د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې

09.08.2009 09:07    |   شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر دچاربولك ولسوالۍ كې دوه زره كورنيو اشرف غني ته رايه وركوي

د چاربولك ولسوالۍ ۲۰۰۰كورنيودخپل منځي سلا مشو رې وروسته ډاكټر اشرف غني احمد زي ته درايې پرېكړه وكړه.

08.08.2009 20:21    |   مطبوعاتي اعلاميه افغان ملت ملي مترقي ګوند له حامد کرزي ملاتړ کوي

د افغانستان ټولنپال ولسواك (افغان ملت ملي مترقي) ګوند به د روان کال د اسد د ۲۹ د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتو کې د حامد کرزي څخه ملاتړ کوي ـ

08.08.2009 20:11    |   د حامد کرزي ټاکنيز کمپاين = روح الله وفا په کابل کې د حامد کرزي په ملاتړ غونډې وشوې

نن د جمعې مبارکه ورځ چې د روان کال د زمري د میاشتې له شپاړسمې نیېټې سره سمون لري، د هیواد په لسګونو زرو کسانو د بېلابېلو سیمو نه راغلي ول د ښاغلي حامد کرزي په ملاتړ غونده وکړه، غونډه د کابل ښار سټېډیم کې چې ښاغلی حامد کرزی او د نوموړي کاري ټیم هم پکې ګډون کړی ؤ، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو استازیو، مخورو، سپین ږیرو، ښځو او ځوانانو پکې ګډون درلود.

08.08.2009 20:06    |   روح الله وفا - د حامد کرزي ټاکنيز کمپاين تاسو نور نه غوليږئ!!!

په ريښتيا سره كه مونږ دې شعار ته په ځير شو نو د كوم چا له خولې چې راوځي ريښتيا وايي، كه مونږ ددې نوماند د هغه وخت كړنو ته په ځير شو چې كله نوموړي ته دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت وركړل شوى ؤ، خو هغه وخت كرزي ورته د پلار حيثيت درلود، نن بيا هغه خبرې نشته، هو كله چې ښاغلى عبدالله عبدالله د بهرنيو چارو وزير ؤ، اوس ولې ترې ددې پوښتنه نه كيږي چې په ټول وزارت كې ۹۰ فيصده مامورين په يوې سيمې پورې تړلي وو، ولې؟

08.08.2009 20:04    |   د حامد کرزي ټاکنيز کمپاين د ارغندۍ او چهاردهي خلکو له حامد کرزي په ملاتړ غونډه وکړه

نن د پنجشنبې ورځ چې د روان کال د زمري د میاشتې پینځلسمې نيټې سره سمون لري، د ارغندۍ او چهاردهي خلکو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ښاغلي حامد کرزي په ملاتړ لویه غونډه وکړه، غونډه چې د سهار لس بجې پیل شوه، په پیل کې د قران کریم څو مبارک ایتونه تلاوت کړل ورپسې د افغانستان ملي سرود وغږول شو،

08.08.2009 19:30    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په جوزجان او ننګرهار کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډې وشوې

۱. په جوزجان ولايت کې دميرويس ياسيني په ملاتړ ستره غونډه وشوه . ۲.دننګرهارولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه .

08.08.2009 14:28    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين دفتر ميرويس ياسيني په شيرين تګاب او دولت اباد کې ور په ور کمپاين وکړ او د فارياب مرکز ميمنې ته روان دی

ولسمشرۍ ته خپلواک کانديد ميرويس ياسيني دا مهال د افغانستان په شمالي ولايتونو کې ټاکنيز کمپاين کوي. په خپله پياده په ښارونو او سيمو کې په ولسونو ګرځي او ور په ور کمپاين کوي.

08.08.2009 09:38    |   شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر سلګونه مشرانو او ځوانانو، نن د زمري په ۱۶ مه، د يوې غونډې په ترڅ كې، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.

د سرپل ولايت په مركز ولسوالۍ كې په سلګونه مشرانو او ځوانانو، نن د زمري په ۱۶ مه، د يوې غونډې په ترڅ كې، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.

