د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د يو څو کلمو ليکلو مرسته!

م ن غروال
14.07.2006

محترمو!
بعضې لغات چې هغه اصل کي پردي دي خو په پښتو هم بايد چې هماغه ډول وليکل شي، کوم چې کوم ډول په عربي ژبه راته راغلي دي او تر کومه حده چې زما د پښتو لوست لږ يا ډير په ياد دي٠لکه عبدالله او عبدالرحمن او داسي نور!
اوس زما ستونزه دا ده چې موسی ع عيسي ع او معني، معنی
په کوم ( ي،ی) ليکل کيږي؟
ستاسو له مرستې مننه کوم٠
په درناوې


صافی
15.07.2006

محترمو!
بعضې لغات چې هغه اصل کي پردي دي خو په پښتو هم بايد چې هماغه ډول وليکل شي، کوم چې کوم ډول په عربي ژبه راته راغلي دي او تر کومه حده چې زما د پښتو لوست لږ يا ډير په ياد دي٠لکه عبدالله او عبدالرحمن او داسي نور!
اوس زما ستونزه دا ده چې موسی ع عيسي ع او معني، معنی
په کوم ( ي،ی) ليکل کيږي؟
ستاسو له مرستې مننه کوم٠
په درناوې
---------------------------------------------------------------------
ښاغلی او محترم غروال صاحب!
دسلام احترام او نیکو پیرزوینو نه روسته:
دهغو اسما او افعالو اصل چې عربی دی دعربی دصرف دعلم دقاعدې لاندې راځی.
په مصطفی، منتهی، معنی،عیسی، او موسی کې یاګانې [ الف مقصوره ]دي. نو په بې ټکو ياګانو(بدون تنقیط )سره لیکل کیږی.يعنی (الف )په (یا )بدل شوی.
علي، قاضي، داعي ، معني ،مکتفي، ته اسمآ( منقوصه )وایی چې په اخر کې یی لازمی (يا) وي او ما قبل حرف یی(مکسور) وي یعنی زیر ولري. دا یا ګانې په عربی کې په ټکودارو ياګانو لیکل کیږی .(لکه څرنګه چې پورته لیکل شوی.)
په پشتو کې همدا ځواب شاید کافی وی ولې په عربی کې دا ځواب کفایت نه کوی ځکه ددغو کلمو نه نورې کلمې اشتقاق کوي چې په پښتو کې مروجه نه دي اوجز دعربی دي لکه دبعضو کلمو تثنیه او جمع او داسې نورې.
دمعنی،اومعني تر منځه په عربی کې لوی توپیر شته په دی مفهوم چې :
معنی= مقصد، مطلب.(meaning)
معني= مقصود(meant) کیږي.
او خدای دې وکړی چې د پښتو یاګانو نیوکه را باندې ونه کړی ځکه پښتو یاګا نې تل را نه غلطیږی.
په درناوي


timorshah
15.07.2006

ګرانه سلام عليكم:-
آيا كه ستاسو سره وخت وي چې لږ مالومات د داغه لاندې ياګانوپه هكله راكړی
زه څنګه و پوهيږم چې كومه (ي ) په كوم ځاي كې استعماليږي.
[color=brown:a86e7710ba]1:-ي
2:-ې
3:-ئ
4:-ۍ[/color:a86e7710ba]
ستاسو د شه ځواب په هېله.
تيمورشا يوسف زي
www.techafghan.com



15.07.2006

[quote:c010205712="timorshah"]ګرانه سلام عليكم:-
آيا كه ستاسو سره وخت وي چې لږ مالومات د داغه لاندې ياګانوپه هكله راكړی
زه څنګه و پوهيږم چې كومه (ي ) په كوم ځاي كې استعماليږي.
[color=brown:c010205712]1:-ي
2:-ې
3:-ئ
4:-ۍ[/color:c010205712]
٥: ـ ی
ستاسو د شه ځواب په هېله.
تيمورشا يوسف زي
www.techafghan.com[/quote:c010205712]
لومړۍ (ي) ژوره لوستل کيږي لکه ګڼ شمير سړي ، سرۀ غوړي ، لري ، ځي او راځي !
دوهمه ( ې) نرمه (ې) ده چې مخکينې توری يې زير يا کسره لري لکه : ښې ورځې شپې ، تورې تيارې ، سړې تودې او نورو کې (ې) !
دريمه جمع امريه (ئ ) لکه : راشئ ، کښېنئ ، وخورئ او بيرته ستانه شئ .
ځلورمه ۍ : تلفظ يې له ( ئ ) سره کټ مټ يو شی دی ، خو د ښځينه نومونو لکه سپوږمۍ، خولۍ، شړۍ وړۍ او ږلۍ !
پنځمه ( ی) ده لکه يو سړی، ښونځی ، تړلی وهلی او شړلی او نورو کې (ی) . والسلام !


