د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې

26.07.2009 22:47    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د جرمني سفير د میرویس ياسيني سره وليدل

دولسي جرګي لومړي مرستیال او ولسمشرۍ ته نوماند میرویس یاسیني نن مازدیګر په کابل کې دافغانستان او پاکستان لپاره دجرمني له ځانګړي استازی برنډ موتزلبرګ (Bernd mutzelburg سره دروښانه او کره ټاکنو په اړه خبرې وکړې.

26.07.2009 07:25    |   د ميرويس ياسيني د ټاکنيز دفتر د ننګرهار په شينوارو کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه

نن د شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د شينوارو ولسوالۍ د ده بالا په کلي کې قومي مشرانو ، ملکانو او د دې کلي اوسيدونکو د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وکړه.

25.07.2009 13:04    |   لیکنه: محمد ارمان ننګیالی لندن کې افغان محصلینو د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ غونډه وکړه

دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره دمخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ په لړ کې افغان ځوانانو د برتانیا په پلازمینه لندن کې د هغه په ملاتړ غونډه وکړه.

25.07.2009 13:02    |   د ميرويس ياسيني ټاکنیز کمپاين مرکزي دفتر احمدشاه بابا مینې خلکو د یوې غونډې په جوړولو سره له میرویس یاسینی څخه ملاتړ اعلان کړ

د کابل ښار د احمدشاه بابا مینې(ارزان قیمت) خلکو نن دیوې غونډې په جوړولو سره د ولسمشرۍ نوماند له میرویس یاسینی څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. غونډه له ۴ تر ۶ بجو پورې دوام وکړ.

25.07.2009 13:00    |   محمداجمل هوډمن ډاکتر احمدزى، حامدکرزى اوډاکتر عبدالله دقضاوت په تله کې

له څوورځوراپدې خوااوازه وه چې دولس مشرۍ نوماندان هريو ډاکتر اشرف غني احمد زى ، ډاکتر عبدالله اوحامد کرزى به دطلوع اولمر تلويزيونونوله لارې مناظرې ته درېږي اويودبل په وړاندې به دخپلوتګلارو ننګه کوي خو تېره پنجشنبې وليدل شول چې ولس مشر کرزى دې منا ظرې ته حاضرنه شواودچا خبره اوږه ېې خالي کړه

24.07.2009 18:08    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په ننګرهار کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډې وشوې

نن د زمري په دويمه نېټه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ، لعلپورې ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې ولسمشرۍ ته د خپلواک نوماند ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډې وکړې. په جلال اباد ښار کې ۳۵۰ ښځو د حاجي ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين په دفتر کې غونډه وکړه او له ميرويس ياسيني په تګلاره او لرليد یې خبرې وکړې.

24.07.2009 09:08    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين ياسيني په ګل آغا شېرزي، احمد ولي کرزي او د کندهار په والي شکايت وکړ

نن د زمري په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ ولسمشرۍ ته د خپلواک کانديد ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د ټاکنو د خپلواک کميسيون سره هغه سرغړونې ثبت کړې چې په کندهار کې د ننګرهار برحاله والي ګل آغا شېرزي، احمد ولي کرزي او د کندهار والي د کانديد حامد کرزي په ملاتړ تر سره کړي دي.

22.07.2009 19:55    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين کندهار کې د میرویس یاسیني په ملاتړ یوه لویه غونډه وشوه

کندهار کې د میرویس یاسیني په ملاتړ یوه لویه غونډه جوړه شوه چې شااو خوا دوه زره کسانو په کې برخه اخیستې وه،د غونډې ګډونوالو په یوه اواز د میرویس یاسینی څخه د ملاتړ اعلان وکړلو،غونډه د نورزی په مشرۍ جوړه شوې وه،چې بیلابیلو قومونو په کې ګډون درلود.

22.07.2009 12:18    |   زړګی افغان د حامد کرزي ټولنیز شخصیت

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د داسې یوه اغیزمن شخصیت خاوند دی چې د خپلو مجلسونو په لړ کې د هیواد او نړۍ له هرې طبقې وګړو سره په خپله ژبه د خبرو کمال لري چې موږ په دې ځای کې د افغانستان د ولسي وګړو سره د نوموړي د مجلس د انځور د وړاندې کولو هڅه کوو.

22.07.2009 12:17    |   زړګی افغان عبدالله عبدالله د پارلماني نظام بابولالې وایي؟

ښاغلی عبدالله عبدالله چې د افغانانو تر منځ د کورنۍ جګړې د اساسي عناصرو او د شمال د جګړه مارې ټلوالې د ویندوی په صفت یې شهرت یې موندلی د خپلې ویندويۍ پر مهال به یې له داسې یوې مبالغې څخه ډک تبلیغات کول چې له حقیقت څخه به لرې وو او سالم عقل ته د منلو وړ نه وو. دغه ښاغلي هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته ځان کاندید کړی څو د ولسمشر شي او د خپلې جنګي ویندویۍ د کاري تجربې پر اساس د ملت خدمت وکړي!!!

