د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه
Toltakane_banner

په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې

ټول افغان د خپلو امکاناتو له مخې هڅه کوي چې افغان ولس ته تل تازه او په معيار پوره معلومات وړاندې کړي. دا دی په افغانستان کې بيا د ټولټاکنو بهير پيل شوی دی او ټول افغان ورته دلته ځانګړې څانګه پرانستلې ده. که تاسو د ټولټاکنو په اړه هر ډول معلومات لرئ او نورو افغانانو سره يې شريکول غواړئ نو ټول افغان ته يې راوليږئ مونږ به يې دغلته په ښه شکل ځای په ځای کړو. که دا ويډيو وي ، که انځورونه او که نثر تاسو هر څه ټول افغان ته د خپرولو لپاره راليږلی شئ. webmaster@tolafghan.com

13.07.2009 21:40    |   د اشرف غني احمدزي ټاکنيز کمپاين دولت له پولیسو څخه د امنیت د ټینګولو پر ځای د انتخاباتو کمپاین لپاره کار اخلي.

۱۳۸۸/۴/۲۲ (کابل، افغانستان): د طلوع تلویزیون په ۱۳۸۸/۴/۲۰ نېټه د یو تن نوماند لپاره د پولیسو د کار او فعالیت په اړه یو راپور خپور کړ.دا په داسي حال کې دی چې د هېواد امنیتي حالت ورځ په ورځ مخ په خرابیدو دی.


13.07.2009 13:32    |   د اشرف غني ټاکنيز کمپاين کلیوالو په ننګر هار کې هم د ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړاعلان کړ

(۱۳۸۸/۰۴/۲۲،کابل، افغانستان):د ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ د ښارونو څخه کلیو اوبانډو ته ورسید.نن د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالی په سرجل کلي کې شاوخوا ۶۰۰ تنو د ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړ.


13.07.2009 13:16    |   د اشرف غني ټاکنيز کمپاين کار یانې امنیت -د اشرف غني مطبوعاتي اعلاميه

اشرف غني احمدزي یو ځل بیا پر کرزي غږ وکړ چې د پنځو راتلونکو کلونولپاره خپل اقتصادي پلان خلکو ته تشریح کړي.


13.07.2009 08:08    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په هرات کې د ولسمشرۍ د خپلواک کانديد ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه

په غونډه کې ځوانانو، ښځو او قومي مشرانو برخه اخيستي وه. غونډې ته د قومي مشرانو او دځوانانو د استازو برسېره په هرات کې د ميرويس ياسيني د کمپاين مشر صفي الله مجددي هم خبرې وکړې.


12.07.2009 12:51    |   د شمال خلکو د ډاکټر اشرف غني احمدزی څحه خپل ملاتړ اعلان کړ

د شمال خلکو د ډاکټر اشرف غني احمدزی څحه خپل ملاتړ اعلان کړ ډاکټر اشرف غني احمدزي پرون د هیواد شمالی ولایاتو ته خپل سفر پیل کړ. هغه په پروان، بغلان، سمنګان او بلخ ولایتونو او په چاریکار، پلخمري او خنجان ولسوالیوکې له خلکو سره ولیدل اوپه مختلفو غونډو کې یې ګډون وکړ. په زرګونو افغانانو د هیواد په شمال کې په شور او خوشحالیو سره د ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. او هغه یې د خپلو رنځونو ملهم ونوماوه.


12.07.2009 11:57    |   د اشرف غني ټاکنيز کمپاين د بشر د حقوقو ناقضین د محاکمه کیدنې پر ځای د افغانستان سیاست رهبري کوي

آغلي سیما ثمر د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسيون مشرې پرون د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) سره په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې جمهوري ریاست ته د کادندیدانو او د هغوی د معاونینو په لست کې د بشر د حقوقود ناقضینو د شتون په اړه وېره وښودله.


12.07.2009 10:46    |   څارونکی محمد امين واکمن مطبوعاتي کنفرانس ته وينا وکړه

محمد امين واکمن مطبوعاتي کنفرانس ته وينا وکړه تيره ورځ (شنبه) د افغان ملت گوند افتخاري رييس مطبوعاتي کنفرانس کې د بيلابيلو رسنيو په وړاندې يو پريکړه ليک ولوست. په دې پريکړه ليک کې راغلي وو چې د افغان ملت ګوند جې مشري يې انور الحق احدي کوي، د حامد کرزي حمايت اعلان کړی، چې پريکړه يې د ملت او ګوند سره جفا ګڼلې ده او په لکونو افغان ملتيانو ته د منلو وړ نه ده.


