د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

علمي لیکنې

29.06.2015 09:30    |   محمد رفیع حسن زی مرکزي بانک تاریخچه

د مینځنیو پیړیو د مینځه تللو سره، د رسانس دوری رامینځ ته کیدو سره او د کلیسا ضیعف کیدو سره بانکداری صنعت د یهودیانو د ولکی څخه خلاص په اروپا کی په یو خاص بڼه رامینځ ته شو.ویل کیږي چی لومړنی مدرن بانک کیدای شی چی د فرانسی بانک وي چی ۱۷۱۶ میلادي کال کی د دولتی جواز ترلاسه کولو سره د خصوصي بانک په ډول جوړ شو،دغه بانک خلکو څخه امانتونه اخستل،پورونه یی ورکول او بانکنوټونه خپرول،د فرانسی بانک په ۱۷۱۸ میلادي کال کی دولت د سهم لرونکو ټول سهام واخستل په مکمل ډول د فرانسی بانک په دولتي بانک باندی تبدیل شو.


27.06.2015 11:57    |   خوشحال آصفي د نړیوالو اختلافاتو حل او فصل

د جګړې په اړه د اختلافاتو حل او فصل له بیلابیلو لارو په ګټې اخیستنې سره کیږي. جګړه ممکن په څو لارو پای ومومي. لومړی؛ د یو لوري د ماتیدلو او په مات شوي لوري د یو لړ قراردادونو د تحمیلوو په صورت کې.


23.06.2015 18:05    |   غلام رحیم (اواب) روژه او روغتیا

روژه د اسلامي تعلیماتو له مخې د اسلام درېيمه ستن ده، چې منل او نيول یې فرض او د هر عاقل بالغ مسلمان دیني مکلفیت دی. د تقوا په موخه پټه خوله بدني، د فطري غوښتنو مهارونکې،د ګناهونو د بخښنې او ترینه د ځان ژغورنې او خوندیتوب وسیله او د زیات پاداش ګټونکی عبادت دی.


20.06.2015 12:14    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ په پانګوال (سرماېداري) اقتصادي سيستم کې ټولنيزه نابرابري

پانګوال اقتصاد له اتلسمې پېړۍ راپدې خوا ډېر زيات پرمختګ او وده کړې ده. دې پرمختګ د بشري ټولنې او د توليد پرمختګ او وده هم رامنځته کړې ده. خو دې اقتصادي سيستم په عين وخت کې د بډايو او بېوزلو تر منځ د عاېداتو او د ژوند د کچې له مخې توپير او واټن هم زيات کړی دی. په بل عبارت د پانګوالې تاريخ د ټولنې د بډايو وګړو په ګټه د شتمنيو د نابرابر ويش تاريخ هم نومولای شو. د پانګوال توليد د بڼې د عمل يو بنسټيز اصل د بيو ميکانيزم دی. په تيوريکي ډول د دې ميکانيزم له مخې د عرضې او غوښتنې (تقاضا) قواوې د بازار د تعادل لامل ګرځي چې د دواړو خواوو لپاره ګټور اوسېدلای شي. په لنډه توګه د بازار د ميکانيزم له مخې کله چې توکو او خدمتونه ته په غوښتنه او يا د هغوی په عرضه کې بدلون راشي، په بل عبارت کله چې د بازار تعادل له منځه لاړ شي، بيا دا بدلون د بېو د بدلون لامل ګرځي او په دې توګه په غوښتنه او يا عرضې کې بدلون دا دواړه قواوې بيا هم يو او بل ته نږدې کوي او په پاېله کې د بېو او د بازار تعادلي حالت رامنځته کېږي. خو د پانګوال سيستم لويو بحرانونو، په ځانګړې توګه په ۱۹۲۹ کال کې لوی اقتصادي بحران او د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو بحران چې ناوړې اغېزې يي تر اوسه هم محسوسې دي، د دې حقيقت ښکارندوی دي چې په تېره کې د بازار د ميکانېزم تنظيمونکې قواوې د بازارونو او د ملي اقتصاد په تنظيمولو او سمبالولو کې بريالی نه وې. زه به په خپله دې ليکنه کې زيار وباسم چې د پانګوال ملي اقتصاد تاريخ ته د آدم سمېت له وخته، چې د ملي اقتصاد د نظرېي پلار هم بلل کېږي، تر نن ورځې پورې لنډه انتقادي کتنه وکړم. په عين حال کې به زيار وباسم چې د اوس مهال په نړۍ کې د پانګوال توليد د حقانيت پر خبره رڼا واچوم او په دې اړه به په اوسني وخت کې د بازار د ميکانيزم او د خلکو پر ژوند د هغه د اغېزو په هکله د ځينو نامتو اقتصاد پوهانو نظر هم تشريح کړم. دې پوښتنې ته به هم ځواب ولټوم چې آيا د توليد پانګواله بڼه، په ځانګړې توګه نوی لېبرالېزم، د دې توان لري چې زموږ د وخت بېړنيزې ستونزې لکه بېکاري، بېوزلي، د چاپېريال ستونزې حل کاندي او د ظرفېتونو او زېرمو له زياته اندازه ضاېع کېدو مخنيوی وکړي؟


