شعرونه
صادق لرګی ماتونکی
په یوه زمانه کې یو ځوان په یوه واړه کلي کې ژوند کاوو. هغه الن نومیدو. هغه ډېر صادق سړی و. هېڅکله یې هغه څېزونه نه اخیستل چې په ده پورې یې تړاو نه درلود. خو د غلو سره په یوه کور کې اوسېدلو. هغوی به د ورځې له خوا د کلي له خلکو غلا کوله او په غلا شویو توکو به یې د شپې له خوا به يې میلمستیاوې کولې الن ته دې کار هېڅ خوند نه ورکولو. زما دا نه خوښېږي! ستا نه خوښېږي؟ نو ماته يې راکړه! زه به دا ټول وخورم. ځه! ته حق نلرې چې ویې خورې! زه له ټولو ډنګر یم! ماته یې راکړه! څه شوي دي الن؟ ستا
نیکه او لمسی
په یوه زمانه کې په یوه واړه کلي کې یو پلار د جک په نامه ژوند کاوو. جک په کلي کې د ټوکي په نوم پېژندل کیدو. ځکه چې هر کله او په هر حالت کې خوشاله و. چېرته روان يې خوشاله جکه!؟ کب نیولو ته روان يې؟ نه، هو لومړی به د کبانو سره ولامبم ورسته به یې له ځانه سره راوباسم. هاهاها جک ته ډېر عالي سړی يې ښه ورځ ولرې. تاسې ته هم ښه ورځ غواړم. خوشاله جکه! چېرته روان يې؟ زه کور ته روان یم. کوچني هينسل ته هم سلام ووایه. خامخا به ورته وایم. په جک ب
سره بوټان
په کلي کې یوه کوچنۍ نجلۍ اوسېدله. د هغې نوم کارن وو. دا د خپلې مور سره په یوه کوچني کور کې اوسېدل. کارن یوه غریبه نجلۍ وه. هغې بوټان نه درلودل چې په پښو یې کړي. هغې تل لرګین بوټان اغوستل چې مور يې ورته جوړ کړي وو. د لرګي بوټان ډېر سخت وو؛ او د هغې پښې يې ژوبلولې. د کارن مور ډېره مریضه شوه. کارن تل د خپلې مور خدمت کولو. یوه ورځ کارن چې کله کورته تلله، په لاره کې یې یو بکس وموندلو. په بکس کې سره بوټان وو. دغه بوټان د کارن ډېر خوښ شول؛ نو ځکه يې پرېکړه وکړه چې بوټان له ځانه سره کور ته یوسي. خو
غزل
کله آسمان کله په ورېځو کی بی حـــاله ښکاري دا انجلۍ چی لـــه کوروتې ډیـر فعــاله ښکاري نن یی عالم د تهمتونو لـــه چـــا کم دی ګورئ نه یی ښایست د عظمتونو بی مجـــاله ښکاري داسي چی ګوري راته نن صبا به نه یم له غم خالد به ژاړی دا به هر کله خوشحاله ښکاري سمیع الله خالد سهاک جنوری ۲۷، ۲۰۲۱
تېروتنه
موږ په وعدو د نن سبا تېروتو دومره ساده یوو چې بیا بیا تېروتو درواغ په پوښ کې د ریښتیا پوښلي زیات له درواغو، په ریښتیا تېروتو پرون انګریز او روسيې سم دوکه کړو نن په دوکو د امریکا تېروتو موږه فساد ته د جهاد نوم ورکړ سخت په جهاد او په غزا تېروتو زموږه غوث زموږه پیر پردی وو موږ يی په ذهدو په تقوی تېروتو دښمن هر ځل اشنا لباس کې راځي اشنا لباس کې په ناشنا تېروتو هم په سنت هم په مذهب دوکه شو په وعظ، تقریر د ګوډ ملا تېروتو(۱) موږ خپل تاریخ، کلتو
ملا او دوه رنګي
ملا بد ګوري د ولس خوښۍ، خندا ته ملا خوښ دی د خندا پرځای ژړا ته کوم لذت چې له ژړا ځینې ملا وړي دا لذت خندا کې چیری دی ملا ته د ملا په اند دنیا یو ماتم سرای دی د خوښۍ ځای پکې نشته دی هیچا ته دا دنیا ځای د کړاوو او مشقت دی که خوښي غواړي ورځه بلې دنیا ته هلته حورې دې پریمانه انتظار کې چې په دې دنیا کې نه رسیږي چا ته د غلمانو کتارونه جام په لاس دي په تعظیم، لاس په نامه ولاړ دي تا ته د هغې دنیا په وصف چې ملا راشي ته وا کاشکې وای نن تللی، نه سبا ته
د ۲۰۲۱ کال درشل کې
څلوریزې وایه جګړه کې په تا څه تېریږي ایا په کور کې دې خواړه تېریږي؟ پردي جنګونه کور ته ولې راوړې بې له جګړې دې ژوندون نه تېریږي؟ +++ جګړه مو ولې پیل کړه خپله کور کې اوس به دا اور بل وي تر تله کور کې دښمن به هم تېل پر، دې اور تل پاشی اور به مو ټوله کړي کمپله کور کې +++ موږه په کور، مسوول د جنګ خپله یوو له خپله لاس په وینو رنګ خپله یوو هم شرمنده، رسوا په سیمه نړۍ هم په دې جنګ، بېخوند بدرنګ خپله یوو +++ ولې څلویښت کاله جنګ بل لپاره
