د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه
Toltakane_banner

په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې

ټول افغان د خپلو امکاناتو له مخې هڅه کوي چې افغان ولس ته تل تازه او په معيار پوره معلومات وړاندې کړي. دا دی په افغانستان کې بيا د ټولټاکنو بهير پيل شوی دی او ټول افغان ورته دلته ځانګړې څانګه پرانستلې ده. که تاسو د ټولټاکنو په اړه هر ډول معلومات لرئ او نورو افغانانو سره يې شريکول غواړئ نو ټول افغان ته يې راوليږئ مونږ به يې دغلته په ښه شکل ځای په ځای کړو. که دا ويډيو وي ، که انځورونه او که نثر تاسو هر څه ټول افغان ته د خپرولو لپاره راليږلی شئ. webmaster@tolafghan.com

05.07.2009 19:41    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين دولسمشرۍ لپاره خپلواک کانديد میرویس یاسیني د برتانیا له سفير سره وليدل

دولسمشرۍ لپاره خپلواک  کانديد میرویس یاسیني د برتانیا له سفير سره وليدل په دغه کتنه کې دانګلستان سفیر په افغانستان کې د راتلونکیو ټولټاکنو په اړه دمیرویس یاسینی سره هر اړخیزې خبرې وکړې او په ټاکنو کې د شفافیت او کره والي په ترسره کیدو یې ټینګار وکړ. میرویس یاسینی په دی کتنه کې دانګلستان سفیر ته خپله پنځه کلنه تګلاره بیان کړه.


04.07.2009 22:36    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په مزار شریف کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه

په مزار شریف کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه د بلخ ولايت د مزار شریف په ښار کې زرګونو خلکو د ولسمشرۍ د کانديد ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ. د مزار شریف خلکو د ملاتړ غونډه د ارزو په هوټل کې وکړه. غونډې ته سيد محمد رضي حسيني وينا وکړه او نور خلک یې هم د ميرويس ياسيني ملاتړ ته راوبلل. نوموړي وويل چې ميرويس ياسيني مسلمان او د ولس په غم خبر سړی دی.


04.07.2009 20:23    |   روح الله وفا د ميدان وردګ غونډه

د چنګاښ یوولسمه د وردګو او ميدان ولایت په مرکز میدان کې یوه لويه غونډه وشوه غونډه چې د الحاج اختر محمد طاهري په مشرۍ او نوښت جوړه شوې وه د سهار په لسو بجو پیل شوه چې پکې دولس زره کسانو ګډون کړی ؤ.


04.07.2009 18:51    |   دسيد وحيد کونړي رپوټ : دا خاماخا ولولئ

دتيرو ولسمشريزو،پارلماني او ولايتي شوراګانو دنوماندو د انتخاباتي کمپاين دتبليغاتي پاڼو او لويو لويو بينرونو او پوسټرو پشان دا ځل هم د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د نوماندو تبليغاتي پاڼې، بينرونه، پوسټرونه او نور تبليغاتي توکي په پيښور او لاهور کې چاپيږي چې ورسره د پېښور کيسه خوانۍ بازار ته څيرمه د محله جنګي کوڅه


03.07.2009 16:07    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د اريانا تلويزيون په مناظره کې زما د خبرو مهم ټکي – ميرويس ياسيني

د اريانا تلويزيون په مناظره کې زما د خبرو مهم ټکي – ميرويس ياسيني ما بېګاه د اريانا تلويزيون په ټاکنيزه مناظره کې برخه واخيستله او کوښښ مې وکړ چې تاسو ته خپل پيغام درورسوم. کېدای شي ځينو هېوادوالو دا مناظره نه وي ليدلي. دلته یې تاسو ته مهم ټکي روښانه کوم.


