د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روانې چارې او بېلابېل

23.10.2016 18:19    |   خوشحال آصفي دولته ..! ننګرهار دې ولې هير دی؟

که څه هم دولت په ننګرهار کې د داعش په خلاف د عملياتو خبره کوي خو راپورونه وايې چې داعش يو ځل بيا په ننګرهار وحشت خپور کړی دی. د راپورنو له مخې تېره ورځ زیات شمېر داعشي وسله والو د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه وکړل، ګڼ شمير زلميان، ښځې او ماشومان يې ووژل او ويل کيږي تر اوولسو ډیر کورونه يې سوځولي دي. دا لومړی ځل نه دی چې داعش په ننګرهاریانو ناتار جوړوي بلکې دوه ځلې يې له دې وړاندې هم ننګرهاری ولس د غم په ټغر کينولی دی. څو مياشتو وړاندې هم داعشي وسله والو د ننګرهار په څو ولسواليو تهاجمي بريدونه وکړل، د خلکو کورونه يې وسوځول، خلک يې له ځانونو سره برمته کړل او ډیری يې د څټ له مخې حلال کړل. همداشان تير کال هم ننګرهاری ولس د داعش د ناتار شاهد و. تير کال يې هم سپين ږيري او تور ږيري په بمونو والوزول، د خلکو کورونه يې وسوځول او ماشومان يې په منځ دوه پړکه څيري کړل.

23.10.2016 18:18    |   احمدجان تڼی اوسنی اداری فساد، اولسی انقلاب زیږوي

په دی لیکنه کی د موجوده اداری فساد په هکله خبری شوی دی

23.10.2016 01:33    |   خوشحال آصفي د سولې نوې کړکۍ؛ طالبانو ته د طيب آغا پر ځای مشوره

په داسې حال کې ويل کيږي له اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې تړون له لاسليک وروسته وسله والو طالبانو هم له افغان حکومت سره پټې خبرې پيل کړي دي؛ اوس په تازه کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پخواني مشر طيب آغا وسله والو طالبان وته د سولې نوې نسخه وړاندې کړې ده. سید طیب اغا په یوه لیک کې ویلي چې طالبان مشران دې له پاکستانه ووځي، بهرني جنګيالي دې له خپلو ليکو وشړي، د اميرالمومنين او امارت نومونه دې لغوه شي، په مسجدونو کې دې چاودنې بندې او د قطر دفتر ته دې واک ورکړل شي چې جامع تګلاره جوړه کړي. نوموړي له ملا هبت غوښتي هغه کسان له خپلو لیکو وباسي چې د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو له استخباراتو سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکي لري.

21.10.2016 18:22    |   افغان تحرک آیا آقای اسپنتا افغانستان را به "ثمر" رسانیده، که فعلا راجع به نظم جهانی زیر لب غمغم دارد؟

ښاغلی اسپنتا او د جهانی نظم؟

19.10.2016 16:40    |   خوشحال آصفي کروړ پتي غريبان

په داسې حال کې چې په اوس وخت کې افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا له ایران او د منځنۍ اسیا د دریو ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه دغه هیواد ته واردوي؛ يو شمير ښکرور په ميلونونو افغانۍ د بريښنا شرکت څخه پوروړي دي. د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکو د دوشنبې په ورځ د خپلو ۷۳ پوروړو د نومونو یو لیست خپور کړ چې په کې د افغان حکومت برحال او د پخواني لوړپوړو چارواکو د نومونو سربیره د ملي شورا د یو شمیر غړو او زورواکو نومونه هم شامل دي. جالبه يې دا ده چې په دې ليست کې د ژونديو زوراکانو تر څنګ ښکرور مړي هم ياد شوي چې په مړينه يې هم په لکونو افغانيو برېښنا مصرف کړې او پوروړي دي.

19.10.2016 16:39    |   ع، ابراهيمي د ښارونو سقوط او د چارواکو سکوت!

د امريکا متحده ایالتونو په مشرۍ د نړۍ ۴۷ هېوادونو د ناټو او ایساف په چوکاټ چې اسلامي هېواد هم په کې شامل و په ۲۰۰۱ عيسوي کال کې د نظامي، سیاسي، استخباراتي او اقتصادي مرستو په پارد کابل په خاوره قدمونه کېښول.

19.10.2016 16:37    |   سرلوڅ مرادزی د نجات څلی، د هویت پر دښمانو کلک ګوزار!