بې کفا یته کجیران
خوب وینی خړ کجیران بیادبل پروفیسور سره راټول شوی دی د ا بې نمکه بې خو نده شورواپه نوم خو تاریخ شرمولی دی فردی او ګروهی مقالو کې هېڅ ګټه اوحیثیت ورته پاتې نه دی ولس پوهیږی خاینو تا سې هرڅه چې څه کرلی هغه مو رېبلی دی تلخان امرالله کلینر اوس ټانکی په لاس زده کړې د ملت کوی هو په غوږ ویشتلو حنیف اتمراو اودلا خو هم ډېر جنایتو نه کړ دی ورکه دې داسې سپکه اداره شی چې نه زنانه ا ونه نامردانه شی وګوری !اې خیرنو ناامنه کابل ښار کې تاسې نور څه کړی دی دغه بې قانونه برګ یو ځل
قاتل څوک پیژني
ولي مو وژني؟ څوک مو وژني؟ قاتل څــــــوک پېژني ؟ زما د مرګيو د ورانیو لامل څـــــــــــــــــــــــــوک پېژني؟ که تاسې نه یاست ولي چپ یاست ځواب راکړي ماته قاتل هم چپ دي، حاکم چپ دی عامل څوک پېژني ؟ هم خیرات غواړي هم مو وژني هم دوعــــا ښېرا کړي د نبووت دعوه کوي دا سائیل څــــــــــــــــوک پېژني؟ یا به ملا وي، یا سوالګر یا هم سائیل یا حـــــــــــــاکم زما مکتبونه چي سیزی دا جاهل څــــــــــوک پېژني؟ لا اقتدا ورپســــــــــــــــې کړی لا یی پېشوا ګڼې خپل په
درى شعرونه
غزل پاتې شه باران دى اوس به څه کيږي غلى مې جانان دى اوس به څه کيږي داخو مې داستادمينې ټس شولو څېرې مې گريوان دى اوس به څه کيږي نن راته دې بياچالمسولى دى دغه مې خپگان دى اوس به څه کيږي ماخويې نازونه پرلېيمو وړي داخو ډير ناځوان دى اوس به څه کيږي داد انډيوال خبره گرانه شوله سخت خويې گوزران دى اوس به څه کيږي د پسرلي موسم دپسرلي ښکلى موسم کې ووم روان هرې خوا کې خوشا
بی نومه عسکر
کله ټپي شوم کله معیوب او کله مړ شوم خو ته کله رهبر شوې کله رئیس کله جمهور رئیس شوې کله پاچا او یا هم امپراتور شوې خو زه تپي شومه، معیوب شوم یا هم چی مړ شومه دا ستا لپاره ..................... او اوس نه مې څوک پیژني او نه مې څوک اوس هم نوم اخلي نه کوم منصب، رتبه یا ځای لرمه خو تاریخونه ستا له نومه ډک دي او افتخار دې ګني خلک د وطن او ملت خو زه به څه کوم او ماشومان به می اوس څه کوي آیا... دوې څوک پیژني آیا ته
هېرشوي یادونه
چې رایاد مې شي د کلي تېر وختونه پر لښتي د نجونو جوړ مازیګرونه وایم څه پېښ شو او کوم مالت ته راغلم په اور وسوځه ناپایه هجرتونه کاشکې یو ځلې مې بیا په ژوند لېدای شوای د ګودر په لور د پیغلو قطارونه یا د کلي په کوڅو بیا تلای راتلای شوای بیا مې کړای شوای قضا شوي دیدنونه یا د کلي د دېوال تر شا پټ شوی پاس له بامه مې لېدای اشارتونه یا د بوسو بوساړه کې چیرته پټ وای په یو بوو مې له نجونو ایستی زړونه یا ملګرو سره کلي باغ ته تلای شوای له میوو مو راډک کړ
نن او سبا
شپه ولاره ورځ ولاړه شپي او ورځي لاړي خو زه او ته به لا ژوندي يو او دا کرونا به هم ولاړه شي که ژوند وهء ……………. زه او ته به بیا لاړ شو زمونږه باغ ته او میله به وکړو دهغو نارنجو لاندې که خدای نصیب کړې وهء خو اوس به کور کې پاتې کیږو او دعا به کوو بله چاره نشته پای سمیع الله خالد سهاک دسامبر 2020 مونتری کالیفورنیا
څه سوه
څه سوه ملاله اوناهیده چي سرونې پروطن ورکړه ولټه تاریخ پسې پیدا ئې زرین پاڼه کړه څه سوه احمدشاه میرویس چي سمسورئې هېواد کۍ وګورۍ تاریخ پسې ارزښت ئې دکارو وکۍ څه سوه خوشال خان رحمان چي اشعارئې د پښتوویل دېوانونه ئې وګورۍ شاعر به نه وي داسي بل څه سوه شاه ځلمي زموږچي ویــل ئې وه کــول پخپله مېړنتیا ئې هېـواد ته خپل سرونه وښندل څه سوه دهېوادغمخورچي توغ ئې دهېواد ساته اوس راسه وګوره! چي څــو ک ئې پاته شاته
چا په ريښتيا وژړل!
