د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې

09.07.2009 12:39    |   سمسور د انتخاباتي کمپاین په اړه له الجزیرې تلویزیون سره د اشرف غني ځانګړې مرکه

زه ددې هیواد په یو کلي کې لوی شوی یم. زه خپل هیواد، خلک، او د هغوی ارزښتونه ښه پيژنم. هغه څه چې کرزي زما له هیواد سره وکړل،

08.07.2009 16:39    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د کارتي نو او بګرامي خلکو، سپينږيرو او ځوانانو له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ

ګډونوال چې د سلګونو کسانوپه شاوخوا راټول شوي وو، په يوه غږ يي له ميرويس ياسيني څخه ملا تړ اعلان کړ او ډاډ يي ورکړ.چې دوى په دې برخه کي هر ډول مرستى ته چمتو دي .مشرانو، د غونډى په ترځ کي خپلې غوښتنې ښاغلي ميرويس ياسيني ته وړاندې کړې چې د برياليتوب په ترڅ کي به ددوى روا غوښتنې پوره کوي

08.07.2009 12:58    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د ولسمشرۍ خپلواک کانديد ميرويس ياسيني د ناټو غړو هيوداونو د استازو سره وليدل

د ميرويس ياسيني وياند ايمل یوسفزي رسنيو ته وويل چې ياسيني د سفيرانو سره په کتنه کې په دې تاکيد وکړ چې ټاکنې باید په افغانستان کې دوامداره سوله او ثبات رامنځ ته کړي، او د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پرمختګ په موخه ډیموکراسۍ، سالمې حکومتدارۍ او د قانون واکمنۍ ته وده ورکړي.

08.07.2009 08:15    |   ډاکټر یار د افغان ملت ګوند یوه هئیات د ډاکټر اشرف غني سره وکتل

په دې کتنه کې د هېواد، سیمې او نړۍ پر حالاتو خبرې اترې وشوې. د خبرو په ترڅ کې ښاغلي واکمن ډاکټر اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې د افغان ملت ګوند غړي په سلو کې تر ۹۰ زیات د هغه د کاندیدېدا ننګه کوي او په ټول هېواد کې هر چېرته چې یې د نفوذ ساحه ده، د ښاغلي غني له پاره په کار بوخت دي. ښاغلي غني له ښاغلي واکمن او ورسره هئیات نه مننه وکړه.

07.07.2009 15:12    |   د سيدجلال ويبپاڼه د ولسمشرۍ کانديد سيدجلال لنډه پيژندنه

سيدجلال کريم چه په سيدجلال نابغه مشهور دي په (١٣٤٨) کال کي په کابل کي په يوه متد ينه او متوسطه کورنۍ کي وزيږيد پلار يي ښوونکي وه او د ښووني مقدسه دنده يي د کابل د عالي ليسو څخه په يوه ليسه کي ترسره کوله. سيدجلال په شپږ کلنۍ( ٦) کي د استقلال په عالي ليسه کي شامل شو او دوه کاله وروسته يعني په( ٨) کلنۍ کي يي د بي ساري استعداد او زکاوت په سبب د ذکر شوي ليسي څخه د دولسم صنف د فراعت سند ترلاسه کړ.

07.07.2009 07:57    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د ولسمشرۍ د کانديد میرویس یاسيني لنډه پیژندنه

ښاغلی یاسیني په پښتو، دري، عربي، انګليسي او اردو ژبو رواني خبرې کوي. ياسيني د ملت په کور کې د ملګرو تر منځ یو ځانګړی دریځ غوره کړی چې د ولسي جرګې د څلورم تقنیني کال په پېل کې د ۱۳۴ موافقو رایو په ګټلو د دوهم ځل لپارړ د دې جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو. ښاغلی یاسیني په ملي یووالي، ټولنیز عدالت او د قانون پر واکمنۍ ټینګه عقیده لري.

