روانې چارې او بېلابېل


په نړۍ کې د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنې

حميدالله بسيا د نړۍ په معاصر تاريخ کې سږ ۲۰۲۴ هغه کال دی چې په زياتره هېوادونو کې انتخابات کېږي او دا د نړۍ په تاريخ کې یو ريکارډ دی. له شپېتو څخه تر شپږاويا هېوادونه به په ۲۰۲۴ کې انتخابات لري چې د نړۍ د نفوس شاوخوا ۴ زره ميليونه نفوس کېږي. د اسيا له لرې ختيځ او د نړۍ له شمالي منجمد بحر څخه نيولې بيا د لاتينې امريکا تر سواحلو پورې په بېلابېلو هېوادونو کې د شمېرو له مخې شاوخوا ۴ ميليارده د نړۍ نفوس په ۲۰۲۴ کال کې د رايو ورکولو لپاره خپل ولسمشران او رهبران وټآکي، چې د امريکا متحده

14.02.2024 حميدالله بسیا

پر ځوانانو او تنکیو ځوانانو د ټولنیزو رسنیو اغیزې!

ټولنیز رسنۍ زموږ د ژوند یوه نه جلاکیدونکې  برخه ګرځیدلې ده او کارول یې  په انټرنیټ کې تر ټولو مشهور فعالیت دی. نږدې هرڅوک په فسبوک، ټویټر،  انسټاګرام او یا کومه بله کې یوه شمیره لري.   دا یو حقیقت دی چې نږدې هرڅوک او د هر عمر لرونکي په ټولنیزو رسنیو کې فعال  دي. همدارنګه د دی رسنیو منفي اغیزې یوازې پر ځوانانو هم نه دي، لویان هم اغیزمنولای شي. خو ځوانان او تنکي ځوانان چې د رسنیو سرلیکونه یې د سترګو په وړاندی اوړي را اوړي او یا یې غوږونو ته اوازونه ور رسیږي ، نو د ځان په هکله تصور کوي یا خپ

08.02.2024 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

ورزش د نړيوال سياست په لومه کې

کله چې په ورزش او لوبو په مسلکي او له نړيوال انده غږېږو، نو لومړۍ پوښتنې مو چې ذهن ته راځي هغه دادي چې: ايا رښتيا هم لوبې له سياست څخه بېلې دي ؟ ايا رښتيا هم سياست له ورزش، او ورزش له سياست څخه نه قرباني کېږي؟ او ايا رښتيا هم نړۍ د دواړو تر منځ په جلاوالي قايله ده اوکه نه؟ لومړی به په دې اړه د ورزش څخه د سياسي استفادې په تاريخ غږېږو، په لومړي ځل په نړيوال ورزش کې د نړۍ د مشهورو او تر ټولو جذابو لوبو (اولمپيک) لوبې چې د نړۍ تقريبا ټول هېوادونه یې ګډونوال دي او هر څلور کاله وروسته په ډېر شو

07.02.2024 محمد سليم سليمان

(د افغانستان ستره ملي اجماع) یعنې څه؟

لنډه یادونه: د روان کال د جنوري د میاشتې په ۱۹- سمه نېټه مې د هیواد د ملي ستونځو د حل له پاره د ټولو افغاني ملي ځواکونو د اتحاد او ګډ عمل ته د رابللو په منظور یوه لیکنه د سوسیال ميډیا او انټرنيټي پاڼو له لوري نشر ته وسپارله چې د ډیرو سیاسي فعالینو لخوا د ښه استقبال تر څنګ ځینې نورو په دې اړه پوښتنې طرحه کړې دي. هیله من یم چې د دوستانو د ارزښتمنو پوښتنو په اړه به په فرصت سره د خبرو موقع ومومو. یوه فیسبوکي ملګري مې د فیسبوک په تبصرو او د سوالونو په سر کې نیغ په نیغه راته لیکلی چې د افغا

