د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ په اړه شننې او ليکنې

د کرکټ په اړه شننې او ليکنې

18.02.2010 08:07    |   توتاخيل شعر: ژوندۍ دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله

یا شپږ کړي یا څلور شهزاد سره خوند نه کړي سینګله ژوندی دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله


16.02.2010 08:49    |   کرکټ څانګه بري افغان لوبډله د نړيوال جام په سخت ګروپ کې راوستله

دا به ډېره مشکله وي که زه وکړای شم چې د شل اورونو نړيوال جام د غوراوي د سيالۍ د اتل کېدو او له پايلوبې مخکې نړیوال جام ته د بريالي کېدو خوښي په ټکو کې روانغاړی شم. ځانګړې تاريخي شېبې وې چې د دوبۍ د کرکټ په لوبغالي کې یې کتل زما او شاوخوا پنځلس زره افغانانو په نصيب شول. په دې لوبغالي ما د نيوزيلانډ او اسټراليا سره د پاکستان لوبې کتلي وې چې زموږ د لوبډلې لوبې ترې په مسليکتوب کې کمې نه وې.


13.02.2010 05:36    |   کرکټ څانګه رسنۍ بايد د کرکټ په اړه په رپوټونو کې ريښتوني اوسي

دهالينډ سره د افغانستان د پرونۍ لوبې په اړه د یو شمېر رسنيو رپوټونو لوستلو او اورېدلو دې ته اړ کړم چې په رسنيو غږ وکړم چې د کرکټ په اړه په رپوټونو کې خپله رښتينولي او ناپييلتوب هيڅکله هم له لاسه ورنکړي. له انصافه کار واخلي او د رښتيا د معلومولو لپاره د بېلابېلو سرچينو څخه معلومات راغونډ کړي.


10.02.2010 21:42    |   ډاکټر نجيب کرکټ د ستر بري په لور

دانټرنيټ هم څه اجيبه شی دی، ريښتيا هم چې نړيوال جال دی. ورک ملګري درته پيدا کوي نوي ملګري دې زياتوي د چا پسې چې غوټې وهې په لاس په درشې.


04.02.2010 16:28    |   نقيب احمد لامبوزن کرکټ خلک په رواني ناروغيو اخته کړي!

په دې وروستيو کې ر ښتياهم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړيواله کچه وځلېده او په کمه موده کې يې هېواد ته ډېرې برياوې او اتلولۍ راوړې، خو که مبالغه ونکړم نو له نورو ولايتونو سربېره ددې لوبې مينه وال په ننګرهار کې خورا ډېر دي. کرکټ سره په ننګرهارکې ځوانان تر ټولو ډېره مينه لري او نن سبا دلته هغه ورځې دي، چې په ښوونځيو او پوهنځيو کې د زده کوونکو ازموينې روانې دي او ددې ازموينو ورکوونکي ټول ځوان نسل دى. يو خو په ننګرهار کې اف ام راډيوګانې دومره ډېرې دي، چې څوک يې


22.01.2010 13:26    |   جوادالله شیرزی د کرکټ د پرمختګ لپاره ځينې سپارښتنې

تاسوټولوهیوادوالواود کرکټ مینه والوته په ښکاره ډول معلومه ده چی دکرکټ لوبه په افغانستان کی دطالبانوله دوری څخه راپیل اوتراوسه پوری دوام لري، که څه هم افغانستان په کرکټ لوبه کی پوره تاریخ نه لري خوبیا هم افغان لوبډلی غالباُ ۳ یا ۴ کاله به کیږي چی په نړیواله کچه یی نوم ځلیدلی.


15.01.2010 18:17    |   جوادالله شیرزی کاناډا کې دکرکټ ۵ پټ شوو افغان لوبغاړوته!

تاسوته وایم چی دټولوافغانانوهیلی اوامیدونه اول خدای پاک ته اوبیا تاسوځوانانوته وو چی دافغانستان نوم اوبیرغ په نړۍ کی روښانه کړۍ، چه له نیکمرغه داامیدونه موورپوره کړل خوهیوادته په نه راتګ مودټولوافغانانو هیلی دنړیوال جام لپاره له خاوروسره خاوری کړی چی دبیلګی په توګه به بیګاه درته درمعلومه شوی وي.


