د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: پرمختګ

د پرمختګ په اړه رپوټونه

27.02.2010 09:21    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ او لوبډلې سره کابود ۵ لکه ډالر او د کرکټ دوه لوبغالو جوړولو جايزې اعلان شوې

کرکټ بورډ او لوبډلې سره کابو ۵ لکه ډالر مرسته وشوه. امريکا غواړي د کرکټ دوه لوبغالي جوړ کړي. د کابل بانک مشر خليل الله پېروزي د کرکټ بورډ سره د دوه نيم او د کرکټ د لوبډلې سره د ۵۰ زره ډالرو جايزه اعلان کړه.


20.02.2010 22:36    |   کرکټ څانګه د کرکټ آسيايي شورا خوښه ده چې شارجه د افغانانو کورنی لوبځای شو

د کرکټ آسيايي شورا خوښه ده  چې شارجه د افغانانو کورنی لوبځای شو د آسيا د کرکټ شورا - چې د ماليزيا پلازمېنه کوالالمپور یې مرکز دی -خوښه ده چې د شارجې په ښار کې شته اسانتياوې د افغانستان د کرکټ په خدمت کې اعلان شوي او دا ښار د افغانستان دکرکټ کورنی لوبځای غوره شو. دا خبره دې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرېدو کې کړې ده.


18.02.2010 17:58    |   الهام ياسيني اماراتو افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي

اماراتو افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي د اماراتو د کرټ موسس عبدالرحمان بوخاطر نن د شارجې په لوبغالي کې د زرګونو افغانانو په مخې کې افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي او په تر هغې چې په افغانستان کې لوبغالي جوړوي په دې لوبغالي کې تمرينونه او لوبې وکړي.


17.02.2010 22:31    |   کرکټ څانګه په جلال اباد کې د کرکټ اکاډيمي د پرمختګ په حال کې ده

د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس د پوهنځي په ساحه کې جوړه شوې کرکټ اکاډيمي د پرمختګ په حال کې ده. دا خبره ټول افغان ته د دې اکاډيمي مشرانو هر یو تاج ملوک عالم او هستي ګل عابد کړې ده.


16.02.2010 21:09    |   کرکټ څانګه دICCپه کيمپ کې به ځوان لوبغاړي برخه اخلي

د کرکټ نړيوالې شورا ۶ افغاني لوبغاړو ته چې ۴ به په کې توپ وهونکي او ۲ توپ اچونکي دي په دوبۍ کې د تمرين ورکولو هوډ کړی دی. د تمرين دا کيمپ به ۷ ورځې دوام کوي.


05.02.2010 21:16    |   کرکټ څانګه ننګرهار تلويزيون لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي

 ننګرهار تلويزيون لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي د ننګرهار تلويزيون په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ملي لوبډلې د لوبو د پوښښ لپاره د ژورناليستانو يوه ډله دې هېواد ته استولې ده.


19.01.2010 14:37    |   خبري - څانګه ننګرهار تلويزيون د کرکټ د ملي لوبډلې لوبه ښيي

د ننګرهار ملي تلويزيون بېګا د شپې په ۶:۳۰ بجو د آسيا د کرکټ د شورا د ۲۰/۲۰ اوريزو سيالو پايلوبه چې افغانستان له عربي متحده اماراتو څخه ګټلې وه ليدونکو ته وړاندې کوي.


10.01.2010 06:31    |   خبري - څانګه ټول افغان د کرکټ لپاره ځانګړې څانګه پر ليکه کړه

ټول افغان د کرکټ لپاره ځانګړې څانګه پر ليکه کړه په هېواد کې د کرکټ د برياو په وياړ او د لا ښه پوښښ په موخه د ټول افغان ټکی کام ويبپاڼې د کرکټ لوبې لپاره ځانګړې څانګه پر ليکه کړه. په دې څانګه کې به د کرکټ تازه خبرونه، انځورونه، شننې او تبصرې خپرېږي. دټول افغان ټکی کام ډېر لوستونکي د کرکټ مينه وال دي او دا پاڼه اوس د دوی د معلوماتو مهمه سرچينه ګرځېدلې ده.


07.01.2010 13:25    |   خبري - څانګه شهزاده مسعود د کرکټ بورډ د مشرمرستيال شو.

شهزاده مسعود د کرکټ بورډ د مشرمرستيال  شو. ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې شهزاده مسعود د افغانستان د کرکټ بورډ د ريس مرستيال ټاکل شوی دی. شهزاده مسعود د ولسمشر کرزي سلاکار وزير هم دی. مسعود پخوا د کرکټ د فدراسيون مشر هم تېر شوی دی چې وروسته یې بيا استعفا وکړه او په ټاکنو کې الله داد نوري د کرکټ د فدراسيون مشر وټاکل شو. کله چې د کرکټ فدراسيون په بورډ بدل شو او د المپيک له ادارې خپلواکه شو نو ولسمشر د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال د بورډ د مشر په توګه او شهزاده مسعود یې د بورډ د غړي په توګه وټاکه.