30.06.2009 11:05    |   د اشرف غني کمپاين د کرزي په کور (کندهار) کې نور کمپایني جرمونه او سیاسي تشنج

د کرزي په کور (کندهار) کې نور کمپایني جرمونه او سیاسي تشنج د کرزي کور، کندهار، یو ځل بيا د کمپایني جرمونو او سیاسي تاوتریخوالي په مرکز بدل شو. په تیرو ورځو کې د اشرف غني په ملاتړ بلبورډونه او لوحې په تیزابو او رنګ ککړې شوې وي، خو اوس د کندهار ښاروال امر کړی، چې د اشرف غني بلبورډونه باید ليرې شي، ځکه دده په وینا غیر مصوونه دي. د اشرف غني کمپاین اوس د کندهار ښاروال خلاف خپل رسمي شکایت او احتجاج درجوي.


30.06.2009 10:39    |   د اشرف غني کمپاين اشرف غني احمدزی له هیچا سره معامله نه کوي

اشرف غني احمدزی له هیچا سره معامله نه کوي د اشرف غني احمدزي د کمپاین دفتر دغه راز ټول افواهات ردوي او افغان ولس ته ډاډ ورکوي، چې اشرف غني به تر وروستۍ شیبې ددوی ترڅنګ ولاړ وي او د يو ولسي او عادل نظام، چې پر متحرک اقتصاد، اغیزمنې دولتدارۍ، قانونیت او ثبات ولاړ وي، د جوړیدو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي


29.06.2009 09:24    |   تورن نیک محمد د کندهارولایت ددری اولسوالیو دډنډ، تخته پل او دامان قومی مشرانو د احمدولی خان کرزي سره وليدل

د کندهارولایت ددری اولسوالیو دډنډ، تخته پل او دامان قومی مشرانو د احمدولی خان کرزي سره وليدل د روان کال د چنګاښ پر(۴) نیټه باندی د کندهارولایت ددری اولسوالیو دډنډ، تخته پل او دامان قومی مشرانو د خلکو استازو او نمایدګانو دکندهاردانتخاباتی کمپاین ددفترسالون ته تشریف راوړی و.او په غونډه کښی دسهیل لویدیځی حوزی دانتخاباتی کمپاین مسول ښاغلی احمدولی خان کرزی اود کندهار دانتخاباتی کمپاین ددفترریس ښاغلی الحاج سید فضل الدین اغا حاضروه.


28.06.2009 18:13    |   دشهبال . م راپور دښاغلى ډاكتراشرف غنى ( احمد زى ) په ملاتړ پرتمينه غونډه وشوه

دښاغلى ډاكتراشرف غنى ( احمد زى ) په ملاتړ پرتمينه غونډه وشوه دآلمان دفرانكفورت دښار او وهغه ته دڅيرمه سيمو اوسيدونكو افغانانو د جون دمياشتى په ۲۷ نيټه دشنبى دورځى په ماښام دفرانكفورت په ښار كى يوه لويه غونډه وكړه . دا غونډه د ماښام په ۶ بجو دقرآن عظيم الشان دځومباركو اياتونو په تلاوت سره شروع شوه. او وروسته ډيرو هيواد والو د ښاغلى ډاكتراشرف غنى ( احمد زى ) او دهغه د لوړ


27.06.2009 09:18    |   د اشرف غني احمدزي کمپاين آيا کــرزي بـازهم رئيس جمهــور ما مي شود؟

آيا کــرزي بـازهم رئيس جمهــور ما مي شود؟ محترم حامد کرزی نه تنها حمایت خارجی را بلکه در داخل نیز ازین که هم پیمانان وی دیگر از محبوبیت قبلی میان طرفداران خود برخوردار نیستند حمایت داخلی را نیز از دست داده است.و با نداشتن حمایت خارجی و بخصوص حمایت داخلی که رأی مردم شریف افغانستان است دیگر امید پیروزی کرزی صاحب بی اندازه ضعیف و شاید هم نا ممکن گردیده است


27.06.2009 08:48    |   د اشرف غني احمدزي کمپاين ترس در ارگ

ترس در ارگ اگر آقای کرزی عوض معامله های عقب دروازه های بسته و بستن چشم هایش در مورد فساد اداری و بی قانونی های موجود در کشور، متوجه حکومتداری باشد هرگز از انتخابات و نتایج آن هراس نخواهد داشت. تقاضای ما از آقای کرزی آنست تا به حیثیت مقام ریاست جمهوری افغانستان از این زیادتر لطمه وارد ننماید.


