د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ددي شعر اړوند خپل نظر څرګندکړئ؟

MN.Waqar
28.12.2005

محترموشاعرانونيکي هيلي ومني.
دغه لاندي شعر وګوري او نيمګړتياوي يي په ګوته کړي.
هېله ده چي راته لارښوونه وکړئ
چي يو زه واي بل مي يار-----د رقيب نه واي کنار
د يو بل په څنګل خوب-----مونږ کولاي په کرار

چي مشغول په يو کتاب واي----دا کتاب د عشق په باب واي
په يو بل باندي لاسونه ------مو پراته ښه په حجاب واي
چي خولګۍ مو يو د بل نه اخستلاي وار په وار
تکرار
يوه شنه دښته بيديا کي------د سرو شونډو په خندا کي
چي يي کړی وړي خبري-----ښه په ناز او په ادا کي
که بادشاه زه دجهان واي ما به کړاي تري جهان زار
تکرار
ده پيچک په مخ خور کړاي----اننګي مي ښکلولاي
يار د ميني دي صحنه کي -----حال په سترګو کي ويلاي
ساقي لري کړه جامونه په کتو يي کړم خمار
تکرار
زه په طمع د وصلت يم-----د جانان د خوږ الفت يم
چي رنځور زړګي مي جوړ شي ----تږي ستا د محبت يم
بهسودي په جهر وايي يار مي تاج دي د وقار
تکرار

ستاسو د لا زياتي مرستي په هيله

م ن٠وقار بهسودي
ددئ


yahia yaqubi
01.01.2006

ښکلی شعر دی هڅه وکړه ښه کېږې.يحيا يعقوبي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more