د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ګزارش که راپور ؟

زهيرشينواری
26.11.2005

درنو دوستانو او د ژپپوهنې پوهانو !
په دې وروستيو ورځو کې په زياتو ليکنو کې د ګزارش کلمه کارول کيږي ايا دا کلمه په همدې بڼه سمه ده او که څوک ورته کومه بله بڼه جوړولی شي .تر اوسه پورې چې ما ته معلومات شه ددې کلمې په اړه دوه ډوله نظريې شته
! _ ځنې پوهان په دې نظر دي چې د راپور نه ګزارش ښه دی ، ځکه دا فارسي کلمه ده او فارسي په ريښه کې د پښتو سره خويندې ژبې دي .نو د راپور نه ګزارش ښه دی .
٢ _ ځنې دو ستان بيا په دې نظر دي چې د ګزارش نه راپور ښه دی . ځکه زموږ په ولس کې خلک د راپور د مانا سره پوره بلد دي او ګذارش ورته نا اشنا دی . د بيلګې په تو ګه : پلانکيه ! ووايه څه راپور دې راوړی دی ؟ پلانکی رپوټي دی .
نو اوس پو ښتنه داه چې کوم يو سم دی راپور که ګزارش او يادريمه بڼه چې بايد ورته نوی جوړ شي ؟
هيله ده چې په دې اړه صلاحيت لرونکي کسان خپل نظر وړاندې کړي ، هيله ده چې څوک نه پوهيږي له بې ځايه تبصرو څخه ډډه وکړي ، په ډيره درناوې او مننې سره


هادي حيران
02.12.2005

ګرانه وروره! راپور او ګذارش دوه جلا جلا توکي دي.
راپور (Report) يوه ژورنالستي اصطلاح ده چې عموماً د خبر News لپاره کارولاى شي. هر څو کۀ دغه راپور بيا څو ډوله دى، خو مطلق راپور د يوې پېښې هغه جزئياتو ته وايي چې خلکو ته ضروري معلومات ورکړي.
او ګذارش (چې په اردو ژبه کې يې "روداد" بلي) يوه ادبي اصطلاح ده چې يواځې اؤ يواځې د ادبي غونډو د بحثونو د خوندي کولو لپاره نۀ کارول کېږي خو عموماً هم د دې لپاره استعمالېږي اؤ د ادب پوهانو په نظر د تکل، افسانه ....په ډول يؤ ادبي توکى دى.
دا راپور دى چې:
د کابل په فلانکي ځاى کې د افغان ادبي بهير غونډه وشوه چې رياست يې پير محمد کاروان وکړ او د ستيژ چارې يې فلانکي سر ته ورسولې. په دې غونډه کې د ستر شاعر محمد صديق پسرلي د شاعرۍ په بېلابېلو اړخونو خبرې وشوې چې نوښتګر شاعر پير محمد کاروان پر دې مهال د محمد صديق پسرلي شاعري د هېواد يوه ستره شتمني وبلله او په دې اړه يې په زړۀ پورې خبرې وکړې. وروسته يوه مشاعره هم وشوه چې فلانکي، فلانکي او فلانکي پکې خپل شعرونه واورول...........
اؤ دا ګذارش دى چې په پورته يادې شوې غونډې کې د محمد صديق پسرلي په شاعرۍ د ګډون کوونکو لخوا د شوي بحث ټولې هغه خبرې چې د موضوع سره اړه لري په ادبي اؤ علمي چوکاټ کې وليکل شي اؤ دومره جامع اؤ زړۀ راښکونکى انداز ولري چې د يوې ادبي فنپارې صورت ونيسي. دغه فنپاره نۀ يواځې د دغې غونډې تاريخ اؤ ريکارډ وي بلکې د نورو لوستونکو لپاره يوه علمي اؤ د زده کړې وړ ليکنه هم وي.


کټوازی
05.12.2005

[color=cyan:d3023d63cd]............ د واکمن او ځواکمن څښتن جل جلالۀ پۀ نامۀ .....![/color:d3023d63cd]

