د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: پرمختګ

د پرمختګ په اړه رپوټونه

25.07.2010 14:03    |   کرکټ څانګه راشد لطيف کابل ته ورسېد. سبا به په مطبوعاتي کنفرانس کې راښکاره شي

راشد لطيف کابل ته ورسېد. سبا به په مطبوعاتي کنفرانس کې راښکاره شي د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د توپ وهنې د پرمختګ په موخه ټاکل شوی نوی روزونکی راشد لطيف نن کابل ته ورسېد. راشد له کراچۍ څخه د اسلام اباد له لارې کابل ته ولاړ چې هرکلي ته یې د کرکټ چارواکي د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو.


24.07.2010 08:04    |   کرکټ څانګه راشد لطیف سبا کابل ته رارسیږي

راشد لطیف سبا کابل ته رارسیږي د کرکټ بورډ اجاریوي مشر ډاکټر حامد شینواري ټول افغان ته په کابل کې وویل چې سبا ته راشد لطیف له کراچﺉ څخه اسلام اباد ته په پي اي ای او بیا له سلام اباد څخه د کام ایر په الوتکه کې افغانستان ته د مازیګر په ۴ بجو رارسیږي.


21.07.2010 17:39    |   کرکټ څانګه په ننګرهار کې د کرکټ نوی استازی وټاکل شو

نن د افغانستان کرکټ بورډ د ننګرهار ولایت لپاره نوی استازی ټاکلی دی. او په دې اړه یې ننګرهار ته رسمي مکتوب استولی دی. د دې مکتوب په اساس به قاري هدایت الله په ننګرهار کې د کرکټ بورډ استازی وي. په ننګرهار کې د کرکټ بورډ پخوانی استازی طیب اخندزاده د کرکټ بورډ په دې فیصله خوښ نه دی، خو د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وايي چې په ننګرهار کې طیب اخندزاده د کرکټ په ډګر کې خدمت د ستایلو او مننې وړ دی.


19.07.2010 14:09    |   کرکټ څانګه احسان په ACB د کرکټ توکي ګران پلوري

سرچينه زياتوي چې په دې اړه مختلف اندونه شته دی چې ځینې یې په دې باور دي چې مخکې کوم قراردادونه د افغانستان کرکټ بورډ او د احسان تر منځ شوي و سم غور پرې نه و شوی. د احسان شرکټ داسې فکر کوي چې افغانستان بل کوم شرکت د توکو په ډګر کې نه سپانسره وي نو ځکه پرې توکي ګران پلوري.


18.07.2010 14:24    |   بريالى جلالزى بلخي فرهنګيانو د كركټ لوبډلې پخواني كپتان ته شمله ورپر سر كړه

بلخي فرهنګيانو د كركټ لوبډلې پخواني كپتان  ته شمله ورپر سر كړه بلخي فرهنګيانو د كركټ لوبډلې پخواني كپتان ته شمله ورپر سر كړه


18.07.2010 12:25    |   کرکټ څانګه د افغانستان د کرکټ بورډ خبرتیا

د افغانستان کرکټ بورډ پتیلې چې د اکتوبر په میاشت کې د کرکټ د روزونکو(کوچنګ) او لوبڅارو(امپیرانو) تخنیکي څو ورځیني کورسونه د کرکټ د اسیايي شورا په مرسته جوړ کړي.


17.07.2010 13:14    |   کرکټ څانګه راشد لطيف د افغان کرکټ د توپ وهنې روزونکی شو

راشد لطيف د افغان کرکټ د توپ وهنې روزونکی شو د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې د پاکستان پخوانی کپتان، ويکټ ساتونکی او توپ وهونکی راشد لطيف سره یې پخه کړې ده چې د افغان کرکټ د توپ وهنې روزنه به کوي. راشد لطیف سره مخکې هم څو ځل خبرې شوې وې او یوه مياشت وړاندې کابو و چې تړون ورسره لاسليک کړل شي خو افغان کرکټ بورډ د ځينو لوبغاړو او نورو اغېزمنو کسانو د فشار له امله تړون لاسليک نه کړ.


