د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: پرمختګ

27.04.2010 00:23    |   الهام یاسیني د ملي لوبډلې د لوبغاړو لاسلیک شوي توکي ان لاین خرڅیږي

دوه ورځې مخکې د ملي لوبډلې لوبغاړي ریس احمدزي او کاناډایﺉ ژورنالیستې لیزلې د افغان لوبغاړو د کمیسونو د خرڅولو لپاره پراوډ ټو بي افغان اون لاین هټۍ(دوکان) پرانيسته.

26.04.2010 09:32    |   کرکټ څانګه سپریم ګروپ د افغان کرکټ بورډ سره د سپانسرشپ تړون لاسليک کړ

بیګاه شپه د سپریم ګروپ مشر ارانسټاین او د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواری د لوبغاړو لپاره په یوه ځانګړې ناسته کې د سپانسرشپ قرادد لاسلیک کړ چې په نړیوال شل اوریز جام کې به د ملي لوبډلې رسمي سپانسر وي.

26.04.2010 05:44    |   کرکټ څانګه د کرکټ بورډ د مالي چارو مسوول او ډاکټر بدل شول

د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې د مالي چارو مسوول عبدالعلي شينواري او ډاکټر نور الله پر ځای به نور کسان وګماري. دا خبره د کرکټ بورډ اجرايوي مشر ډاکټر ايمل شينواري ټول افغان ته په کابل کې ويسټ انډيز ته له تګ مخکې کړې ده.

17.04.2010 13:21    |   کرکټ څانګه علي شینواري، د لوبغاړو سره به کرکټ چارواکې نور سفرونه نه کوي

علي شینواري، د لوبغاړو سره به کرکټ چارواکې نور سفرونه نه کوي

13.04.2010 16:12    |   کرکټ څانګه د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په اړه د بنډولا او کبيرخان سره خبرې

په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ټول افغان په کویټ کې د کرکټ د آسيايي شورا د کرکټ د ودې مسوول او د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي کبيرخان سره د افغان کرکټ او راتلونکي په اړه خبرې کړي دي

17.03.2010 11:52    |   کرکټ څانګه په لغمان، لوګر، وردګ او خوست کې په سوونو کوچنيو لوبغاړو ته د کرکټ روزنه ورکړل شوه

ريس احمدزي ټول افغان ته وويل چې تر دې مخکې یې هم دا ډول روزنيز کيمپونه ترسره کړي دي خو دا ځل يې په لغمان، لوګر، ميدان وردګ، او خوست ولايتونو کې دوه سوه ځوانو لوبغاړو ته (په هر ولايت کې ۵۰ لوبغاړو ته) د کرکټ د تخنيکونو د يادولو فرصت برابر کړ.

16.03.2010 19:58    |   هلال - مومند په افغانستان کې د کرکټ د لومړي سټډيوم بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر او د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال په جلال اباد کې د مارچ په ۱۳مه نېټه دهېواد د لومړي کرکټ سټيډيوم د جوړولو اعلان وکړ او د جلال اباد ښار په ۱۵ کيلومترۍ کۍ پروت د غازي امان الله خان په ښارګوټې کې یې د دې سټيډيوم بنسټ ډبره کېښوده.

14.03.2010 20:43    |   کرکټ څانګه د شپاړس کلنو د لوبډلې ازموينه په جلال اباد کې اخيستل کېږي

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې په لومړي ځل د روان کال د جولای په میاشت کې د افغانستان د کرکټ د شپاړس کلنو تنکیو لوبډله د اسیا د کرکټ د شورا یا ای سی سی په چیلنج کپ کې برخه اخلي له همدې امله د افغانستان د کرکټ خپلواک بورډ د مارچ له اوولسمې تر نوولسمې د جلال اباد په ښار کې ددې لوبډلې د جوړولو په موخه له هغو لوبغاړو چې کرکټ یې کړی وي او وړتیا یې لري ازموینې اخلي او په ټرایيل کې یې شاملوي.