10.07.2009 17:44    |   دمیرویس یاسینی مطبوعاتي دفتر میرویس یاسیني د اروپايي ټولنې دسفیر ایتوري فرانسسکو سره وکتل

میرویس یاسیني د اروپايي ټولنې دسفیر ایتوري فرانسسکو سره وکتل داروپايي ټولنې سفیر په افغانستان کې د راتلونکو ټولټاکنو په اړه هراړخیزې خبری وکړې،او په دی یې ټینګار کاوه چې ټاکنې باید په کره او روښانه توګه تر سره شي،او تر ډیره حده باید هڅه وشي چې د هر ډول درغلیو مخه ونیول شي.


10.07.2009 00:03    |   د اشرف غني د کمپاين مطبوعاتي اعلاميه کرزی د مناظرې نه په ویره کې - اشرف غني

کرزی د مناظرې نه په ویره کې -  اشرف غني “د دریو مناظرو په لړۍ کې، چې موږ پرې له مخه موافقه کړې وه، د ښاغلي کرزي لخوا د نه ګډون پریکړه د افغانستان د ځوانې ډیموکراسۍ د پروسې د ټکنۍ کېدنې لپاره د هغه یوه هڅه ده. له مناظرې د ښاغلی کرزي له دغې تیښتې دوه منطقي استنباطونه کیدای شي:


09.07.2009 14:51    |   د ولسشمرۍ نوماند - ميرويس ياسيني د اريانا تلويزيون سره زما د دويمې مناظرې مهم ټکي - ميرويس ياسيني

د اريانا تلويزيون سره زما د دويمې مناظرې مهم ټکي - ميرويس ياسيني د اريانا په تلويزيون کې زما لومړۍ مناظره ستاسو خوښه شوې وه چې په نتيجه کې تاسو زما په ملاتړ د ګرځنده تيلي فون له لارې پيغامونه ورولېږل او زه مو د دې جوګه کړم چې یو ځل بيا بېګا شپه د اريانا د تلويزيون ميلمه شم او د ځينو موضوعاتو په اړه خپل اند څرګند کړم. زه له تاسو مننه کوم چې زما ملاتړ مو وکړ او په لومړۍ مناظره کې مو بريالی وبللم. که تاسو دا مناظره نه وي ليدلي نو دلته یې ستاسو درانه حضور ته مهم ټکي د لږ ډېر تفصيل سره وړاندې کوم:


09.07.2009 11:39    |   سمسور د انتخاباتي کمپاین په اړه له الجزیرې تلویزیون سره د اشرف غني ځانګړې مرکه

زه ددې هیواد په یو کلي کې لوی شوی یم. زه خپل هیواد، خلک، او د هغوی ارزښتونه ښه پيژنم. هغه څه چې کرزي زما له هیواد سره وکړل،


08.07.2009 15:39    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د کارتي نو او بګرامي خلکو، سپينږيرو او ځوانانو له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ

د کارتي نو او بګرامي  خلکو، سپينږيرو او ځوانانو له  ميرويس ياسيني څخه  ملاتړ اعلان کړ ګډونوال چې د سلګونو کسانوپه شاوخوا راټول شوي وو، په يوه غږ يي له ميرويس ياسيني څخه ملا تړ اعلان کړ او ډاډ يي ورکړ.چې دوى په دې برخه کي هر ډول مرستى ته چمتو دي .مشرانو، د غونډى په ترځ کي خپلې غوښتنې ښاغلي ميرويس ياسيني ته وړاندې کړې چې د برياليتوب په ترڅ کي به ددوى روا غوښتنې پوره کوي


08.07.2009 11:58    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د ولسمشرۍ خپلواک کانديد ميرويس ياسيني د ناټو غړو هيوداونو د استازو سره وليدل

د ولسمشرۍ خپلواک کانديد ميرويس ياسيني د ناټو غړو هيوداونو د استازو سره وليدل د ميرويس ياسيني وياند ايمل یوسفزي رسنيو ته وويل چې ياسيني د سفيرانو سره په کتنه کې په دې تاکيد وکړ چې ټاکنې باید په افغانستان کې دوامداره سوله او ثبات رامنځ ته کړي، او د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پرمختګ په موخه ډیموکراسۍ، سالمې حکومتدارۍ او د قانون واکمنۍ ته وده ورکړي.


08.07.2009 07:15    |   ډاکټر یار د افغان ملت ګوند یوه هئیات د ډاکټر اشرف غني سره وکتل

د افغان ملت ګوند یوه هئیات د ډاکټر اشرف غني سره وکتل په دې کتنه کې د هېواد، سیمې او نړۍ پر حالاتو خبرې اترې وشوې. د خبرو په ترڅ کې ښاغلي واکمن ډاکټر اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې د افغان ملت ګوند غړي په سلو کې تر ۹۰ زیات د هغه د کاندیدېدا ننګه کوي او په ټول هېواد کې هر چېرته چې یې د نفوذ ساحه ده، د ښاغلي غني له پاره په کار بوخت دي. ښاغلي غني له ښاغلي واکمن او ورسره هئیات نه مننه وکړه.


