د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ١٣٨٩ کال ولسي جرګې ټاکنې

31.08.2010 10:07    |   حاجی مها جر راتلونکی شورا به ملې شوراوي که مافیایې شورا ؟

کله چي څوک په افغانستان کی بازارته راووزي شاوخواوګورې داسی مختلف مخونه اوعکسونه به ووینی چي په لیدویی دخلګوزړونه له اوسنی حالت نه توریږې . سړې پوه سې چي افغانستان دتاریخ کومې کندې ته لویدلې دي .څکه په ټولوکي به پنڅه داسی مخونه نه لیدل کیږې چي هغه دي دیوه قانون پوه اویا دملی شورا دسترمقام قابلیت ولرې اویادی دهغوي په چهره کي دی دافغانستان دخلګوسره دمینی ، ملې احساس .، وطن پالنې علامې ولیدل سې ځکه نودهرافغان نه چي دهریوه په هکله پوښتنه وکړې سوړاه وکاږې اوبس ،دلته څوډوله مخونه ښکاره کیږې . چي ځینی یی دسابقی اواعمالوله رویه پیژل سوی هغه زاړه خاین اوخیرن مخونه دی چي دهغوی دلاسه دخلګوپرزړه وینی ولاړې دی . اوځینی یی نوی راپیداسویدې ، دهغوي اکثره غواړي چي یوڅه په موډرن شکل دغلواذادبازارته دننوتولاره پیداکړې . که ښه ورته څیرسوددی مخونولومړنﺉ ډله : - ددولتي اوشخصی ځمکودغصب مافیا ده که لوي دی که واړه اکثریت یی کاندیدان دې اومهمه داده چي دخلګودجلب اوجذب اوکمپاین دپاره اکثره هغه دولتي غیرقانوني ښاروکونونمري استعمالوې اوخلګوته یی کاغذونه ویشی چي دهغه ښارکونوتراوسه هیڅ ډول قانونی مرحلې نه دی طی کړی ،اویا دهغه ښارکونودنمروپه پیسوچي پخپل سریې خرڅې کړیدې اودښاروالې کی هیځ ډول قانوني سند ونه نلري .

30.08.2010 14:02    |   جاويد څلى د بلخ پښتانه مشران: ځينې سياسي ډلې زموږ سيمې ناامنه كوي.

د بلخ ولايت ځينو مشرانو وويل، چې د ټاكنو په را رسېدو ځينې ټوپكسالاران د طالبانو په نوم د دوى سيمي ناامنه كوي. دوى دغه څرګندونې د زمري په ۷مه، د پخواني جهادي قومندان اميرجان ناصري په مشري ((د بلخ د يووالي او سمون شورا)) په نامه د پرانيستل شوې ټولنې په وياړ جوړې شوې غونډه كې وكړې، چې نږدې پنځه زره پښتنو پكې برخه اخيستې وه. د غونډې ګډونوالو د خبرو په ترڅ كې د خپلو ستونزو په اړه له هېچا سترګه ونه سوزېده او د خپل روڼ راتلونكي په موخه يې سپينې سپينې خبرې وكړې.

30.08.2010 14:01    |   ډاکټر محمد فريد بزګر انتخابات ټوکی نه دي!

راځۍ د بلخ له پښتنو يي زده کړو! نن می يو ښه خبر ولوست چې د بلخ پښتنو د خپل سرنوشت لپاره يوه ستره غونډه کړي وه، او ولسي جرګې ته يي د نوماندانو شمير له ۲۲ څخه ۱۱ کسانو ته راټیټ کړای دي.

30.08.2010 07:12    |   پاچا خان پارلمانې ټاکنې او کندهار

د ګران هیواد افغانستان ولسي جرګې یا پارلماني ټاکنو لپاره په ډیر چټکې سره کار روان دي۰ د پلازمینې کابل په ګډون د دوه ډیرشو ولایاتو څخه هیوادوال د ولسي جرګي ټاکنو ته ولا‌ړ دي۰ دا چې دا تاکني به په منصفانه او پوره شفافیت سره سرته ورسیږي او که يا، زه پر هغه خبره اوس له بحث کولو ډډه کوم۰ را به شم خپلي اصلي موضوع ته:

22.08.2010 10:41    |   سباوون ساحل دولسي جرګې لپاره وړ نوماند څوک کيداې شې؟

که څه هم اوس په ننگرهار کې کابو يوسلو شپيتو تنو ځان د ولسي جرګې لپاره نومولي دي او له دوي څخه به يواځې څوارلس تنه کامياب يږي دا چې څوک کامياب يږي او څوک نه دا فيصله يواځې ولسي وگړي کولاې شې ځکه که دوي هر چا ته رايه ورکړي همغه به پارلمان ته لاره پيداکړي . نو اوس دلته سوال دا دي چې څوک وړ نوماند دي؟ څه فکر کوي چې وړ نوماند څوک دي ؟ هغه څوک چې ټول ښار يي پر لويو عکسونو بدرنگه کړي او که هغه څوک چې ټوله ورځ يي د مختلفو رسنيو له لار علانونه او دا نه پوره کيدونکي موخې اوري راځې چې لږ فکر وکړو او له دي يوسلو شپيتو تنو نه هغه څوک انتخاب کړو چې حد اقل پارلمان ، وکيل او د هغه دنده خو وپيژنې

