د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

په پښتويونيکوډ ؟؟؟؟

انځورګر
26.01.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


hotak
26.01.2004

وروره سلامونه او نيكي هيلي مي ومنه.
تاسي دانده څرگنده كړي چي په ورد كي ستاسي ليكنه په كومه بڼه اوښتي؟؟؟ اي په فانټ كي يي تغير راغلي دي او كه تاسي پښتو ليكلي او هغه دكومي تخنيكي ستونزي له امله ديونيكود په بڼه پداسي څيره اوښتي چي نه لوستل كيږي او خط جاپاني يا چينايي ليكدود ته ورته ښكاري.
كه اوله ستونزه وي بيا نو دوه امكانه لري.لومړي داچي ستاسي ويندوز دي عربي يا پښتو سپورټ ونلري يعني داچي هغه دي د Arabic Enabled په ځاي Localised وي.په لومړنۍ بڼه كي دغه ستونزه يوازي هغه مهال رامنځته كيږي چي تاسي بيا ورډ پخواني ورژن انستال كړي وي.البته په دوهم صورت كي بيا ددي ستونزي احتمال شته.دهغي دحل لاره داده چي تاسي خپله ويندوز دانگليسي پرځاي پرعربيك اينابيلډ باندي واړوۍ. كه بيا هم دغه ستونزه نه شي حل نو بيا دويندوز دview افشن ته لاړشۍ.هلته Encoding ته لاړشي او په هغه ځاي كي بيا Arabic غوره كړي انشاالله چي ستونزه به مو حل شي او كه بيا هم نشوه حل نو كيداي شي زه ستاسي په خبره سم نه يم پوه شوي او يا هم كيداي شي چي تاسي دي له عين ستونزي سره مخامخ ياست خو زما په خبرو دي ستاسي سر نه وي خلاص شوي.هيله ده چي سم مي خبر كړي.
دلته داهم كتل په كاردي چي تاسي كومه ويندوز كاروۍ؟ كله كله داسي هم وي چي مثلا تاسي ويندوز اته نوي كاروۍ او word مو داكس پي دا ور انستال كړي وي پداسي صورت كي هم دا دواړه پروگرامونه يو له بله سره سم سر نه خوري.
هيله ده چي خبر به مي كړي. مينه . نصيراحمد هوتك.


انځورګر
26.01.2004

دزړه سر د سترګو تورهوتک وروره سلامونه او پېرزويني


hotak
27.01.2004

گرانه وروركيه خالدجانه تل بريالي اوسي.
وروره زما په اند دا يوه كامن ستونزه ده چي زياتره دويندوز دورژن او هغه ته دورانستال شويو نورو نرمكاليو يا سوفت ويرونو تر منځ دناموافقت يا عدم تطابق له امله رامنځته كيږي.ستاسي ستونزه په دوه ډوله كيداي شي.
اول خو داچي امكان شته چي ستاسي ويندوزچي اكس پي دي همدا اوس دMSOFFICE دوه زره تشخيص كړي وي.پدي مانا چي كله ناكله ويندوز او سوفت ويير يو له بل سره سر نه خوري.دساري په ډول تاسي اكس پي ويندوز كاروي خو هغي ته مو افيس دوه زره انستال كړيدي چي داپخپله كله ناكله ستونزي پيداكوي.البته داستونزه شاذي او نادري وي خو امكان يي په هروخت كي وي او څوك سترگي نشي ترينه پټولاي.
بله داچي امكان شته چي ستاسي دپښتو په سپورټ فايل كي دي كومه ستونزه راغلي وي.دهغي دچيك لپاره تاسي كولاي شي چي خپل ليكل شوي متن دپښتو يوه بل ډول ته واړي.ياني كه مو اوسني متن په ميوند پښتو كي ليكلي وي نو تاسي يي يوځل په بابا كي هم وگوري كه سم شو نو واه واه كنه زما مشوره خو به دي عملي كړي وي او داخو به نه وي چي سبا وايي ياره كه دنصير خبره مي منلي واي نو اوس به مي ستونزه حل واي وغيره وغيره.
يوه بله كوچنۍ خبره چي راپه ياد مي شوه داده چي كله ناكله يوه كوچنۍ اشتباه انسان ته يوه لويه سرگرداني جوړه كړي.ته وگوره هسي نه چي دامتن دي له سره دپښتو له ليكدود كي نه وي ياني تاسي دي په پښتو كي ليكلي وي خو هغه دي وروسته په اتومات ډول كوم بل غير عربي فارميت ته تبديل شوي وي.دساري په ډول كه تاسي په ميوند پښتو كي ليكلي وي امكان شته چي هغه دي پخپله تايمز نيو رومان ته اوښتي وي.
خالدجانه كه پدي ټولو هم ونشوه نو يو وار دي دويندوز Language and rigional setting وگوره.دهغي لپاره لومړي كنټرول پينل ته لاړشه.هلته په پورتني نامه باندي ايكون كليك كړي.هلته به ژبه عربي ته واړوي او نور ټول سيټنگ به يي په عين شكل عيار كړي.هيله ده چي ستونزه به دي رفع شي.كه رفع شوه نو يوه ښه غوړه دعابه راته وكړي كنه شوه رفع نو بيا دپاچاهي لاره هيچا هم نده نيولي .كيداي شي زه بيا هم يوه كږه كيڼه مشوره دركړم البته زما نيت په مشورو كي ډيرخلاص او خالص دي ځكه نو تل زما دمشوره منونكو خولۍ په غوړو كي وي.هيله ده چي بيا به مي هم پوه كړي.مينه او مننه. نصيراحمدهوتك


Baheer
08.01.2005

سلامونه دوستانو٠
خالده وروره ستاسو په ستونزه ځما سم سر خلاص نشو، خو دومره پوه شوم چې په Word کښې په پښتو ليکنه نه شې کولای٠
اول باي تاس د پښتو Keyboard ولرۍ، او که نه يې لرۍ ، نو د (ټول افغان) د وېب پاڼې څخه ښکته کولای شی٠
مخکښې لدې چې تاسو په Word کښې ليکل شروع کړۍ، لمړۍ بايد د ليکنې بڼه د Times New Roman څخه " ابجد هوز" ته تبديل کړۍ. که تاسو د Word پاڼې پاسينۍ برخې ته وګورۍ، د ليک بڼه Times New Roman ده، د هغې په ټاس ايستلو سره تاسو کولای شۍ د ليکنې بڼې ته تغير ورکړۍ.
که چيرته بيا هم ستونزه لرۍ، زه کولای شم چې تاسو له Pashto Frontpage 2003 دروليږم ٠ البته دا کار د MSN يا برېښناليک له لارې شونی ندی او يواځينۍ د ليږلو لاره يې پوست ده٠

که چېرې ما ستاسو د پوښتنې مطابق ځواب نه وي درکړای، بخښنه در څخه غواړم او د Site Admin څخه هيله کوم چې ځما ليکنه ړنګه کړي٠

په درناوي

ستاسو کوچنی ورور بهير


fida
08.04.2006

آخ ظالمه په خپل ځان کي زلزله یي .... :mrgreen:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more