06.07.2009 15:15    |   روح لله وفا - د حامد کرزي کمپاين په کابل ولایت کې کابل دوبۍ هوټل د کرزي په ملاتړ غونډه وشوه

نن دوشنبه د چنګاښ پنځلسمه د کابل ولایت، کابل دوبۍ هوټل کې یوه لویه غونډه وشوه غونډې ته په زرګونو کسان راغلي ول، د غونډې په پیل کې د قرآن سپېڅلي کتاب څو مبارک آیتونه تلاوت شول وروسته ښاغلی اکبري د حزب وحدت ملي رییس خپله وینا واوروله او له ښاغلي کرزي نه یې غوښتنې درلودې ګډونوالو ته بیان کړې

06.07.2009 15:13    |   روح الله وفا - د حامد کرزي کمپاين په کابل کې د ښځو ټولنې لخوا د کرزي په ملاتړ غونډه وشوه

د غونډې په پیل کې آغلې خوراحمدي د قرآن سپېڅلي کتاب څو مبارک آیتونه تلاوت کړل وروسته اغلې حوا علم نورستانۍ راغلو مېرمنو ته ښه راغلاست وویل نوموړې د ښاغلي کرزي د دورې هغو پرمختګونو ته اشاره وکړه چې د د نوموړي په دوره کې ترسره شوي دي.نوموړې په هغو پرمختګونو باندې هم رڼا واچوله لکه تعلیم او تربيه، صحت، د ښځو حقوق همدارنګه ځینې نور داسې پرمختګونه چې د ښځو لپاره شوي دي

06.07.2009 08:35    |   سالم ځیني شخصي بانکونه كرزي ته كمپاين كوي؟

په كابل كې يوه چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې عزيزي بانك او غضنفر بانك د خپلو شتمنيو زياته برخه د ښاغلي حامد كرزي په واك كې وركړې ده، چې ښاغلى كرزى يې په مرسته په درز سره د ځان په ګټه كمپاين كوي.

05.07.2009 20:42    |   روح الله وفا د حامد کرزي په ملاتړ په کابل کې غونډه وشوه

نن د چنګاښ دوولسمه د( خلكو د ملاتړ دفتر) تر خېمې لاندې يوه لويه غونډه وشوه. غونډه د ملي سعادت ټولنې په مشرۍ جوړه چې په غونډه کې د كابل پوهنتون محصلينو، حبيبيه لېسې زده كوونكو، رحمان بابا لېسې زده كوونكو او همدارنګه د كابل د مختلفو ښوونځيو زده كوونكو ګډون كړى. دا غونډه چې د شنبه ورځ د غرمې دوه بجې د كرزي د انتخاباتي كمپاين په دفتر كې جوړه شوې وه د ګډون والو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رسېده.

05.07.2009 20:41    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين دولسمشرۍ لپاره خپلواک کانديد میرویس یاسیني د برتانیا له سفير سره وليدل

په دغه کتنه کې دانګلستان سفیر په افغانستان کې د راتلونکیو ټولټاکنو په اړه دمیرویس یاسینی سره هر اړخیزې خبرې وکړې او په ټاکنو کې د شفافیت او کره والي په ترسره کیدو یې ټینګار وکړ. میرویس یاسینی په دی کتنه کې دانګلستان سفیر ته خپله پنځه کلنه تګلاره بیان کړه.

04.07.2009 23:36    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په مزار شریف کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه

د بلخ ولايت د مزار شریف په ښار کې زرګونو خلکو د ولسمشرۍ د کانديد ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ. د مزار شریف خلکو د ملاتړ غونډه د ارزو په هوټل کې وکړه. غونډې ته سيد محمد رضي حسيني وينا وکړه او نور خلک یې هم د ميرويس ياسيني ملاتړ ته راوبلل. نوموړي وويل چې ميرويس ياسيني مسلمان او د ولس په غم خبر سړی دی.

04.07.2009 21:23    |   روح الله وفا د ميدان وردګ غونډه

د چنګاښ یوولسمه د وردګو او ميدان ولایت په مرکز میدان کې یوه لويه غونډه وشوه غونډه چې د الحاج اختر محمد طاهري په مشرۍ او نوښت جوړه شوې وه د سهار په لسو بجو پیل شوه چې پکې دولس زره کسانو ګډون کړی ؤ.