ګرانو وروڼو ، هر يو محترم شينواري صيب ، او هادي جان ته ،
د زړۀ له کومې سلامونه او احترامات !
بايد تر هر څۀ وړاندې يي يادونه وکړم ، د خواشينۍ او تامل ځای دی ، چې دلته د ټول افغان د ملي برېښنا پاڼې د بحث پۀ خونو کې د افغاني ټولنې پۀ بېلابېلو چارو ( چې ټولې يي اړينې دي ) د بحث کولو لپاره جلا ، جلا خونې شته ، خو ولې د ټول افغان ټول ليکونکي او لوستونکي ( زموږ پۀ ګډون ) و يوۀ فورم ته ورمات دي ، او نورو ټولو ته يي شا کړې ده ،[color=cyan:d3023d63cd]( سره له دې چې د کوم فورم پۀ بنډارونوکې دوئ ګډون کوي ، تر دې دمه يي لا هغه فورم پېژندلی هم نه دی ، ځکه چې د ازادو علمي او منطقي بحثونو پر ځای يې و نورو بحثونو ته پکې زور ورکړی :!: :!: :!: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: )[/color:d3023d63cd]
کله ،کله که کوم يو ليکونکی ( د شينواری صيب پۀ څېر) راولاړ شي او پۀ نورو فورمونو کې کومه ښه او يابده موضوع پرانېزي ، نو د هغۀ خوارکي ليکنې او پوښتنې ته ولاکه لا څوک ځواب وايي ،او که يي لا ګوري :!: :!: :!:
خو پۀ هر صورت .... دومره به ووايم ، چې خدايه خواروې مې مه ، او که مې خواروې ، د ټول افغان د پښتو ،ادب او ګرامر د فورم او نورو پۀ څېر خو مې مه خواروې ، چې نه مې څوک پۀ ښه کې بولي او نه پۀ بده کې :!: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops:
خبره راڅخه و بلې خواته ولاړه ، اصلي مو ضوع ته راګرځم ،
[color=cyan:d3023d63cd]................ راپور ، که ګذارش ........!!؟؟[/color:d3023d63cd]
[quote:d3023d63cd] ...درنو دوستانو او د ژپپوهنې پوهانو !
په دې وروستيو ورځو کې په زياتو ليکنو کې د ګذارش کلمه کارول کيږي ايا دا کلمه په همدې بڼه سمه ده او که څوک ورته کومه بله بڼه جوړولی شي .[/quote:d3023d63cd] لمړی خو بايد ، څرګنده کړای شي ، چې پۀ څرنګه ليکنو کې ؟ دکومې موخې لپاره ؟ او پۀ کومو ځايونو کې ؟
خو خير....
[quote:d3023d63cd]....تر اوسه پورې چې ما ته معلومات شه ددې کلمې په اړه دوه ډوله نظريې شته
! _ ځنې پوهان په دې نظر دي چې د راپور نه ګذارش ښه دی ، ځکه دا فارسي کلمه ده او فارسي په ريښه کې د پښتو سره خويندې ژبې دي .نو د راپور نه ګذارش ښه دی .
٢ _ ځنې دو ستان بيا په دې نظر دي چې د ګذارش نه راپور ښه دی . ځکه زموږ په ولس کې خلک د راپور د مانا سره پوره بلد دي او ګذارش ورته نا اشنا دی . د بيلګې په تو ګه : پلانکيه ! ووايه څه راپور دې راوړی دی ؟ پلانکی رپوټي دی .[/quote:d3023d63cd]
رښتيا هم چې فارسي او پښتو دواړه پۀ ريښه کې سره خويندې ، ار يايي ژبې دي ، خو داچې ،راپور او ګذارش پۀ مانا کې تر منځ يو غوڅ واټن لري ، ځکه د لمړۍ ډلې د دوستانو له نظر سره موافقه نۀ شي کېدای ،
د دوهمې ډلې دوستان چې د راپور او ګذارش پۀ تړاؤ خپل نظر څرګندوي ، ښايي تر هغه بريده چې دوئ يې ټاکي، ورسره موافقه وشي [color=white:d3023d63cd] ( ځکه چې د دوئ نظر پۀ ټوليزه توګه د راپور پر چورليځ څرخي )[/color:d3023d63cd]
زموږ زياتره افغاني وروڼه ، د راپور پر ځای د ګذارش وئيز کاروي ، يوه ورځ مې يوه  راديويي خپرونه اورېدلې ، د راديو خبرلوست له خپل يوۀ اورېدونکي څخه د هغوئ د کار او دندې پۀ هکله وپوښتل چې پلانيه جانه ،که د خپل کار او دندې پۀ اړه راته وواياست ،مهرباني به مو وي !!
دۀ ورته وويل چې تر دوو بجو رسمي دنده پرمخ وړم ، او وروسته تر هغه ځينو سيمه ييزو مهالنيو او ورځپاڼو ته د ورځينيو پېښو ،او له دولتي چارواکو سره د مرکو ګذارشات ليکم ، او بس !!!
نو څو شېبې خو د حيرت پۀ سيند کې لاهو سوم ، چې د ورځينيو تودو خبرو ،او له دولتي چارواکو سره د مرکو ګذارشات :!: :!: :!: ؟؟ :oops: :lol: :oops: :lol: :oops: :lol: ،بيا مې بېرته پۀ دې خبره ځان ويسا کړ ، چې ښايي د ګذارش کلمه دواړه ماناوي ( ژورناليستيکي او ادبي ) افاده کوي ، ياني دواړه ځایه يي کارول سم ي ، او ښايي همدا او دې ته ورته نور توکي وي چې ادب او صحافت (ژورناليزم) سره تړي :!: :!:

[quote:d3023d63cd].....نو اوس پو ښتنه داه چې کوم يو سم دی راپور که ګذارش او يادريمه بڼه چې بايد ورته نوی جوړ شي ؟[/quote:d3023d63cd]
هريو پر خپل ځای سم دی ، او بايد پر خپل ځای وکارول شي ، دګذارش وئيز د راپور پر ځای کارول ،او يا دراپور وئيز د ګذارش پرځای راوړل ، دواړه ناسم دي ، اما که يي د نيوجوليزم د منلي سوي ار له مخې پۀ علمي او اکېډميک ډول پښتو توري جوړکړای شي ، نو بيا به لا ښۀ وي ،او بايد جوړ هم کړای شي ، ځکه چې د ژبې څلورمه-بشپړوونکې برخه نيوجوليزم جوړوي !!!
[quote:d3023d63cd]....هيله ده چې په دې اړه صلاحيت لرونکي کسان خپل نظر وړاندې کړي ، هيله ده چې څوک نه پوهيږي له بې ځايه تبصرو څخه دې ډډه وکړي :!: ، په ډيره درناوې او مننې سره[/quote:d3023d63cd]
هو ! پۀ دې تړاؤ بايد يواځې صلاحيت لرونکي کسان خپل،خپل اندونه روښانه کړي او پۀ تېره بيا نيوجوليزم بايد پۀ علمي او اکېډميک ډول ترسره شي ، نه د اشر له لارې :!: :!: :!: :oops: :lol: :oops: :lol: :oops:

[quote:d3023d63cd]--------------------------------------------------------------------------------

ګرانه وروره! راپور او ګذارش دوه جلا جلا توکي دي.
راپور (Report) يوه ژورنالستي اصطلاح ده چې عموماً د خبر News لپاره کارولاى شي. هر څو کۀ دغه راپور بيا څو ډوله دى، خو مطلق راپور د يوې پېښې هغه جزئياتو ته وايي چې خلکو ته ضروري معلومات ورکړي.
او ګذارش (چې په اردو ژبه کې يې "روداد" بلي) يوه ادبي اصطلاح ده چې يواځې اؤ يواځې د ادبي غونډو د بحثونو د خوندي کولو لپاره نۀ کارول کېږي خو عموماً هم د دې لپاره استعمالېږي اؤ د ادب پوهانو په نظر د تکل، افسانه ....په ډول يؤ ادبي توکى دى.
دا راپور دى چې:
د کابل په فلانکي ځاى کې د افغان ادبي بهير غونډه وشوه چې رياست يې پير محمد کاروان وکړ او د ستيژ چارې يې فلانکي سر ته ورسولې. په دې غونډه کې د ستر شاعر محمد صديق پسرلي د شاعرۍ په بېلابېلو اړخونو خبرې وشوې چې نوښتګر شاعر پير محمد کاروان پر دې مهال د محمد صديق پسرلي شاعري د هېواد يوه ستره شتمني وبلله او په دې اړه يې په زړۀ پورې خبرې وکړې. وروسته يوه مشاعره هم وشوه چې فلانکي، فلانکي او فلانکي پکې خپل شعرونه واورول...........
اؤ دا ګذارش دى چې په پورته يادې شوې غونډې کې د محمد صديق پسرلي په شاعرۍ د ګډون کوونکو لخوا د شوي بحث ټولې هغه خبرې چې د موضوع سره اړه لري په ادبي اؤ علمي چوکاټ کې وليکل شي اؤ دومره جامع اؤ زړۀ راښکونکى انداز ولري چې د يوې ادبي فنپارې صورت ونيسي. دغه فنپاره نۀ يواځې د دغې غونډې تاريخ اؤ ريکارډ وي بلکې د نورو لوستونکو لپاره يوه علمي اؤ د زده کړې وړ ليکنه هم وي[/quote:d3023d63cd].
هادي جانه! له خوږې ليکنې څخه مو ډېره مننه ، ډېرې ښې او جامع بېلګې مو راوړې ، هيله لرو چې خپلو ليکنو ته به پۀ پرله پسې ډول دوام ورکړئ ، خوښ يو چې د ټول افغان پۀ پاڼې کې ستاسې پۀ څېر حساس ليکونکی لرو ، پر باور سره، ستاسې پۀ شتون وياړو !!! او بس


اجالا
03.03.2006

له دی خوا سلامونه وړا ندی کوم،
ګذارش نه - ګزارش ئی سم شکل دی٠ دا هغه دری اصطلاحات دی کوم چی د افغانستان په رسمياتو کی د بيلګی په توګه داسی پکارول کيړی
( ګذار از مرحلۀ ابتدائي رشد ٠٠٠ ) او یا (قرار ګزارش ارسالی از دهلی ٠٠٠ ) ، هيله ده توپير ئی واضح شوی وی٠
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more