17.06.2015 09:04    |   خوشحال آصفی د مدیریت او رهبریت توپير

رهبري او مدیریت هغه مفاهیم دي چې کله ناکله مترادف یا د یو او بل پر ځاي استعمالیږي او ډیری وخت ددوي تر منځ بنسټيز توپير نالیدل شوی انګیرل کیږي، حال دا چې داسې نه ده بلکه ددې دواړو تر مننځ توپیر شتون لري. مدیریت د موخو ترلاسه کولو لپاره مدیریت د مادي او انساني قوې همغږي کولو ته وایي.


10.06.2015 08:57    |   روح الأ مين(حسن) د شریعت له انده نړیوال امن او سوله

اسلام هغه دین دی چې سوله او امن یې په خیر سره تعبیر کړي. او اصل یې ګڼلي دي، ځکه د اسلامي شریعت موخه او مقصد، د خلکو ښیګڼه، د شر لرې کوونه او د نفس ساتنه ده. نو جنګ او جګړه په عام ډول سره ښيګڼه، نه بلکه شر دی. اﷲ‌(ج) فرمايي : { سوله خیر دی} النساء۱۲۸ ـ یانې جنګ شر دی نو جنګ او جګړه هغه پدیده ده چې د شریعت د اصلي موخو خلاف ده.


01.06.2015 20:51    |   حضرت سهاک د چین لوی تاریخی دیوال

د چین دیوال د نړۍ مهمو له تاریخی او فرهنګی میراثونو نه شمیرل کیږی


31.05.2015 20:35    |   حیات الله امتیاز طوطاخیل نشایسته

Starch نشایسته


31.05.2015 20:34    |   حیات الله امتیاز طوطاخیل د انتاني ناروغیو تاریخچه

انتاني ناروغۍ له ډيرې پخوا مودي څخه پيژندل شوي دي مګر لاملونه يي تر ډيرې مودې پوري څرګندنه و .


30.05.2015 21:54    |   حیات الله طوطاخیل جابر بن حیان

جابر بن حیان څوک وو؟


28.05.2015 21:39    |   پوهیالی نوراغا "نوښت" شیرزاد د افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنو نښې نښانې

د افت وژونکو پوسیله د رامنځته کیدونکو شونو ناروغیو د مخنیوی او له هغې نه د ځان ساتنې لپاره اړینه ده چې د هغوی نښې نښانې و پیژندل شي. نښې نښانې زمونږ سره د رامنځته کیدونکو ستونزو پر وړاندې په وخت د پر ځای لارو چارو په تر سره کولو کې مرسته کوي. چټکه، مناسبه او پر وخت کړنه د افت وژونکو پوسیله د زهري کیدنې شدیدې پایلې راکمولای شي. له همدې امله راځئ د هغوی نښې نښانې و پيژنو او کله چې پخپله او یا بل څوک له دا ډول ستونزو رنځ وړي مرسته ورسره وکړو.


26.05.2015 09:37    |   محمد انور ولید انساني روغتیا اوناروغۍ

انساني مخلوق یوه ژوندۍ هستي ده چې په جسمي او فکري لحاظ د پیدا کېدو ، تغذیې ، ځوانېدو ، پخېدو ، تقلید ، تخلیق ، زړېدو او فنا کېدو قابلیت په ځان کې لري . د ذکاوت او هوش ( آی . کیو )کچه یې کله ارثي ـ او کله هم اکتسابي بڼه لري . خوڅېره او خواص یې پرته له څه خاصو مواردو نور ټول ارثي وي . ولې روغتیایي او د ناروغۍ حالت یې بیا له غذایي رژیم ( خوراک او څښاک ) ، تنفسي هوا ، نورو محیطي ( فزیکي ـ بیولوژیکي او کېمیاوي ) عواملو، د بدن داخلي سیستم ، رواني ( پسایکولوجیکي ) حالاتو ، او نورو مترقبه او متوقعه ، او غیر مترقبه اوغیرمتوقعه پېښو سره تړاو لري چې د روغتیا او ناروغۍ مَدّ او جَذر یې په سالم او ناسالم بدن دواړوکې د عروج او نزول په ګرافي شکل تر ستر ګوکېږي .


22.05.2015 21:36    |   وکیلي ژبه

دژبي دمعیاري کولو ترتیب او ډولونه.