البته دا د حکومت چې ځانته د ملي یووالي نوم ورکوي، دنده وه د ملي نجات څلی چې په ټول ملت پورې اړه لري بیا ورغوي، خو تر هغه ځایه چې حکومت کې نوي سقاویان غوښنه ونډه لري، له هغه څخه د ملي ویاړمنو کارونو هیله بېوخته ښکاري. د نجات څلي د بیا احیا له ګډونوالو باید په درنښت یادونه وشي، ځکه دوی د حکومت پرځای دا تشه ډکه کړه او د ملي هویت په پالنه او ساتنه کې يي یو ستر ګام مخې ته واخیست.

19.10.2016 16:37    |   افغان تحرک د سعودي پاچا د افغان سولې د بهیر ملا تړي دقدر وړ دی

د بین الافغانی صلح په هکله یو څو کرښی.

19.10.2016 16:37    |   اېمل افغان خپلواکي

په هېواد کې سیاسی ستونزې

18.10.2016 16:12    |   کریم ثابت داعش او طالب دیوې سیکې دوه مخه !

دا یو تحلیی مقاله ده د طالبانو او داعش خپلمنیځی اړیکو په باره کی. په نشرولو کی يي ستاسو تو خو غواړم.

18.10.2016 16:10    |   اېمل افغان د درې مورچل

روانې ستونزې

16.10.2016 11:41    |   مصطفی «عمرزی» با تحمیل 40 سال جنگ!؟

افغانستان، جغرافیای تلاقی به اصطلاح فاتحان، متجاوزان و مغرضانی بوده است که واقعیت های افتخاری آنان، در واقع طمع و آز برای تصاحب، جنون قدرت، توحش هوس و اشباع نیاز هایی بود که با تحریف تاریخ، ظاهراً تواریخ شکوهی به شمار رفته اند. نگرش غیر معمول بر آن چه تمدن های گذشته می خوانند، هیچ تفاوتی از میلان قطبی به نفع کشور ها یا قدرت هایی نمی دهد که اگر وسعت چنیگزی و تیمور لنگی یافته اند، از تاراج، چور، چپاول و ساقط کردن هستی ملیون ها انسانی تغذی می شدند که در جای دیگر، میدان جنگ را باخته بودند. وسعت امپراطوری روم، تمدن رومی را بر مجموعه ای حک کرده بود که در اطراف و اکناف آن، ملیون ها انسان، خواری می کردند تا نقطه ای در قلب این وسعت (روم) تاریخی شود که اکنون تمدن های درخشان می دانند.

16.10.2016 00:27    |   خوشحال آصفي پاکستان اوبو اخيستی؛ ځګ ته هم لاس اوچوي

د وروستيو راپورونو له مخې ويل کیږي د طالب نوي مشر ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو پلاوی روسيې ته په سفر تللی دی. مسکو ته د دغه پلاوی د تګ انګېزه معلومه نه ده خو ويل کيږي چې ځینې هېوادونه او روسیه غواړي، له طالبانو په سیمه ییزو موضوع ګانو کې استفاده وکړي. بل لور ته ويل کيږي چې له ملا هبت الله سره د اختلاف له امله د پاکستان څارګرې ادارې ۳ طالب مشران نیولي دي. د راپورونو له مخې د پاکستان څارګرې ادارې دغه طالب چارواکي د کوټې په ختیځ لور پټلۍ پمپ سیمه کې نیولي دي. په نیول شول کسانو کې د طالبانو مالي مسوول ملاعبدالصمد ثاني، د دایکندي له پاره د طالبانو له خوا پخوانی ټاکل شوی ولسوال سلیمان اغا او د طالبانو د سترې محکمې رییس ملا عبدالله نانی چې د طالبانو د کوټې شورا مهم غړي دي، شامل دي.

13.10.2016 11:09    |   ع، ابراهيمي کوم اصلاحات؟

د میلیاردونو افغانیو مصارفاتو سربېره او د موازي جوړښتونو په شتون کې به اصلاحات څنګه راشي؟

08.10.2016 11:10    |   خوشحال آصفي ډالرې راروانې دي؛ خو له غلو يې څنګه ساتلی شو؟

په داسې حال کې چې د بروکسل له غونډې وړاندې اوازې وې، چې افغانستان د بروکسل کنفرانس ته کومه لاسته راوړنه نه لري او ښايي له افغانستان سره د یوه کال له پاره د ۳ میلیارډو ډالرو مرستو ژمنې وشې، ولسمشر غني په دې توانيږي چې نړيوالو قناعت ورکړي او مرسته کوونکي هيوادونه له افغانستان سره لا ډیرو مرستو ته چمتو کړي. په دغه کنفرانس کې د نړۍ مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو له پاره ټولټال ۱۵،۲میلیارده ډالره مرسته اعلان کړه. ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې افغانستان فساد سره د مبارزې، اقتصادي ودې او بشري حقونو برخه کې پرمختګ کړی دی، خو ټینګار يې وکړ، چې دغه هېواد اوس هم د نړیوالې ټولنې قوي ملاتړ ته اړتیا لري.

