د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

شعر

ABUL KHALIQ SAFI
22.11.2003

ژوند
ژوند يو سفر دی او بل څه ندی
کله په ځمکه کله اسمان کی
دا يو کاروان دی چه هسی درومي
کله را تم شي کله روان شي
ژوند يو نظر دي د يار دسترګو
چه پکی وينی مينی او وينی
کله جامونه سره د شرابو
کله لا للونه د يار د شونډو
ژوند يو ګړي ده هسی تيريږی
کله په غم کله خوښی کی
دا جګيدل او ټيټيدل دی
د هوسونو په دونيا ګی کی
ژوند عبادت دی خپلی ليلا ته
يا په کعبه
يا په سجده
يا په جامونو د ميخانه کی
چه هير ئی نه کړی
ساقي ګلرنګه
ژوند لوی نعمت دی
چه رب در کړی
((ساپی)) ګوره
چه بد ئی نه کړی٠
٨-١١-٢٠٠٢ ويانا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more