د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ١٣٨٨ کال ټاکنې

24.05.2009 08:43    |   د افغان ملت ګوند په راروانو ټولټاکنو کې له کرزي څخه ملاتړ کوي

دانورالحق احدي په مشرۍ د افغان ملت ګوندبه په راتلونکو ټولټاکنو کې له ولسمشر کرزي څخه ملاتړ کوي.دا خبره رسنیو ته د افغان ملت ګوند او ولسي جرګه کې غړي فاروق مېړني کړې ده. فاروق مېړني ويلي دي چې دا پرېکړه یې هغه وخت وکړه چې د افغان ملت دېرش کسيز پلاوي ولسمشر کرزي سره وليدل. داسې ښکاري چې افغان ملتيان او ولسمشر کرزی سره د واک په ويش سلا شوي دي.

24.05.2009 16:22    |   رشاد - ټول افغان د افغانستان ملي اسلامي محاذ د حامد كرزي ملاتړ اعلان کړ

محاذ ملي اسلامي,وايي چې د هغو اوږدو خبرو او دوامدارو ليدنو كتنو په نتيجه كې چې له څو مياشتو راهيسې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ او د ښاغلي حامد كرزي او د هغه د ډلې تر منځ روانې وې دواړه خواوې پرون يوې موافقې ته ورسېدل.

25.05.2009 14:20    |   مطیع الله لیدنې، میلمستیاوې او د مرستو غوښتنې!

د ارګ د منابعو له خولې دتيرې شنبې په ورځ یې د ملي محاذ مشر پیر سید احمد ګیلاني،د مشرانو جرګې نايب سید حامد ګیلاني او د وردګو پخواني والي عبدالجبار نعیمي ته بلنه ورکړي وه او له هغوی سره یې لیدلي دي . ویل کیږي چې پدې لیدنه کې ولسمشر له پیر ګیلاني څخه غوښتي دي چې په راتلونكوانتخاباتو كې ورسره ملاتړ وکړي چی ولسمشر تر نورو سیالانو مخته او بري ته ورسیږی .

26.05.2009 11:00    |   اشرف غني د کندهار د فرهنګيانو پېښه د کمپاين دپاره کاروي. د کرزي وياند

د ولسمشر کرزي ویاندسیامک هروي وايي چې دوه ورځې مخکې په مطبوعاتي کانفرانس کې اشرف غني د کندهار د فرهنګيانو وهل او سپکول د کمپاين دپاره کارولي دي. دا خبره هروي د ققنوس خبري اژانس ته کړې ده. دوه ورځې مخکې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کې یو کانديد اشرف غني احمدزي نيوکه کړې وه چې امنيتي کسانو یې پلويان او فرهنګيان په کندهار کې ډبولي دي. نوموړي ولسمشر کرزی په دې تورن کړی و چې په ټولټاکنو کې ستونزه پيداکوي.

27.05.2009 11:51    |   محمد اجمل هوډمن کرزي يوځل بيا د پښتنو په برخليک معامله وکړه

دهزاره ګانو او هزاره قوم د پرمختګ لپاره به لازم پروګرامونه نيول کيږي، له دې قمار څخه داسې ښکاري چې که کرزى ټاکنې وګټي نو د پښتنو وضعيت به تر دې زيات خرابه شي خو زه دلته خليلي ته هيڅ کومه خبره نلرم ځکه هغه چې کوم خدمتونه خپل قوم ته کړي نوش جان دې شي.

29.05.2009 08:16    |   د ټاکنو کميسيون: له وخته مخکې کمپاين غير قانوني دی

دې کميسيون د کانديدانو نومونه نه دې ښودلي خو ويلي یې دي چې ((يو شمير احتمالى کانديدا نو چې لا تر اوسه پورې يې وروستي لست ته هم لاره نه ده مو ندلى له قا نو ني مو دې مخکې په انتخا باتي مبار زو لاس پوري کړى دى دا کار د انتخا باتي مبارزو له قا نون اودستور العملو نو څخه څر ګنده سرغړونه ده .))

31.05.2009 08:24    |   عتیق ناشنا د کاندیدانو په بازار کې مافیا واړه سوداګر تر پښو لاندې کړل

د کاندیدانو په بازار کې ډیرو سوداګرو په دې تمه چې ګټه په تاوان کېږي خپلې حلالې او حرامې روپۍ دې نوي تجارت ته اچولې خو په افغانستان کې د سوداګرۍ د نورو برخو په څیر د کاندیدانو بازار هم یو میر او یوه مافیایي ډله لري او خوار واړه سوداګر په کې هسې تر پښو لاندې کېږي او له شتو خلاصیږي.