29.01.2024 نور محمد غفوري

ولې امريکا او برتانيا پر يمن حمله پیل کړې؟

له هرڅه لومړی به يو څو کرښې د يمن په اړه وغږېږو : يمن په اوس مهال کې د دوو دولتونو درلونکی دی  چې د يمن شمالي او جنوبي برخې تر کنترول لاندې لري ، د دواړو دولتونو نومونه د يمن جمهوري دولت دی او د دواړو بيرغ هم يو ډول دی، د صنعا دولت حوثيانو په لاس کې دی چې ددې هېواد شمالي برخې په واک کې لري، او عدن چې د هېواد جنوب کې دی د حوثيانو د مخالفينو  په لاس کې دی چې د ملګرو ملتونو لخوا هم په رسميت پېژندل شوی دی. د دواړو دولتونو  جګړه د يمن په سراسري کنترول باندې روانه ده خو اوس په يوه اوربند باندې سره

25.01.2024 محمدسليم سليمان

نشست کشورهای روسیه وچین ودرعین زمان ایران وپاکستان برای چه؟

بن بست عدم شناسایی حکومت سرپرست امارت اسلامی در افغانستان ګره های داخلی است که خود طالبان انرا مسایل داخلی می پندارند وبه دیګران حق مداخله در امور کشور نمیدهند . اګر اېن مساېل حل نګردد وبا امروز وفردا وپس فردا به تعویق افتد عوااقب ان چهار بحران بزرک را برای افغانستان رقم خواهد زد که عبارت است از: رکود اقتصادی بحران حقوق بشری کاهش روابط سیاسی وعدم احترام دولت د رسطح ملې وفرا ملی بنابران میتوان ګفت کشور های منطقه وبخصوص پاکستان وروسیه ازش استفاده اعظمیی خواهد کرد .. کشور های

24.01.2024 ع.شریف زاد

راځئ چې ټول په واحد چتر کې راټول شو!

دا ډیره موده کیږي چې وطنپال افغانان په انټرنیټي ګروپونو کې سره راټولیږی او غواړي چې له کړکیچن حالت څخه د د ګران هیواد په خلاصون او د ولس د ژوند په سمون کې برخه واخلي، خو په تأسف سره چې ډیر لا په دې چاره کې بریالی نه دي. د مختلفو ګروپونو جوړول افغانان تر واحد چتر لاندې راوړو پر ځای په وړو وړو ګروپونو ویشي. ددې اړتیا ده چې عملاً د سراسری واحد آدرس او د هیواد په کچه د ملی سترې اجماع د جوړولو کار له یوه ځایه پیل شي.    زموږ جنګ ځپلی او وروسته ساتل شوی هېواد- ګران افغانستان، د تاریخ په اوږ

20.01.2024 نور محمد غفوری

دشهید داود خان درې سیاسي غلطۍ

داود خان په (۲۷مه دسرطان ۱۲۸۸ هـ ش) کي دسردارمحمدعزیزخان زوی په کابل کي زېږېدلی. سردار (محمدعزیز خان) د سردار (محمد هاشم خان) سکه وروراو داعلا حضرت (نادرخان) میرېزی ورور کېده. داود خان خپل لومړنۍ زدکړي دکابل په نظامي مدرسي کي پای ته رسولي دي. داودخان په ۱۳۱۱هـ ل کال کي فرانسې ته تللی اوکله چي له هغې خوانه برته راغی په عسکري دندوئې پایل وکړ. داودخان په خپل ذات کي یاني طبعتا حاکم، قدرت غوښتونکی جاطلبه اوملي ګرا شخص وو. داود خان په دغه [۱۹۵۳م = ۱۳۵۲هـ ل تر ۱۹۶۳م = ۱۳۴۲هـ ل] کلونوکي و

