د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دstartبدلول

ګلامخان
30.06.2006

ګرانوپښتنووروڼواوخویندوسلامونه!
محترمینو:-په ټیک افغان ویب پانه کې می دstart بدلولوطریقه ولیدله خوهرڅومره کوښښ چې مې وکړ دstart نوم می بدل نکړ هیله ده معلومات راکړي
مننه


کټوازی
02.07.2006

يحی خېله وروره ،
تر سلامونو او نېکو هيلو وروسته ،
دا چې تاسو د www.techafghan.com پۀ ويب سايټ کې د Start د بدلولو طريقه ليدلې ، خو تردې دمه نه ياست تونېدلي چې نوموړی بدلون رامنځته کړئ ، زما پۀ خيال لامل يې ستاسې پۀ سمه توګه نه پوهېدل دي ،
ځکه چې يا خو له تاسو سره Reshacker او يا هم دې ته ورته بل پروګرام نه لرئ ، څو يي پر مټ نوموړی بدلون رامنځته کړئ .
او يا هم ستاسې Operating System ( کاري سيسټم ) Xp نه بل يو دی .
خو پۀ هرصورت که مو کاري سيسټم اکس پي وي نو څۀ چې هورې ( www.techafghan.com ) کې درته ويل شوي ، هغه لار تعقيب کړئ انشالله چې نامېنده کېږې به نه !
او که مو کاري سيسټم ٩٨ وي نو بيا راځئ چې بله لار دروښيم ، خو پر دې لار به ډېر پۀ احتياط پۀ اصطلاح پۀ اوداسۀ ځئ ، [color=blue:63511a579c]( هسې نه چې د بې غورۍ له امله هغه متل رښتيا کړئ چې برج مې جوړاوۀ راڅه کدانه سوه )[/color:63511a579c]
________________________
متوجه اوسئ ...... ( ! )
خپل کمپيوټر مو لومړی پۀ Ms_Dos-mode کې Restart کړئ او بيا هورې د Edit برخې ته ورشئ .
ياني د Windows ډايرکټرۍ کې به يوازې Edit وليکئ او بيا به د Enter کيلي و وهئ .
کله چې د Edit برخې ته ورغلاست نو پۀ New کې به Open وټاکې .
او بيا چې مو د Open برخه وټاکله نو د Explore.Exe د لټون پۀ موخه به د "E" کيلي ونيسې او د Explorer.Exe ته به ورسې .
هورې به د سپېس بار پۀ مرسته Binary پرانېزې ياني Open به يي کړې او بيا به د Enter کيلي و وهې ، او پۀ دې توګه به د Explorer.Exe برخې ته ورسې .
[color=red:63511a579c]دلته مو بايد پام وي چې Space bar ته لاس ور نه وړئ ، ګنئ وينډوز به مو له منځه ولاړه شي [/color:63511a579c] !
له Page Down key څخه به کار واخلئ ،او تر هغه به يي ونيسئ ترڅو لاين نمبر :2390 ته ورسئ .
کله چې 2390 ومې کرښې ته ورسېداست نو له Inser key څخه به کار واخلئ او د Right Arrow پۀ مرسته به هغه ځای ته ورسې چېرې چې Start ليکلی .
[color=blue:63511a579c]يوازې پنځه توري ليکلای شئ او تر پنځو لږ او يا ډېر د منلو وړ نۀ دي ![/color:63511a579c]لومړی توری به Capital ياني غټ او پاتې څلور به يي واړۀ ياني Small وليکې .
[color=white:63511a579c]د ساري پۀ توګه زماد نامۀ ( Samim ) غوندې به يي وليکې [/color:63511a579c]او له دې سره به Alt+F پۀ کېکاږلو سره ، يا لومړی به Alt+F او بيا به يي Save کړې .
او بيا به د New پۀ برخه کې Exit و ټاکې او له Edit څخه به ووځې او بيا به له Dos څخه هم پۀ دې ترتيب سره و وځې ، انشالله چې له دې پروسېس سره به مو Start بدل کړئ .
____________
پۀ همدې هيله ، ورور مو صميم


ګلامخان
02.07.2006

ګران ورورکټوازي صاحب سلامونه اونېکي هېلې موومنه!
دستاسې دځوابې لیکنې څخه یونړي مننه .
دستاسې ورور یحی خیل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more