسوخپله ID او Password وركړۍ اوپه Sign In باندي كليك وكړي اوله لږ ځنډوروسته به ستاسو ياهو مسنجر راخلاص شي او كه راخلاص نه شو نو داسي وكړه دID او Password په خانو كې غلطه IDاو پسورد وركړه بيا په Sign In باندې كليك وكړه يو به كوچينۍ كړكۍ به راخلاصه شي او ته هلته په New User باندې كليك وكړه او له دې طريقه نوي ID جوړه كړه . كله مو چې ID جوړه كړه نو له سره ياهو مسنجر راخلاص كړي او خپله نوي جوړه شوي اي ډي او پسورد وركړي او Sign In باندې كليك وكړي ستاسو ياهو مسنجر به راخلاص شي اوس نو تاسودخپلو دوستانو ايميل ادرسونه خپل مسنجر ته Add كړي لومړي به په Contacts او وروسته Add a Contact كليك وكړي او خپلو دوستانوايميل ادرسونه درسره Add كړي كله چي تاسو دا ايميل ادرسونه اډ كړي هغه به غير فعال وي هغه دياهو زيړ مخي به داسي خړ ښكاري نو تاسو په هغه ډبل كليك وكړي هغه كړكې به راخلاصه شي چي ستاسو پكې چيټنګ كولاي شي لومړي خپل دوست ته يو ځه وليكي او بيا يي Send كړي ترځو ستاسو دوست ستاسو ID ورسره اډكړي وروسته له Add كولو كله چې ستاسو مسنجر راخلاصوي كه ستاسو دوست Online وي دهغه دID هغه دیاهوزيړ مخي به روښانه ښكاري او تاسو بيا له خپل دوست سره چيټنګ كولاي شي.
او همدا رنګه په hotmail كې هم په دې شكل سره چيټنګ كيږي

زمانه له كمپيوټر سره مستي كړي
پښتانه تورې اوزغرې كور ته يوسي

ستاسو ورور رحمت پيتاوال دافغانستان دمركزي سيمو دپيتاونودكلي اوسيدونكى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more