د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: پرمختګ

31.08.2010 09:17    |   کرکټ څانګه د افغاستان د ملي لوبډلې روزونکی راشد لطیف خپلې دندې ته دوام ورکوي

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکې راشد لطیف خپله پرېکړه بدله کړه او وایي چې د افغانستان د کرکټ د پرمختګ او ودې د خدمت لپاره چمتو دی او خپلې دندې ته د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزونکې په صفت دوام ورکوي.

29.08.2010 09:09    |   پژواك خبري اژانس په بلخ کې کرکټ د پراختيا او مينه وال يې د ډېرېدو په حال کې دي

په بلخ ولايت كې هم، د هېواد د ځينو نورو ولايتونو په څېر له تېرو دوو كلونو راهيسې د كركټ لوبه په يوه عامه لوبه بدله شوې ده. د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکى ۲۲كلن محمد زېب د سيند پر غاړه په يوه هوار ميدان کې په داسې حال کې، چې پيك داره خولۍ يې پر سر، بېټ يې په لاس او د خپل نوبت په انتظار و، پژواك اژانس ته وويل : ((دوه كاله مخكې دلته هېچا كركټ نه پېژانده؛ خو له کله راهيسې چې ملي لوبډلې اتلولۍ ترلاسه کړي، نو نه يواځې لوبغاړي زيات شوي، بلکې د مينه والو شمېره هم سلګونو ته رسېدلې.))

25.08.2010 10:57    |   کرکټ څانګه په کابل کې د ولایتي سیالیو لپاره د لوبغالي په ترمیمولو کار روان دی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې اړونده مسوولینو ته یې دنده ورکړي چې د کمکي اختر څخه وروسته د ولایتي شل اوریزو سیالیو لپاره د کابل لوبغال چمتو کړي. همدارنګه کرکټ بورډ وايي چې د کابل د کرکټ په اکاډمۍ کې به د يو پرځای دوه ځغاستځايونه يا پيچونه وي چې د تمرینونو لپاره ترې لوبډلې د سیالیو په مهال ګټه پورته کولای شي. کرکټ بورډ د کابل د لوبغالي د پیچونو لپاره خاوره د لوګر له ولایته راوړې، د پیچونو خاوره خپلې ځانګړتیاوي لري ګرد باید ونلري، شګلنه نه وي او باید سریښتناکه وي چې هغه یوازې د افغانستان د لوګر ولایت د وروست میدان په ډنډ او د پاکستان په ګجراتو کې پیدا کیږي.

23.08.2010 16:27    |   کرکټ څانګه د افغانستان کرکټ بورډ د راشد لطیف استعفی ومنله

پرون د یکشنبې په ورځ راشد لطیف د افغانستان کرکټ بورډ څخه غوښتي چې یا دې کبیر خان بیرته د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی کړي او یا دې خپله د راشد لطیف تنخواه یو په دوه کړي او که د افغانستان کرکټ بورډ دا شرطونه نه مني نو بیا دې يې استعفا ومنل شي.

22.08.2010 18:25    |   کرکټ څانګه راشد لطيف له کرکټ بورډ نوي امتيازات غوښتي دي، چې ونه منل شول استعفا یې کړې ده

د روزونکي کبيرخان د دندې له ختمولو وروسته د افغانستان د توپ وهنې روزونکي راشد لطيف هم کرکټ بورډ ته په برېښليک کې ليکلي دي چې که کبيرخان بېرته په دنده ونه ګماري نو بايد چې ده ته نور امتيازات ومنل شي، او چې ونه منل شول نو کرکټ بورډ ته یې استعفا لېږلې ده.

22.08.2010 10:39    |   کرکټ څانګه د کرکټ د ولایتي استازو دوه ورځینی سیمینار نن پای ته رسیږي

د افغانستان د کورني کرکټ مسؤل دولت احمدزی وایي چې هر کله پیاوړی کورنی کرکټ ولرو نو د کرکټ په ډګر کې نورې ښې لاسته راړنې لرلای شو، پیاوړی کورني کرکټ په هیواد کې تکړه لوبغاړي د ملي لوبډلې او د الف لوبډلې په اسانۍ سره پیدا کولای شي.

21.08.2010 17:47    |   کرکټ څانګه د کبيرخان په اړه پرېکړه اخري ده

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايه مشر وايي چې د افغانستان ملي لوبډلې پخواني روزونکي په اړه د کرکټ بورډ پرېکړه اخري ده او بيا په کې بدلون نشي راتلی.

21.08.2010 15:37    |   کرکټ څانګه حامد شينواری: د کرکټ بورډ يو کميسيون به په يو شمېر لوبو کې پرېکړې واروزي

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايه مشر حامد شينواري ټول افغان ته ويلي دي چې په يو شمېر لوبو کې ځينې داسې پرېکړې شوي دي چې د ارزونې په موخه یې کميسيون ټاکلی دی. کرکټ بورډ دا پرېکړه له دې وروسته کوي چې په سکاټلينډ کې په څلور ورځنۍ او دويمه يو ورځنۍ لوبه کې د سکاټلينډ خلاف د ځينو د تمې سره سم پرېکړې ونه شوې او د کرکټ بورډ د خفګان لامل شوې چې د روزونکي کبيرخان د تړون په ختمولو کې يې رول هم ولوباوه.

