شعرونه
ای اسمانه
. ای شـین اسمــانه لاولاړ ئـې پرسـرولي ورته ګورې تویه وي دمظلوم ویني په څوځلي بې عــدله سَوېّ دا نـړۍ بې رحــمه هــم ستـرګي سـرې کـه ورانـوه بې رحـمـه ډلـي نه انصاف نه عدالت سته په وګړو دنړۍ دظلم ننداره کړي څنګه ورانه وي دمظلوم کلي ای پـرسـرولاړه ته شاهد دهــرمظلوم ئې نــه پــوهـېـږم چـي سـیـل بیـنه سوې تـه ولـي را چپه سه را چپه سه را چپه پردې ظالم را ونـړېـږه پـرجـابر چي بـیا ونه ځـپي ځـپلي
خبرې
په یو خوب کې کړم اسمان سره خبرې په اسمان کې لوړ مکان سره خبرې هلته داسې یو موجوده سره مخ شوم چې يي نه کړې د انسان سره خبرې ما ګومان د پرېښتې ورباندې وکړ هغه وختې شیطان سره خبرې سل کسانو سره بحث کول اسان دي خو مشکل دي یو نادان سره خبرې له جاهل سره له بحثه لیرې ګرځه چې د ې مخ نشي خپګان سره خبرې ملامت او سلامت پېژند ګران نه دي که څوک وکړي په وجدان سره خبرې لیونتوب چې زه د خپلو خلکو وینم لیونی شم کووم ځان سره خبرې په ځنګل کې ځناور ځکه جګړه ک
(ناین.اِلِون ۹/۱۱ او ټِن.سِون ۱۰/۷؟؟)
(ناین.اِلِون ۹/۱۱ او ټِن.سِون ۱۰/۷؟؟) وايي،دنړۍ دوه سوه ملکو کښې دوه سټیټونه دي په شان د کینسرو کې یو-یو کال له بله وروسته پروټوپلاسټ *شوي دیوه نوم پاک-استان او د بل ازراعيل ،یهودستان! د هر یو لاسونه تر پښو په وینو سره دي دهر یو پښو پردۍ ځمکې لاندې کړي نړیوال ښکیلاک، زبیښاک دوی زیږولي انګریزان ېې دي پلرونه او ادې ې امریکه ده او تر اوسه ې بیشماره حجرې دي وژلي دوه دانې دسرطان دي ،انتشار کړي خوا او شاته د حجرو وینې ،غوښې خوري او ساوې د مظلومو چغې ،
په فلسطین کی
په فلسطین کی نن دولسمه ده او هره ورځ پکی سلګونه مري او په زرګونه خپل خواږه کورونه پریږدي زه ننداره کوم د نن او صبا او جسدونه د انسان په اوږو په هره خوا کی وینم د الاقصا مخې ته او دا بی رحمه ټبر نه په ماشوم نه په زاړه او نه په ښځو هیڅ کله رحم نه کړي نن یی جومات پرون روغتون کړ شهید پای سمیع الله خالد سهاک د اکتوبر۱۶، ۲۰۲۳ کال
جنګ او وژنې
په هرات کې دا ډله ييزو قبرونو په زلزلو کی تورو خاورو لاندی ښارونه ورک شول غر او سیند یو شو او تر څنګ یی د سلګونو جسدونو انځور په منځني ختیځ کې لږ لیرې هاخوا د حماس په لاس د ماشومانو مات شوی سرونه او غوښې هر خوا پرتې دي د میندو او لوڼو غوښې په لویشت لویشت کی پرتې د بندیانو د شکنجو انځورونه چی خپاره شوي هر ځای د پلار او ځوی جګړې د مور او لور بوغارې د الاقصی په هم هغه خاوره کې بل خوا پراته د عربانو مړي بوی یی
بد
کې کړې وي وژل خاماخا به وژلکیږي پـه لـنـډ تاریـخ کـي دهـېـواد مـو دا ځلـیږي الخاین خایف دی په حدیث سره بېشکه . زموږتښـتېدلوته چي ګـورې داپر ثابیـتیـږي مه کــوه پــه چا چي وبــه ســي پــه تا بدي نه پرېـږدي پښتون که اویا کلنه کـیـږي جـنګ کـه ضرُورّنه وي ډېـربد کاردی نه دی جهاد جنګ ځاني اصلاح ده که پوهېږې وېره یاغـیرت که غالي سـي پربد اوړي اوبه چي ترسرواوړي ماشوم ځکه پای مالیږي
خپله خوښه
