شعرونه
غزل / عبدالمالک ستانکزی
مــــــــــــــــــينه هــم ســــــــــــــــــوز لري هم ســـاز لري ژونـــــــــــــــــــــــــــــد کې هـــمـدا توکي امتياز لري يوه لحظۀ مخ نه نقاب لـــــــــــــــــــــــــــــــــــرې کــــړه اســـــــلام کـې يـ
سپوږمۍ سره خوالۀ / سيدجمال الدين فاطمي
نور څوک مې نشــــــته سپوږمۍ تا سره خوالۀ کوومـه هـــــــــــــسې يې مۀ بوله کيســـــــې د زخمي زړۀ کوومـه يو څو خبرې زۀ کـــــــــــــــــــــــوومه ورته غوږ ونيســـــه
غزل / سيدجمال الدين فاطمي
ای فاطمي! راغی جانان او ارمـــــــــــــــان سر وخوړو خندا خپره شوه ، خوشالي شوه ، خفګان سر وخوړو
غزل / عبدالمالک ستانيکزی
نرۍ نرۍ وږمې پۀ مســــــــت طـــــوفان شــــــولې بدلې زمــــــا خـــــو ټـــولې هـــــيلې پۀ ارمــان شــــــولې بدلې چې کلـــــه يې رخصت واخيســـت پناه مې شوه نظر نه قطـــــرې د ســـــترګو يو ځل پۀ طـــوفان شــــولې بدلې هـــــغه يار چې ښـــادۍ کې مې ښی لاس ؤ روغ رمټ ؤ
غزل / عبدالولي خزان
خـــــــــــدايه جـــــــانان او عقيده غواړم ايمان غواړم پۀ دې نړۍ بــــــاندې قانون ستــــــــــــا د قرآن غواړم زمــــــا د ګل غوندې وطن يې کــــــــــړلو لوټې لوټې ســتا لۀ درباره يې وطن هـــــــــمداسې وران غواړم
غزل / عبدالمالک ستانيکزی
پۀ چاميئن نۀ يې صـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنم نۀ لرې جـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــانانه ځکه زړۀ کې غم نۀ لرې
شعر / سميع الله خليل
يونوى انقــــــــــــــــــــــــــلاب دى طوفانونه ورسـره دي زمونږه ازادي خوري خـــــــــــــــــــــــــزانونه ورســره دي نن بيا دقربانۍ ځوانانوخپلې سينې ســـــــــــــپر کړې دخداى رضا ته درومي خپل سرونه ورســــــــــــره دي دښمن ته يې غاښ ماتى ګذار ورکړ په هر جنګ کې
هايکوګانې/ عبدالمالک ستانيکزی
ځای کې را کېناستم پۀ نيمه شپه کې خوب رانه لاړو چې راياده مې شوه چونډۍ مې کېښوده خوب بيرته راغی *** ما ورکتل د دروازې چولې نه پۀ سرو جامو کې لکه ګل ښکارېده
غزل / سيدجمال الدين فاطمي
چې ټول عـــــــــــمر در پۀ در خاورې پۀ سر وای خو چې ناست همېش پۀ څنګ کې د دلبر وای د اشــــــــــــــنا د مخ کتاب مې چې لوســــــتلای
غزل / عبدالمالک ستانيکزی
اشـــــــــــــنا د زړۀ د مـــــنځ پۀ محلو کې به ځای درکړم د ســــــــــترګو تور به تا کړمه لېمو کې به ځای درکړم انځــــــــــــــور به دې پۀ ذهن کې تصـــوير کړمه جانانه
غزل / سيدجمال الدين فاطمي
ياره ځان ســــــــــــــــــــره خبرې کړمه جوړې خو چې تاته مخامخ شـــــــــمه ګونګی شم کله کله دې غـــــــــــــــــم دومره زورور شي خپل حواس لۀ لاسه ورکړم لېونی شــــــــم ما او تا سره يو ځای يو سره خــــــــــــپل يو چې رقيب پۀ
غزل / سيدجمال الدين فاطمي
ضمير زما تازه شي او وجـــــــــــــــــــــدان زما تازه شي اشنا چې تاته وګـــــــــــــــــــــــــــورم ايمان زما تازه شي چې وخاندې راوګــــــــــــــــــــورې مسکی شې راته ګله
غزل / سميع الله خليل
دســـــــــــــــــتم په ســــــــمندر کې نور ډوبيــــــــــــــــږم اشـــــــــــــــــــــــنا لاس د مينې راکـــــــړه چی ورکـــيـږم
غزل / عبدالولي خزان
نن کۀ لباس مې دی زوړ شوی مخ دې مۀ ګرځوه زړۀ مې د هجر لـــــــــمبو سوی مخ دې مه ګرځوه پاکه کيسه به درته وکـــــــــ
غزل / عبدالمالک ستانيکزی
