کرکټ: کورني
نن د کابل د کرکټ په لوبغالي کې د کابل د اتو کلبونو څخه د څلورو کلبونو( اریانا، المسافي، روحاني، شمشاد) لوبډلې نیمه پایلو ته لاره ومونده. د کابل له لوبغالي څخه عزیز الله فضلي ټول افغان ته وویل چې سبا ته به د (اریانا کلب او المسافي )او د (روحاني او شمشاد) کلب تر منځ د نیمه پایلو شل اوریزې لوبې تر سره کیږي او دوه ګټوونکې لوبډلې به د ټورنمنټ پایلوبو ته لاره مومي.
په ننګرهار کې د یو سيمه ييزې سيالۍ په ترڅ کې چې د بټي کوټ ولسوالۍ د شهرا په لوبغالې کې ترسره کېږي د شینواری ایلیون او د هزارناو د کرکټ د لوبډلو تر منځ نیمه پایلوبه ترسره شوه چی د شینواری ایلیون په ګټه تمامه او پایلوبې ته یې لار ومونده. پچه د هزارناو د کرکټ لوبډلې وګټله او شینواری ایلیون یې توپ وهنی ته راوبلل، د شینواری ایلیون د کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونوکښې د ۶ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۶۸ منډې جوړی او د هزارناو د کرکټ لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.
د کابل په سيالد کابل د کرکټ ولايتي ادارې د کابل د لوبډلې د غوراوۍ په موخه په درې ورځو کې شپږ شل اوريزه لوبې تر سره شوي چې په نتيجه کې یې د ب په ګروپ کې د مسافي لوبډله نیمه پایلوبې ته بريالۍ شوه.ۍ کې مسافي لوبډله نيمه پايلوبې ته بريالۍ شوه. د کابل د کرکټ مسؤل حاجي فضل الله فضلي ټول افغان ته د ټلیفون په کرښه وویل چې په کابل کې ۴۲ د کرکټ راجسټر شوي کلبونه لري، په دې ټورنمټ کې ترې اته پیاوړې کلبونه لوبیږي او هغه لوبغاړي به ترې د کابل لوبډلې ته غوره کیږي کوم چې ښې منډې، ښه توپ اچونه او په کرکټ کې وړتيا او استعداد وښيي. دا ته لوبډلې په لاندې ډول دي:
د نورستان والي جماالدين بدر د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د چنګاښ په ١٥مه، پيل شوې وې او پرون مازيګر پاى ته ورسېدې.
د د بټی کوټ په شهرا لوبغالې کښې د روان کرکټ ټورنمیټ د سیالیو په لړکښې نن د بټی کوټ او د لعلپوری د کرکټ د لوبډلو تر منځ لوبه ترسره شوه، پچه د لعلپوری کرکټ لوبډلې وګټله اولومړی توپ اچونه یې غوره کړه. د بټی کوټ د کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونوکښې د ۹ لوبغاړو په سوزیدو سره د لعلپوری کرکټ لوبډلې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه
د کابل د کرکټ مسؤل حاجي فضل الله فضلي ټول افغان ته د ټلیفون په کرښه وویل چې په کابل کې ۴۲ د کرکټ راجسټر شوي کلبونه لري، په دې ټورنمټ کې ترې اته پیاوړې کلبونه لوبیږي او هغه لوبغاړي به ترې د کابل لوبډلې ته غوره کیږي کوم چې ښې منډې، ښه توپ اچونه او په کرکټ کې وړتيا او استعداد وښيي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې هغه شل اوريزه سيالي چې غوښتل یې د دې مياشتې په پای کې یې په کابل کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ ترسره کړي، ځنډولې ده او له کوچني اختر څخه وروسته به یې ترسره کوي. پتيل شوې وه چې دا شل اوريزه ولايتي سيالي د جولاي په ۲۴مه ترسره شي خو د کرکټ بورډ وايي چې د سپانسر (اتصالاتو مخابراتي شرکت) او د شمشاد تلويزيون سره (چې دا لوبې به په ژوندۍ بڼه خپروي) له مشورې وروسته دې پرېکړې ته ورسېد چې دا لوبې وځنډوي او له کوچني اختر څخه یې وروسته ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کوچیانو د کرکټ لوبډله په رسمي ډول ومنله او اجازه یې ورکړه چې په کورینو سیالیو کې د ولایتونو د لوبډلو په څېر ولوبیږي.د کوچیانو د کرکټ مسؤل محمد الله کوچي نن په کابل کې ټول افغان ته وویل چې زموږ یوازې دا ارمان نه و چې رسمي لوبډله دې ولرو! زموږ دا ارمان دی چې د ملي لوبډلې لپاره تکړه کوچیان لوبغاړي کرکټ بورډ ته وروپیژنو او په افغانستان کې د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول ولوبو.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له ۵۰ اوريز بريالۍ سيالۍ څخه وروسته پلان لري چې شل اوريزه سيالي ترسره کړي. د کرکټ بورډ اجراييه مشر ډاکتر ايمل شينواری وايي چې هيله مند دی چې شل اوريزه سيالي د روانې مياشتې (جون) په پای کې پيل شي.
د کابل ولايت د اتصالاتو د ولايتي سيالۍ اتل شو. کابل په پايلوبه کې پکتيا ته په شپږو ويکټو ماته ورکړه او د افغانستان د یوې ورځنيو لوبو اتلولي یې خپله کړه.
پروان پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړل. پروان په ۴۷ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۱۶ منډې یې جوړې کړې.