15.07.2010 12:19    |   کرکټ څانګه په کابل کې د کرکټ سټډیم چارې ودرول شوي

د کابل ښاروالۍ کرکټ بورډ ته رسمي مکتوب استولی چې د شهيد نادرخان له تپې لاندې سيمه کې د کرکټ سټډیم د جوړولو چارې ودروي. ښاروالۍ وايي چې په کومه مځکه د کرکټ سټيډيم د جوړولو چاروې روانې دي، د کابل د ښاروالۍ اړوند مځکه ده.


15.07.2010 11:49    |   کرکټ څانګه د ډاکتر ايمل شينواري پرځای ډاکتر حامد شينواری د کرکټ بورډ اجرايوي مشر وټاکل شو

د ډاکتر ايمل شينواري پرځای ډاکتر حامد شينواری د کرکټ بورډ اجرايوي مشر وټاکل شو نن د افغانستان د کرکټ بورډ په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ چې ډاکتر ايمل شينواري د کرکټ بورد د اجرايوي مشرله دندې استعفا کړې ده او پر ځای يې ډاکتر حامد شينواری چې تر اوسه مشر غوره کونکی یا چيف سيلکټر و ټاکل شوی دی.


09.07.2010 22:36    |   کرکټ څانګه حميد حسن د کال د غوره لوبغاړي جايزه واخيسته

حميد حسن د کال د غوره لوبغاړي جايزه واخيسته د افغانستان تېز توپ اچونکي نن د کرکټ يورپ له ويبپاڼې هغه جايزه تر لاسه کړه چې د ۲۰۰۹ کال د ډيسمبر په مياشت کې یې د یوې ټولپوښتنې له لارې ګټلې وه. تېر کال د ډيسمبر په مياشت کې د کرکټ يورپ ويبپاڼې د اسوسيټس او افيليټ هېوادونو د غوره لوبغاړي د غوره کولو په موخه ټولپوښتنه وړاندې کړه چې حميد حسن په کې د کال غوره لوبغاړی ونومول شو. د ټول افغان لوستونکو د حميد حسن په ټاکلو کې مهم رول لرلو.


06.07.2010 13:55    |   کرکټ څانګه خالقداد: زه په پلان روان يم او په راتلونکې کې به لا ښه لوبه کوم

خالقداد: زه په پلان روان يم او په راتلونکې کې به لا ښه لوبه کوم د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی خالقداد نوري چې پخوا هم په ملي لوبډله کې و او په تېرو څو سياليو کې د لوبډلې لپاره نه و غوره شوی په هالينډ کې د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن په لوبو کې خپله وړتيا ښودلې ده. په سختو حالاتو کې یې توپ اچولی دی او ځلېدلی دی. موږ ورسره د نوموړي د ښې لوبې په اړه مرکه کړې ده چې ستاسو درانه حضور ته یې وړاندې کوو:


24.06.2010 19:58    |   کرکټ څانګه د افغانستان د توپ وهنې د روزنې لپاره د راشد لطيف سره تړون لاسليک نه شو

د افغانستان د توپ وهنې د روزنې لپاره د راشد لطيف سره تړون لاسليک نه شو د افغانستان کرکټ بورډ هغه اقدام عملي نه کړ چې له مخې یې پتيل شوې وه د پاکستان د پخواني کپتان راشد لطیف سره د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزنې لپاره تړون لاسليک کړي. د افغانستان کرکټ بورډ هغه اقدام عملي نه کړ چې له مخې یې پتيل شوې وه د پاکستان د پخواني کپتان راشد لطیف سره د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزنې لپاره تړون لاسليک کړي.


24.06.2010 19:36    |   کرکټ څانګه تاج الدين ملتمل سره د کرکټ بورډ د اجرايه مشرۍ لپاره خبرې روانې دي

تاج الدين ملتمل سره د کرکټ بورډ د اجرايه مشرۍ لپاره خبرې روانې دي له پنځوسو کلونو د زيات عمر څښتن ډاکتر تاج الدين ملتمل په ننګرهار کې د لوړو زده کړو یو انستيتيوت هم لري او د ښوونې او روزنې په اداره کې تجربه لري. سره د دې چې د کرکټ بورډ مشر او د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېوال ډاکتر ملتمل ته د اجرايه مشرۍ وړانديز کړی دی خو ملتمل لا پرې فکر کوي.