19.08.2010 07:30    |   عبدالغفار پوپل ولسي جرګې ته دبیسوادانو مخه ونیسئ

دافغانستان روان سیاسي حالت هم دماشومانو دلوبې بڼه ځانته غوره کړه،او خپل ماهیت او ارزښت یې له لاسه ورکړ، دتعجب وړ خبره خوداده چې په افغانستان کې دسیاست وال او عادي انسان ترمنځ فرق بیخي نشته او دا نده معلومه چې سیاسي ډګر ته څوک او څنګه کسان ور ودانګي.

18.08.2010 12:52    |   عبدالله صاحبزاده راتلونکی ټولټاکنی او د خلکو هیلی ( ۲ )

هدف می دا وو چی که په دا زرګونو کاندیدانو کی کوم یو ملانصرالدین داسی وی چی په خپله حلاله ګټه او یا د ځمکی یا کور د خرڅ یا ګرو کولو په پیسو یی دا لوبه ګرمه کړی وی ګوندی زما ددی خبرو څه اثر پری وشی او نور دا بی حسابه لګښتونه بند کړی (الأجر عندالله).

17.08.2010 11:43    |   محب الله الله يار ((که د نوماندانو موخه دولس هوساينه وي؛ نو...))

تېرو پنځه کالو کې؛ خو هېر شوي خوار ولس د خپلې ناعلاجه ناروغۍ ډېرې نسخې په وطن مينو او دردمنو مشرانو باندې وګرځولې، همدې تېر پارلمان ته يې اوښکې توې کړې، وچې شونډې يې د کورونو دروازو ته ودرېدل، مګر يوازې دانه، چې له کوره ورته راونه وتل، ورسره يې د نهيلۍ په سپېره څپېړه ورټل او تش لاسونه يې ځواب کړل.

17.08.2010 11:24    |   عبدالله صاحبزاده راتلونکې ټولټاکنې او د خلکو هیلې

د افغانستان د اوسنی نوی دور په غیږ کی دادی د دوهم ځل لپاره د اولسی جرګی (پارلمان) انتخابات را روان دی . د راتلونکی دوری د وکالت په تمه (To be) وکیل صاحبانو لاری او کوڅی په خپلو عکسونو لړلی دی د هندی او امریکایی فلمی لوبغاړو د عکسونو نه متأثر شوی (بعضو پکی د بدر منیر د عکسونو نه هم الهام اخیستی دی) د وکالت په تمه وکیل صاحبانو په عکسونو میله ګرمه کړی ده . ولی به یی نه ګرموی په دی خوار وطن کی خو د پوهی ، وطنپالنی ، صداقت او امانتداری بازار سوړ دی سوړ لا څه چی بلکه بیخی تړل شویدی .

14.08.2010 15:13    |   احمــــــدشــــاه قـــــــــــــــره بـــــــاغی ستاسو آواز ستاسو هیله احمــــــدشــــاه قـــــــــــــــره بـــــــاغی

دخپلې رای په کارولو سره خپل دینی او ملی وجیبه ادا کړۍ اوپرې نږدې چې یوځل بیا هغه کسان شورا ته راشی چې زمونږاوستاسو په ارزښتناکو رایو یې تجارت کړی . خپله رای خپل ځوان تعلیم یافته ،دهېواد اوملت دحالاتو څخه باخبر کاندید احمــــــدشاه قره باغی ته ورکړۍ ترڅو وکولای شی ستاسو آواز دخپل ستونی څخه د دولتی چارواکو غوږونو ته ورسوی.

13.08.2010 20:05    |   ټاکنې د ولسي جرګې د ټاکنو مهمې نيټې

د ولسي جرګې د ټاکنو مهمې نيټې

13.08.2010 19:24    |   صديق منصور انصاري کور په کور،د بدلون په لور - صديق انصاري د پارلمان لپاره، د ننګرهار ولايت

د ولسي جرګې د ۱۳۸۹ کال انتخابات زموږ د ولس لپاره يو بهترين چانس دی، چې د ملت کور، پارلمان، لپاره خپل داسې استازي وټاکي، چې هم د دوی ښه نماينده ګي وکړی شي او هم يې د دغه جرګيځ له لارې ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي وکړی شي. يوه ښه ولسي جرګه د ښې حکومتدارۍ بنسټ ږدي. ځکه همدغه ولسي جرګه ده، چې د حکومت مسوولين ټاکي او صلب اعتمادوي، او ولسي جرګه ده، چې د هيواد قوانين تصويبوي، هغه قوانين او مسوولين چې په پای کې ستاسې ژوند اغيزمنوي. نو ځکه ستاسې وظيفه ده، چې پوه، مخلص او صادق استازي انتخاب کړئ، چې په دغسې يوه هسته کې مو نماينده ګي وکړي.