د غزني اخري ويکټه هم په ۳۶م اور کې وغورزېده او ټولې یې ۲۰۱ منډې وکړې. د غزني لپاره ښه توپ وهنه بهادر خان وکړه چې ۸۸ منډې یې جوړې کړې.
په ۲۸م اور کې په اخري توپ د کابل شپږمه ويکټه وغورزېده خو ډېر اغېز یې ځکه نه لرلو چې منډې یې ۱۲۴ ته رسولې وې او بري ته ټولې ۸ منډې پاتې وې. کابل په ۳۰م اور کې په لومړي توپ په څلوريزه ۱۳۱ منډې پوره کړې او کونړ ته یې په ۴ ويکټو ماته ورکړه.
د اتصالاتو په ولايتي سيالۍ کې نن د جيم په ګروپ کې لوګر او جوزجان لوبه کوي.
لغمان په ۳۹ منډو وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. لغمان دويمه لوبډله ده چې نيمه پايلوبې ته لار مومي. تر دې مخکې پنجشېر له الف ګروپ څخه نيمه پايلوبې ته لار موندلې ده. سبا به د جيم يا C ګروپ لومړۍ لوبه تر سره کېږي چې د لوګر او جوزجان تر منځ ده.
Early in the morning ACB announced that Paktika has proceeded to the Quarter Final for having the highest run rate among the three winning teams of Group B and Nangarhar had to play Laghman to determine the other team for Quarter Final.
نن د ولایتي اتصالاتو سیالیو په ترڅ کې ننګرهار هرات ته په ۱۲۲منډو ماتې ورکړه او د اول ځل لپاره د ننګرهار آل راوینډر لوبغاړي ضمیر خان پکې لومړۍ سلیزه ووهله او د هرات شپږ لوبغاړي وسوځل.
پچه پکتيکا وګټله او لومړی يې پخپله توپ وهنه غوره کړه. پکتيکا په خپل صف کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمدشاه احمدي هم لري. لوبه په ملي سرود پيل شوه. پکتيکا پوخ شين رنګ او بدخشان نارنجي رنګ جامې په تن لري. ملي سرود ته دواړه لوبډلې لاس په نامه ولاړې وې.
کاپيسا ته ګټل ورو ورو سختېدل. په ۳۰م اور کې یې ۸ ویکټې غورزېدلې وې او ۱۲۱ منډې یې جوړې کړې وې. کاپيسا ته مشکله وه چې د سيالۍ تر ټولو لوړ هدف پوره کړي. کاپيسا خپله اخري خواري وکړه او په پای کې یې ۱۷۶ منډې جوړې کړې خو پاتې دوه ويکټې یې هم له لاسه ورکړې او لغمان ته یې په ۹۳ منډو بايلوده.
د کرکټ بورډ څخه هغه لوبغاړي چې د ۱۶ کلنو لوبډلې کې نومونه د ډېر عمر په کتار کې راغلي غواړي چې د کابل فرانسوي روغتون رسمي نتیجي ورته وړاندې کړي او کرکټ بورډ تورنوي چې د ۱۶ کلنو لوبغاړو د عمرونو په نتیجه کې یې درغلي کړې ده.
په ننګرهار کې د کرکټ ځینې لوبغاړي په هغه ولایت کې د کرکټ پر مسؤلینو نیوکې کوي چې د اتصالات وپه ولایتي سيالۍ کې یې ((نالایقه)) لوبغاړي نیولي او ښه لوبغاړي یې نه دي نیولي. دا لوبغاړي وایي چې په ننګرهار کې د کرکټ دوه اکاډيمۍ دي چې په خپل منځ کې اختلافات لري او ځینې تکړه لوبغاړي د دوی د سيالۍقرباني شوي دي.
خوست ټولې ويکټې په ۳۰ منډو له لاسه ورکړې او پنجشير په ۱۴۱ منډو وګټله چې په دې سيالۍ کې یې ساری نشته دی. د پڼجشېر لوبډله د خوست په پرتله پياوړې وه. په توپ وهنه، توپ اچونه او فيلډ کې وځلېده.
د قوانينو سره سم نن بايد بلخ او پنجشېر لوبه کړې وه خو د خوست لوبډله چې پوه شوه چې د منډو اوسط یې خراب دی نو نيوکه یې پيل کړه. د خوست استازي نيوکه کوله چې کله د کرکټ بورډ د منډو په اوسط په لومړي پړاو کې د دوه بهتره لوبډلو د معلومولو پرېکړه وکړه نو دی هلته نه و. او اوس یې نه مني. نن یوه مظاهره هم وشوه. د خوست د لوبډلې کپتان محمد خان وايي چې دوی مظاهره نه ده کړې او پلويانو یې مظاهره کړې ده، تر دې چې یو شمېر خلک په پيچ ناست و او نورې لوبدلې یې لوبې ته نه پرېښودې. خان محمد وايي دی خفه دی ځکه چې دوی ته د کرکټ بورډ یو ځل وويل چې له سيالۍ وتلې ياست او بيا یې بېرته راوغوښتل.
د منډو د اوسط په معلومولو نن بلخ، پنجشېر او خوست لوبډلې یوه خوله نه وې. د لانجې له امله لوبه کابو څلور ساعته وروسته پيل شوه او په نتيجه کې لوبه ۲۵ اورونو ته راښکته کړای شوه. داسې پتيل شوې وه چې بلخ او پنجشېر شايد د منډو اوسط په پايله کې لوبه وکړي خو نن پرېکړه وشوه چې د بلخ او خوست تر پنجشېر ښه د منډو اوسط لري.
پچه ميدان وردګ وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. شير محمد شیرزوی د ميدان وردګ کپتان او عبدالله مزاري د بلخ د لوبډلې کپتان دی.