د چا خوښه چیري ځي په کومه لار ځي څوک اړ نه دی چې د بل چا په ګفتار ځي طبیعت انسان ازاد دی زیږولی سړی ولې بیا د بل چا په مدار ځي د پارسا او د ترسا پرېکړه ده ګرانه هر څوک پوه شه چې پارسا که ګنهګار ځي میخانې ته خلک ځي پخپله خوښه که جومات ته خلک ځي، ملا له ډار ځي د انسان عمر ډېر لنډ او شپې په شمار دي خلک پرېږده میکدې نه که خمار ځي پند او وعظ ته د هیچا حاجت نشته جهنم ته پښتانه پخپل اختیار ځي د جنت د خیالي حورو په هوس کې عمر ټول د پښتانه په انتظار
د دووغلوکیسه
یـوستـرګ لـرونـکی شل بـل ړونـد پـرپښـوروان شـل پـه شاه دی د ړانـده ځي غـلا ته په دې شان د غـلا په تـور سـوه ګـَرمّ شــل وو ړوند د واړه اوسې محکمه ده قاضي ته به وایي خپل جریا ن شـل وایي زه نه لـرمـه پـښي غـلا تـه څـنګه تـلم ړونـد وایي نه ویـنم لیاردائې دفاع ده دخـپل ځان قاضي حقي حیران دی چي کوم یوغل دی په رښتیا ستـرګـوالا کـه پـښـېـوالا که دواړه مــجــریــمـان قـضــاوت ددې قضیي بـه یـوالله کــوي پــه حشـر مــعـلـوم بـه کـي مـجــرم سـزا بــه وویـني عـیان
غوره ژبه
هــره ژبه نه وي جنـتي یا دوږخي غـوره ژبه هغه چي ذکرد مـولا بیانه وي ژبه عـربي ګـوره ځــکه غـوره ده په دې کي آیاتــونه پـررســول راغــلي دي په هره ژبه چي تصدیق کوې درب دغه ژبه اوچته، دا په حدیث کي دي راغلي کـفـریا اســلام که په هـره ژبه وي غـوره ژبه داسلام ځکه دالله تـصدیق کـوي دي پـه د ې نـړۍ کي ژبـي ډېـري ښه ژبه هغه چي په اقرارسره ایمان ولري
نادودې
چې نادودې چا د جنګ لېدلې نه وي څه پوهېږي سوله څه ده او جنګ څه دی چې مزه چا د ښکېلاک څکلې نه وي څه پوهېږي چې اورنګ او فرنګ څه دی په کوڅه چې د غیرت تېر شوی نه وي څه خبر له نام وننګه چې ننګ څه دی چې ځنګل کې ځناورو منځ کې ګېر شې خوله کې فرق د اژدها او پلنګ څه دی که فتواوې د ملا غرضي نه وای فرق نېشه کې د شرابو د بنګ څه دی جارېدل چې خپله مینه کې هدف وي فرق په دې کې د بلبل او پتنګ څه دی شتمنان چې عیاشي کوي ټول عمر څه خبر دي چې روزګار د ملنګ څه دی
وجیـزي
چـــي نــــــه کـــوي پــه خـــوله هــغه تـه ویل کـيـږي مــه کــه وه بـــــوده کــــه ســم نه ځي پرلار هــــغه تـــــه لــښــته سي پـــه کـار دنـــــا پــــوه ســـره مخ مــه سه که سې مخ په سلام ورنه رهي سه کارچي تمام نه وي نه به ئې ستائې پښېماني راځي ورسته څه به بیا وائې ړانـده تـه لارښـوول پـه ايـشاره داکــــارګوره ســـخــــت جـــاهــلانــه
غزل
تازهکلام پيسي پيسي ديناردينار ږغيږي دخلګومخکېچي مالدار ږغيږي دغیدېڅهکړيخوپيسېکهلرې بيادې مني درته بازارږغيږي دسترسړي زامن تر مخ دمېلمه ډير په ورو ورو اوپر خپل وارږغيږي پرټولمحفلدېتاثيرځکهپروتدی داخوتهنهيې.ستارخسارږغيږي دخوشحالۍاودغمفرقپکاردی دغمپهځايکېڅوکقرارږغيږي چاچيلوټلېخزانهدملکده موږورتهغوږراتهباربارږغيږي لارهلنډيږيژرپههغهوختکې څوکچيروانوياوپرلارږغيږي
وخت در نه لاړ آدمه
له آدمه تردې حاضر دمه کوم یو کار موده په سمه ملګرتیاده او انډیوالی ده همغه څمڅۍ او همغه اشپزی ده هرکار مو په سرپرستی ده وېش د ه هم بی انصافی ده خکه بې خونده بیعدالتی ده له آدمه تر همدې ستړی غمه مشترکه ژبه د حال نه لرو لوی مزله ته ابتکار نه لرو له ڼړۍ سره ګفتمان نه لرو ملګرو ملتو کې همکار نه لرو دفیصدی پوهه دحساب نه لرو کارونه موګد ود تحمل اوتوان نه لرو نو وکسی چې جاده یکطرفه ذه! ټول یو طرحه د قال نه لرو سرتمبګی ده بې سده بیحده