07.08.2009 19:50    |   مطبوعاتي اعلاميه ميرويس ياسيني به سبا په فارياب کې وي او په خوست کې یې دفتر پرانيستل شو

ټولو رسنيو ته خبر ورکوو چې ولسمشرۍ ته خپلواک نوماند ميرويس ياسيني نن په سمنګانو کې ور په ور کمپاين وکړ او سبا به فاريات ته ځي. د فارياب ولايت د تاخچه په سيمه کې به یوې ولسي غونډې ته وينا کوي او هلته به په کورونو ګرځي تر څو خپل پيغام په خپله خلکو ته ورسوي.

07.08.2009 19:47    |   په بنګله دیش کی د محصلینو دټولنی استازی رفیق الله هاند. په بنګله دیش کی افغانو محصلینود ډاکټرصاحب اشرف غنی احمدزی نه خپل ملاتړاعلان کړو

نو په همدی خاطر مونږه ټولوافغانومحصلینود ډاکټرصاحب اشرف غنی احمدزی نه خپل ملاتړ اعلان کړو.او ددی پر څنګ کی مونږه ټولو افغانانوورونو باندی غږکوو چه خپلی رایی ډاکټر اشرف غنی اخمد زی ته ورکړی .ځکه دا زمونږه د ولس د ټولو ملی وجیبه ده چه خپلی رایی پرځای او وړځای کی استعمال کړو.

07.08.2009 19:33    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين - مطبوعاتي اعلاميه په کابل او ننګرهار کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې له ميرويس ياسيني ملاتړ وشو

دهيواد په مرکزکابل ولايت کې ده سبزو په ولسوالۍ کې دنوموړې ولسوالۍ دقومي مشرانولخوا ديوې سترې غونډې په جوړيدوسره دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسيني ملاتړوکړ .

07.08.2009 14:39    |   شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر ذبيح الله احساس د ملي اجماع پخواني مشر، غلام سخي ادعا رد كړه

په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيز دفتر مشر، ذبيح الله احساس، د ملي اجماع پخواني مشر، غلام سخي ادعا رد كړه.

07.08.2009 14:05    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د ننګرهار په بيلابېلو غونډو کې د میرویس یاسیني ملاتړ اعلان شو

دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسنې په ملاتړ دننګرهارولايت دګوشتې ولسوالۍ دممخيلو،دکامې ولسوالۍ کلا اخون اودګوشتې ولسوالۍ دخوږه خيلوپه سيمه کې بيلابيلې غونډې ترسره شوې .

05.08.2009 14:15    |   په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسيني مطبوعاتي مسؤل ياسيني د ور په ور کمپاين په سلسله کې خوږياڼيو ته ولاړ

خوږياڼو ولسوالۍ ته له تګ څخه مخکې ميرويس ياسينې نن سهار یو مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې هم وکړې او د نړيوالواو سيمه ييزو رسينو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

05.08.2009 13:14    |   شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفترمطبوعاتو څانګه په سرپل كې د سنچارك ځوانانو ټولنې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ

د سرپل ولايت په لسګونو مشرانو او د سنچارك ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې، نن د زمري په ۱۴مه، په سرپل كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو په دفتر كې، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ وښود.

05.08.2009 11:12    |   پوهنیارسیدحضرت په بروسل کې د اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه

د2009 کال داګست په دوهمه چه د1388 لمریزکال دزمری یااسدمیاشتې له یوولسمې نېټې سره سمون لری، د بلجیم هېوادپه پلازمېنه ـ بروسل ښارکې دافغان کلتوری بهیرپه نوښت په ګران افغانستان کې دولسمشرئ ټولټاکنوته دنوماند ملی، سیاسی اوعلمی شخصیت ښاغلی ډاکټر اشرف غنی احمدزی په ملاتړ غونډه وشوه.

05.08.2009 07:18    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په ننګرهار کې افغان ملت ګوند،او په نورستان او اوزبین کې له ياسيني ملاتړ وشو

غونډې ته دولسمشرۍ نوماندميرويس ياسيني هم وينا وکړه اوزياته يې کړه که ياسيني ياسيني دى نوپه خپلو هيوادوالودى اوخپلو هيوادوالوته ډاډورکوم چې خپل ولس به هيڅکله هم خرڅ نه کړم .

04.08.2009 19:45    |   ضمير سار په بلخ ولايت كې ځوانان او نجونې د اشرف غني احمدزي د ولسمشر كېدو هڅې كوي

د بلخ د دهدادي ولسوالي مشران او ځوانان، نن د زمري په ۱۳مه، په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر رييس ذبيح الله احساس سره د كتنې پرمهال د چټك كمپاين غوښتونكي شول..

