د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

{{{دآزادي خال}}}


محمد اسحق شيوانی
27.12.2003

آزادي خـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــال
_____________________________
ستاپر دښمن دسپينو تورو شرنګهار جوړوم
وطـــــــــــــــــــــــــــــنه غاړي ته داستا دامن هار جوړوم
دسهارسترګه يم جنګيږم ترږميو ســـــــــــــــــــره
چه پري روښانه سي تياري يو سپين سهار جوړوم
بيابه ګنګی بلبل نغمي بو لــي دګل په څانګه
کړمه به کډه دخزان کاروان بهار جــــــــــــــــــــــــــوړوم
ټپي احساس ته به درمل دميوند پوري کړمه
چه پري روښانه سي تياري يوسپين سهار جــوړوم
دتاريخ پاڼه کي به ليک کړم په زرينو کرښو
دغيرت نوم به دي نړي کي ستريادګار جـــــــــــوړوم
درته په کښيږدم زرين خال دآزادي پر جبين
ستا هره دښته به په سرووينو ګلزار جـــــــــــــــــــوړوم
ورته به يادکړمه تاريخ دپخوانو طبــــــــــــقو
دابه وصيت دغليم پوزي ته مهار جـــــــــــــــــــــــــوړوم
____________________________________________________________________________

کـــه پـــه عمر مـــړيدل غــــــواړي دانسته
کـــه دمـــرګه خلاصيدل غــواړي دانسته
عــــبادت وکړه چه رب درڅه راضي سي
که په سوال جنت ته تلل غواړي دانسته
__________________________
کــــــه دعمر څه وفاغواړي دانسته
کـــــه مرګه څه پناه غواړي دانسته
دانسان شرف په علم او اددب دي
کــــــه دعلم انتها غو اړي دانسته
___________________________

دادنـــــــــــــياپرتيري دوده که پوهيږي
خوښه ستاده کوي خوب که راوښيږي
پر وطــــن دي مسلط پردي ليويان سو
يا يه مـــــل سه يابه کلک ورته دريږي
په درنښت
ستاسو کشر ورور محمد اسحق (شيوانی)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more