نعت
ای رسـوله خـدای درکړی لوړعزت دی لارښـودنـه دي د دیـن رښـتـیـاپـه حقـیقت دی ته یـتیـم غـریب اُمّيّ وې پخـپل حال کي الله درکــی ښـــه حشــــمــت اورســـالـــت دی پـه اَسّرا معـراج تـې و غـوښتلې یـو الله جـبـرائـیـل درسـره کړی سـتـا مشـایـعـت دی ته پېشواد دین دټول امت ئې ای سروره بې لـوست دي ښوولی دین په لوړعلیـمت دی کلـمـه دي پـه رښـتیـا بېشکه پـه یقین ده څوکې واي دی مسلم له کفره په خلاسیت دی رسالت هــم نــبـــوت ســو پــرتـــا خـتم ته خاتـم النبـیـیـ
د پښتو ادبياتو د لرغونې دورې منظومه
پښتو نظم دوه نيم زره کاله وړاندې دى د "لوى داريوش" په امر ليکل شوى په نامه د بغستان يا بېستون کې د يو غر په يوه ډبره کيندل شوى لومړنى حماسي شعر چې تر لاس شوى هغه ده د "پهلوان کروړ" وياړنه د "پولاد" زوى، د"شينسب" لمسي دې شعر کې کړې خپله، او د خپل ټبر ستاينه تر "کروړ" سل کاله وروسته کلام اصلاً ليک "استاد ابن خلاد" په عربي دى پښتو کړى "ابو محمد هاشم بن زيد السرواني و البستي" دى "شيخ رضي، نصر لودي" دوه شاعران دي په رشته کې سره دوى د
د ماضي یارانه
ورکه دې اینده کړه، د ماضي په یارانه کې لاړ در نه وختونه، د نیکونو افسانه کې واوښتې پېړۍ نور، د حجر زمانه تېره شوه اوسې لا په فکر، د حجر په زمانه کې ذهن دې مصروف دی، د خوبونو تعبیرونو کې لاس و پښې دې بند دي، د دودونو زولانه کې خیال کې د جنت اوسې، خو ژوند په دوزخونو کې دو، دې دا دنیا کړه، د عقبی په نذرانه کې تېر شو «مرادزیه» وخت دې کوڼ ولس ته سندرو کې زیات څه پاتې نه دي نور، د عمر خزانه کې جار دې شم ساقي له غم، مې بیا درته پنا راوړه زیات کړه یو ګوټ نو
حمد
ځمکه اسمانونه تکوین کړي تادي ځکه خالق ته ئې ټول مخکني زموږ وړي تادي ځکه خالق ته ئـې نباتات، جامدات، ماعیات او حیه ټوله که ژوندي يا تللي موړي تادي ځکه خالق ته ئې لمروسپوږمۍ ستوري پرآسمان باندي ځلیږي بې فـُطُوٌره سمـون کړي تادي ځکه خالق ته ئې ټول مسلمان نامسلمان چي ژوند کوي پرځمکه داټــول حــیه خلق کړي تادي ځکه خالق ته ئې دضدینو خیرو شراوښه ووبد د ا نسانانو دا غونډ راوړي تــا دي ځکــه خــالـق تـه ئـې
د عقل عریضه
سلامونه مي حضور ته د وجدان دي شکایت لرم دا څنګه انسانان دي؟ علم بد ګڼي په دې هم نه پوهېږي چي کورونه یې په جهل باندي وران دي د هوسا ژوند تضمین کشف او اختراع ده په عبث کارو مصروفه دي ستومان دي غلطیاني خپلي نه ویني ړانده دي او د بل پر غلطۍ باندي قاضیان دي د لمانځه روغتیايي ګټي نه درښيي خلاص له زغمه ځیني ځیني ملایان دي هم تدریس د اسلامي تعلیم کوي هم له مسجده پردي ځیني معلمان دي هري پېښي ته له هري زاویې ګوري د دې سیمي خلک
زما مینه
یو څه می لا هم له وطنه یاد دي تور می کمیس وهء او کاوبای می پتلون د مکتب مخې ته ولاړ وم حیران او هرې خوا ته می کتل په شیبو او ځورولمه می ډار د زړګې چی فیروزه به می نن وینم کنه *** که څه هم هر څه می له لاسه وتل او په ماغزو کی می روان وهء بدلون کله به یاد وو یا به هیر وو له زړه خو یو آرمان به می ژوندی په زړه وهء یوه خبره می په زړه وه هروخت چی فیروزه به می نن وینم کنه *** اوس چی زوړ شوې یمه لا می یاد ده د ژوندون غم نور نه لرمه په زړه