14.03.2010 19:26    |   کرکټ څانګه ICC: افغان لوبډلې سره بايد تخنيکي کسان سفرونه وکړي

د کرکټ د نړيوالې شورا چارواکو ټول افغان ته دوه ورځې وړاندې په دوبۍ کې ويلي دي چې د کرکټ نړيوالې شورا افغان کرکټ بورډ ته برېښناليکونه لېږلی دي او غوښتنه یې ترې کړې ده چې يواځې مسلکي کسان سفرونو ته ولېږي خو په ځواب کې یې ډېره کمه همکاري لېدلې ده.

14.03.2010 11:25    |   مرکه کوونکی الهام الحق د افغانستان کرکټ مسلکي روزونکو ته اړتيا لري ( د کرکټ د نړیوالې شورا روزونکې)

د افغانستان کرکټ مسلکي روزونکو ته اړتيا لري ( د کرکټ د نړیوالې شورا روزونکي)

27.02.2010 09:21    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ او لوبډلې سره کابود ۵ لکه ډالر او د کرکټ دوه لوبغالو جوړولو جايزې اعلان شوې

کرکټ بورډ او لوبډلې سره کابو ۵ لکه ډالر مرسته وشوه. امريکا غواړي د کرکټ دوه لوبغالي جوړ کړي. د کابل بانک مشر خليل الله پېروزي د کرکټ بورډ سره د دوه نيم او د کرکټ د لوبډلې سره د ۵۰ زره ډالرو جايزه اعلان کړه.

20.02.2010 22:36    |   کرکټ څانګه د کرکټ آسيايي شورا خوښه ده چې شارجه د افغانانو کورنی لوبځای شو

د آسيا د کرکټ شورا - چې د ماليزيا پلازمېنه کوالالمپور یې مرکز دی -خوښه ده چې د شارجې په ښار کې شته اسانتياوې د افغانستان د کرکټ په خدمت کې اعلان شوي او دا ښار د افغانستان دکرکټ کورنی لوبځای غوره شو. دا خبره دې شورا د یوې خبرپاڼې په خپرېدو کې کړې ده.

18.02.2010 17:58    |   الهام ياسيني اماراتو افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي

د اماراتو د کرټ موسس عبدالرحمان بوخاطر نن د شارجې په لوبغالي کې د زرګونو افغانانو په مخې کې افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي او په تر هغې چې په افغانستان کې لوبغالي جوړوي په دې لوبغالي کې تمرينونه او لوبې وکړي.

17.02.2010 22:31    |   کرکټ څانګه په جلال اباد کې د کرکټ اکاډيمي د پرمختګ په حال کې ده

د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس د پوهنځي په ساحه کې جوړه شوې کرکټ اکاډيمي د پرمختګ په حال کې ده. دا خبره ټول افغان ته د دې اکاډيمي مشرانو هر یو تاج ملوک عالم او هستي ګل عابد کړې ده.

16.02.2010 21:09    |   کرکټ څانګه دICCپه کيمپ کې به ځوان لوبغاړي برخه اخلي

د کرکټ نړيوالې شورا ۶ افغاني لوبغاړو ته چې ۴ به په کې توپ وهونکي او ۲ توپ اچونکي دي په دوبۍ کې د تمرين ورکولو هوډ کړی دی. د تمرين دا کيمپ به ۷ ورځې دوام کوي.

05.02.2010 21:16    |   کرکټ څانګه ننګرهار تلويزيون لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي

د ننګرهار تلويزيون په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ ملي لوبډلې د لوبو د پوښښ لپاره د ژورناليستانو يوه ډله دې هېواد ته استولې ده.

19.01.2010 14:37    |   خبري - څانګه ننګرهار تلويزيون د کرکټ د ملي لوبډلې لوبه ښيي

د ننګرهار ملي تلويزيون بېګا د شپې په ۶:۳۰ بجو د آسيا د کرکټ د شورا د ۲۰/۲۰ اوريزو سيالو پايلوبه چې افغانستان له عربي متحده اماراتو څخه ګټلې وه ليدونکو ته وړاندې کوي.