31.05.2009 13:18    |   سيد رحيم سرباز د افغانستان د جمهورې رياست د انتخاباتو په درشل کي

که چير ی د خپل هيواد تير لنډ تاريخ ته لنډ نظر واچول شي راته جوته به شي چه د هغه وخت د شرايطو سره سم د ژر پرمختګ او يا د ټولني په ورسته پاتي کيدلوکي شخصيت خپل ټاکونکی رول لوبولی، لوبوي اووبه ئی لوبوي ٠ همدا رنګه د انساني ټولني ټولي اړيکي ئی تر خپلي اغيزي لاندی راوستلی دي٠

31.05.2009 14:52    |   تفسير خان ۴۴ کاندید- سه عمده ،یک برازنده

ازتعداد ۴۴ کاندید به ریاست جمهوری افغانستان فقط سه نفر ان - حامد کرزی، عبداله عبداله، واشرف غني احمدزی را میتوان کاندید های عمده نامید ، متباقی ۴۱نفر از ان کاندیدهای عمده به شمار نمیروند. انها را میتوان به سه دسته تقسیم نمود:

02.06.2009 17:22    |   مصطفی ظاهر په راتلونکو ټولټاکنو کې له کرزي ملاتړ اعلان کړ

مصطفی ظاهر د ملې جبهې په نامه ډلګۍ غړی دی چې دوه کال مخکې د کمونستانو او یو شمېر جهادي مشرانو په شمول د بېلابېلو فکري ډلو، او یو شمېر جنګسالارانو څخه جوړه شوه. مصطفی ظاهر د ملي جبهې د جوړېدو په مهال هيله مند و چې د ملي جبهې له لارې به سياسي ډګر د یو قوي کانديد په توګه راووځي او ملي جبهه به یې ولسمشرۍ ته ونوموي. هغه وخت یې نېکه (ظاهر شاه) ژوندی و او د نوموړي دا کار یې سم نه و بللی.

06.06.2009 08:46    |   دعلي احمدجلالي دانسجام كميټه علي احمد جلالي دافغانستان اوافغانانودخدمت نه ندي په شا شوي

ځينومغرضو كسانو چي د پروفيسور جلالي صاحب په پروسه كي دسياسي تشكيلاتو په نامه ځانونه لوي غوښتونكي شميرل دبرياليتوب نه ورسته يي د كابيني دكليدي وزارتونو په طمعه وه كله ناكله به يي لوي او غټ پوستونه د ځان د وړتيا نه كم اوټيټ بلل هميشه ماجرا جويان افراطي اوفرصت طلبان وه نو كله چي ددي اعلامي نه خبرشول ناري سوري او چيغي يي ګډي كړي چي زموږ هغه خيالي تعيينات په سيند كي لاهو شول دپخوانيو پټواوښكاره تماسونوپه لړكي دپوچواوناوړه تبليغاتوپه خپرولو سره دځينونورو احتمالي نوماندانولمن كي يي ځانونه وروغورځول ،دملت اوولس ګټوته يي شا كړه ددرغجنومصارفاتو په عنوان يي غلط پروتوكولونه عملي كړل اوهر چا ته ټليفونونه كوي چي ځاي مو تش ده،پولي كرډت تيارده .... . نوموړي كسان موږته معلوم دي د تش په خوله تبليغ نه سيوا نورځوك ورسره نشته سهار ديو احتمالي نوماند په دروازه كي ولاړ، ماښادم د بل احتمالي نوماند په در وازه كي سبا كوي،د ناولو موخود لا سته راوړو په خاطر ځانونه توصيفوي په حقيقت كي هيځ هم ندي د نورو كورونه په تبليغاتو ورانوي اوخپل پيټي درنوي.

08.06.2009 08:14    |   څارونکی د افغان ملت ګوند د عالي شورا یو شمېر غړو د ډاکټر اشرف غني ملاتړ وکړ

په غونډه کې ډاکټر احدي وویل چې د جمهوري ریاست له ټاکنېزو سیالیو نه دده د ګوښه کېدا لاملوه مالي ستونزې، د امریکې له خوا د ولسمشر کرزي ملاتړ او د ټاکنو د پروسې نه شفافیت وو. د افغان ملت ګوند افتخاري مشر ډاکټر محمد امین واکمن د هغه په ځواب کې وویل چې له ټاکنیزو سیا لیو نه دښا غلي احدي د وتلو دلایل معقول نه دی. ده له ټاکنیزو سیا لیو نه د ښا غلي احدي تیریدل سیا سي انتحار وبا له.