م ن غروال
16.07.2006

سلامونه ومنئ!
ښاغلی صافي ورور!
ستاسوڅخه په مننې د (ي) معلومات مو صحيح دي خو زما ستونزه په دې کي ده چې (موسی او عيسی ) په کومه (ي) ليکل کيږي؟
ښاغلی ځواکمن صاحب!
دغه(ئ) به لومړی شخص احترام لپاره(تاسو) ته هم استعماليدۍ شي؟
[quote:bbcb98eac3]تړلی وهلی او شړلی[/quote:bbcb98eac3] دا کلمات افعال دي او په هر حالت د جملو کي ځانته (ي) ګانې پکي استعماليداي شي ځکه چې د فاعل تابع دي لکه :
سړي يې وهلي دي، اسپه يې شړلې ده او نور!
په درناوې



16.07.2006

غروال صيب سلام او نېکې هيلې مې ومنئ .
سمه ده تړلی وهلی او شړلی دمتعدي فعلونو ماضي مفرد مذکر مفعولي مغيره حالتونه دي ، که بل حالت غوره کړي يا ګانې يې ښايي هم بدلې شي ، نو هله به بيا ددغې (ی) له پاره مثال پاتې نشي ، خو په پورتني حالت کې خپل بشپړ اعتبار ساتي . د اسمونو ساري يې سړی ، کشمالی ، بريالی ، پکتيانی، کابلی ، پيښوری .او نور دي .

ئ : د لفظي جمعې له پاره کارول کيږي که هغه د درناوي جمع له پاره او که د ګڼې له پاره کاريږي ، احترامانه غوښتنه وي او که جمع امريه صيغه وي تفاوت نه لري او ټول په همدې (ئ) سره ليکل کيږي . که د جمع د حالت سره درناوې هم مل وي، بيا هم همدغه يوه (ئ) ليکل کيږي ! په درنښت .


مشواڼې
17.07.2006

ډېروښاغلو، سلام!
که څه هم په ګرامر کی تکړه نه يم خوځينی شيانوته می پام شي نوځکه خپل نظرڅرګندوول غواړم ٠ مونږوايوچی پښتوخپل لس توري لري ٠ دغه توري په عربي اوفارسي کی يا بيخي نشته اويا په دغو ژبوکی ورته معادل توري لري ٠ که په عربان اوفارسيوانان ځانګړي اوازونه نشي ادا کوولې ، کمزوري يې ګڼلای شو خوغلطي يې نشوګڼلای ځکه چې هغوی پخپل افهام اوتفهيم کی هيڅ ستونځه نه ويني ٠ عربان د (چ )،(پ) او(ج) توروپه تلفظ کوولوکی ستونځی لري نوځکه يې ځان ته اسانه کړې چی (چ په ش)،(پ په ب) او(ج په ګ) واړوي ٠ فارسيوانان د پښتو (ړ)،(ۍ) او (ڼ) د غږونو سره ستونځې لري اودخپلی اسانۍ لپاره هغوی (ړ په ل)،(ۍ په ي) او ( ڼ په ن) تلفظ کوي ٠
زياتره پښتانه دعربي (ق) او (ص) په (ک او س ) سره تلفظ کوي ٠ همدا راز هره ژبه په ځينوځانګړو اوازونوپېژاندل کيږي لکه عربي ژبه په (ح) او (ق) خودعربي ددغه تورو ځانګړتيااوتلفوظ ته په نوروژبو کی پام نه کيږي ځکه چی د نورو ژبوويونکي ورته خپل اسان توري لري ٠ دبېلګې په توګه ډېر پښتانه ، عربي (قيصه ) په (کيسه ) اداکوي ځکه چی (ق) هغسې حلقيز نشي تلفظ کوولای لکه عربان ٠ ترکانو( محمد ) چی يواسم دی ، په (ميهمت) اړولې ٠ سينيګاليانوبيا په (مامه دو) اړولې٠ لنډه داچی له چينايي څخه ترانګريزي پوری ټولوژبوپردي لغاتونه خپل کړي اواوس يې ويونکي خپل لغاتونه ګڼي ٠ نوداسی ژبنې اووښتون هم تاريخي ځېلې لري اوهم د (ژبني نووښت ) په توګه ترسره کيږي ٠
پښتانه په لومړي ګام کی فکرنه کوي چی مصطفی، منتهی، معنی،عیسی، او موسی په عربي تلفظ کوي بلکه فکر کوي چی په پښتويی تلفظ کوي ٠ داچی دهری بلی ژبې ويونکي هم دا کارکوي ،نوسړی پښتانه نه شي اړ کوولای چه پخپله ژبه کی پردۍ ځانګړتيا څرګنده وساتي ٠
لکه دنوروژبوويونکي چی پرديولغاتونوته خپل رنګ ورکوي ، پښتانه هم همدغه کارکوي اوهغه پردي لغاتونه دخپلې ژبې دروانتيا اواسانۍ لپاره په پښتو غږونو اوليکبڼواړوي ، چی داووښتون امکان يې وي ٠
ددې خبروپه ملاتړ، که عربي لغاتونه دامکان په صورت کی (پښتوډوله) شي ، ډېر به ښه وي ٠ پښتانه بايدد هری ژبې نومونه په پښتوليکبڼه وليکي ٠ اوکه مصطفی، منتهی، معنی،عیسی، او موسی په پښتوليکبڼه ليکل غواړو ، بايد ( موستفا، مونتها ، مانا، ايسا يا عيسااوموسا) وليکل شي ځکه چی همدغسی تلفظ کيږي اوحقيقت اوګرامرته نيږدی هم دي ٠

مننه

مشواڼې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more