14.01.2024 محمدسرور وکیلي

دوه کاله او درې دمیاشتو کې ملت سازی درک نه لری، ولې؟

څوک یې منی او که نه منی فضلوزېړ پګړی مکار راروان دی د کوم قرار داد لپاره؟ دافغانستان خاوره خو داسلامی آمارت تر ولکې لاندې ده او ټول هېواد کې امنیت سم ښکاری. اسلامی آمارت باید دا ومنی چې یو شمیر منافق ، بیسواد ، اوکم اسلامی پوهه یې برغاړه کینولی او انډیوالی ساتی چې داډول داد او ګرفت داسلام خلاف عمل دی! نوځکه داسلامی آمارت جاده هم یو لوری دی بې له ملا بل څوک په حکومت کې هېڅ غړیتوب نه لری په هېواد کې مطلق انحصاری او بومی سیستم روان دی. دلوبې اصلی لوبغاړی همدا اماتور له حکومت بې خبره ملایان دی.دم

13.01.2024 ع.شریف زاد

پرځوانانو د مبایل استعمال اغیزې او وړاندیزونه

پرځوانانو د مبایل استعمال اغیزې او وړاندیزونه څیړونکي: Mudasir Khazer Rather او Shabir Ahmad RAther ژباړه: عبدالصبور صادق مبایل(ګرځنده ټیلیفون) په لومړي ځل په کال ۱۹۹۲ کال کې رامنځته شو، چې د خپلو ځانګړتیاوو لکه ځیرکتیا، په یو وخت کې د څو کارونو ترسره کول، چټکتیا، د اړیکې ښه وسیله او ډیرو سهولتونو لرلو له امله د ټکنالوژۍ په نړۍ کې یو لوی انقلاب رامنځته کړه، او نن سبا د ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلې. په دې څیړنه کې پر ځوان نسل د ځیرک مبایلونو د استعمال اغیزو باندې بحث شوی: د ځیرک

11.01.2024 عبدالصبور صادق

د BRICS هیوادونه او یوه بله سړه جگړه!

له هغه مهاله چې شوروي اتحاد ړنګ شوی، د وارسا پوځي تړون مات شوی او نړۍ یو قطبي شوی ده، نړیوال نظم د لویدیځ،  په ځانګړی توګه د امریکې د متحده ایالاتو په منګولو کې دی. د شوروي اتحاد له ړنګیدو دمخه د نړۍ زیاتره هیوادونه په دریو اقتصادي او سیاسي کړیو کې ښکیل و. سوسیالیستی بلاک د شوروي اتحاد پر سرلارۍ چې د وارسا پوځي تړون یې ساتندوی و، لویدیځ پانګوال بلاک د امریکې د متحده ایلاتو پر سر لارۍ یا مشرۍ چې د ناتو پوځي تړون یې د دفاع او ساتنې تر شا و. دریمه کړۍ یا ډله د غیر منسلک یا ناپییلو هی

07.01.2024 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

استانبول؛ د دوو امپراتوریو د عروج او زوال سمبول

لوړ ماسپښین دی او په کاسو کاسو باران وریږي. چا پلاستیکي بالاپوشونه اغوستي او ځینو برګې او تورې چترۍ په سرونو نیولې دي؛ خو بیا هم ښه ګڼه ګوڼه ده او خلک بې خاره قدم وهي. د مرمرې د سمندرګي له اروپايي ساحل څخه د آسیایي څنډې د دنګو ودانیو رنګارنګ ګروپونه تت تت ځلیږي او د سیګل ښایستوکې مرغۍ د مالګینو اوبو خاموشه څپې څاري. د اوو غونډیو په څوکو او لمنو کې پروت د ۱۶ ملیونه نفوسو په درلودلو سره، استانبول د اروپا لومړنې او د نړۍ پنځلسم لوی ښار دی. ۵,۷۱۲ کیلو متره مربع مساحت لري او د ترکیې د ټول نفوس ۱۹س