12.01.2010 18:40    |   جوادالله شیرزی له کونړڅخه د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبډلې د لوبغاړو پېژندنپاڼې او انځورونه

د ۱۹ کاله ټيټ عمر لوبډلې د لوبغاړو پېژندنپاڼې او انځورونه ټول افغان درته د جوادالله شیرزي په زيار د ۱۹ کاله کم عمر لوبډلې د لوبغاړو پېژندنپاڼې او انځورونه چمتو کړي دي چې په لاندې ډول دي. د کاله کم عمر لوبډله دا مهال په نيوزيلانډ کې ده او په نړيوال جام کې برخه اخلي.


11.01.2010 18:48    |   مشتاق رحیم په افغانستان کی د کرکټ د ودی او نور پرمختګ دپاره لارښونی (لومړی ټوک)

د افغانستان کرکټ لوبډلی په تیرو څو کلونو او په ځانګړی توګه په تیرو دوو کلونو کی د خپلو بی ساري لاس ته راوړنو له کبله د کرکټ په نړۍ کی ځانته یو ځانګړی نوم ګټلی دی- د لوبډلی چټک پرمختګ نړیوالو ته وښودله چی افغانان یواځی په جنګ نه بلکی د ژوند په نورو برخو کی هم ځانګړی وړتیاوی لری- خو د پام وړ ده چی دغه ټولی لاس ته راوړنی او بریاوی د لوبغاړو د شخصی هڅو(چی انګریزی کی ورته Personal Brilliance وای) او وړتیاوو پر مټ د افغانستان پر برخه شوی- خواوږد مهاله او دوامداره پرمختګ ځانګړی سیستم او ددولت په کچه هڅو ته اړتیا لری-


22.12.2009 09:14    |   نعيم مند افغان کرېکټ : دزیمبابوې دورې ته يوه ځغلنده کتنه

که مو ږ دزيمبابوې دورې ته يوه ځغلنده کتنه وکړو نو راته ښکاره به شي چې دا دوره يوه سل په سلو کې يوه بريالۍ دوره وه ٠ په ځينو لوبو کې يواځې ګټل بری ګڼل کيږي خو په ځينو لوبو ، لوبه مساوي پای ته رسول هم ګټه بلل کيږي لکه کرېکټ ٠ او په ځانګړي توګه د هغې لوبډلې لپاره چې په لومړي ځل دا ډول لوبه کوي ٠ کله چې افغان ملي لوډله په ١٤ د اګېست د زيمبابوې په لور وخوځېده نو دافغانستان دکرېکټ د تاريخ يو نوی ور يې برانيست چې هغه څلور ورځينۍ لوبې وې


02.12.2009 11:10    |   جاويد صبوري د افغانستان كرېكټ لوبډله د برياوو پر لور

د افغانستان كرېكټ لوبډله د برياوو پر لور


24.04.2009 11:30    |   ن ٠ مومند ایا کرېکټ یوه پاکستانۍ لوبه ده ؟

يوخو زموږ هر څه په احساساتو ولاړ دي , او که هرڅه راسره لږ وي خو دفتواګانو راسره هېڅ کمی نشته . زه وړوکی وم خو ښه مې ياد شي چې :چابه په کوم جهادي مشر پسې خبرې وکړې چې دارهبر دروغجن دی ،غل دی ،درهمواوسروته يې سترګې پټې کړي(سیاف) بل به پرې را خېزکړل کافر شوې تا داسلام او قران سپکاوی وکړ ٠ له دې لعنت نه خو اوس لږ څه بې غمه شو ،خو اوس ديوې بلې ناپوهۍ سره مخامخ یو . کله هم چې دکرېکټ خبره رامینځ ته شي او موږ دخپلواتلانو(لوبغاړو) ستاينه او يادونه کوو، نو يوڅوک راټوپ کړي


07.04.2009 18:38    |   ذبيح الله احساس راځى! كركټ ملي لوبډلې ته دوعا وكړو

كركټ ملي لوبډله نړيوالو لوبو ته د لار پيداكېدو په مزل كې داسې پړوا ته رسېدلى چې د خپلو هڅو او زيار تر څنګ د درنو هېوادواولو دعاوو ته هم اړتيا لري.


