د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

پَښتو او کۀ پښتو؟ او زوَر پۀ زوَرکي بدلېدل

پښتون ځلمی
21.03.2006

سلامونه او نېکې هيلې
ما پۀ دې لنډو ورځو کې لۀ چا نه واورېدل چې (پَښتو) پۀ زورکي ويل کېږي او نۀ پۀ زور، يانې -پ- زورکی لري، زور نۀ لري - يانې P'khto ويل کېږي - دا خبره هغوی د حبيب الله رفېع لۀ خولې کوله -
د پښتونخوا او مشرقي ځنې خلک هم چې کله پښتو وايي نو پ ته پېښ ( ُ ) ورکوي، يانې پوښتو وايي - دا خو به د پورتنۍ خبرې پورې کومه اړه نۀ لري؟

د پښتون جمع -پښتانۀ- کې خو -پ- زورکی لري کنه ؟

د ځنې لغتونو پۀ ډېر ګړو (جمع) کې هم زوَر پۀ زوَرکي بدلېږي، لکه د دښمَن جمع دښمن (د م زور پۀ زورکي بدلېږي)، د ټوپَک ډېر ګړی ټوپک (؟) .............. داسې نورې بېلګې کۀ وي، مهرباني وکړئ و يې ليکئ -


کټوازی
01.05.2006

ګرانه وروره ،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنه !
تا که د هرچا له خلې اورېدلي وي ، سم او رښتيا يي نۀ دي درته ويلي !
ځکه چې دپښتوسم تلفظ همدا Pashto دی چې پۀ زور ويل کېږي پۀ پېښ او زورکی يي سم تلفظ نه کېږي !
که د حبيب الله رفيع له خلې يي و وايي هم نوادعا يي بې ځايه ده ،ځکه چې موږ پخپله هم دومره کولای شو چې هغه د پېښوريانو خبره کم ازکم د خپلې مورنۍ ژبې تلفظ خو سم وکړو !!
هو! سمه ده چې د لرې پښتونخوا و ګړي يي پۀ پېښ تلفظ کوي او Pokhto يي وايي چې زموږ ننګرهاريان هم پۀ کې تر ډېره ځايه ور شريک دي ، خو مګربيايي هم سم تلفظ هماغه پۀ زور کېږي چې موږ او تاسو يي کوو ،!
پۀ درناوي ،
يو ورور مو


larghonay1
20.06.2006

يه وروڼو !
نيمګړى ملا د ايمان زوال دى او نيمګړى ډاكټر د ځان.
تاسو پورتنۍ دواړه ليكنې په تاوېلې ماوېلې ولاړې دي .
دا يوڅېړنيز بحث دى چې بايد په پوره غور وشي.
د ا كه څوك يې د زور دعوه كوي او كه د زوركي نو بايد ريښيه يې وښيي او قانع كوونكي دلايل راوړي.
دا سمه نه ده چې ووايو مونږ يې سمه تلفظ كوو او دا نور يې غلطه.
زه څېړونكى نه يم ، كيدى شي تاسو پاخه څېړونكي ياست خو دلته مو بحث څېړنيز نه دى
او بل دغه خوسا سيمه ايز سوچونه مه كوئ چې د پښتنو ترمنځ نور ديوالونه هم جوړ كړي.


نقاد
23.06.2006

درنښت او سلامونه !

کۀ پښتون له پکت پکتيا پکتين اوپکتون  څخه  سرچينه  اخيستې وي  نو پښتون  د( پ ) په زوَر  ويل کيږي او که د پښتون نوم د پُشتيوان (ملاتړکونکي) سره تړاو لري  يعنې  څوک چې د کمزوري، بيوځلي او مظلوم په خوا دريږي ، ملاتړ يې کوي او غيرت پرې کوي ، هغه ته پښتون وايی لکه چې همدغه د پښتون ځانګړنه  هم ده . نو څنګه چې پُشتيوانه پيښ ( ضمه ) لري ، داسې بريښي چې په پُښتون کې د ً پ ً ضمه هم له هغې څخه سرچينه اخيستې وي . والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more