28.12.2023 ولي الله ملکزی

نيونازيزم څه شی دی؟

له دويم نړيوال جنګ او د هيټلر له ماتې وروسته هغه باورونه ، ايډيالوژي او خوځښتونه چې د نازيانو په شان يو ډول تفکر لري او د هغو باوراو ايډيالوژي پراخوي، په اوسني دور کې یې په نوې بڼه د راټوکولواو بيا احيا کوشش کېږي چې نيونازيزم بلل کېږي او نن سبا يوه نړيواله مسئله ده، په زياتره هېوادونو کې په ټولنيزو رسنيو کې ليدل کېږي چې تبليغات کېږي ، نفرتونه زېږوي او د توکم پالنې، نژاد پالنې، بدبينۍ، او مذهبي تعصباتو پربنسټ ولاړ پروپاګندونه خپرېږي او همدارنګه هغه کارونه چې د دويم نړيوال جنګ لامل شول او هم د

25.12.2023 محمدسليم سليمان

د Cop28پای

دودیال د COP28د نړیوالې غونډې پای [خیر که څوک مو یو خروار لیټۍ کې نه شمیري، موږ به خپله خپلې ستونزې حلوو} *** د اقلیمی بدلونو په اړه د COP28 نړیوال کنفرانس چی د م.م.(UN) له خوا عربی اماراتو کې د دولس ورځو لپاره تر دوه سوه دزیاتو هیوادو، سازمانو او ادارو په ګډون دایر شوی و، له ټاکل شویو ورځو یوه ورځ اضافه وخت یې ونیو،د ۱۴۰۲ل. کال د لیندۍ په ۲۲مه=13/12/2023 پای ته ورسېد. دولس ورځې علمی او مسلکی بحثونه وو، او په آخر کې د پریکړه لیک جوړول. خصوصاً د فوسیلی سون توکو دسلنې د کمول

18.12.2023 دودیال

اقتصادی امنیت

امنیت او اقتصاد ( د څو خوشحالی بخښونکو خبرونو د هرکلي په پار) غواړم چارواکي، ملی پانګوال، دشرکتونو او مالی موسساتو مدیران، دکاروبارونو خاوندان او ګران داقتصاد محصلان یو- دووټکیو ته ځیر او خپل عرایض وړاندې کړم: ډېر د خوشحالي ځای دی چې جنګونه ودرېدل. هغه بدې ورځې تېرې شوې چی دځوانانو جنازې به کورنو ته راتلې. د ړندو بمباریو، انفجارونو او چاودنو ډېرې بدې ورځې مو تیرې کړی. د سولې په فضا کې به نه یواځې دا چې دسر خطر له منځه ولاړ شي، بلکې د خوشحالۍ خبره دا ده چې ولس به روحاً ارام شي.

16.12.2023 پوهاند محمدبشیر دودیال

گند نه هو تازه گند نه! پاکستان هم با این مرض روانی گرفتار شد

در پی ابعاد سریع گسترش مخالفت‏ های داخلی علیه کودتای مزدور کمونیستی و ورود نیروهای نظامی اتحاد جماهیر شوروی سابق به افغانستان برای حمایت از حاکمیت کمونیستی کابل و سرازیرشدن آوارگان افغانی به کشورهای همسایه همچو پاکستان٫ ایران٫ وخلیج به مجرای اصلی کمک غرب به گروه ‏های متعدد ظاهرا پشتون ولی اقوام جهادی دیگر هم تبدیل شد وولایت سرحد ایران، به ‏طورعام و شهر پیشاورپاکستان به ‏طورخاص کانون حضور و فعالیت سیاسی و نظامی احزاب هفتگانه مجاهدین افغانی به سازماندهی ای اس ای وارد کار شدند. پاکستان در کنار ب

13.12.2023 ع. شریف زاد

د فلسطين او اسرايلو شخړې له يوې بلې زاویې!