13.08.2010 19:21    |   کلیمزی وردګ ډاکترعبیدالله کلیمزی وردګ

ډاکتر عبیدالله کلیمزی وردګ د ارواښاد الحاج مفتش کلیم الله (شنیزوال) زوی دی چی په ۱۳۵۸ هجری لمریز کال کې دمیدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د شنیز درې دحسن خیلو د کلي په یوه دینداره او روحاني کورنۍ کې زیږیدلی دی. د زدکړو لومړنۍ ، منځنۍ او ثانوي دورې یې دتکیې په عالي لیسه کې سرته رسولې دي او له فراغت وروسته د ۱۳۷۷ هجري لمریز کال دکانکور له آزموینې وروسته دکابل معالجوي طب پوهنځۍ ته بریالی شو. ډاکتر عبیدالله کلیمزی وردګ وکولای شول چی د معالجوي طب پوهنځۍ د ۱۳۸۵ لمریز کال په پای کې په بریالیتوب سره پای ته ورسوي .

13.08.2010 19:16    |   پښتون (اوریا خیل) انور خان (اوریا خیل ) وپيژنۍ

درنو هېواد والو دا چې زموږ په هېواد کې یوځل بیا پارلماني ټاکنې ترسره کېږي او دغوټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځي پاتې دي او زموږ د وکیل صایبانو کمپاینونه هم ښه په درز کې روان دي نو موږ هېوادوالو او خصوصا ځوانانو ته دا لازمه ده، چې داسې یوه کاندید ته دا خپله پاکه رایه ورکړو، چې هغه په حقیقت کې افغان وي مانا دا چې د دې ملت ، ددې خاورې درد او د ابادولو احساس یې په ذهن کې وي، ترڅوپورې هغه وکیل صیب وکولای شي زموږ له دې پاکې رایه څخه په ښه شان سره ګټه پورته کړي نه چې زموږ د مظلومو هېوادوالو په سترګو کې خاورې واچوي دا چې موږ یوځل بیا وکیلانو ته دا پاکه رایه ورکوو موږ به البته د تېرو تجربو په اساس دا کار سرته رسوو.

08.08.2010 10:50    |   اخندزاده ننګ کاموي ننګرهارڅخه د ولسي جرګې لپاره خپلواک نوماند

په دې لار کښې له تاسو ټولو با احساسه مسلمانانو خوېندو او ورونو او د ولس د په رښتیني خدمت د باوری ټولنپرورانو څخه ددې اولس د عنعنوي وکیل په توګه ستاسې د پاکې راېې او رښتیني ملګرتوب د زړه د کومي غوښتونکی یم..

10.07.2010 13:24    |   محمد روښان ښاد: مزارشریف له ښاغلي زرغون څخه مننه او لیکوالو ته سپارښتنه

په ټول افغان پښتو ویب پاڼه کې مې د ښاغلي لال پاچا ازمون په هکله د ښاغلي زرغون لیکنه ولوستله. لیکنه تر ډېره له ننګرهار ولایت څخه ولسي جرګې ته د ښاغلي ازمون په ښېګڼو را څرخېدله. د نوموړي په تېرو کړنو یې رڼا اچولې وه، د هغه د شخصیت ځینې ښېګڼې یې یادې کړې وې. داسې منطقي تسلسل یې ورکړی وو چې که ما په ننګرهار کې د رایو ورکولو حق لرلی، نو په ایمان یې وایم چې ما به مې خپله رایه د ښاغلي ازمون په ګټه کارولې وه،ځکه هغه پښتو متل دی چې وایي: ړوند له خدایه څه غواړي دوه سترګې.

08.07.2010 10:26    |   زرغون پکتیکا لال پاچا ازمون یو وړ نوماند

ننګرهاریان دې ځان په دې ډېر نېکمرغه وبولي چې د استاد لال پاچا ازمون په څېر یو وړ، تکړه، لوستی، فکري ځوان کاندید لري. ډېر لږ ولایتونه به دغسې نېکمرغي ولري چې د استاد ازمون په څېر لوستو، وړ، دملي دریځ لرونکو، د ملي ارزښتونوپالونکواو سپېڅلوکسانو په کې د ولس د استازو په توګه ځانونه نومولي وي،ځکه له بده مرغه لا هم په هېواد کې د ټوپکیانو او جنګسالارانو راج چلېږي. لا هم دلته د منطق پر ځای ټوپک، کوتک او زور کارول کېږي. که د بېلابېلو ولایتونو د ولسي جرګې د نوماندانو نوملړ وګورﺉ، نو ډېری یې یا ټوپکیان دي، یا د مافیا غړي، یا داسې کسان دي چې د ولس پر ځای خپلو شخصي، ګوندي او د بهرنیو بادارانو ګټو ته ډېر ژمن دي. هر ساعت او هره شیبه د ولس په سر سودا ته تیار دي.