04.07.2009 19:51    |   دسيد وحيد کونړي رپوټ : دا خاماخا ولولئ

دتيرو ولسمشريزو،پارلماني او ولايتي شوراګانو دنوماندو د انتخاباتي کمپاين دتبليغاتي پاڼو او لويو لويو بينرونو او پوسټرو پشان دا ځل هم د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د نوماندو تبليغاتي پاڼې، بينرونه، پوسټرونه او نور تبليغاتي توکي په پيښور او لاهور کې چاپيږي چې ورسره د پېښور کيسه خوانۍ بازار ته څيرمه د محله جنګي کوڅه

03.07.2009 17:07    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د اريانا تلويزيون په مناظره کې زما د خبرو مهم ټکي – ميرويس ياسيني

ما بېګاه د اريانا تلويزيون په ټاکنيزه مناظره کې برخه واخيستله او کوښښ مې وکړ چې تاسو ته خپل پيغام درورسوم. کېدای شي ځينو هېوادوالو دا مناظره نه وي ليدلي. دلته یې تاسو ته مهم ټکي روښانه کوم.

30.06.2009 12:05    |   د اشرف غني کمپاين د کرزي په کور (کندهار) کې نور کمپایني جرمونه او سیاسي تشنج

د کرزي کور، کندهار، یو ځل بيا د کمپایني جرمونو او سیاسي تاوتریخوالي په مرکز بدل شو. په تیرو ورځو کې د اشرف غني په ملاتړ بلبورډونه او لوحې په تیزابو او رنګ ککړې شوې وي، خو اوس د کندهار ښاروال امر کړی، چې د اشرف غني بلبورډونه باید ليرې شي، ځکه دده په وینا غیر مصوونه دي. د اشرف غني کمپاین اوس د کندهار ښاروال خلاف خپل رسمي شکایت او احتجاج درجوي.

30.06.2009 11:39    |   د اشرف غني کمپاين اشرف غني احمدزی له هیچا سره معامله نه کوي

د اشرف غني احمدزي د کمپاین دفتر دغه راز ټول افواهات ردوي او افغان ولس ته ډاډ ورکوي، چې اشرف غني به تر وروستۍ شیبې ددوی ترڅنګ ولاړ وي او د يو ولسي او عادل نظام، چې پر متحرک اقتصاد، اغیزمنې دولتدارۍ، قانونیت او ثبات ولاړ وي، د جوړیدو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي

29.06.2009 10:24    |   تورن نیک محمد د کندهارولایت ددری اولسوالیو دډنډ، تخته پل او دامان قومی مشرانو د احمدولی خان کرزي سره وليدل

د روان کال د چنګاښ پر(۴) نیټه باندی د کندهارولایت ددری اولسوالیو دډنډ، تخته پل او دامان قومی مشرانو د خلکو استازو او نمایدګانو دکندهاردانتخاباتی کمپاین ددفترسالون ته تشریف راوړی و.او په غونډه کښی دسهیل لویدیځی حوزی دانتخاباتی کمپاین مسول ښاغلی احمدولی خان کرزی اود کندهار دانتخاباتی کمپاین ددفترریس ښاغلی الحاج سید فضل الدین اغا حاضروه.

28.06.2009 19:13    |   دشهبال . م راپور دښاغلى ډاكتراشرف غنى ( احمد زى ) په ملاتړ پرتمينه غونډه وشوه

دآلمان دفرانكفورت دښار او وهغه ته دڅيرمه سيمو اوسيدونكو افغانانو د جون دمياشتى په ۲۷ نيټه دشنبى دورځى په ماښام دفرانكفورت په ښار كى يوه لويه غونډه وكړه . دا غونډه د ماښام په ۶ بجو دقرآن عظيم الشان دځومباركو اياتونو په تلاوت سره شروع شوه. او وروسته ډيرو هيواد والو د ښاغلى ډاكتراشرف غنى ( احمد زى ) او دهغه د لوړ