د فلسطين او اسرايلو شخړې له يوې بلې زاویې! محمد سليم سليمان د فلسطين او اسرائیلو تر منځ جګړه لا هم دوام لري د خورا زياتو ملکي خلکو د مرګ ژوبلې ادعا کېږي. د غزې په تړانګه کې د وژل شویو کسانو شمېر په لسګونو زرو ته رسېدلی. اسراییل او متحدین یې د روانې شخړې د سوله ییز حل لپاره هيڅ ډول غوښتنې نه اوري او نه یې مني. د تل ابیب تر شا د لویدیځ زبرځواکونه لکه: امريکا، انګلستان او نور اروپايي هېوادونه ولاړ دي او اسرايلو ته یې اجازه ورکړې ده تر څو ټول بشردوستانه قوانین او د ملګرو ملتونو منشور

10.12.2023 محمد سليم سليمان

COP28

چې څه کرې، هغه به ریبې (ولسي متل) د Cop28د نړیوال کنفرانس په مناسبت پورتنی پښتو متل ظاهراً موږ ته د درنو نیکونو یو پند او نصیحت ښکاري، خو دا یواځې یو لنډ متل ندی، بلکې په دې کې لویه فلسفه او د نسلونوتجربی خوندي دي. دغه متل موږ ته راښيي چې موږ خپل هرعمل او هر حرکت ته سبا ورځ مسئول یاستو، خو افسوس چې موږ ډیر سوچ ورباندې نه کوو. موږ ګورو چې وچکالی، زلزلو، سیلاوونو، نویو ناروغیو، لوږې، تندې، د اوړي ډیرې ګرمی او په ژمي کې د اورښت کمښت سره مخامخ یاستو. د دې لامل زموږ خپل اعمال او بې خبر

09.12.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

حشمت الله شهیدي: زموږ اصلي موخه، د کریکټ په نړیوال سټېج کې دریدل دي

حشمت الله شهیدي:  زموږ اصلي موخه، د کریکټ په نړیوال سټېج کې دریدل دي ولي الله ملکزی (سکرمنټو/ کلیفورنیا) د افغان کریکټ د ملي، سوبمن او ویاړمن ټیم کپتان، حشمت الله شهیدي له پاکستان څخه د تازه راغلو کډوالو د لومړنیو بشري مرستو د راټولو په خاطر کلیفورنیا ته راغلی دی. نوموړي تیره اونۍ د سټاکټن او لاس انجلس په لویو ښارونو او د اریزونا په ایالت کې د میشتو افغانانو سره ولیدل او په کافي اندازه مرستې یې را غونډې کړې. پرون ماښام د سکرمنټو په ښار کې نژدې پنځه سوه تنو

05.12.2023 ولي الله ملکزی

په لاس د لیکل شوی قرانی نسخه ! ژباړه

خپرونکی اداره: بی بی سی اردو پاڼه ژباړونکی: م - س احمدزی دا موضوع د بی بی سی اردو پاڼی د روان زیږدیز کال ۲۰۲۳ د دسمبر د میاشټی پر دریمه نیټه نشر کړی وه او ما یواځی پښتو ژبی ته ژباړلی ده . په لاس اوه ځلی د قرانکریم لیکونکی دینی عالم وایی چی په لمړیو وختونو کی د قلم نه شتون اړ کړ چی دا کار د ونو په کنډ باندی ترسره کړی: د صومالیا هیواد پلازمینی موګادیشو اوسیدونکی دینی عالم شیخ محمد عبدالله د مسلمانانو د سپیڅلی کتاب قران عظیم الشان ۱۱۴ سورتونه په خپلو لاسونو اوه ځلی لیکلی دی د

04.12.2023 م - س احمدزی

افغانستان او په اړه یی د اقبال لاهوری لیدلوری

هزار مرتبه کابل نکوتر ز دهلی است --- که آن عجوزه عروس هزار داماد است دا لیکنه چی تر ډیره بریده یوی راټولونی ته پاتی کیږی نزدی شپږ کاله مخکی می د علامه محمد اقبال په اړه کړی وه، ددی لیکنی نه می هدف دا و چی د اقبال په اړه دا نا سم تصور چی هغه د یوه ګاونډی هیواد شاعر، لیکونکی، مفکر،فلسفی او حکیم دی سم کړای شی او لوستونکی په دی پوه شی چی هغه تر دی ډیر ستر انسان و چی یواځی د یوه هیواد په جغرافیه کی خپل شخصیت، لیدلوری او سیاسی فکر خلاصه کړی. دلته ضروری ګڼم چی یادونه وکړم نوموړی د ۱۸۷۷ ز