04.01.2010 14:43    |   خبري - څانګه په ۲۰۱۰ ز کال کې د کرکټ د ملي لوبډله مصروف مهال ويش لري

۲۰۱۰ ز کال د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره برخليک ټاکونکی او له لوبو ډک کال دی. له کله راهيسي چې افغان لوبډلې د یو ورځنۍ لوبې لقب ګټلی دی نو د نړۍ ډېرو مهمو لوبډلو سره د لوبې کولو جوګه شوي دي. په ۲۰۱۰ ز کال کې د کرکټ د لوبډلې د لوبو مهال ويش خورا مصروف او برخه ليک ټاکونکی دی. مهال ويش په لاندې ډول دی:


20.12.2009 07:14    |   نعيم مومند حميد حسن د ٢٠٠٩ کال غوره لوبغاړی ونومول شو

حميد حسن د  ٢٠٠٩  کال غوره لوبغاړی ونومول شو څه موده وړاندې چې www.cricketeurope4.net ويبپاڼې د ٢٠٠٩ کال د غوره لوبغاړي دټاکلو لپاره یوه ټولپوښتنه وړاندې کړې وه ( لړۍ پيل کړې وه ) په هغې ټولپوښتنه کې دافغانستان تېز بالر حميدحسن تر خپلو سيالانو ډېر ووټونه لاس ته راوړل , او ښه په اکثریت يې وګټله.


16.12.2009 09:23    |   خبري - څانګه حميد حسن ته رایه ورکړﺉ، نن د رایې ورکولو اخري ورځ ده

تاسو کولای شﺉ حميد حسن د ۲۰۱۰ کال ښه لوبغاړی وټاکﺉ. په دې لاندې پته ټولپوښتنه په لومړۍ پاڼه پرته ده. هر کمپيوټر یواځې یوه رایه اچولای شي. مه پرېږدﺉ چې حميد حسن یې بايلي.


05.12.2009 08:41    |   نعيم مومند اړينه خبرتيا: د کرکټ اتل وټاکئ

اړينه خبرتيا: دخپل اتل په ټاکنه کې برخه واخلئ


01.11.2009 22:26    |   خبري - څانګه تاج ملک د کرکټ د ملي لوبډلې مرستيال روزونکی وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د افغانستان د کرکټ بورډ د رييس ډاکټر عمر زاخېلوال له منظورۍ وروسته د کرکټ بورډ لخوا تاج ملک علم د افغانستان د کرکټ د ملي روزونکي په توګه ټاکل شوى دى .


01.10.2009 18:15    |   خبري - څانګه د کرکټ د بورډ چارې به نور الله داد نوري پرمخ بيايي

افغانستان د کرکټ بورډ د مشر او د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال لخوا د افغانستان د کرکټ فدراسيون پخوانى رييس الله داد نوري د کرکټ بورډ د د نوي عملياتي مرستيال او د بورډ د غړي په توګه ټاکل شوى دى .


17.09.2009 12:02    |   کمال الدين رنځور د کرکټ بورډ: هيله ده چې په کاناډا کې پاتې شوي افغان لوبغاړي راستانه شي

د پژواک خبري اژانس ويلي دي چې د افغانستان د ۱۹ کالو څخه د کم عمر د لوبډلې ۵ لوبغاړي او روزونکی یې په کاناډا کې پټ شوي دي او بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي.


12.07.2009 20:06    |   الهام ياسيني د ۱۹ کاله څخه د کم عمره لوبغاړو کرکټ ملي لوبډله د کاناډا سياليو ته تياری نيسي

د افغانستان د ۱۹ کالو څخه د کم عمره لوبغاړو کرکټ ملي لوبډلې د غوره کولو په موخه پرون په پلازمېنه کابل کې تجربوي لوبې پيل شوې.


21.02.2009 12:35    |   خبري - څانګه جاوید میاداد تیار دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وروزي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان جاوید میاداد جیو نیوز ته ویلي دي چې تیار دی افغان ملي لوبډله وروزي.


14.02.2009 11:07    |   خبري - څانګه د لوګر والي دکرکټ اتلانو ته یوه یوه نمره ځمکه ورکړه

د لوګر والي عتیق الله لودین د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي ته په ارجنټاین کې د بري له کبله د لوګر په نوي ابادیدونکي ښارګوټي کې یوه یوه نمره ځمکه ورکړې ده.


09.02.2009 15:59    |   خبري - څانګه د افغانستان د کرکټ په اداره کې بیا اختلافات رابرسېره شول

پس له هغې چې د افغانستان د کرکټ لوبډله د ارجنټاین د سیالیو اتله شوه، د افغانستان د کرکټ په اداره کې اختلافات بیا رابرسېره شوي دي.