27.06.2009 10:18    |   د اشرف غني احمدزي کمپاين آيا کــرزي بـازهم رئيس جمهــور ما مي شود؟

محترم حامد کرزی نه تنها حمایت خارجی را بلکه در داخل نیز ازین که هم پیمانان وی دیگر از محبوبیت قبلی میان طرفداران خود برخوردار نیستند حمایت داخلی را نیز از دست داده است.و با نداشتن حمایت خارجی و بخصوص حمایت داخلی که رأی مردم شریف افغانستان است دیگر امید پیروزی کرزی صاحب بی اندازه ضعیف و شاید هم نا ممکن گردیده است

27.06.2009 09:48    |   د اشرف غني احمدزي کمپاين ترس در ارگ

اگر آقای کرزی عوض معامله های عقب دروازه های بسته و بستن چشم هایش در مورد فساد اداری و بی قانونی های موجود در کشور، متوجه حکومتداری باشد هرگز از انتخابات و نتایج آن هراس نخواهد داشت. تقاضای ما از آقای کرزی آنست تا به حیثیت مقام ریاست جمهوری افغانستان از این زیادتر لطمه وارد ننماید.

27.06.2009 09:29    |   د حامد کرزي کمپاين: تورن نیک محمد خان جرات په لوی کندهار کې د حامد کرزي د انتخاباتی کمپاین اجراتو راپور

د سهیل لویدیځی حوزی د انتخاباتی کمپاین مسؤل ښاغلی احمدولی خان (کرزی) د کندهار ولایت د پنجوایی ، ژړی او میوند اولسوالیودقومی مشرانو، دینی علمانو،مخورو سپین ږو اودخلکوداستازوسره وکتل !

24.06.2009 10:25    |   د جمهور ریس ویبپاڼه د ولسمشرۍ د کانديد حامد كرزي ژوندليک

حامد كرزي د۲۰۰۱ميلادي كال ددسامبر په ۵ نيټه دالمان دبن دغونډي دګډون كوونكو له لوري دلنډمهالي اداري دريس په توګه وټاكل شو اودهماغه كال ددسامبر په ۲۲نيټه يي دكابيني له غړو سره يو ځاي دوفاداري لوړه ترسره كړه . ښاغلي حامد كرزي د۲۰۰۲ميلادي كال دجون په ۱۳نيټه دبيړني لويي جرګي دغړو له خوا دافغانستان داسلامي انتقالي دولت درئيس په توګه وټاكل شو .

24.06.2009 10:16    |   د رمضان بشردوست کمپاين ويبپاڼه د رمضان بشردوست لنډه پېژندنه

په ۲۰۰۴ يا ۱۳۸۳ كال د مارچ په ۸ مه چې د ښځې له نړيوالې ورځې سره سمون خوري د ښاغلي كرزي په حكومت كې د پلان د وزير په توګه وټاكل شو. او د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر د مياشتې په ۲۴ مه نېټه يې د۲۳۶۵ انجوګانوله جملې څخه د ۱۹۳۵ انجوګانو د منحل كېدو هوډ د افغانستان خلكو ته اعلان وكړ چې داهوډ د ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او دستګاوو له شديد مخالفت او غبرګون سره مخ شو. د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه چې د كرېسمېس له ورځې سره برابره ده خپله استعفاء د پلان له وزارت څخه اعلان كړه، او له ۱۳۸۳ كال څخه يې د البېروني پوهنتون د حقوقو او شرعياتو په پوهنځي كې د سياسي او حقوقي علومو تدريس پيل كړ

24.06.2009 09:16    |   سید شاه سقیم اشرف غني د مناظرې چلنج ورکړ، کرزي ومانه

کابل، افغانستان (۳ سرطان، ۱۳۸۸)- د ولسمشرۍ لپاره کانديد اشرف غني احمدزي په تیرو اونیو کې په بیلابیلو مناسبتونو کې ښاغلي حامد کرزي ته د مناظرې چلنج ورکړ. د ښاغلي کرزي د کمپاین دفتر نن څرګنده کړه، چې ده د اشرف غني دغه چلنج ومنلو.