02.12.2023 م-س احمدزی

نظری برکمک های خارجی برای افغانستان و موثریت آن در بازسازی وحکومتداری

(به مناسبت ۲۲مین سال کنفرانس یاتوافقنامه بن درمورد افغانستان) خلاصه در سال ۲۰۲۱ حکومت جمهوری اسلامی افغانستان طور دراماتیک سقوط کرد و گروه مخالف آن، یعنی طالبان قدرت را بدست گرفت. از مدت دو سال به این سو بیشترین بحث ها روی سقوط نظام، از دست رفتن فرصتهای بازسازی. کمکهای خارجی و ارزیابی موثریت ونتایج کمک های جامعه جهانی در افغانستان است. کمکهای خارجی در اکثر ممالک فقیر و روبانکشاف یک بحث عمومی است. کشورهای فقیر، عقبمانده، متاثر از وقایع طبیعی و جنگزده به کمک های خارجی ضرورت دارند. موسسا

27.11.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

افغانستان او د شانګهای همکاريو سازمان

شانګهای د همکاريو سازمان Shanghai Cooperation Organization د څو اړخيزو اقتصادي، سياسي، امنيتي همکاريو په موخه په ۱۹۹۶ کې (شانګهای ۵) په نامه د چين، روسيې، قزاقستان، قرغيزستان، او تاجکستان هېوادونو لخوا په سيمه کې د امريکا د نفوذ پر وړاندې د موازنې د جوړولو او د پخواني شوروي اتحاد او چين د پولو د امنيت په هدف رامنځ ته شوی و، له دې نېټې لږ وروسته ازبکستان هم ددې سازمان غړی شو او نوم یې رسما (شانګهای د همکاريو سازمان) ته واوښت. پر اصلي غړو هېوادونو سربېره په لومړيو کې په ۲۰۰۴ کې منګوليا، او

27.11.2023 محمد سليم سليمان

په نړۍ کې د کومو هېوادونو تر ټولو ډېره شتمني کنګل شوې ده؟

وار له مخه به په دې وغږېږو چې د شتمنيو کنګل کېدل په څه مانا دي او څه شي ته د پيسو او شتمنيو کنګل کېدل ويل کېږي؟ کنګل شوې شتمني هغه پيسې او نور توکي چې يو وګړی، کمپنۍ، ګروپ، او يو حکومت یې مالک وي خو د سياسي ملحوظاتو، قرضدار کېدلو ، ورانکارو ډلو سره د اړيکو، د پيسو د نه پاکوالي او نورو ... له امله ترې ګرځولې شوې وي او نشي کولای اصلي مالک یې وپلوري، راکړه ورکړه پې وکړي او یا هم د ګټې وټې لپاره همدا شتمني استعمال کړي او په ګردش کې یې واچوي، ځکه چې د بل لوړ شخص، ګروپ، ډلې ، بانک او دولت لخوا

21.11.2023 محمد سليم سليمان

شهداء در انتظار فرا رسیدن یک لحظه آرمانی، در زندگی خود هستند

شهداء کسانی هستند که در بیابان زندگی خود و در میدان های جهاد، فداکاری، ایثارگری و قربانی، لحظه ای آرمانی دارند که آن را نصب العین خود قرار داده و برای رسیدن به این لحظه آرمانی، جهاد و مبارزه نموده ودر انتظار فرا رسیدن آن لحظه آرمانی، دقیقه شماری می کنند... و این لحظه آرمانی خود را، همیشه در رخسار جهان و در نهاد هستی، جستجو می کنند... همان لحظه آرمانی که در اعماق وجود شهداء و در تار و پود زندگی آنها، ریشه دوانیده است... زیرا شهداء خوب می دانند که با فرا رسیدن این لحظه آ

14.11.2023 عبدالخالق صارم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more