د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

نوئ شعر

yahia yaqubi
01.01.2006

چې شوم ستا په تصور کې جهان ورک شو
ځمکه ورکه فضا ورکه اسمان ورک شو
چې هر څو لټون مې وکړو پيدا نه شو
په دې شاوخوا جهان کې انسان ورک شو
ښاپېرو ته کتو کې شوم حېران چې
په دې ښکلو ښاپېرو کې يزدان ورک شو
چې دربار کې دې زما سلام قبول کا
ناګهانه باغ سمسور او خزان ورک شو
کاشکې زه همداسې ورک وای له خپل ځانه
نه خو دا چې ځان مې ورک شو جانان ورک شو
کوچيانۍ غوندې ليلا وه يعقوبيه
هېڅ پوی نه شوم چې کېږدۍ او کاروان ورک شو يحيا يعقوبي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more