د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې

18.07.2009 16:24    |   سلام احمدزى له ټاكنو وروسته ددوه نويو سياسي جريانونو رامنځ ته كېدل

ډاكټر عبدالله او ډاكټر اشرف غني احمدزى د نورو۴۱ كانديدانو په منځ كې دوه داسې كسان ګڼل كېږي چې د افغانستان له پاره تر نورو ځانګړې خو په خپلو كې متضادي طرحې او پروګرامونه لري. كه څه هم ددې دواړو انتخاباتي پروګرامونه اود هيواد له پاره ددوى راتلونكي ستراتژي ګاني لا په عامه توګه لا دخلكو لاسونو ته نه دي رسيدلي خو ددوى له ويناوو او ټاكنيزو پوسترونو څخه پرې پوهيداى شو.

17.07.2009 22:53    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين - مطبوعاتي اعلاميه د کابل پوهنتون او طبي پوهنتون محصلينو د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه او لاريون وکړ

ميرويس ياسيني په غونډه کې سربېره پر دې چې خپله امنيتي تګلاره حاضرينو ته روښانه کړه، خپله اقتصادي او پوهنيزه تګلاره باندې هم خبرې وکړې. نوموړي وویل چې پوهنه عامول او د زده کړیالانو د مشکلاتو په اساسي ډول حل کول د نوموړي د کاري ډلې په لومړيتوبونو کې ځای لري.

17.07.2009 22:51    |   ډاکټرعبدالجبارجبارخیل د ډاکټر اشرف غني د کمپاین لپاره د داوطلبانو ډله جوړه شوه.

په خوست ولايت كې ځینو سیاسي او ټولنیزو شخصيتونو ،د کلتوري او ادبي ټولنو غړو ، قومي مشرانو ،د پوهنتون استادانو ، محصلانو او د ولایتي شورا ځینې کاندیدانو د ډاکټر اشرف غني احمدزي لپاره د اتنخاباتي کمپاین په نیت یوه د داوطلبانو هسته يا ډله جوړه کړه .

16.07.2009 23:30    |   دسولې او تفاهم اسلامي جبهې په هېواد کې دراتلونکيو ټولټاکنو سره پرېکون اعلان کړ

دټولټاكنو دغير قانوني ځنډونې غوغاوې او دهغو دپايلو دنه روښانتيا سره سره، دولسمشريزو ټولټاكنو كانديدانو، علماوو، حقوق پوهانو، ليكوالانو، چارواكيو، متنفذينو، نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هېڅ يوه تراوسه پورې دا جرئت نه دى كړى، چې ددې هېواد وګړيو ته ژمنه وركړي، چې دغه ټولټاكنې به دهېواد اوسني بحران ته دپاى ټكې كېږدي. دجګړې پاى، دامنيت تامين، دبهرنيو ځواكونو شتون، فقر او بدبختي، اداري فساد، داقتصادي مافياوو له خوا دعمومي سرمايو چور او... ستونزو حل به دخپلو عملي برنامو له لارې ترسره كړي!

16.07.2009 23:26    |   راځۍ چې کاندیدان سره وتلو

ددې لیکنې موخه داده چی دځان، هیوادوالو او راتلونکي نسل په اړه خپل ایماني او وجداني مسولیت اورسالت په ښه توګه ادا کړو او دجمهوري ریاست دکاندیدانو له ډلې څخه داسې چاته رایه ورکړو چې له یوې خوا مونږخپله پخپلو رایو وویاړو، هیوادوال مو له دې ستونزو او مصیبتونو څخه خلاص شي او راتلونکي نسلونه راته دوعاګانې وکړي او له بلې خوا مو دپاک خدای رضا هم په برخه شي. همدې ټکیو ته په پام سره به لومړي داسې شاخصونه او معیارونه معرفي کړو چې له مخې یې مونږ په ډاډ سره یوه مشخص کاندید ته رایه ورکړو :