21.08.2010 12:18    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ د پکتیا د ولایت ۳۲ لوبډلو ته د کرکټ جامي واستولې

نن د افغانستان کرکټ بورډ د پکتیا ولایت د سولې د ټورنمټ ۳۲ ګډونکونکو لوبډلو ته د کرکټ ۴۸۰ جوړه جامې په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د استازي ګل پاچا مجیدي په لاس واستولې.

19.08.2010 22:00    |   کرکټ څانګه د کبيرخان د استعغا په اړه د کرکټ بورډ رسمي خبرپاڼه

له څو ورځور راهیسې د ملي لوبډلې روزونکي حاجي کبیر خان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال ته په تیلیفوني پیغام کې له دندې د استعفا کولو غوښتنه کړي وه، د کرکټ بورډ لوړپوړو چارواکو د کرکټ بورډ د مشر ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ پرله پسې ناستې وکړې او په پای کې د روزونکي کبیر خان غوښتنه منل شويې اعلان کړه.

19.08.2010 10:22    |   کرکټ څانګه کبيرخان: د افغان کرکټ په خدمت وياړم او دوام ورکول غواړم

د افغانستان د کرکټ مشر روزونکی کبيرخان - چې افغان کرکټ بورډ وايي استعفا یې ورکړې ده - وايي چې د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال سره یې تيلي فوني پيغام د استعفا په مانا نه و بلکه غوښتل یې چې روښانه کړي چې د دندې د لا ښه ترسره کولو لپاره خپل دريځ څرګند کړي.

18.08.2010 17:39    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ: د کبيرخان استعفا مو منلې ده

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو چارو څانګې ټول افغان ته وويل چې نن روزونکي کبيرخان له سکاټلينډ څخه د کرکټ بورډ مشر او د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ته د اس ام اس له لارې ليکلي دي چې که استعفا یې ومنل شي نو خوښ به وي. د کرکټ بورډ چارواکي زياتوي چې له دوه غونډو وروسته د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال او اجرايه مشر

10.08.2010 07:55    |   افغانستان کرکټ بورډ په فیس بوک کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم اکاونټونو چلونکو ته خبرتیا

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې پتیلې ده چې په فیس بوک او نورو ویب پاڼو کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم پاڼې او اکاونټونه پرانیزي، ستاسو څخه په ډېر احترام هیله کوو چې د افغانستان کرکټ بورډ په نوم پاڼې بندې یا اکاونټونه بند یا د افغانستان کرکټ بورډ ته وسپارئ.

09.08.2010 13:08    |   کرکټ څانګه افغان کرکټ بورډ د کرکټ الف لوبډله جوړوي

د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غورواۍ کمیټې مسؤلین وايي چې د الف لوبډلې غوره کولو ته یې تیاری نیولی دی، د کمکي اختر وروسته چې کومې شل اوریزې ولایتي سیالۍ کیږي له هغې وروسته به د الف لوډله غوره کوو، د افغانستان لپاره کورنۍ سیالۍ ډيرې ضروري دي کوم لوبغاړي چې د کرکټ استعداد لري خپله وړتیا پکې ثابتولای شي، دغه د الف لوبډلې لوبغاړي به د ملي لوبډلې لپاره احتیاطي لوبغاړي وي اوس مهال موږ احتیاطي لوبغاړی نلرو.

03.08.2010 13:07    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ د لوبې ۲۲ قوانين تصويب او اعلان کړل

د کرکټ دغه ۲۲ قوانین ټول د کرکټ د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان کرکټ جوړ کړي، په قوانینو کې اساسي مادې دادې چې لوبغاړي باید د د کرکټ د لوبو قوانینو ته احترام ولري او پلي يي کړي، همدارنګه په قوانینو کې راغلي چې د هېواد او د خپلو مشرانو احترام ساتل د هر لوبغاړي دنده ده. د کرکټ پو قوانينو کې په دې ټينګار شوی چې لوبغاړي باید ډیر پام وکړي چې د سیاسي ډلو ښکار نشي او باید د افغانستان لپاره د سولې سفیران وي.

03.08.2010 07:11    |   کرکټ څانګه د پکتيا په سيالۍ کې د لوبډلې د غوره نوم لپاره په ټولپوښتنه کې برخه واخلئ

په پکتيا کې د سولې په نامه سيالي روانه ده او ۳۲ لوبډلې په کې برخه اخلي. څينې نومونه په کې ډېر پام راښکونکي دي، پاتې نورو ته په معذرت سره موږ لس نومونه غوره کړي دي چې تاسو ترې د خپلې خوښې غوره نوم ته رايه ورکړئ. تاسو رابلو چې په دې ټول پوښتنه کې برخه واخلئ او د خپلې خوښې غوره نوم وټاکئ:

01.08.2010 16:01    |   پژواک خبري اژانس تیم کرکت غور تشکیل شد

برای اولین بار تیم کرکت در ولايت غور، توسط والی این ولایت و زیرنظر کرکت بورد افغانستان، ایجاد و به فعالیت آغاز کرد. محمد غوری آمر ورزشی ولایت غور، امروز ٧ اسد به آژانس خبری پژواک گفت که ایجاد تیم کرکت، بنابه درخواست جوانان این ولایت بوده است.