21.07.2009 21:11    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر خاویر سولانا د ميرويس ياسيني سره وليدل

21.07.2009 15:55    |   د میرویس ياسيني ټاکنيز کمپاين د علي احمد جلالي ملګرو د میرویس یاسیني څخه ملاتړ اعلان کړ

دعلى احمد جلالي دکمپاين مسؤلينو ويناوي وکړې او دميرويس ياسيني څخه ئي دملاتړ اعلان وکړ. دنوموړي کمپاين دوومشرانو مولوي عبدالقيوم او جنرال شريف دخپلو نورو لسگونو ملگرو په استازيتوب حاجى ميرويس ياسيني دولسمشرۍ لپاره مناسب شخصيت وبللو.

21.07.2009 15:52    |   د ميرويس ياسيني ټاکنیز کمپاين په سمنګانو ،باميانو او کندز کي د حاجى ميرويس ياسيني په ملا تړ غونډې وشوې

په سمنګانو کي د سيد ابرار په مشرۍ، په کندز کي د استاد محمد ايوب په مشرۍ، او په باميانو کي د محمد احسانى په مشرى غونډى وشوي.

21.07.2009 15:50    |   زړګی افغان حامد کرزی او د سولې د هڅو اړتیا

سوله هغه نوښت دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي د افغانستان خلکو ته د خپلې واکمنۍ پر مهال په ریښتنې بڼه ډالۍ کړه. سره له دې چې تر دې دمه د هیواد په ځینو سیمو کې اوس هم امنیتي ستونزې شته او د افغانستان غلیمان نه پریږدي چې د دې هیواد وګړي د سراسري سولې، یووالي او رفاه په پلوشو کې ژوند وکړي خو سولې نن د افغانانو د ژوند په زیاتو اړخونو باندې خپله مهربانه سیوره غوړولې او د ورځې په تیریدو سره د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته کیږي. د دې سره سره سوله بیا هم رغنده، ریښتنو او پریکنده هڅو ته اړتیا لري چې د افغانستان ولسمشر او زړه سواندي اړخونه د هغه د تامین لپاره په مسلسلو هڅو لګیا دي.

21.07.2009 15:49    |   زړګی افغان د هیواد تدریجي آبادي

افغانستان د ښاغلي حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د بيا آبادۍ په درشل كې قرار لري چې د هرې ورځې په تيريدو سره په دې هيواد كې د بيا آبادۍ نوې نوې اغيزې ليدل كيږي. خو لدې سره سره افغانستان ته چې د هره اړخه وكتل شي نو دومره وران شوى دى چې په لنډ وخت كې د نوموړي هيواد د بيا آبادۍ په ډګر كې د سترو سترو بدلونونو تمه نه شي كيداى بلكي په طبيعي ډول د بيارغونې اوږدمهال پروسه كولاى شي چې زموږ هيواد په تدريجي توګه او د خپلو بچيانو د هر اړخيزو هلو ځلو په وسيله د بيا آبادۍ په هراړخیز بهیر ورګډ کړي.

21.07.2009 08:41    |   د اشرف غني احمدزي ټاکنيز کمپاين په پاكستان كې سلګونو افغان كډوالو له ډاكټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان كړ

د غونډې ګډونوالو پر ټولو هېوادوالو له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه د ملاتړ اعلانولو غږ وكړ، څو د نوموړي د برياليتوب پرمهال يو پرمختللى، سوكاله، هوسا او بسيا افغانستان ولرو.

21.07.2009 08:35    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د ننګرهار د یوسفزو قومي مشرانو د ميرويس ياسيني سره وليدل

د دوشنبې په ورځ د ننګرهار د یوسفزو قومي مشرانو د حاجي ميرويس ياسيني سره په کابل کې د نوموړي په کور کې وکتل. دوی د ميرويس ياسيني سره په داسې حال کې ګوري چې پرون په یوه لويه غونډه کې د یوسفزو د سرتاسري شورا مشرانو له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ او ویې ويل چې د افغانستان ټول یوسفزي به د زمري د ۲۹ په ټاکنو کې ياسيني ته رایه ورکوي.