غزل
مينهديارچيزړهکېزور واخلي لهډيرهدردهځخهاور واخلي زاهدبههمشونډهپهغاښونيسي چيپهنڅاکيبنګړيشورواخلي چيويغريباوهمبېکسهخدايه وچاتهورسيلهچاپورواخلي ژر ترله وزه مهلږ صبر کوه نومکهڅوکستادخپلېخورواخلي ترغرههم زرځلهوي دروندهغهغم چيڅوکبدنامسياوپيغورواخلي دهغهزويبهنوبيخيويسمه چيپهطوافکېپهشامورواخلي ګلخانخونهيېعمريشکرکې غمدېپرسرټولهلاهورواخلي عمري مسلمب
دهېوادپه یاد
ای هـېـواده نصـیـب درنه بـېـل کــړم له جـبـردپــردیــو و پــردوتــه ورغـلـم اړیـم و لـیـدو ته دي ای دزړه آرامــه جلاکي ستا خیالونه په زړه کي مي ساتم ما نه ګڼله داسي چي له تانه به بېل سَـمّ کـب وم په اوبـوکي اوس پرتشه وچه یـم هـــوا دي دجـنـت ده اوفـضـادي دمـأوا زه ومه جـنـتي دبېـلتانه پـه نارکي ولوېدم الله خــبــر، چـي پـه ژونـد دي وګــورم یـودیـدن مي سـتا دغروپه الماسـوئې تـلم
ویده پښتون ته!
یو د بل سره اړم دي پښتانه دا کوم نسل کوم رقم دي پښتانه؟ څرګند نه ده چې له کومې خوا راغلي نه حوا، نه د ادم دي پښتانه د لړم چچوړی، وايي چې خپل مور خوري نېښ د مار او د لړم دي پښتانه پر یوې چرګۍ هیڅکه راټول نه شول څو ټوټې درهم برهم دي پښتانه په پېړۍ پېړۍ خوبونو ماړه نه شول دا د چا په وده دم دي پښتانه باروي ملامتي خپله، په نورو په څلور مذهبه ګرم دي پښتانه که نن هم د ژوند کاروان سره مل نه شول د زاوال په لور ورسم دي پښتانه «مرادزیه» ستا په چیغو
دهېواد تاریخ ته
په هېوادکی موپردوخپل بوڼکي غورڅولي که لـوی وه که وړوکي بې بوڼـکو تـللي داسپېره هېوادته کسي سي ساده ورته یرغل ساتلې ورته جبـرټول پـه دغـه آند وتلي پــردیــوپـرخـپل وارخـپل نیلی پرځغلولی چي زوردی پرراغلی غاښونه ئې وتلي تاریـخ ددې هېواد جګړوکي دی تـېـرسوی دلـته ډېـرو سرونـه و مـالونه دې بـایـللي عجب کارددې هـېـواد سرنه په خلاسیږي نـړۍ والـه امـپـریال هم ځـیني څغاستلي
بحران
په نړۍ کې نن یو داسې توپان ګډ دی چې یوازې یوځای نه، په جهان ګډ دی که ختیځ او که لوېديځ دی اور اخیستي اور پر ځمکه په فضا په اسمان ګډ دی د اسمان سترګې هم سرې له غضب ښکاري جګړومارو سره جوخت په میدان ګډ دی پریښتې د اسمان هم توغوي غشي عرش پخپله هم جګړه کې پنهان ګډ دی ټول ملکونه تیاری نیسې جګړې ته یو محشر په برخلیک د انسان ګډ دی بودېجې ټولې وسلو ته وقف کیږي یو د بل سره سیالي ده، هیجان ګډ دی هرېخوا اورې ګواښونه تهدېدونه یو پر بل د تهمتونو باران ګډ
دین
دین لرل ایمان لرل دالله ټوله احکام منـل ښه کول نیکي کول له بدو نه انکار کول دا لارټـوله د اسـلام ده پاکه په ثــواب ده خوبد کول فتنه کول دابلیس کړوته ګمارل چي دین لري ایمان لري ثنادالله پاک واي هم حـقوق تـه دانسان په نـېک نـظـر کتل دیـن جیلو دی دانسان له بدوئې جغـوري که بې جیلوه سوانسان وحش دی بیا بلکل اسلام لارده دجغـورني هم نوعه ښه ګڼل په عـقـل لارپـیدا کول په علمې جوړه ول