27.06.2009 08:29    |   د حامد کرزي کمپاين: تورن نیک محمد خان جرات په لوی کندهار کې د حامد کرزي د انتخاباتی کمپاین اجراتو راپور

په لوی کندهار کې د حامد کرزي د انتخاباتی کمپاین اجراتو راپور د سهیل لویدیځی حوزی د انتخاباتی کمپاین مسؤل ښاغلی احمدولی خان (کرزی) د کندهار ولایت د پنجوایی ، ژړی او میوند اولسوالیودقومی مشرانو، دینی علمانو،مخورو سپین ږو اودخلکوداستازوسره وکتل !


24.06.2009 09:25    |   د جمهور ریس ویبپاڼه د ولسمشرۍ د کانديد حامد كرزي ژوندليک

د ولسمشرۍ د کانديد حامد كرزي ژوندليک حامد كرزي د۲۰۰۱ميلادي كال ددسامبر په ۵ نيټه دالمان دبن دغونډي دګډون كوونكو له لوري دلنډمهالي اداري دريس په توګه وټاكل شو اودهماغه كال ددسامبر په ۲۲نيټه يي دكابيني له غړو سره يو ځاي دوفاداري لوړه ترسره كړه . ښاغلي حامد كرزي د۲۰۰۲ميلادي كال دجون په ۱۳نيټه دبيړني لويي جرګي دغړو له خوا دافغانستان داسلامي انتقالي دولت درئيس په توګه وټاكل شو .


24.06.2009 09:16    |   د رمضان بشردوست کمپاين ويبپاڼه د رمضان بشردوست لنډه پېژندنه

د  رمضان بشردوست لنډه پېژندنه په ۲۰۰۴ يا ۱۳۸۳ كال د مارچ په ۸ مه چې د ښځې له نړيوالې ورځې سره سمون خوري د ښاغلي كرزي په حكومت كې د پلان د وزير په توګه وټاكل شو. او د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر د مياشتې په ۲۴ مه نېټه يې د۲۳۶۵ انجوګانوله جملې څخه د ۱۹۳۵ انجوګانو د منحل كېدو هوډ د افغانستان خلكو ته اعلان وكړ چې داهوډ د ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او دستګاوو له شديد مخالفت او غبرګون سره مخ شو. د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه چې د كرېسمېس له ورځې سره برابره ده خپله استعفاء د پلان له وزارت څخه اعلان كړه، او له ۱۳۸۳ كال څخه يې د البېروني پوهنتون د حقوقو او شرعياتو په پوهنځي كې د سياسي او حقوقي علومو تدريس پيل كړ


24.06.2009 08:16    |   سید شاه سقیم اشرف غني د مناظرې چلنج ورکړ، کرزي ومانه

کابل، افغانستان (۳ سرطان، ۱۳۸۸)- د ولسمشرۍ لپاره کانديد اشرف غني احمدزي په تیرو اونیو کې په بیلابیلو مناسبتونو کې ښاغلي حامد کرزي ته د مناظرې چلنج ورکړ. د ښاغلي کرزي د کمپاین دفتر نن څرګنده کړه، چې ده د اشرف غني دغه چلنج ومنلو.