20.07.2009 20:41    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په کابل، هلمند، تخار او نورو ولایتونو کې د ياسيني په ملاتړ غونډې شوي دي

د کابل ښار په کارتې سه کې د حاجې ميرويس ياسيني په ملاتړ يوه غونده وشوه،چې خوااو شاه دوه زره کسانو په کې ګډون کړى وو. په دوى کې محصلين ، ملا امانو او ښځې هم شاملي وي،دوى په يوه اواز د ولسمشر‌ۍ په ټاکنو کې د ميرويس ياسيني څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

20.07.2009 20:23    |   روح الله وفا له حامد کرزي څخه ولسي ملاتړ غونده

غونډه چې د الحاج محمد جان الکوزي په نوښت جوړه شوې وه، په سلګونو سپورت کوونکي، محصلین، زده کوونکي او ښځې استازې راغلې وې، غونډه چې د قران سپیڅلي کتاب په مبارکو آیتونو سره پیل ورپسې ښاغلي سیداحمد سادات د چهاردهي سیمې د ورزشکارانو په استازیتوب ددوی پیغام واورولو او له ښاغلي حامد کرزي څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ، ورپسې د څلورمې ناحیې د ښوونکو په استازیتوب اغلې طبیبه د ښاغلي حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ او له ښاغلی حامد کرزي څخه یې هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې دوره د ښځو رول یا نقش په نظر کې ونیسي

20.07.2009 16:25    |   د اشرف غني احمدزي ټاکنيز کمپاين د يوه هوښيار سړي مناظره

د يوه هوښيار سړي ژمنه ښايي پخه وي. كه چېري ټول خلک هوښياران وي نو ښايي پوه شي چې د دې مانا څه ده. كه نه هغه کسان چې ښاغلي نه دي دا جمله کوم مفهوم نلري او نه هم هغوی د خپل عزت پروا لري

20.07.2009 06:35    |   ايمل یوسفزی د کابل په مارکوپولو هوټل کې د يوسفزو او ميرعلي خېلو قومي مشرانو له ميرويس ياسيني ملاتړ اعلان کړ

نن په پلازمېنه کابل کې د مارکوپولو په هوټل کې یوه لویه غونډه وشوه. په غونډه کې د یوسفزو او میرعلي خېلو قومونو مشرانو او د دې قومونو برسېره د ګدایي خېلو قوم خلکو هم برخه اخيستې وه. د یوسفزو د قوم د سرتاسري شورا، د معلولينو، ښځو او ځوانانو شوراګانو استازو په په غونډه کې برخه اخيستي وه. په غونډه کې د برخوالو شمېر ىرې زرګونو کسانو ته رسېده.

20.07.2009 06:34    |   د بشردوست د ټاکنيز کمپاين له ویبپاڼې څخه از کابل به بامیان - رمضان بشردوست

هدف من، رفتن در تمام و لایات و حتی بعضی ولسوالی ها تا جائیکه وقت اجازه میدهد می باشد. کمپاین خود را از ولایت ننگرهار شروع کردم تا امروز از ننگرهار لغمان ، کنړ، لوگر ، پکتیا، غزنی و پکتیکا دیدن کرده ام.

20.07.2009 06:18    |   د اشرف غني احمدزي ټاکنيز کمپاين مناظره، د افغانستان د راتلونکي لپاره

افغانان دا حق لري، چې پوه شي د ولسمشرۍ لپاره کاندیدان د څه لپاره دریدلي دي. ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي: “دغه مناظره به رایه ورکوونکيو ته هغه فرصت په لاس ورکړي، چې درې کانديدان څنګ په څنګ وګوري، او د هغوی په اړه قضاوت وکړي”

19.07.2009 15:08    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين ميرويس ياسيني د الجزيرې عربي تلويزيون سره په مرکه کې

ميرويس ياسيني چې په عربي خبرې کولې وویل چې د دې جګړې ډېری برخه په خپلو افغانانو پورې اړه لري. که په تېرو اوو کلونو کې افغان دولت خپل ځواکونه روزلي وو او د حامد کرزي د خپلې بقا دپاره د ورانکارو او جنګسالارانو سره دسيسې نه وې کړې نو اوس به په هلمند کې امان و او جګړو ته به اړتيا نه ليدل کېدله.

18.07.2009 19:26    |   په ننګرهار کې د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين ننګرهارکې ځوانانو دميرويس ياسيني ملاتړوکړ

يادشوې غونډه چې دښاغلې ياسيني د کپاين په دفترکې جوړه شوى وه نږدې شپږسوه ځوانانو پکې ګډون کړى وو اوخپل ملاتړيې په داسې وخت کې له ښاغلي ياسيني اعلان کړ چې له دې يوه ورځ وړاندې دحامدکرزي دکمپاين غوڼده جوړه شوي وه چې ډېرى خلک يې دپيسوپه مقابل کې دغې غونډې ته رابللې وه .