نور له پرديو، موږ له خپلو په ژړا وژړلتقديره ستا له ناکردو مو په بيا بيا وژړل د چا له خونې د مستۍ چيغې سورې راوځيموږ هره خونه کې له درده په غوغا وژړل څه به منصور وي، څه يې دار چې جهاني يې ستاييزموږ د هر ګودر د ونو شاخ ته چا وژړل؟ دلته د سترګو او بڼو تر منځ مرګونه پټ ديچا ترې پرون او چا ترې نن په واويلا وژړل خلک له کفره په ژړا چې يې بمونه راوړلدلته انسان او محرابونو له کافر او طلبا وژړل ته په محفل کې بې پروا لکه رباب غږېدېما د خلو
د قیامت ورځ
په هېواد کې دمګړۍ د قیامت ورځ ده اضافه به له دې څه وي په قیامت کې داسې ورځ چې هیڅ راغلې پر چا نه ده نه لېدلې چا تاریخ د بشریت کې که قیامت ورځ په مانا د لوی افت وي نن هېواد دی سر تر پایه په افت کې که دا ورځ څوک د حساب و کتاب بولي نو حساب باید چې پیل وای دې ساعت کې که شپېلۍ د اسرفیل ته ورځ معطل وي اسرافیل دې شپېلۍ پوو کړي دې فرصت کې دلایل هم د شپېلۍ په ځنډ کې زیات دي څوک يی هغه څوک يي دا شمېري علت کې د شپیلۍ له دندې اخوا څوک خبر دی چې پخپله اس
سهار ـ ماښام
...................................... سهار ماښام شي او مرغان له ښاخو والوزي او د ځالو په لور اوچت پرواز وکړي ولې؟ هغه یی کور دی بل ځای نه شي تللای او بلې خوا ته معاش خوره انسان سهار له کوره وځي یو په شپږ بل په اوه او بل په اته ټول د غرمي د ډوډی وخت لری حاضري او هم رخصت هر ورځ سهار- ماښام چی کار کړی ماښام - سهار په کور کی بیا بله ورځ سهار – ماښام کار کړی او انتظار باسي چی میاشت به کله ختمیږي خو سهار- ماښام نه ختمیږي ن
سوله وکړئ
د ســـــهار ماښــام ژړا می نه دریږي دا چی بیا می په کابــل راکت آوریږي په دې اور کی ټول ښارونه مو ویجاړ شول شني مرغې په شنو ښاخونو کی سوځیږي د ښکلا موسم می ورک شو له وطنه دښمنان می زما په سوله کی ژړیږي هم ګاوند هم می نړۍ له حال خبر دي خو زما په دارو هیڅ څوک نه پوهیږي غیرت منو بیا په سوله کار شروع کړئ په جګړه مو دښمنان ټول خوشحالیږي هر پــوله کی رڼـــا ده خـــوشحالي ده خــو افغان لا د افغان لــه لاس کړیږي نور نو بس کړئ وسله غورځوئ له لاسه خــ
دین لباس نه دی
جامه، لباس،ښکلا مه معیاروه په دین کي الله ښوولی امـرکـړی عـورت دی په یقین کي دیـن عـمل دی دنیکۍ وهــــرمخـلــوق ته ښَکلاّ ئې معیارنه ده لکه ښکلی آس په زین کي لـبـاس، ځـان جـوړول بوله دود دانسـانانـو دیــن امــــردالله دی په کلام فــرقــان زرین کي عــاداتو، دود، جـامه د وګړو یوعمل دی ټاکل سوی حدودسوی عورت زموږ په دین کي راســۍ پــرلـبـاس اوشـکل نه ږغیږوډېر ږغ د دیـن دی په عـمل اود زړونو په یـقـین کي دیـن نـه ږره نـه لـبـاس اونـه ښـکلـتیـاده دا پنځه بناوي دي
ملاله میوند
د ملالې میوند په ویر کې دا قاتل څوک دی او موږ ولې وژني هم مو ښاغلي، هم اغلې وژني په انتخاب د مرګ کې نه تېروځي په موږه ټولو کې منلې وژني داسې خیرن دښمن به بل چیرې وي چې پښتنې په پت سپېڅلې وژني کارغان ټول ګرځي په بڼو کې ازاد ښکاري زموږ د بڼ بلبلې وژني په نوم رڼا پر افغان نه لوروي تورتم کې خوښ دي، ډېوې بلې وژني زه د قاتل ضمیر وجدان ته هیښ یم چې پریښتې تر ښکلا ښکلې وژني که د جهاد پریکړه منطق داسې وي چې مو نجونې نومېرلې وژني بیا دې خدای م