10.01.2010 06:31    |   خبري - څانګه ټول افغان د کرکټ لپاره ځانګړې څانګه پر ليکه کړه

په هېواد کې د کرکټ د برياو په وياړ او د لا ښه پوښښ په موخه د ټول افغان ټکی کام ويبپاڼې د کرکټ لوبې لپاره ځانګړې څانګه پر ليکه کړه. په دې څانګه کې به د کرکټ تازه خبرونه، انځورونه، شننې او تبصرې خپرېږي. دټول افغان ټکی کام ډېر لوستونکي د کرکټ مينه وال دي او دا پاڼه اوس د دوی د معلوماتو مهمه سرچينه ګرځېدلې ده.

07.01.2010 13:25    |   خبري - څانګه شهزاده مسعود د کرکټ بورډ د مشرمرستيال شو.

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې شهزاده مسعود د افغانستان د کرکټ بورډ د ريس مرستيال ټاکل شوی دی. شهزاده مسعود د ولسمشر کرزي سلاکار وزير هم دی. مسعود پخوا د کرکټ د فدراسيون مشر هم تېر شوی دی چې وروسته یې بيا استعفا وکړه او په ټاکنو کې الله داد نوري د کرکټ د فدراسيون مشر وټاکل شو. کله چې د کرکټ فدراسيون په بورډ بدل شو او د المپيک له ادارې خپلواکه شو نو ولسمشر د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال د بورډ د مشر په توګه او شهزاده مسعود یې د بورډ د غړي په توګه وټاکه.

04.01.2010 14:43    |   خبري - څانګه په ۲۰۱۰ ز کال کې د کرکټ د ملي لوبډله مصروف مهال ويش لري

۲۰۱۰ ز کال د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره برخليک ټاکونکی او له لوبو ډک کال دی. له کله راهيسي چې افغان لوبډلې د یو ورځنۍ لوبې لقب ګټلی دی نو د نړۍ ډېرو مهمو لوبډلو سره د لوبې کولو جوګه شوي دي. په ۲۰۱۰ ز کال کې د کرکټ د لوبډلې د لوبو مهال ويش خورا مصروف او برخه ليک ټاکونکی دی. مهال ويش په لاندې ډول دی:

20.12.2009 07:14    |   نعيم مومند حميد حسن د ٢٠٠٩ کال غوره لوبغاړی ونومول شو

څه موده وړاندې چې www.cricketeurope4.net ويبپاڼې د ٢٠٠٩ کال د غوره لوبغاړي دټاکلو لپاره یوه ټولپوښتنه وړاندې کړې وه ( لړۍ پيل کړې وه ) په هغې ټولپوښتنه کې دافغانستان تېز بالر حميدحسن تر خپلو سيالانو ډېر ووټونه لاس ته راوړل , او ښه په اکثریت يې وګټله.

16.12.2009 09:23    |   خبري - څانګه حميد حسن ته رایه ورکړﺉ، نن د رایې ورکولو اخري ورځ ده

تاسو کولای شﺉ حميد حسن د ۲۰۱۰ کال ښه لوبغاړی وټاکﺉ. په دې لاندې پته ټولپوښتنه په لومړۍ پاڼه پرته ده. هر کمپيوټر یواځې یوه رایه اچولای شي. مه پرېږدﺉ چې حميد حسن یې بايلي.

05.12.2009 08:41    |   نعيم مومند اړينه خبرتيا: د کرکټ اتل وټاکئ

اړينه خبرتيا: دخپل اتل په ټاکنه کې برخه واخلئ

01.11.2009 22:26    |   خبري - څانګه تاج ملک د کرکټ د ملي لوبډلې مرستيال روزونکی وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د افغانستان د کرکټ بورډ د رييس ډاکټر عمر زاخېلوال له منظورۍ وروسته د کرکټ بورډ لخوا تاج ملک علم د افغانستان د کرکټ د ملي روزونکي په توګه ټاکل شوى دى .

01.10.2009 18:15    |   خبري - څانګه د کرکټ د بورډ چارې به نور الله داد نوري پرمخ بيايي

افغانستان د کرکټ بورډ د مشر او د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال لخوا د افغانستان د کرکټ فدراسيون پخوانى رييس الله داد نوري د کرکټ بورډ د د نوي عملياتي مرستيال او د بورډ د غړي په توګه ټاکل شوى دى .