07.07.2009 14:12    |   د سيدجلال ويبپاڼه د ولسمشرۍ کانديد سيدجلال لنډه پيژندنه

سيدجلال کريم چه په سيدجلال نابغه مشهور دي په (١٣٤٨) کال کي په کابل کي په يوه متد ينه او متوسطه کورنۍ کي وزيږيد پلار يي ښوونکي وه او د ښووني مقدسه دنده يي د کابل د عالي ليسو څخه په يوه ليسه کي ترسره کوله. سيدجلال په شپږ کلنۍ( ٦) کي د استقلال په عالي ليسه کي شامل شو او دوه کاله وروسته يعني په( ٨) کلنۍ کي يي د بي ساري استعداد او زکاوت په سبب د ذکر شوي ليسي څخه د دولسم صنف د فراعت سند ترلاسه کړ.


07.07.2009 06:57    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د ولسمشرۍ د کانديد میرویس یاسيني لنډه پیژندنه

د ولسمشرۍ د کانديد میرویس یاسيني لنډه پیژندنه ښاغلی یاسیني په پښتو، دري، عربي، انګليسي او اردو ژبو رواني خبرې کوي. ياسيني د ملت په کور کې د ملګرو تر منځ یو ځانګړی دریځ غوره کړی چې د ولسي جرګې د څلورم تقنیني کال په پېل کې د ۱۳۴ موافقو رایو په ګټلو د دوهم ځل لپارړ د دې جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو. ښاغلی یاسیني په ملي یووالي، ټولنیز عدالت او د قانون پر واکمنۍ ټینګه عقیده لري.


06.07.2009 14:15    |   روح لله وفا - د حامد کرزي کمپاين په کابل ولایت کې کابل دوبۍ هوټل د کرزي په ملاتړ غونډه وشوه

په کابل ولایت کې کابل دوبۍ هوټل  د کرزي په ملاتړ غونډه وشوه نن دوشنبه د چنګاښ پنځلسمه د کابل ولایت، کابل دوبۍ هوټل کې یوه لویه غونډه وشوه غونډې ته په زرګونو کسان راغلي ول، د غونډې په پیل کې د قرآن سپېڅلي کتاب څو مبارک آیتونه تلاوت شول وروسته ښاغلی اکبري د حزب وحدت ملي رییس خپله وینا واوروله او له ښاغلي کرزي نه یې غوښتنې درلودې ګډونوالو ته بیان کړې


06.07.2009 14:13    |   روح الله وفا - د حامد کرزي کمپاين په کابل کې د ښځو ټولنې لخوا د کرزي په ملاتړ غونډه وشوه

په کابل کې د ښځو ټولنې لخوا د کرزي په ملاتړ غونډه وشوه د غونډې په پیل کې آغلې خوراحمدي د قرآن سپېڅلي کتاب څو مبارک آیتونه تلاوت کړل وروسته اغلې حوا علم نورستانۍ راغلو مېرمنو ته ښه راغلاست وویل نوموړې د ښاغلي کرزي د دورې هغو پرمختګونو ته اشاره وکړه چې د د نوموړي په دوره کې ترسره شوي دي.نوموړې په هغو پرمختګونو باندې هم رڼا واچوله لکه تعلیم او تربيه، صحت، د ښځو حقوق همدارنګه ځینې نور داسې پرمختګونه چې د ښځو لپاره شوي دي


06.07.2009 07:35    |   سالم ځیني شخصي بانکونه كرزي ته كمپاين كوي؟

په كابل كې يوه چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې عزيزي بانك او غضنفر بانك د خپلو شتمنيو زياته برخه د ښاغلي حامد كرزي په واك كې وركړې ده، چې ښاغلى كرزى يې په مرسته په درز سره د ځان په ګټه كمپاين كوي.


05.07.2009 19:42    |   روح الله وفا د حامد کرزي په ملاتړ په کابل کې غونډه وشوه

نن د چنګاښ دوولسمه د( خلكو د ملاتړ دفتر) تر خېمې لاندې يوه لويه غونډه وشوه. غونډه د ملي سعادت ټولنې په مشرۍ جوړه چې په غونډه کې د كابل پوهنتون محصلينو، حبيبيه لېسې زده كوونكو، رحمان بابا لېسې زده كوونكو او همدارنګه د كابل د مختلفو ښوونځيو زده كوونكو ګډون كړى. دا غونډه چې د شنبه ورځ د غرمې دوه بجې د كرزي د انتخاباتي كمپاين په دفتر كې جوړه شوې وه د ګډون والو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رسېده.