19.05.2015 19:44    |   نوراغا "نوښت" شیرزاد بدن ته د کرنیزو افت وژونکو د ننوتلو لارې، د هغوی پوسیله رامنځته کیدونکي ناروغۍ او ستونزې

پر انساني روغتیاباندې د افت وژونکو د ناوړو اغیزو په اړه د لیکنو د پيل شوی دی لړۍ په تیره (لومړۍ برخه) کې مو په هیواد او نړۍ کې د افت وژونکو د استعمال په اړه عمومي خبري کړي وي. ددی تر څنګ مو په نړۍ کې د استعمالیدونکو کیمیاوي توکو، په ځانګړي ډول د افت وژونکو، او د هغوي په وسیله د رامنځته کیدونکو ستونزو او ناروغیو په اړه ځیني ارقام وړاندې کړي وو. په دی برخه کې به په دی وغږیږو چې افت وژونکي څه شی دي؟، د دوی پوسیله زهري کیدنه څه وخت او څه ډول رامنځته کیږي؟ زمونږ بدن ته یې د ننوتلو لارې کومې دي؟، ډولونه یې کوم او اغیزې به یې څه وي؟.


09.05.2015 10:19    |   دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه ( هاشمی ) دخلاقیت مفهوم

خلاقیت (Creativity ) دانسان په فکر کی دنوی فکراو تحولاتودوامداره حرکت ته خلاقیت وایی . یاپه بل عبارت دنوی اختراع اوتصور ایجاد دی ،دتازه اویا انعطاف قبولو ل دی . ټول انسانان که څه هم سره ډیر توپیرونه لری خولرونکی د خلاقیت دی په دی معنی چی دخلاقیت کلیمه منحصردیوتیزفکره شخص نه دی معلومه ده چی استعدادونه ،فکری توپیرونه ، فزیکی توپیرونه سره جلا اویو شان نه دی . الله ج لوی حکمت په همدی کی دی چی ټول خلک وکړی شی په ټولنه کی ژوند او خدمت وکړی .


06.05.2015 18:43    |   نجیب منلی پښتو وییپوهنه او وییرغاونه

د پوهاند استاد مجاور احمد زیار «پښتو وییپوهنه او وییرغاونه» مومند خپرندویې ټولنې په څه کم اته سوو مخونو کې په ۱۳۹۳ کال کې چاپ کړی دی. د استاد زیار د هر اثر چاپېدل، که کله کله د لیکوالو او کره کتونکو تر منځ بحثونه راپاروي، په هر صورت کې د معاصرې پښتو پوهنې په ډګر کې یو ستر ګام بلل کېدای شي چې سترګې پټول پرې ناشوني دي.


04.05.2015 09:04    |   وکیلي دپښتو ژبښودته یوه کتنه :

دځینو ټوټکو یاني ادواتو په لیکنګ کي په معیاري ډول کارونه


04.05.2015 09:04    |   افغان تحرک کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ١٤

د کوچنیانو ښونیز محیطونه ایجادولو په حکله یو څو کرښی.


02.05.2015 10:50    |   افغان تحرک کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ١٣

زمونږ په ګران افغانستان کی نه یوازی د افغان کوچنیانو روزنیز او ښونیزحقوق بلکه د افغان ماشومانو او کوچنیانو تول حقونه او یا تول حقوق مختلفو او متنوعو ستونزی سره "لاس او ګریوان" دی. بی له دقیق ماشوم محوره قوانینو ایجادولو پر ذریعه، نا ممکنه ښایی چه دا مختلفو او متنوعو ستونزی حل شی!


26.04.2015 10:02    |   عطا محمد میاخېل د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې په اړه په زړه پورې معلومات

ـــ د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال د جرمني ولسمشر وان پیدن برګ وو . ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د 1914 زېږدیزکال د اګست په میاشت کې جرمني پر فرانسې باندې د برید اعلان وکړ . ـــ کله چې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه، په هغه وخت کې د برتانیې لومړی وزیر ایچ ایچ اسکویته و . ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د 1914 زېږدیز کال د اګست په میاشت کې جاپان د جرمني په وړاندې د جګړې اعلان وکړ . ـــ په لومړۍ نړیواله جګړه کې تر ټولو زیاته مرګ، ژوبله جرمني هېواد ته ور واوښته، ځکه چې په یاده جګړه کې اولس لکه و دري اویا زره جرمنیان ووژل شول او دوه څلوېښت لکه و شپاړس زره جرمنیان ټپیان شول . ـــ په دویمه درجه کې روسیه قرار لري، چې اولس لکه روسان مړه او نهه لکه و پنځوس زره روسان ټپیان شول . ـــ درېیمه درجه هېواد فرانسه دی، چې په یاده جګړه کې دیارلس لکه و اویا زره کسان مړه او څلوېښت لکه و شپږ شپېته زره تنه ټپیان شول .