08.06.2009 12:56    |   عتیق ناشنا رایه امانت او موږ امانتدار ټیکداران

د تیري جمعې په ورځ یو څو د واک تږي په دې تمه سره راټول شوي وو چې په څوکۍ خښ ناست ولسمشر ته خپله وفاداري وښيي او د ده له رحم څخه بې برخې نه شي. په زړه پورې خبره دا وه چې د دوی پر مخ کې ایښي میز باندې پرته پرده باندې لیکل شوي وو چې “رایه امانت دی، هغه چاته یې ورکړئ چې وړتیا یې ولري” او د دوی پر سر بله راځړیدلې ټوټه باندې لیکل شوي وو چې “موږ په راتلونکو ټولټاکنو کې د افغانستان د ملي یووالي سمبول جلاالتماب حامد کرزي ملاتړ کوو”.

08.06.2009 13:01    |   کاوون - کابل که کرزی یې وګټي، نو دحکومت تشکیل به یې څنګه وي

د لوی جنګي ښامار جنرال فهمیم او ایران پلوي خلیلي سره د قدرت تر شریکولو وروسته له رسنیو نه واورېدل شول چې محقق او ګلیم جم رشید دوستم چې د کابل دبې ګناه خلکو او د افغانستان د نورو سیمو د مظلومو او بې چاره و په وینو یې لاسونه سره دي له کرزي سره تر ډېرو چنو وهلو وروسته په لسو لسو فیصدو معامله وکړه. زه غواړم مخکې تر دې چې پر نورو اړخونو وغږېږم لومړی هغه لیست له ګرانو لوستونکو سره شریک کړم چې د کرزی له خوا ورته دقدرت ورکولو فیصدۍ منظورې شوي دي:

09.06.2009 08:00    |   زرغون: پكتيكا زه دا نه وايم چې خامخا ډاكټر اشرف غني ته رايه وركړئ

دغو پورتنيو معيارونو ته په پام سره په اوسنيو كانديدانو كې د دې وړ تر ډېره پورې ښاغلى ډاكټر اشرف غني برېښي چې په هر لحاظ عالي شخصيت او وړتياوې لري.خو بيا هم هر څوك په خپله خوښه د كانديد د انتخاب حق لري نو زه هم دغه حق ته د درناوي له امله په چا دا ټنيګار نه كوم چې دې ته رايه وركړئ او دې ته يې مه وركوئ .زه يواځې دا يوه خبره كوم چې خپلو اوسنيو ستونزو ته پام وكړئ او بيا ورته همغسې يو مناسب كس انتخاب كړئ.

09.06.2009 08:35    |   ډاکټر اشرف غني احمدزی د کرزي تورونه ردوي مطبوعاتي اعلاميه

"که ولسمشر کرزی د قانون پر حاکميت باور لري، هغه به د خپل دفتر د پوره قوت د استعمال له لارې ددغه راز فرېبکارو افرادو خلاف، چې غواړي زموږ ولس ته ناسم معلومات ورکړي، قانوني چلند وکړي. د جمهوري رياست لپاره راتلونکې سيالي به يوه بهترينه موقع وي، چې زموږ د ستونزو د حل او ملي يووالي د تقويې په اړه په کې په عام محضر کې مناظرې وشي. خو که ولسمشر چوپ پاتې شي، نو دا به د هغه پر اعمالو نماينده ګي وکړي. " اشرف غني احمدزی

09.06.2009 09:04    |   افغان ملت افغان ملت يو متحد او ډيموكراټ ګوند دى

پرون په يوشمېر انټرنيټي پاڼو كې دافغان ملت ګوند د عالي شورا د غونډې په اړه يو ډول تيرايستونكى خبر خپور شو، چې دقيق ادرس او سرچينه يې معلومه نه وه. په خبر كې راغلي وو او داسې ښودل شوې وه چې ګواكي د افغان ملت د عالي شورا يو شمير غړو په را روانو ولسمشريزو ټاكنو كې د ښاغلي ډاكټر اشرف غني حمايت كړى دى. همدارنګه په خبر كې ددغې غونډې هغه اړخ ته چې د نور ګڼو موضوعاتو تر څنګ يې دبحث لويه برخه په ټاكنو كې دګوند په دريځ راڅرخيده هم اشاره شوې ده.

14.06.2009 06:42    |   محمدکریم سرباز دافغانستان دکورنیوچارودوزارت پخوانی جنرال مظلومان دتـڼـي ملاتـړ دي

دافغان مظلوم ولس دښمنان همدا اوس پوه شول چې دهیوادرښـتینی خدمتګار شـهنواز تڼـي ته تربمباریولاندې ولسونه ــ دمعامله ګر دولت تردسپوټیزم (ظلـم) لاندې کړېدلی اوځورېدلی ملت رایه ورکوي اوټيـنګ ملاتړ یې کوي .