16.07.2009 23:14    |   د جمعې په ورځ سهار د کابل په طبي پوهنتون کې د ياسيني په ملاتړ غونډه کېږي

ټولو هېوادوالو او رسنيو ت خبر ورکوو چې د جمعي په ورځ (د چنګاښ په ۲۶ نېټه) د سهار په ۱۱ بجو د کابل د طبي پوهنتون په کستريا کې د ولسې جرګې د غړې نجيبه شريف په مشرۍ دمحصلينو له خوا ولسمشرۍ ته د نوماند ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه جوړيږي. له رسنيو هيله مند یو چې غونډې ته د رسنيز پوښښ دپاره تشریف راوړي.

16.07.2009 23:09    |   در ولایات شرقی کشور همایش های مردمی به حمایت از داکتر اشرف غنی احمد زی دوام دارد

امروز گرد همایی های بزرگ از سوی داکتر مجیب الرحمن یکتن از کاندیدای شورای ولایتی به حمایت از داکتر اشرف غنی احمد زی درشهر جلال آباد ولایات ننگرهار برگزار گردید. در این همایش مردمی که به حمایت از داکتر اشرف غنی تشکیل شده بود فرماندهان جهادی ، علمای دینی و بزرگان قومی نیز شرکت کرده بودند.

16.07.2009 23:05    |   روح الله وفا - د حامد کرزي ټاکنيز کمپاين د کابل ولایت علماوو غونډه وکړه او له کرزي يې ملاتړ وکړ

نن د چنګاښ پینځویشتمه د کابل ښار ټولو ملا امامانواو علماوو له کرزي څخه د ولسي ملاتړ دفتر په خېمه کې غونډه وکړه چې د راغلو ملا امامانو او علماوو شمېر ۱۵۰۰ کسانو ته رسېده. غونډه د قران سپیڅلي کتاب په مبارکو آیتونو سره پیل شوه ورپسې د غونډې د مشر استازي لخوا د غونډې موخه څرګنده شوه او نوموړي دې ته اشاره وکړه چې مونږ او تاسو ددې لپاره راټول شوي یو چې د ښاغلي کرزي ملاتړ په ډاکه اعلان کړو.

16.07.2009 12:08    |   زرغون - پکتيا ډاكټر غني د افغانانو د نېكمرغۍ ستورى

چې د نورو نېك خواهي لرې په زړه كې مبارك شه بادشاهي لرې په زړه كې

16.07.2009 10:07    |   د اشرف غني احمدزي ټاکنيز کمپاين آيا کرزی به یقینا بیا انتخاب شي؟

بر سیره پردې چې نړیواله ټولنه په ټولټاکنو پر شفافیت تاکید کوي. او حتی د نړیوالي ټولني لوړ رتبه مامورین د خپلو هېوادونو نه ملاتړ د مشخص نوماند څخه اعلام کړی.ولي بیا هم نړیوالې رسنۍ د ځینو غیر د اعتبار وړ دلایلو او وجو له امله په دې ټنګار کوي چې کرزی به په ټولټا کنو کې بریالی وي.

16.07.2009 00:19    |   د ميرويس ياسيني کمپاين د ميرويس ياسيني د کمپاين ويبپاڼه په نوي پته په ليکه شوه

د ولسمشرۍ د ټاکنو د خپلواک کانديد ميرويس ياسيني کمپاين ټولو رسنيو او هيوادوالو ته خبر ورکوي چې د نوموړي د کمپاين ويبپاڼه په نوې پته www.mirwaisyasini.af په ليکه شوه. پخوا ويبپاڼه يواځې په www.mirwaisyasini.com په ليکه وه.

