د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: پرمختګ

د پرمختګ په اړه رپوټونه

07.02.2009 06:24    |   خبري - څانګه د کرکټ د لوبډلې سره د مرستې خبرتیا

د شمشاد تلویزیون قدرمنو هیوادوالو ته، په ځانګړې توګه د ګران هیواد ښاغلو سوداګرو چا چې په شخصي توګه او یاد دکوم شرکت په استازیتوب ( دشمشاد تلویزیون په وسیله) د کرکټ د ملي لوبډلې داتلانو سره د نقدي مرستې ژمنه کړې ده او یا مرسته کول غواړي نو موږ سره دې په لاندې شمېره اړیکي ټينګي کړي.


05.02.2009 08:46    |   الهام الحق یاسیني، د شمشاد تلویزیون د کرکټ اتلان ونمانځل او هوډ لري چې مرستې ورته راټولې کړي

د شمشاد ملي تلویزیون بېګاه شپه د کرکټ د ملي اتلې لوبډلې په ویاړ نمانځنغونډه وکړه.


02.02.2009 10:11    |   خبري - څانګه لورګات : د کریکټ نړیواله ټولنه د افغانستان په بري خوښه ده

د کرکټ د نړیوالې ټولنې (ICC) مشر هارون لورګات پرون د ICC په یوه غونډه کې د افغان لوبډلې د بې ساري کوښښ او د غورواي اخري پړاو ته د رسېدو ښه ویلي دي.


13.09.2008 16:24    |   خبري - څانګه د ولایاتو استازو پیسې خوړلي، ځکه یې زه د کرېکټ د فدراسیون مشر نه کړم. تاج ملوک

د شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک د فدراسون په مشرالله داد نوري تور لګولی چې د ولایتونو استازو ته یې د فدراسیون په ټاکنو کې "ډالر" ورکړي دي تر څو الله داد نوري د فدراسیون د مشر په توګه وټاکي.


08.09.2008 13:21    |   خبري - څانګه الله داد نوري د افغانستان د کریکټ د فدراسیون نوی مشر وټاکل شو

د افغانستان د کرېکټ فدارسیون پرون په کابل کې د نوي مشر د ټاکلو دپاره ټاکنې وکړې. الله داد نوري او تاج ملوک د فدراسیون د مشرۍ دپاره ځانونه کاندید کړي ؤ.


31.08.2008 23:00    |   خبري - څانګه د کرېکټ د فدراسیون مشر شهزاده مسعود له دندې استعفا ورکړه

د افغانستان د کرېکټ د فدارسیون مشر شهزاده مسعود چې له پنځه کالو راهیسې د فدراسیون مشر او د کرېکټ د ملي لوبډلې د یو لړ بریالیتوبونو ملګری ؤ اعلان کړی دی چې له دندې یې استعفا کړې ده.


31.08.2008 19:11    |   خبري - څانګه کرزي نېکپا ته د غازي امان الله خان مډال ورکړ او د رحمت ولي مرګ یې مشکوک وباله

افغان ولسمشر نن د ګل خانې په ماڼۍ کې افغان اتل روح الله نېکپا ته چې د المپیک په لوبو کې یې د برونز یا ژیړ مډال ګټلی و د غازي امان الله خان مډال ورکړ. د ګل خانې ماڼۍ ته په اولمپیک کې درې نور برخه اخستونکي لوبغاړي هم ورغوښتل شوي و چې درې واړو ته نغدي جایزې ورکړل شوې.


25.08.2008 12:50    |   خبري څانګه افغان کریکټ فدراسیون د ګورتپاڼې د جوړولو هوډ لري

د آسیا د کریکټ د شورا ګورتپاڼه وایي چې په افغانستان کې د اتصالاتو د تیلي فوني شرکت په مرسته افغان کریکټ فدراسیون په انټرنټ د پاڼې د جوړولو هوډ لري.