19.06.2009 13:21    |   حاجي مهاجر تودکمپاین سوړعکس العمل

تودکمپاین سوړعکس العمل دیوې خواخلګوسترګې پټې کړیدې دکاندید دپلان . لیاقت . کاراوستراتیژی پوښتنه نه کوې یوازې ېې په پیسوپسې پښې رالوځې کړېدې دبلې خوا اوس ټول ټاکنې په یوه ناوړه معامله ګیرې بدلې سویدې داهغه ستره جفاده چۍ هم ددې ملت راتلونکې په اورکې سوځې . اوهم ېې اوس سرنویشت دستونځوسره مخامخ کړیدې نه یوازې خلګ داوسنې حالت نه مایوسه اوناهیلې بریښې بلکه دراتلونکې نه ېې بیخې طمه ختلې ده .ځکه داهغه پروسه اوکابینه ده چې افغانستان ېې ددوهم ځل دپاره دنړیوالې ټولنې سره یوځاې دخرابې په کندوکې وغورځاوه .


19.06.2009 13:11    |   د اشرف غني ټاکنيز کمپاين اشرف غني د افغان انتخاباتي کمپاين د پيل په اړه د ولسمشر اوباما د بیانیې هرکلی کوي

اشرف غني د افغان انتخاباتي کمپاين د پيل په اړه د ولسمشر اوباما د بیانیې هرکلی کوي اشرف غني احمدزی او د هغه د کمپاين ټيم په افغانستان کې د ديموکراتيکو ارزښتونو په اساس پر شفافو انتخاباتو د ولسمشر اوباما د تاکید، د يو مشروع دولت د انتخابولو په اړه د هغه د پاملرنې او د راتلونکي په اړه د افغانانو ارادې ته د هغه د درناوي هرکلی کوي


19.06.2009 13:08    |   سميع الله آريا كانديدان خوشنام

كانديدان خوشنام ممكن كرزى صاحب كوشش ميكند كه با انتخاب اين دو كانديد خود را و افغان ها را فريب داده ميتواند؟ در فكر اين قوماندانان، صلح زمانى ممكن است كه آنها بر چوكى قدرت نشسته باشند و در غير آن به لوچكهاى خود ميگويند كه صلح و آرامش را برهم بزنيد.


19.06.2009 13:06    |   د اشرف غني ټاکنيز کمپاين اشرف غني احمدزي د کرزي د ماتولو لپاره خپل انتخاباتي کمپاين پيل کړ

اشرف غني احمدزي د کرزي د ماتولو لپاره خپل انتخاباتي کمپاين پيل کړ افغانستان ښاغلي کرزي ته کافي چانس ورکړ، چې رهبري يې کړي، خو ناکام شو. د هغه ناکامې دولتدارۍ شرپسندانو ته مخه ورکړه، چې افغانان يې اول او نوره نړۍ دویم له خطر سره مخ کړه، او زموږ خاوره يې لوټ کړه. د کرزي په دوره کې اداري فساد دومره ورانوونکی شو، چې نن ۶۰٪ خلک وايي، چې دغه هیواد پر غلط جهت روان دی. زه ددې لپاره کانديديږم، چې خلکو ته هغه اختیار ورکړم، چې دوی سخت ضرورت ورته لري—صادق رهبريت، په دولتدارۍ کې تجربه، او هغه ازمويل شوي نظريات، چې د افغانستان خلکو ته کار او عدالت راوړي.” زرګونه وګړي لا د مخه د بدلون او يو نوي پيل لپاره د اشرف غني له کمپاين سره يو ځای شوي دي.


17.06.2009 14:35    |   رباني، علومي اوحسين انوري لا اوس هم د جبهې پلويان دي

رباني، علومي  اوحسين انوري لا اوس هم د جبهې پلويان دي پرون په کابل کې یوې غونډې ته وينا په مهال د جمعيت اسلامي مشر برهان الدین رباني اعلان وکړ چې د متحدې جبهې کانديد عبدالله عبدالله ملاتړ کوي. څه موده مخکې د رباني سکرتر ټول افغان ټکی کام ته ويلي و چې د اشرف غني سره یې خبرې رواني دي تر څو په ټولټاکنو کې يو ځای شي. داسې معلومېږي چې د اشرف غني سره اتفاق ته نه دی رسېدلی.