خیالي ژوند
ځوانې يي تېره شوه غمونو سره د شپې زګیروي ورځې اهونه سره یو خیالي ژوند وو له شروع تر پایه تېر شو کړاو مصیبتونو سره لاس يي تڼاکې پښې چاودلې له کار د شپې اخته په شوګیرونو سره نه په مړه خیټه ډوډۍ خوړلې نه په تن پټ په لباسونو سره ملا کړوپه شوې په درنو بارونو درمل يې صرف وو تعویذونو سره له کاره پاتې له تحصیل وتلی د مستخلص په ګردانونو سره نیم ژوند يی دود، نیم يی سنت تبا کړ ژوند يي دوزخ وو عذابونو سره ملا په تمه د جنت تېروېسته د حورو غیږه کې
منی او که نه منی
راغلی دې ټولنې ته په ګواښ المتفکر احمد زی اشرف الغنی دي خپله وایی دې کړکېچ کې څوک یې منی او که نه منی ملا برادر دوحه کې قطری حلوا له دشلمې سره ورته وهی لاړل نا اهله اشپزان ............ پارلمان ته لافې ډېرې وهی پوښتته داده چې ایا یو وزیر داهل کار ځانګړی تعریف لری؟ پارلمان خوپه پټکو هسې دشپنو چیغې او نارې وهی معجزه نه ده ښکاری چې ټولې لوبې دی له سره مافیایي! المتفکر په کې خوښ دی ان زوړ دترمپ خلیلزاد یې منی ینس شتولتن دناتو سندر غاړی به دواړو لاسو ناندرۍ وهی د
څلوریزې
د اسمان د بام بلې باندې ولاړ یم لاندې باندې ترې پراخه دنیا وینم ټول جهان راته نقطې په څېر ښکاریږي د انسان چې زه د فکر لویا وینم +++ خلک وايی چې اسرار دي پاس اسمان کې خو د پوهې توان يي نشته په انسان کې نو بیا خلک څنګه پوه شول چې اسرار شته؟ چې د پوهې توان يي نه ګوري په ځان کې +++ ملا وايي د جنت ځای پاس اسمان دی د دوزخ بیا لاندې ځمکه کې مکان دی زه چې ګورم دواړه بل ځای کې هیڅ نشته د جنت او دوزخ دواړو ځای انسان دی +++ چې قصې کړې شپه او ور
څه زلفې يې کړې لنډې...
څه ما ده پښه نيولې، څه دوستان په منډه منډهڅه زړونه لرې شوي، څه زمان په منډه منډه څه ښکلي بې وفا دي، څه زه په چل و ول کېڅه تش دي محفلونه، څه ياران په منډه منډه څه سپين مخونه تور شول، څه ډېر شول نقابونهڅه تتې شوې هېندارې، څه وجدان په منډه منډه څه موخې نامالومې، څه وار پار يې خطا شوڅه غېشي يې بدل کړل، څه ميدان په منډه منډه څه سرې غوټۍ پايمال شوې، څه تويې ګلابونهڅه مينه بې ارزښته، څه مينان په منډه منډه څه سترګې څيرې شوې، څه نازونه بېګانه
هیله
بیا د کلي په کنډو راښکاره لمر شي د وهمنې شپې زړه وچوي روڼ سهر شي خلک پورته په خوښۍ شي له دروند خوبه یو تر بل غاړه غړي شي د زړه سر شي چې له کلي اختر تللی مرور وو بیرته ستون شي جوړ په کلي بیا اختر شي تور کارغان له بڼه والوځي سپرلی شي بیا په بڼ کې د بلبلو چغار سر شي دا چې باغ کې د ګل ځای، اغزو نیولی باغ مو شین بیرته په ګل د نیلوفر شي پر اوښانو پړي واچۍ، کاروان بار شي کاروانونه د ایلبند په لور بیا سر شي شپونکي بیا خپله شپېلۍ درو کې پوو کړي د شپې