31.07.2010 13:50    |   کرکټ څانګه دولت احمدزی د هېواد د کورني کرکټ مدير وټاکل شو

د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وایي (( دولت احمدزي او الهام یاسيني د دې دندو لپاره د د ازاد رقابت له مخې کرکټ بورډ ټاکلي، دولت احمدزی په شپږو شارټ لستو کسانو کې او الهام یاسیني په دریو شارټ لیست کسانو کې کرکټ بورډ غوره کړي، نوموړو د کرکټ بورډ دې دندې د ګمارلو پوښتنو ته له نورو کاندیدانو ښه ځوابونه وویل، د ټاکلو دندو لپاره یې خپل پلانونه د کرکټ بورډ مسؤلینو ته وړاندې کړل، همدا لامل و چې کرکټ بورډ الهام یاسیني د رسنیو د مدیر او دولت احمدزی د کورني کرکټ د مدیر په حیث وټاکل.))

29.07.2010 05:43    |   کرکټ څانګه سوپريم کرکټ بورډ ته د نړيوال جام بيټ ډالۍ او د لا همکارۍ ژمنه یې وکړه

نن په کابل کې د سپریم ګروپ د شرکتونو سره د اړيکو او حقوقي څانګې عمومي مشر سورن نورګارډ د افغانستان کرکټ بورډ ته د زیاتو کوښښونو او بریالیتوبونو یوه ډالۍ ورکړه، د سپریم دغه ډالۍ په ډیر هنر سره په بنده شیشه کې یو بیټ او يو توپ و چې په سویلي افریقا کې د شلو اورونو د نړيوال جام پر مهال پرې د افغان ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو لاسلیکونه کړي دي.

26.07.2010 08:24    |   کرکټ څانګه راشد لطيف په مطبوعاتي غونډه کې خلکو ته وروپېژندل شو

د افغانستان د کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې په خبري غونډه کې راشد لطیف د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل. راشد لطيف په خپلو خبرو کې وويل چې ((زه د نړۍ په هر ګوډ کې د افغان لوبډلې د روزولو لپاره تیار یم که هغه هر ځای وي، زه د کرکټ د پرمختګ د هیلو سره راغلي یم.))

25.07.2010 14:03    |   کرکټ څانګه راشد لطيف کابل ته ورسېد. سبا به په مطبوعاتي کنفرانس کې راښکاره شي

د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د توپ وهنې د پرمختګ په موخه ټاکل شوی نوی روزونکی راشد لطيف نن کابل ته ورسېد. راشد له کراچۍ څخه د اسلام اباد له لارې کابل ته ولاړ چې هرکلي ته یې د کرکټ چارواکي د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو.

24.07.2010 08:04    |   کرکټ څانګه راشد لطیف سبا کابل ته رارسیږي

د کرکټ بورډ اجاریوي مشر ډاکټر حامد شینواري ټول افغان ته په کابل کې وویل چې سبا ته راشد لطیف له کراچﺉ څخه اسلام اباد ته په پي اي ای او بیا له سلام اباد څخه د کام ایر په الوتکه کې افغانستان ته د مازیګر په ۴ بجو رارسیږي.

21.07.2010 17:39    |   کرکټ څانګه په ننګرهار کې د کرکټ نوی استازی وټاکل شو

نن د افغانستان کرکټ بورډ د ننګرهار ولایت لپاره نوی استازی ټاکلی دی. او په دې اړه یې ننګرهار ته رسمي مکتوب استولی دی. د دې مکتوب په اساس به قاري هدایت الله په ننګرهار کې د کرکټ بورډ استازی وي. په ننګرهار کې د کرکټ بورډ پخوانی استازی طیب اخندزاده د کرکټ بورډ په دې فیصله خوښ نه دی، خو د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وايي چې په ننګرهار کې طیب اخندزاده د کرکټ په ډګر کې خدمت د ستایلو او مننې وړ دی.

19.07.2010 14:09    |   کرکټ څانګه احسان په ACB د کرکټ توکي ګران پلوري

سرچينه زياتوي چې په دې اړه مختلف اندونه شته دی چې ځینې یې په دې باور دي چې مخکې کوم قراردادونه د افغانستان کرکټ بورډ او د احسان تر منځ شوي و سم غور پرې نه و شوی. د احسان شرکټ داسې فکر کوي چې افغانستان بل کوم شرکت د توکو په ډګر کې نه سپانسره وي نو ځکه پرې توکي ګران پلوري.

18.07.2010 14:24    |   بريالى جلالزى بلخي فرهنګيانو د كركټ لوبډلې پخواني كپتان ته شمله ورپر سر كړه

بلخي فرهنګيانو د كركټ لوبډلې پخواني كپتان ته شمله ورپر سر كړه