15.06.2010 12:11    |   کرکټ څانګه هستي ګل عابد د کرکټ بورډ تخنيکي مدير وټاکل شو

هستي ګل عابد د کرکټ بورډ تخنيکي مدير وټاکل شو هستي ګل عابد د افغانستان ملي لوبډلی پخوانی پياوړی لوبغاړی دی چې په تېرو څو سياليو کې نه و لوبېدلی. نوموړی خفه و چې په سياليو کې نه لوبول کېده او په دې اړه یې یو شمېر نيوکې هم لرلې. نوموړی وايي چې غواړي لوبه وکړي خو چې چانس په لاس نه ورځي نو نه غواړي چې لاس تر زنې کېني، او غواړي چې په هېواد کې د کرکټ په خپرولو او بنسټ پياوړي کولو کې ونډه واخلي.


15.06.2010 11:18    |   کرکټ څانګه د افغانستان په کرکټ جوړ شوی فيلم په ادنبره کې ښودل کېږي

د افغانستان په کرکټ جوړ شوی فيلم په ادنبره کې ښودل کېږي د افغانستان په کرکټ جوړ شوی فيلم د سکاټلينډ په ادنبره فيستوال کې د دې مياشتې په ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ښودل کېږي. د فيلم پرانيستنې لپاره د دې فيلم عمده لوبغاړی تاج ملوک عالم چې د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی دی ورغوښتل شوی دی. تاج ملوک به دوه ورځې وروسته برتانيه ته راونېږي.


13.06.2010 14:40    |   کرکټ څانګه د افغان کرکټ بورډ نيمګړې ويبپاڼه غلا شوې ده

د افغان کرکټ بورډ نيمګړې ويبپاڼه غلا شوې ده د افغانستان د کرکټ بورډ ويبپاڼه چې لا پوره شوې نه ده د نامعلومو انترنتي غلو له خوا غلا شوې او په لومړي مخ یې بدرد ليکل شوي دي.


02.06.2010 15:16    |   کرکټ څانګه راشد لطیف د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو

راشد لطیف د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو د افغانستان دکرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې د پاکستان پخوانی توپ وهونکی راشد لطيف به د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ وهنې يا بيټنګ روزونکی وټاکل شي. د کرکټ بورډ اجراييه مشر ډاکتر ايمل شينواري ټول افغان ته وويل چې نوموړی به د جون په ۱۵مه نېټه کابل ته ورځي او ټاکل شوې ده چې تړون ورسره لاسليک کړي.


29.05.2010 14:32    |   کرکټ څانګه د کابل کرکټ لوبغالی به سټيډيم شي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په کابل کې د کرکټ لوبغالی به ډېر ژر په سټيډيم واړوي چې د لوبغالي تر څنګ به کرکټ اکاډيمي ، د سيل کونکو د ناستې ځای او د کرکټ بورډ دفتر هم ولري.


29.05.2010 08:54    |   کرکټ څانګه ټول افغان به فيس بوک د کرکټ لپاره پاڼه جوړه کړه

ټول افغان به فيس بوک د کرکټ لپاره پاڼه جوړه کړه په ډې پاڼه کې به د فيس بوک د کارونکو پاڼو ته د ټول افغان د کرکټ خبرونو، مقالو او شننو حال وررسول کېږي. د کرکټ مينه وال کولای شي چې هلته د تازه احوال ترڅنګ خپلې تبصرې هم وکړي او نظرونه د کرکټ د نورو مينه والو سره شريک کړي.


28.05.2010 15:38    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ د غوراوي کميسيون، د کورني کرکټ او مارکټينګ مديران وټاکل

د افغانستان د کرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې په یو شمېر دندو یې ګمارنې کړي دي چې په کې د غوراوۍ مشر (Chief Selector) او د غوراوۍ د کميسيون غړي، د کورني کرکټ مدير، او مارکيټنګ مدير شامل دی.