بي دينه ، بې غـــــــــــــــــــــيرته ، بې فرهنګه ککرۍ پۀ مونږه حـــــــــــــــــــــــاکمانې شوې بدرنګه ککرۍ عــــــــــــــــزت يې د تور سرو د وطن پۀ پردو خرڅ کړ
کابل جان غوندې شو/ سيدجمال الدين فاطمي
زړګی مې ټول زخمي زخمي افغانـســــــــتان غوندې شو ټول لۀ زخــــــــــمونو څخه ډک دی کابل جان غوندې شـو دا ســـــــــــــــتا غـــمـــونو مې پۀ زړۀ کې کرښه جوړه کړله زړۀ مې پۀ منځ بانــدې شو بېل پښتونستان غوندې شو چې مې پخــپل کـــــور کې ګـــــــــــرځيږي غمازان يارانو
میلمه،لیوه،شپون اوکیږدۍ
میلمه له ځان سره اور راوړ کوربه ورته لمن ونیوه چې ګوندې تود به مې کا لمنې اور واخیست کوربه کړیکې کړلې ګاونډي یې لاس ونیاوه پورته یې کړ بیایې ګوزارکړ بیرته **** لیوه په منډو راغی په رمه ګډشو په بیړه
سږنی ژمی / شـــــــــعر
سږنی ژمی سږکال ژمی تود راغیخلک لا له اوسه نیالګی ږديزه په نیالګو پسې ننګرهارته ځمله جلا ل کوټه یوازې یو نیالګی راوړم او هغه به ستاسو دکور مخې ته ږدموايي چې: ماڼو سوچه بوټی دی او نظر وچوي
ماڼو
ماڼو عبدالقدیم ویاړ سږکال ژمی تود راغی خلک لا له اوسه نیالګي ږدي زه په نیالګو پسې ننګرهارته ځم له جلا ل کوټ نه یوازې یو نیالګی راوړم او هغه به ستاسو دکور مخې ته ږدم خلک وايي چې ماڼو سوچه بوټی دی او نظر وچوي د1388لمریزکال دسلواغي 13مه کابل
خور/وياړ
خور / عبدالقديم وياړ هره بې وروره خور وايي کاشکې چې ماهم د ورور واده ته دکوچياني کميس لمن ګنډلاي مايې ښادۍ کې په زوره ،زوره ټيکۍ ويلاي کاشکي ماهم د ورورواده کې په خورلڼو پتاسې ويشلاي کاشکې زما هم دپلارپه مينه يو نارينه بچی وايي خيرکه ړوند ،کوڼ يا شل او شوټ وايي خو کله هم يوه بې خوره
iاوu
وياړ abc مې ليکله سرترپايه څوڅوځله له سره بيابيا هغې کله زما ګوتو کله دکمپيوټر صفحې ته کتل راته يې په خندا کې ويل ټول توري دې سم ليکلي خو يوتوری درنه هير دی د i توری نشته ورته ومې ويل په Iپسې مه ګرځه ځکه چې i له U نه ځارشوی د1388لمريزکال د تلې اتمه
پوښتنه
وياړ ريښتيا وايه کله دې په ځان مينه راغلې؟ کله دې هينداره کې داسې کتلي دي لکه زه چې دې ګورمه په وږي نظر هره ورځ ريښتيا وايه: کله دې په ځان مينه راغلې ده؟ که ځواب دې هو وي نو ما ملامتوې ولې؟ که ځواب دې نه وي نو دومره بې احساسه يې ولې؟ د 1388لمريزکال دلړم دولسمه کابل وزير محمد اکبرخان مينه
باران
وياړ نن بيا باران وريږي نن بيا داسمان ټنډه تروه ده نن بيا دکابل لارو سړکونوکې خټي اوچيکړې دسړې پښې نيسي نن بيا باران وريږي نن بيا باران ستاسو دسيمې دسړک خواته ونې لمبولي پاکې نن بيا باران ستاسو دسيمې پوخ سړک له خاورو دوړو پاک وينځلی خو کله به هم داسې باران ونشي چې ستا يادونه زما له زړه ووينځي له مخې د 1388لمريز کال دلړم شپږمه وزير محمد اکبرخان
يوه مياشت مسلماني
وياړ روژه ده زمونږ ددفتر ترټولو ورانې جينې هم دحجاب ټيکری جوړکړی خندا مې زمونږ پريوه مياشت مسلمانۍ راغله د رحمان هغه وينا راياده شوله هغه ښه ويلې: د مکي په بزرګۍ کې هيڅ شک نشته ولې خر به حاجي نشي په طواف د1388لمرېزکال د وږي 26مه وزيرمحمد اکبرخان مينه- کابل
ژوند
وياړ ژوند لکه يوکتاب دی هره پاڼه يې يوځانګړی رنګ لري هررنګ يې يوه ځانګړې موضوع لري هره موضوع يې يوځانګړی خوند لري که دې کومه پاڼه نه وي خوښه خپلې ګوتې غښتلې کړه کوښښ وکړه چې هغه واړوې دهغې يوې پاڼې لپاره ټول کتاب اور ته مه اچوه د1388لمريزکال د وږي 23مه وزيرمحمداکبرخان مينه - کابل