د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پردی کوڅی

ABUL KHALIQ SAFI
07.01.2004

پردی کوڅی

دا پردو کوڅو که څه کړی
دلته ګرځی سر بډالـــــــــه
دلته مينی پردی شوی
دلته هيلی پردی شوی
ميخانی ټولی دی خلاصی
هيڅوک نشته ستا دمينی
نه خيام
نه ئی جامونه
نه غنی
نه ئی شعرونه
د ساقی جامونه ډک دی
خوند ئی نشته په ترخو کی
يا ساقی دی پردی شوی
يا جامونه د اوبو دی

ع.خ.ســــاپی ويانا ٧-٦-٢٠٠٣


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more