10.02.2009 20:20    |   الهام یاسیني تاریخ که د کرکټ بریالیتوبونه لیکي، بې مسولیته کړنې به هم یادوي

په هیواد کې دننه او بهر لا د کریکټ افغان مینه والو خوښي پای ته نه وه رسېدلې، د خوښۍ اوښکې یې لا نه وې وچې شوې، او د کرکټ ملي لوبډلې ته د مرستو ژمنو لا رڼا نه وه لیدلې چې د کرکټ مافیا لستوڼي رابډوهل، د کرکټ د مینه والو زړه یې مات کړ، او په هیواد کې یې د کرکټ د راتلونکې په اړه یو شمېر اندېښنې راپیدا کړې.


07.02.2009 18:27    |   ګل آغا احمدي وردګ په ملي کچه د کرکټ دملي اتلانو نازول

افغان ولس هغه میړنی، لایق، باطور او با استعداده ولس دی چې د لازم فرصت، سولې او امنیت په فضا کې ډیر ژر د نړۍ د ویاړلو ولسونو په کتار کې خپل ځان ته ځای موندلی شي چې د کرکټ په ډګر کې د ۱۳۸۷ کال مسلسلې بریاوې او په ارجنټاین کې وروستۍ اتلولي د دې ادعا غوره ثبوت ګڼل کیږي.


02.02.2009 22:16    |   د لوبغاړی حمید حسن په قلم په کابل کې د بري نمانځنې ته بې تابه یو

سخته ده چې درته ووایم چې د غوراوي اخري پړاو ته د افغانستان د بري په اړه زه څومره خوشاله یم. کله چې د جمعې په ورځ د کایمن ټاپوګانو سره لوبه رایاده کړم چې بېخي ماتې مو خوړلې وه، هیڅ باور مې نه راځي چې له ماتې باران وژغورلو.


11.10.2008 17:02    |   خبري - څانګه افغانستان لويه بريا لاس ته راوړه

افغانستان لويه بريا لاس ته راوړه .هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو د افغانستان لوبډلې و ښودله چې تردې ګړۍ دوى نه ماتيدونکي دي .د ٢٠١١ کال د کرکټ نړيوال جام ته د نږدې کېدوپه څلورم پړاو کې افغانستان د سياليو ټوې لوبې وګټلې . د هانګ کانګ سره په لوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلې توپ ويشتونکي رئيس احمدزي ٤٩ اودلوبډلې مشر نوروز منگل ٤٠ منډې جوړې کړې .دنن ورځې په لوبه کې د افغانستان توپ غورزوونکي محمد نبي څلور لوبغاړي وسوځول .


04.06.2008 13:49    |   حبیب الله غمخور دا چا د کرکټ لوبغاړي تش جېب لېږلي وو؟

زه دسپورت په هکله هيڅ ډول معلومات نلرم ځکه خودهغه په اړه له خبرو تېرېږم ،مگر له يوې خبري تېرېداي نشم هغه له همدغوافغان شاه زلمو سره دافغانستان دالپيک دکمېټې سپک اوناروابرخورد دی .


03.06.2008 11:00    |   سليم "حامد" د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په وږي نس اتله شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې پرون هيواد ته را ورسېده، لومړنۍ ډله ده چې په نړيواله کچه يې افغانستان ته دومره وياړونه راوړي دي. دغې ډلې د انگلستان په جرسي ټاپو کې ددولسو هيوادونو د لوبډلو په منځ کې لومړى مقام وگاټه او په دې توگه يې خپل هيواد ته د بري وياړوباښه.