د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

پښتو

مازدیګر
06.06.2006

په کابل کی مو ښه ډيره ډوډی وخوړه وردګو ته چه راغلو دوستانو راته ويل چه ټيکله به خامخا خوری بيا به مخکی ځی په غزنی کی می اندړو دوستانو ته ويل چی قسمونه راباندی مه خوری خو رښتيا می ډوډۍ بی کچه ډیره خوړلی ده بیا به يی ويل چه (ته وا په قران )مخکی له دی چه د قران خورګی له امله له کوم خدای مه که خطر سره مخامخ شم دکندهار په لور تقريبا ويلی شم چه راوتښتيدم کندهاريانو ته له رارسيدو سره سم يی (اغا جان کړم )...ته شوی دپښتو غزل.اوځوان زه دی بابا کړم....دکوټی پښتنو عزيزانو( دکاکو) رتبه راوبخښله او مخکی له دی چه ځا ن رانه ورک شی او يا خدای مه که کبر غرور شروع کړم ښه دا وشوه چه پيښور ته راورسيد م ..او پيښوريا نو .مړ .کړم...نه نه ګرانو لوستونکو زما غوندی وار خطا کيږی مه وزلی يی نه يم روغ رمټ يم .خبره دا ده چه دپیښور پښتانه خدای خبر ولی هره خبره چه له چاسره کوی نو په (مړه)يی شروع کوی او په (مړه)يی ختموی...مثلا ..مړه خير دی که نه....نه مړه ?او داسی نور...دسوات خلک دی جو او وربشو تفریق ډیر ښه کولای شی بلکه کری او ریبی یی هم خوبیا هم (جو )دهری خبری په سر اویا پای پوری خامخا تړی....وزیرو پښتنو ته که سړی هر څومره خیرن ورشی دوی به ورته (نه ګيله.نه ګيله )کوی يانی دګل په نظر ورته ګوری په افريدو کی سړی تل خوشحاله ځکه وی چه سپن ږير ی ته هم وايی (وړکیه)نه خوشحال وای نه خټک وای خو چه ځوان وای.......ګنډه په تيرا کی غوټی ته ویل کيږی او بګه ګنډی ته :roll: ..... تل دی وی د پښتو دپر مختګ په لور.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more