04.08.2009 13:05    |   په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسيني مطبوعاتي مسؤل په ننګرهار او نورستان کې د ياسيني څخه په ګڼو غونډو کې ملاتړ وشو

غونډې ته مياسيدحسن،مولوي غلام نبي ،حاجي محمدرحيم ديعقبوخيلودسيمې په مشرۍ ،ملک نادر دچورخيلوپه مشرۍ،حاجي حنيف ،معليم جنت ګل د دوته خيلوسيمې ه مشرۍ،مياغلام غوث داکاخيلوپه مشرۍ،ملک شازمان اوګل جان ويناويې وکړې اودخپلو اولسونو ملاتړيې دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسينې څخه وښوده .

03.08.2009 22:27    |   د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر ميرويس ياسيني د جلال اباد په ښار کې ور په ور کمپاين وکړ

نن د دوشنبې په ورځ ولسمشرۍ ته نوماند ميرويس ياسيني د جلال اباد په ښار کې ور په ور یا Door Knocking ټاکنيز کمپاين وکړ. د ور په ور کمپاين ميرويس ياسيني دوه اونۍ مخکې پيل کړی دی. د دې ډول ټاکنيز کمپاين استراتيجي دا ده چې د ياسيني د کمپاين غړي او رضاکاران مخامخ خلکو رایه ورکونکو ته د ياسيني د ((بدلون او نجات)) پيغام ورسوي.

02.08.2009 21:34    |   شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر څلورو ولسواليو مشرانو، له اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.

دبلخ، چاربولك، چمتاال او نهرشاهي ولسواليو په لسګونو مخورو مشرانو، د يوې ناستې پر مها ل، ډاكټر اشرف غني احمدزي ته د رايې ژمنه وكړه.

02.08.2009 19:33    |   مسعود برهاني ليبيا په عربي جمهوري ليبيا كي افغان محصلينو د مير ويس ياسيني نه ملاتړ وكړ

د ليبيا د عربي جمهوريت په پلازمينه طرابلس كي نن ديكشنبي په ماذديګر ددعوت اسلامي پوهنځي په ليليه كي راغونډ شوو ګڼ شمير افغان محصلينو د ولسمشري ته له كانديد الحاج مير ويس ياسيني خپل ملاتړ اعلان كړ.

02.08.2009 19:27    |   میرویس یاسیني ټاکنیز کمپاین مرکزي دفتر ميرويس ياسيني د کمپاين لپاره ننګرهار ته ورسېد

ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين په بهير کې ننګرهار ته ولاړ. په ننګرهار کې ميرويس ياسيني یوې غونډې ته چې خدايي خدمتګارانو جوړه کړې وه وينا وکړه.

02.08.2009 12:59    |   د معتصم بالله مذهبي ويبپاڼه سوانح مختصر استاد معتصم بالله "مذهبی"

استاد معتصم بالله مذهبی فرزند ارشد روحانی مبارز، عالم جید و شخصیت تاریخی کشور جناب مولانا محمد عطاء الله صاحب فیضانی و از احفاد قدوة المتصوفین و زبدة الراشدین میا عبد الحکیم صاحب کاکړي می باشد که به تاریخ 22 دلو 1342 در شهر پلخمری ولایت بغلان دیده به جهان کشوده است به سن یکسالگی با دودمان شریف شان عازم دیار مولانا جلال الدین محمد بلخی شهر باستانی مزار شریف گردیده و ایام صباوت را در آنجا گذرانیده و بعد با کانون محترم خانواده به سن شش سالگي به شهر کابل نقل مکان نموده و در سرک نو تخنيكم چهلستون مسکن گزین شدند.

02.08.2009 10:56    |   میرویس خوګیاڼی په مصر کی د میرویس یاسینی د ملاتړ ترڅنګ له ډاکتر اشرف غنی هم ملاتړ وشو

دا غونډه په داسی حال کی کیږی چی ‍څو ورځی د مخه هم په مصر کی د افغان محصیلونو د اتحادی یو شمیر نورو غړو د اتحادیه په مقر کی ولسمشری ته نوماند میرویس یاسینی په ملاتړ غونډه جوړه کړی وه .