17.06.2009 06:29    |   امرخېل پښتانه دې جنګ کوي اونور قومونه دې رايه ورکوي

همدا اوس په غېر پښتنو سيمو کې د راتلوونکيو ټولټاکنو لپاره کمپاينونه کيږي ، اوسېدونکي يې ډول ډول امتيازونه اخلي او د ډير حق غوښتوونکي دي ، خو په پښتنو مېشتو ولايتونو او سيمو کې ماينونه چوي ، بريدونه کيږي ، په يوه تور او بل تور خلک وژل کيږي ، بمبار کيږي ، بنديانيږي او بلاخره له رايې ورکولو بې برخې کيږي ، چې په پايله کې به د هېواد واګي بل څوک واخلي او بيا به دا قوم (پښتون ) په سر سر وهي او دوى به رڼې ورته ګوري .

17.06.2009 07:27    |   د ولسمشرۍ ټاکنې: کمپاينونه پيل شوي، بریالی د کرزي په ګټه له نوماندۍ تېر شو

د ولسمشرۍ او ولايتي ټاکنو کمپاين پرون په رسمي توګه په هېواد کې پيل شو او دوه مياشتې به دوام کوي. د کمپاين دا مهال په کابل کې په زور کې ښکاري او په نورو ولايتونو کې یې لا زور نه دی اخيستی.په کابل کې ډېری انځورونه د حامد کرزي،اشرف غني احمدزي، ميرويس ياسيني، او عبدالله عبدالله ښکاري. ځينو نورو نوماندانو هم ځاي ځاي انځورونه په ديوالونو څرېښ کړي دي.

17.06.2009 14:23    |   غني غواړي ټولټاکنو ته د جنګسالارانو په اړه د ریفرنډم بڼه ورکړي. ټايمز

د ټايمز ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې ليکلي دي چې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو یو نوماند اشرف غني احمدزي ورته ويلي دي چې غواړي ټولټاکنو ته د جنګسالارانو په اړه د ریفرنډم یا ټولپوښتنې بڼه ورکړي تر څو معلومه شي خلک جنګسالاران غواړي او که څنګه

17.06.2009 14:35    |   رباني، علومي اوحسين انوري لا اوس هم د جبهې پلويان دي

پرون په کابل کې یوې غونډې ته وينا په مهال د جمعيت اسلامي مشر برهان الدین رباني اعلان وکړ چې د متحدې جبهې کانديد عبدالله عبدالله ملاتړ کوي. څه موده مخکې د رباني سکرتر ټول افغان ټکی کام ته ويلي و چې د اشرف غني سره یې خبرې رواني دي تر څو په ټولټاکنو کې يو ځای شي. داسې معلومېږي چې د اشرف غني سره اتفاق ته نه دی رسېدلی.

19.06.2009 13:06    |   د اشرف غني ټاکنيز کمپاين اشرف غني احمدزي د کرزي د ماتولو لپاره خپل انتخاباتي کمپاين پيل کړ

افغانستان ښاغلي کرزي ته کافي چانس ورکړ، چې رهبري يې کړي، خو ناکام شو. د هغه ناکامې دولتدارۍ شرپسندانو ته مخه ورکړه، چې افغانان يې اول او نوره نړۍ دویم له خطر سره مخ کړه، او زموږ خاوره يې لوټ کړه. د کرزي په دوره کې اداري فساد دومره ورانوونکی شو، چې نن ۶۰٪ خلک وايي، چې دغه هیواد پر غلط جهت روان دی. زه ددې لپاره کانديديږم، چې خلکو ته هغه اختیار ورکړم، چې دوی سخت ضرورت ورته لري—صادق رهبريت، په دولتدارۍ کې تجربه، او هغه ازمويل شوي نظريات، چې د افغانستان خلکو ته کار او عدالت راوړي.” زرګونه وګړي لا د مخه د بدلون او يو نوي پيل لپاره د اشرف غني له کمپاين سره يو ځای شوي دي.

19.06.2009 13:08    |   سميع الله آريا كانديدان خوشنام

ممكن كرزى صاحب كوشش ميكند كه با انتخاب اين دو كانديد خود را و افغان ها را فريب داده ميتواند؟ در فكر اين قوماندانان، صلح زمانى ممكن است كه آنها بر چوكى قدرت نشسته باشند و در غير آن به لوچكهاى خود ميگويند كه صلح و آرامش را برهم بزنيد.

19.06.2009 13:11    |   د اشرف غني ټاکنيز کمپاين اشرف غني د افغان انتخاباتي کمپاين د پيل په اړه د ولسمشر اوباما د بیانیې هرکلی کوي

اشرف غني احمدزی او د هغه د کمپاين ټيم په افغانستان کې د ديموکراتيکو ارزښتونو په اساس پر شفافو انتخاباتو د ولسمشر اوباما د تاکید، د يو مشروع دولت د انتخابولو په اړه د هغه د پاملرنې او د راتلونکي په اړه د افغانانو ارادې ته د هغه د درناوي هرکلی کوي