08.10.2016 11:09    |   اېمل افغان يوه ډوډۍ په پنځوس افغانۍ

د کندز د جګړې په اړه لنډ معلومات.

07.10.2016 23:54    |   ع، ابراهيمي ولسمشر ته!

د ملي وحدت حکومت د دوه کلن سخت مزل وروسته او د بروکسل تاريخي کانفرانس په درشل کې د هېواد شپږ لوی ولایاتونه او لسګونه ولسوالۍ د وسلوالو مخالفینو د لوړ تهدید سره پداسې حال کې مخ دی، چې لا وړاندې يې څو ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي.

07.10.2016 23:53    |   افغان تحرک در عین حالی که مردم برای آمدن صلح و امنیت "خیال پلو" میزنند، ښاروالی کابل برای جذب توریزم "خیال چلو" می زند

کابل ښاروالی او د توریزم ارتقا؟

06.10.2016 10:35    |   تورخم خان تورخم نيم کلى مې وران کړ،نيم به وران کړم

په افغانستان کې شمالي ټلوالې ته منسوب وگړي او ځينې هزاره گان افغانيت نه مني وايي افغان له پښتون سره يوبرابراو مساوي دى

06.10.2016 10:34    |   احمدجان تڼی د بروکسل مرستې او د کابل اداري فساد

په دی لیکنه کی په ا فغانستان کی په اداری فساد خبری شوی دی

04.10.2016 16:24    |   اېمل افغان ورکه سوله

د سولې په اړه لنډ معلومات

03.10.2016 11:22    |   افغان تحرک آیا د طالبان تحریک یو "ناتیفیستی" (NATIVISTIC) تحرک ګنل کیږی؟

آیا د طالبان تحریک یو "ناتیفیستی" (NATIVISTIC) تحرک دی؟

02.10.2016 12:48    |   اېمل افغان سولې ته به غاړه ږدو!

د سولې غوښتل

02.10.2016 11:41    |   محمد اسماعيل (عندليب) حزب اسلامي افغانستان ته څه ورکولای شي؟

د تېرې پنجشنبې په ورځ افغان دولت د خپل یو وسله وال مخالف ګوند حزب اسلامي د مشر انجنیر ګلبدين حکمتيار سره د سولې تړون لاسليک کړ، په دې معنی چې حکمتيار نور افغانستان کې جنګ نه کوي، هيواد خپلواک بولي نه اشغال شوی، اوسنی حکومت مشروع او منتخب دی، او په همدې اساس د حکومت ټول اقدامات او تړونونه هم قابل د عمل دي البته خپلو ګټو ته د کتلو پر اساب د بدلون وړ دي، همدا شان قوانين هم صحيح، د اسلامي شريعت سره برابر او د افغاني عنعنو سره په ټکر کې نه دي، خو حالاتو ته په کتلو پکې بدلون راتلای شي، [د قوانينو طبيعيت همداسې وي چې وخت په وخت اړتياوو ته په کتلو سره پکې بدلون راتلای شي].

02.10.2016 11:40    |   مصطفی «عمرزی» از ترویج فرهنگ ابتذال تا صدور اوامر

برای آن که در برابر ناهنجاری ها، دچار سطحی نگری نشویم، فهم بر متن مساله، بسیار مهم است. گاهی برای آن که از متن ادعای طرف مقابل افغانان و افغانستان، به درستی سر درآورم، کوشش می کنم با هزینه ی زمانی، کندوکاو بر ماهیت ادعای طرف عدو، زوایای بیشتری را برای مان نشان دهد؛ بنابراین، همواره در صف کسانی استم که به محض فروش کالای ضد افغانی- فرهنگی، خودم را برای رسیدن به فهم، زیان اقتصادی می زنم تا هیچ چیزی از نظر مان پنهان نماند. در این روند، ضمن آشنایی خوب با انبوهی از مخالفان فرهنگی مسلح که بدبختانه با تمامی دشمنی ای که با این کشور و مردم دارند، هنوز از هوا، خاک، آب و دارایی هایش استفاده می کنند و توقع دارند، در حالی که باید سهم خود را برای بیگانه بفروشند، سهم ما را نیز بخورند.