د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

مرسته

Baheer
20.11.2005

اسلام اعلېکم

قدرمنو زه د پښتو ګرامر سره نا اشنا غوندې يم او چې د نورو ژبو سره يې مقايسه کوم نو د چا خبره چې سر مې نه پې خلاصيږې٠

که لاندې ٢ انګليسي جملو ته وګورو
He is going= هغه ځي
She is going= هغه ځي

په پاسينيو جملو کې د نارينه او ښځينه فرق څنګه کولای شو؟

يادونه٠ مونږ کولای شودپاسينيوپښتو جملو په ځای لاندينۍ جملې هم وکاروو
He is going=هغه روان دی
She is going=هغه روانه ده
په دې جملو کې يې توپير په اسانۍ سره معلوميږي، خو زه غواړم پوه شم چې ايا هغه ړومبۍ دوې جملې نا سمې دې که يه؟
که سمې وي نو د نارينه او ښځينه توپير څنګه معلومولای شو٠

هيله ده چې د پښتو د ګرامر په باره کې پوره معلومات وليکۍ او په مثالونو يې ونازوۍ ٠ په درنښت


Baheer
20.11.2005

هېر مې شو چې دا لاندې جملې هم ورسره وليکم

He is eating= هغه ډوډۍ خوري
She is eating=هغه ډوډۍ خوري

داسې ډېر نور مثالونه هم شته


Re: مرسته

Stoman
23.11.2005

[quote:5f9be8d02e]سلام اعلېکم

قدرمنو ز[color=cyan:5f9be8d02e]ۀ[/color:5f9be8d02e] د پښتو [color=cyan:5f9be8d02e]له[/color:5f9be8d02e] ګرامر سره نا اشنا غوندې يم او چې [color=cyan:5f9be8d02e]له[/color:5f9be8d02e] نورو ژبو سره يې مقايسه کوم نو د چا خبره چې سر مې نه [color=white:5f9be8d02e]پرې[/color:5f9be8d02e] [color=white:5f9be8d02e]خلاصېږي[/color:5f9be8d02e]٠

که لاندې ٢ انګليسي جملو ته وګورو
He is going= هغه ځي
She is going= هغه ځي

په پاسينيو جملو کې د نارينه او ښځينه فرق څنګه کولای شو؟

يادونه٠ مونږ کولای شودپاسينيوپښتو جملو په ځای لاندينۍ جملې هم وکاروو
He is going=هغه روان دی
She is going=هغه روانه ده
په دې جملو کې يې توپير په اسانۍ سره معلوميږي، خو زه غواړم پوه شم چې ايا هغه ړومبۍ دوې جملې نا سمې دې که يه؟
که سمې وي نو د نارينه او ښځينه توپير څنګه م[color=cyan:5f9be8d02e]ع[/color:5f9be8d02e]لومولای شو٠