16.07.2009 00:15    |   سرلوڅ مرادزئ د ملي ګټو پلوي ځواکونه باید پر اشرف غني راټول شي

د روان کال په ټولټاکنو کې چې د زمري په ۲۹ مه به ترسره کیږي د افغاني ټولنې د راتلونکې په اړه ، په هېواد کې د بېلا بېلو سیاسي ډلو ، تنظیمونو او خپلواک شخصیتونو ؛ اندیښنې ، دریځونه ، او تګلارې سره پرتله کیږي او هغه ورځ تربلې روښانیږي .

14.07.2009 16:10    |   د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين مطبوعاتي اعلامیه د احمدشاه بابا مېنې خلکو له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ

د ميرويس ياسيني د کمپاين لخوا شيما خروټي او زيرک احمدي په خپل وار خبرې وکړې ،دوى د کرزي اداره يوه ناکامه او له فساده ډکه اداره وبلله او زياته يي کړه چې په تيرو اوو کلونو کې د نړيوالي ټولني د شتون سره سره او د ملياردونو ډالرو په مصرفولو سره په هيواد کې هيڅ يو اساسي کار ندى شوى.

14.07.2009 14:40    |   په ننګرهار او خوست کې د اشرف غني ملاتړ غونډه جوړه شوي

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ د غونډو په لړکې پرون مازدیګر د ننګرهار ولایت په غلچکو ولسوالی کې د ولایتي شورا نوماند مصطفی خان جبارخېل له خوا د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ یوه غونډه جوړه شوه چې شا وخوا ۵۰۰ تنو ځایې اوسېدونکواو د ملي اجماع نماینګانو په کې ګډون کړی وو.

14.07.2009 08:40    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په ننګرهار کې دولتي چارواکي دولتي وسايل د حامد کرزي په ګټه کاروي

د کمپاين وياند مسولينو وویل چې په غونډو کې د ننګرهار دولتي کارمندان هم حامد کرزي ته کمپاين کوي. د ارګ یو شمېر کارمندان له کابله د ننګرهار ولايت ته سفر کوي او حامد کرزي ته کمپاين کوي. دوی د ننګرهار تلويزيون ته بلل کېږي او کوښښ کوي د ولس هغه اندېښنې چې د ځينو ډلو ټپلو سره د حامد کرزي د واک د ويش او ولسواليو په ولايت اړولو په اړه کړي دي له منځه يوسي.

13.07.2009 22:40    |   د اشرف غني احمدزي ټاکنيز کمپاين دولت له پولیسو څخه د امنیت د ټینګولو پر ځای د انتخاباتو کمپاین لپاره کار اخلي.

۱۳۸۸/۴/۲۲ (کابل، افغانستان): د طلوع تلویزیون په ۱۳۸۸/۴/۲۰ نېټه د یو تن نوماند لپاره د پولیسو د کار او فعالیت په اړه یو راپور خپور کړ.دا په داسي حال کې دی چې د هېواد امنیتي حالت ورځ په ورځ مخ په خرابیدو دی.

13.07.2009 14:32    |   د اشرف غني ټاکنيز کمپاين کلیوالو په ننګر هار کې هم د ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړاعلان کړ

(۱۳۸۸/۰۴/۲۲،کابل، افغانستان):د ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ د ښارونو څخه کلیو اوبانډو ته ورسید.نن د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالی په سرجل کلي کې شاوخوا ۶۰۰ تنو د ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړ.

13.07.2009 14:16    |   د اشرف غني ټاکنيز کمپاين کار یانې امنیت -د اشرف غني مطبوعاتي اعلاميه

اشرف غني احمدزي یو ځل بیا پر کرزي غږ وکړ چې د پنځو راتلونکو کلونولپاره خپل اقتصادي پلان خلکو ته تشریح کړي.

13.07.2009 09:08    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په هرات کې د ولسمشرۍ د خپلواک کانديد ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه

په غونډه کې ځوانانو، ښځو او قومي مشرانو برخه اخيستي وه. غونډې ته د قومي مشرانو او دځوانانو د استازو برسېره په هرات کې د ميرويس ياسيني د کمپاين مشر صفي الله مجددي هم خبرې وکړې.