هيله ده چې د پښتو د ګرامر په باره کې پوره مالومات راته وليک[color=cyan:5f9be8d02e]ئ[/color:5f9be8d02e] او پ[color=white:5f9be8d02e]ۀ[/color:5f9be8d02e] مثالونو به [color=white:5f9be8d02e]مې [/color:5f9be8d02e][color=cyan:5f9be8d02e]يې[/color:5f9be8d02e] ونازوئ٠ پ[color=cyan:5f9be8d02e]ۀ[/color:5f9be8d02e] درنښت[/quote:5f9be8d02e]
ګرانه وروره ،بهير جانه !
د زړۀ له کومې مې د مينې تاودۀ سلامونه او نېکې هيلې ومنئ !
ستاسې مرستې ته را ولاړ شوی ضرور يم ، خو د کار دسړي تمه رانه و نه لرئ ، ځکه چې زۀ تر تاسو بدتر يم ! :lol: :lol: :lol: :lol:
لمړی مې ستاسې پام ستاسې پۀ ليکنه کې ځينو املايي او انشايي ناسميو ته را وګرځاوۀ ، تر دې وروسته غواړم ، دا درپۀ ياد کړم ، د ګرامر يا ژبدود پۀ لوړو ژورو مو خدای مه سرکوه ،ځکه چې هغه زده به مو ټول درڅخه هېر شي ،!!! :mrgreen: :mrgreen: :mrgreen: :mrgreen:
خو پۀ هر صورت ::
[color=yellow:5f9be8d02e] هغه روانه ده ، هغه روان دی [/color:5f9be8d02e]
سم او ډېر ادبي حالت به يې داوي ،
هغه رهي دی . هغه رهي ده ( جاري )
[color=cyan:5f9be8d02e]
هغه ځي . هغه ځي ( ولې يي د نارينه او ښځينه توپير نه سره کېږي ؟ نو ايا دا جملې ناسمې دي ؟)[/color:5f9be8d02e]
يه ! پۀ پښتو کې ډېرې داسې جملې شته چې تر څو د فاعل اريز نوم ورسره نه وي مل شوی ،د نارينه او ښځينه حالت لوری يې نه مالومېږي !
د بېلګې پۀ توګه د ا جملې وګورئ ،
١... چېرته ځې ؟ ( د نارينه او هم د ښځينه لپاره پۀ پوښتونکي ډول کارېدونکې جمله )
٢.... چېرته ځئ ؟ ( دا جمله هم پۀ پوښتونکې توګه ،پۀ جمع حالت کې د نارينه ؤ او ښځينه ؤ دواړو لپاره کارول کېږي )
[color=yellow:5f9be8d02e]همدا راز ډېرې داسې جملې شته ،چې پۀ ورته شکل د دواړو لپاره راوړل کېږي ، دا هم وګورئ ،

٣..... راځئ چې ولاړ شو !
٤..... څومره ښۀ کار کوي !
٥..... ازموينې مو څۀ مهال پيلېږي ؟
٦..... تاسې ولې دا کار وکړ ؟
او بس ٠ پۀ دې تمه چې پر مطلب به مې رسېدلي ياست ![/color:5f9be8d02e]


Baheer
24.11.2005

samim katawazai صيب وعليکم اسلاو او ځما سلامونه هم ومنۍ٠
[quote:0ad0272832]ستاسې مرستې ته را ولاړ شوی ضرور يم ، خو د کار دسړي تمه رانه و نه لرئ ، ځکه چې زۀ تر تاسو بدتر يم ![/quote:0ad0272832]

مننه ستاسو د ښايسته او رنګيني ليکنې څخه٠
دا چې تاسو ځما املایي او انشایي غلطۍ راپه ګوته ګړي دي منندوی مو يم٠

زه هم ستاسو په اجازه ستاسو د ډېرو جملو څخه يوه جمله را اخلم

[quote:0ad0272832]٣..... راځئ چې ولاړ شو ! [/quote:0ad0272832]
ستاسو په ليکنه کې لکۍ لرونکي (ۍ) هېڅ نه په سترګو کيږي او تاسو د هغې په ځای (ئ) کارولي ده، دا پاسينۍ جمله داسې نه ليکل کيږي
[color=red:0ad0272832]راځۍ چې ولاړ شو! [/color:0ad0272832]
[color=#444444:0ad0272832][/color:0ad0272832]
وروره هيله ده چې غلط پوه نشې، ځما موخه معلومات حاصلول دې،
مهرباني وکړۍ د (ئ) او( ۍ) توپير راته وښايۍ

بهير



هيواد شېرزاد
24.11.2005

سلامونه!

د يون صاحب له ليکنې څخه:
[color=blue:38711b4191]((ئ (aY): دې ته همزه لرونكې (يا) وايي. دا له زوركۍ والې (ۍ) سره په وينګ (تلفظ) كې هېڅ توپير نه لري، دواړه يو ډول غږونو څخه جوړې دي. يانې دا هم يو غبرګغږ دى چې يو غږ زوركۍ والې (ۍ) سره يې د كاريدنې ځايونه توپير كوي.
يانې دا چې زوركۍ واله (ۍ) په نومونو او د ځينو ستاينومونو د مغيره حالت لپاره او همزه لرونكې (ئ) په فعلونو كې راځي. په ځانګړي ډول د امر او نهې په فعلوونو كې لكه: وخورئ، كېنئ، مه كينئ، پاڅئ، ځئ، راځئ او نور...
ځينو ته كېداى شي دا پوښتنه پيدا شي چې (ئ) ته اړتيا نه وه. يوازې (ۍ) بس وه. دلته بايد وويل شي چې د دې (ياګانو) په مرسته د هغو فعلونو او نومونو توپير كېدلى شي چې تلفظ يې يو شى وي خو مانا يې بيله وي. ځنې وختونه موږ داسې وييونو يا كلمو سره مخامخيږو چې د همدې دوه ډوله (ياګانو) په واسطه يې توپير كولاى شو.
لكه: هغه كړئ ؟ ( هغه كار كوئ)، هغه كار كړۍ ( هغه حلقه).....))[/color:38711b4191]

د پښتو (ی) ګانو په هکله د بشپړ متن د لوستلو لپاره په لاندې پيوند کېکاږئ!
http://www.hewad.com/pashto/pakhto-ye-gane.htm


کټوازی
27.11.2005

ګرانو وروڼو ، هر يو بهير جان او ښاغلی هېواد شېرزاد صيب ،

سلامونه او ښې چارې !
[quote:11a451bc14]مننه ستاسو [color=cyan:11a451bc14]له[/color:11a451bc14] ښايسته او رنګين[color=white:11a451bc14]ې[/color:11a451bc14] ليکنې څخه٠
دا چې تاسو [color=cyan:11a451bc14]ز[/color:11a451bc14]ما املایي او انشایي غلطۍ راپه ګوته ګړې دي منندوی مو يم٠

زه هم ستاسو په اجازه ستاسو د ډېرو جملو څخه يوه جمله را اخلم [/quote:11a451bc14]
بهير جانه !
هېواد صيب ته کور ودانی وايم ، چې د بحث د ټولګړي حيثيت له مخې يي د ښاغلي محمد اسماعيل يون صيب د علمي او ادبي ليکنې پۀ استناد ستاسې پوښتنې ته ځواب ووايۀ ، اما پټه دې پاته نۀ وي ، د يون صيب پۀ ليکنه کې هم د [color=white:11a451bc14]" يي"[/color:11a451bc14] او [color=cyan:11a451bc14]"يې "[/color:11a451bc14] توپيرته،چې پۀ مرکب ډول پکې [color=white:11a451bc14] ي[/color:11a451bc14] او [color=cyan:11a451bc14]ې [/color:11a451bc14]کارول کېږي او د کارېدنې ځانګړي ځايونه او حالتونه لري ، هيڅ پاملرنه نه ده شوې ، پۀ لاندې جمله کې يي غوڅ تو پير وګورو ،

پۀ دې جرم [color=cyan:11a451bc14]يې[/color:11a451bc14] له کوره ورک کړ ،چې ولې [color=white:11a451bc14]يي[/color:11a451bc14] له همزولو سره لوبې کولې !!!

[quote:11a451bc14]وروره هيله ده چې غلط پوه نشې، [color=white:11a451bc14]ز[/color:11a451bc14]ما موخه معلومات حاصلول د[color=cyan:11a451bc14]ي[/color:11a451bc14]،
مهرباني وکړ[color=cyan:11a451bc14]ئ[/color:11a451bc14] د (ئ) او( ۍ) توپير راته و[color=white:11a451bc14]ښيئ[/color:11a451bc14] [/quote:11a451bc14]
ګرانه وروره ! تر ښۀ احساس دې وګرځم ، پۀ پورته جملو کې مې دې هم لغتې در و و هلې اوپۀ سپين او اسماني رنګ کې مې پۀ سمه بڼه درته وليکلې ، هيله لرو نه به خوا بدي کېږئ !
.................. د پښتو د يو ډول ليکدود او ګړدود پۀ هيله !!!


ghafar
13.12.2005

ګران هېواد شېرزاد او نورو محترمو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هيلې !
په پښتو کې د بېلابېلو ( ی ) ګانو شته والئ لوی نعمت دئ، په ځانګړي توګه د نورو ژبو د نومونو د تلفظ په برخه کې ډېره مرسته کوي.

( ی ) ګانې بايد د تلفظ له لحاظه استعمال شي!

ګرانه هېواد شېرزاد صاحب ! همزه لرونکې ( ئ ) د تأنيث د ( ۍ ) سره په تلفظ کې توپير لري ، ځکه هغه د تذکير ( ئ ) ده او د معروفې ( ی ) په شان تلفظ کېږي.
د مثال په توګه که مونږ وليکو:
احمد ناروغ دی يا ( دی ناروغ دی )، نو مونږ وينو، چې د ( دی ) کلمه دوه ځلي استعماله شوې ده، يو ځل د مفرد مذکر شخصی ضمير پر ځای او بيا دفعل پرځای. د دې لپاره چې د دواړو کلمو تلفظ يو شان دئ، نو ښه به وي، چې په داسې حالت کې معروفه ( ی ) د مفرد مذکر شخصی ضمير پر ځای، لکه د احمد پر ځای ( دی ) استعمال شي او په دوهم ( دی ) او په نورو ځايونو کې چې همداسې تلفظ کېږي د تذکير فعل ( ئ ) استعماله شي او جمله داسې وليکله شي: ( دی ناروغ دئ ).

- د تأنيث د ( ۍ ) لکه ( څوکۍ، نجلۍ، نړۍ، کړکۍ ) او د مجهولې د ( ې) لکه ( دېرش، درې، کېدل) او داسې نور استعمالول دومره ستونزې نلري.

- بله ستونزه د جمع مخاطب امريه او سواليه ده: لکه ( تاسې دغې ودانۍ ته وګورۍ)، ( مهرباني وکړۍ ) او ( تاسې څه کار کوۍ ؟) او داسې نور. که د ( وګورۍ، وکړۍ او کوۍ ) کلمو تلفظ ته ځير شو، نو وينو چې دغه کلمې د ( ودانۍ، څوکۍ، نړۍ ) په شان تلفظ لري. نو منطقي نتيجه به يې دا وي، چې په دغه شان کلمو کې د تأنيث ( ۍ) استعماله شي.
په درناوی
غفار


نقاد
04.01.2006

تر سلام وروسته : [quote:bca838d59f]
He is going= هغه ځي
She is going= هغه ځي [/quote:bca838d59f]
د هغه او هغه په تلفظ کې توپير شته ، خو دليکدود د نيمګړتيا له امله په ليکلو کې دغه توپير نه انځوريږي :
د نارينه په ضمير( هغه) کې فشار په لومړي توري ( هــ) راځي او زورکی ( فتحه ) هم نه لري او
( هـۀ غَـه ) لوستل کيږي ، خوپه ښځينه ضمير ( هغه ) کې فشار پر ( غ ) راځي او دواړه توري پر فتحه يا زورکي سره لوستل کيږي او ( هـَـغَــه ) تلفظ کيږي.
نور د (ئ ) او (ۍ ) د کارولو ځايونه که د کومې ټولګړې پريکړې له مخې لر او برو ژبپوهانو دغسې کړې وي لکه څنګه چې يې غفار صيب ادعا کړې نو دغسې پريکړه دې مونږ ته په ګوته کړي ، اوکه دا ډول کومه پريکړه نه وي وي شوي، نو بيا د غفار صيب له خوا وړاندې شوې انګيرنه ښايي شخصي وي او تر پوښتنې ﻻندې راشي . .
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more