12.07.2009 13:51    |   د شمال خلکو د ډاکټر اشرف غني احمدزی څحه خپل ملاتړ اعلان کړ

ډاکټر اشرف غني احمدزي پرون د هیواد شمالی ولایاتو ته خپل سفر پیل کړ. هغه په پروان، بغلان، سمنګان او بلخ ولایتونو او په چاریکار، پلخمري او خنجان ولسوالیوکې له خلکو سره ولیدل اوپه مختلفو غونډو کې یې ګډون وکړ. په زرګونو افغانانو د هیواد په شمال کې په شور او خوشحالیو سره د ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. او هغه یې د خپلو رنځونو ملهم ونوماوه.

12.07.2009 12:57    |   د اشرف غني ټاکنيز کمپاين د بشر د حقوقو ناقضین د محاکمه کیدنې پر ځای د افغانستان سیاست رهبري کوي

آغلي سیما ثمر د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسيون مشرې پرون د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) سره په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې جمهوري ریاست ته د کادندیدانو او د هغوی د معاونینو په لست کې د بشر د حقوقود ناقضینو د شتون په اړه وېره وښودله.

12.07.2009 11:46    |   څارونکی محمد امين واکمن مطبوعاتي کنفرانس ته وينا وکړه

تيره ورځ (شنبه) د افغان ملت گوند افتخاري رييس مطبوعاتي کنفرانس کې د بيلابيلو رسنيو په وړاندې يو پريکړه ليک ولوست. په دې پريکړه ليک کې راغلي وو چې د افغان ملت ګوند جې مشري يې انور الحق احدي کوي، د حامد کرزي حمايت اعلان کړی، چې پريکړه يې د ملت او ګوند سره جفا ګڼلې ده او په لکونو افغان ملتيانو ته د منلو وړ نه ده.

10.07.2009 18:44    |   دمیرویس یاسینی مطبوعاتي دفتر میرویس یاسیني د اروپايي ټولنې دسفیر ایتوري فرانسسکو سره وکتل

داروپايي ټولنې سفیر په افغانستان کې د راتلونکو ټولټاکنو په اړه هراړخیزې خبری وکړې،او په دی یې ټینګار کاوه چې ټاکنې باید په کره او روښانه توګه تر سره شي،او تر ډیره حده باید هڅه وشي چې د هر ډول درغلیو مخه ونیول شي.

10.07.2009 01:03    |   د اشرف غني د کمپاين مطبوعاتي اعلاميه کرزی د مناظرې نه په ویره کې - اشرف غني

“د دریو مناظرو په لړۍ کې، چې موږ پرې له مخه موافقه کړې وه، د ښاغلي کرزي لخوا د نه ګډون پریکړه د افغانستان د ځوانې ډیموکراسۍ د پروسې د ټکنۍ کېدنې لپاره د هغه یوه هڅه ده. له مناظرې د ښاغلی کرزي له دغې تیښتې دوه منطقي استنباطونه کیدای شي:

09.07.2009 15:51    |   د ولسشمرۍ نوماند - ميرويس ياسيني د اريانا تلويزيون سره زما د دويمې مناظرې مهم ټکي - ميرويس ياسيني

د اريانا په تلويزيون کې زما لومړۍ مناظره ستاسو خوښه شوې وه چې په نتيجه کې تاسو زما په ملاتړ د ګرځنده تيلي فون له لارې پيغامونه ورولېږل او زه مو د دې جوګه کړم چې یو ځل بيا بېګا شپه د اريانا د تلويزيون ميلمه شم او د ځينو موضوعاتو په اړه خپل اند څرګند کړم. زه له تاسو مننه کوم چې زما ملاتړ مو وکړ او په لومړۍ مناظره کې مو بريالی وبللم. که تاسو دا مناظره نه وي ليدلي نو دلته یې ستاسو درانه حضور ته مهم ټکي د لږ ډېر تفصيل سره وړاندې کوم: